خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

Tag Archives: دولت وزیري

د کابل بالاحصار، د تاریخ د بېلابېلو دورو عیني شاهد| جنرال دولت وزیري

د تاريخ په اوږدو کې تل د کابل له نامه سره د بالاحصار نوم تړلی و. بالاحصار به کله د خلکو د اوسېدو ځای و، شا و خوا یې ښکلې منظره وه. کله به مذهبي مرکزونه په کې اباد وه او تر ډيره بیا د لویو پاچاهانو د برم او قدرت د مرکز په توګه…

Read more

غوره حکومت او د حکومت غوره مشران دغسې وي| جنرال دولت وزیري

په هېوادونو کې حکومتونه د دې له پاره را منځته کېږي، چې په ټولنه کې د انارشيزم مخه ونیسي او پرې نه ږدي، چې زورور پر کمزورو ظلم وکړي. هغه نظام او ابزار دی چې پر اساس یې د دولت سیاستونه په عمل کې پلي کېږي او د یوه هېواد د سوکالۍ لپاره د ملي…

Read more

د تاریخ د محو کولو هڅې| جنرال دولت وزیري

په افغانستان کې زیات وخت د پوځي او سیاسي تحولاتو له راتګ سره ځینو کړیو هڅه کړې چې د افغانستان واقعي تاریخي ارزښتونه د نورو په اشاره محو کړي. دا کار په پخوانیو وختونو کې هم شوی او معاصر تاریخ هم د دغو هڅو شاهد پاتې شوی دی. د هندوستان هېواد یو اوسیدونکي ظفر حسین…

Read more

په بیړه پرېکړه مه کوئ| جنرال دولت وزیري

غوسه مه کوئ، يو او بل ته ښکنځلې هم مه کوئ. که چيرې ښاغلی دوستم صاحب د جنرالۍ، بیا د ډګرجنرالۍ ورپسې د سترجنرالۍ مستحق ګڼل کېږي، بیا د نر غوندې د مارشالۍ لياقت او وړتيا هم لري او مستحق هم دی. تاسو له خپلو مشرانو هوښيار یاست او که خپلو مشرانو ته درناوی نه…

Read more

بې سنجشه سیاست نظامونه ړنګوي| جنرال دولت وزیري

د افغانستان د دغو وروستیو څلوېښتو کلونو سیاسي او نظامي پېښې د لمر په شان روښانه دي، ځکه چې اوسنی نسل ټول د دغو پېښو عیني شاهدان دي. د پېښو دغه جریان یې یا په خپله په سترګو لیدلی، یا یې د کورنۍ مشرانو ورته بیان کړي دي. په دې موده کې ګڼ نظامونه بدل…

Read more

زهرا او عبدالله خپله مینه د هېواد لپاره قرباني کړله| جنرال دولت وزیري

تاریخونه له حماسو ډک دي او په حماسو کې د یوه ملت چال چلند، هېوادنۍ مینه، مېړانه او سرښنده نغښتې وي. که څه هم په ولسونو کې له حماسو او هېوادپالنې ډکې کیسې ژوندۍ دي، خو ځینې تاریخي کرکټرونه په ګڼو دلایلو له خلکو هېر شوي دي. زموږ د تاریخ په پاڼو کې په دغسې…

Read more

تبلیغاتي جګړه، تر پوځي جګړې زوروره ده| جنرال دولت وزیري

تبلیغاتي جګړه یا پروپاګند چې په فرانسوۍ ژبه (Propagande) ورته وايي، د ارتباط هغه لارې چارې دي چې هدف یې د سیاسي تبلیغ له لارې د عمومي افکارو تنظیم او همږغي کول دي. په اوسنۍ زمانه کې دغه تبلیغاتي جګړه د کوم جارچي یا هم لاوډسپیکر له لارې یا هم شپې پاڼو له لارې مخ…

Read more

ژوند ته دې شفا ورکړه| جنرال دولت وزیري

که باور وکړو یا نه، موږ خپل سوچونه خپله غوره کوو. څومره چې منفي سوچونو ته په ذهن کې ځای ور کړو، په همغه اندازه به زیات وځورېږو. موږ کولای شو منفي سوچونه مثبتو سوچونو ته بدل کړو. له دې سره به زموږ ژوند هم بدل شي. ټول وخت اکثره خلک فکر کوي چې په…

Read more

بې واک او بې ځواکه جنرال بریالی نه وي| جنرال دولت وزیري

ځینې خبرې د کاڼي کرښې او د پیړیو، پیړیو تجربو پايله وي. وايي: «په جګړه کې آس نه زین کېږي.» په دې توګه د جګړې هنر او پوځي پوهه هم تر جګړې مخکې زده کېږي، که قوماندان بې له دې چې د جګړې پر هنر پوه وي او مخکې له جګړې ښه نه وي روزل…

Read more

ځان له خپلو جوړو کړیو ستونزو خلاص کړه، نړۍ ښکلې ده| جنرال دولت وزیري

موږ په خپله ستونزې جوړوو، بیا د خپلې نهیلۍ پړه پر نورو اچوو او په دې ډول خپل ځان کمزوری کوو. بې له خدايه هېڅوک، هېڅ ځای او هېڅ شی پر موږ واک نه لري، ځکه دا یوازې موږ یو چې داسې سوچ کوو. که د دې پر ځای چې ووایو «ټولو خلکو په ما…

Read more