خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

Tag Archives: هلمند

طالبان وايي، د هلمند پراخې سیمې لا هم د دوی په واک کې دي

تاند (چهارشنبه د عقرب ۸) د ملي دفاع وزارت وايي، د لښکرګاه ښار د لسمې حوزې اړوند سیمې په مکمله توګه د طالبانو له شتون څخه پاکې شوي دي. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه افغان ځواکونو د هلمند لښکرګاه ښار د لسمې حوزې اړوند سیمو کې عملیات کړي او هغه…

Read more

په هلمند کې د اتلانو په نوم نوې نظامي قطعه جوړه شوه

تاند (یکشنبه د عقرب ۴) څو ورځې وړاندې طالبانو د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار په ګډون ددې ولایت په ډېرو برخو بریدونه وکړل، چې په پایله کې یې تر ۴۰ زره کسان بې سرپناه شول او د ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو په ګډون پکې سلګونو طالب وسله والو ته مرګژوبله واوښته. تازه د…

Read more

د هلمند جګړې سلګونه خلک وژلي او ډېر نور یې ټپيان کړي دي

تاند(شنبه، د میزان ۲۶) هلمند کې د روانې جګړې یوه اوونۍ وځي، چارواکي وایي چې په دغه جګړه کې ۳۴۰ کسان وژل شوي، لسګونه ټپیان او تر لس زره ډېر نور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. د هلمند والي یاسین خان رسنیو ته ویلي چې په دغه ولایت کې د جګړې له…

Read more

د جګړې ۴مه ورځ؛ د ملي دفاع سرپرست وزیر او جنرال سکاټ مېلر هلمند ولایت ته تللي

تاند (چهارشنبه د میزان ۲۳) د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد د هلمند د عمومي وضعیت ارزونې په موخه ددغه ولایت مرکز لښګرګاه ته رسېدلی دی. دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې ښاغلي خالد د هلمند له والي جنرال یاسین او یو شمیر نورو لوړ پوړو چارواکو سره کتلي…

Read more

د طالبانو د حملو په نتیجه کې ۳۵ زره هلمندیان بې ځایه شوي

تاند(چهارشنبه، د میزان ۲۳) په هلمند ولایت کې د طالبانو د وروستیو پراخو حملو په نتیجه کې شاوخوا ۳۵ زره تنه بې ځایه شوي او اکثره یې د ولایت مرکز لشکرګاه ته تللي دي. نن څلورمه ده چې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ د لشکرګاه په شل کیلومترۍ کې سخته جګړه روانه ده. هلمند…

Read more

د طالبانو د حملو په نتیجه کې تر څلورنیم زره ډېرې کورنۍ بې ځایه شوي

تاند(دوشنبه، د میزان ۲۱) د طالبانو د حملو په نتیجه کې په هلمند ولایت کې تر ۴۵۰۰ ډېرې کورنۍ مجبوره شوي چې خپلې مېنې پرېږدي او په نورو سیمو کې سرګردانه شي. د هلمند ولایت چارواکي او مرستندویان وايي چې د طالبانو د وړمې شپې د حملو په نتیجه کې د باباجاجي (د لشکرګاه څلورمه…

Read more

په هلمند کې سخته جګړه لا هم روانه ده

تاند(دوشنبه، د میزان ۲۱) وسله والو طالبانو د یکشنبې له سهاره د هلمند د مرکز لشکرګاه د لاندې کولو لپاره د دې ښار په لمنو کې سخته جګړه پیل کړې ده. افغان چارواکي وايي، طالبانو دا بریدونه له هغو ژمنو سره سره پیل کړي چې له امریکا سره یې د فبرورۍ په ۲۹ نېټه کړې…

Read more

کورنیو چارو وزارت وایي؛ هلمند کې یې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

تاند (دوشنبه، د میزان ۲۱) د کورنیو چارو وزارت وايي، هلمند کې یې د هوايي او ځمکنیو عملیاتو پر مهال وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده. د دې وزارت په وینا، پر طالبانو درانه هوايي بریدونه شوي چې په لړ کې یې ۷۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په ورته مهال…

Read more