د زیډ پي ایل لوبلړ تر نامه لاندې تېره ورځ د نبي عسئ خيل او R H K تر منځ سیالي ترسره شوه، چي پکې ټاس نبي عیسی خيل وګټلو او خپله يې د توپ وهنې پریکړه وکړه.

دې لوبډلې په ټاکلو اورونو کې 124 منډي هدف سیالې لوبډلې ته په واک کې ورکړ؛ چي پکې د نبي عیسی خيل لوبډلې لپاره ولي محمد 35 منډې جوړې کړې او د R H K لوبډلې لپاره ییا روح الله 4 لوبغاړي اوټ کړل.

د هدف د ترلاسه کولو په موخهد R H K لوبډله توپ وهنې ته راکښته شوه، چې ياد هدف يي 14 اوره کي ترلاسه کړ. دې لوبډله کې سميع الله 55 منډې جوړې کړې  او د نبي عیسی خيل لوبډلې لپاره بیا مطيع الله 2 لوبغاړي اوټ کړل او لوبه د R H K لوبډلي وګټله.
د لوبي غوره لوبغاړي سميع الله وټاکل شو.