افغانستان د صحرا کپ په ۱۰ ویکټونو او ۷۳ توپونو وګوټ

تاند- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن /جمعه/ د صحرا کپ پایلوبه له آیرلنډ څخه په خورا توپیر وګټله.

د پایلوبې پچه آیرلندي لوبغاړو وګټله. ایرلنډ غوره وګڼله چې لومړی په خپله بیټنګ وکړي.

افغان باولرانو ټول ایرلنډي لوبغاړي په ۱۳ اوور او دوهم توپ وسوځول. آیرلنډ ټولټال ۷۱ منډې وکړې.

محمد نبي ۴ لوبغاړي وسوځول او یوازې یې ۱۰ منډې ورکړې. امیر حمزه ۲، فرید احمد ۲ او کریم جنت ۲ آیرلنډي لوبغاړي وسوځول.

راشد خان ارماني که څه هم څوک ونه سوځول خو په ۲ اوورونو کې یې یواز ۷ منډې ورکړې.

نوروز منګل او محمد شهزاد د افغانستان یوازیني لوبغاړي ول چې بیټنګ یې وکړ. دوی دواړه بل لوبغاړي ته د بیټنګ کولو اړتیا پرې نښوده ځکه چې هدف یې په ۷ اوورونو او ۵ توپونو پوره کړ.

شهزاد  په ۴۰ توپونو ۵۲ منډې وکړې. ده ۱ شپږیزه او ۹ څلوریزې ووهلې.

نوروز منګل په ۸ توپونو ۱۷ منډې وکړې او دواړه تر پایه ونه سوځېدل.

په دې توګه پایلوبه افغانستان په ۱۰ ویکټونو او ۷۳ توپونو وګټله.

 

cric

2

One thought on “افغانستان د صحرا کپ په ۱۰ ویکټونو او ۷۳ توپونو وګوټ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.