د کرکټ بورډ عمومي رييس له نړيوالې شورا سره خپل پروګرامونه شريک کړل

د افغانستان کرکټ بورډ نوي رييس عاطف مشعل د کرکټ د نړيوالې شورا له مسوولينو سره خپل راتلونکي پلانونه ، وړانديزونه او غوښتنې شريکې کړې.

ښاغلي مشعل پرون د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې چېرته چې د کرکټ د نړيوال شورا مرکزي دفتر موقعيت لري، د نړيوالې شورا اجراييوي رييس، د نړیوال پرمختيايي ، لوړو مهارتونو، عملیاتي او مالي څانګو مسولینو سره وليدل.

په پيل کې د کرکټ نړېوالې شورا مشرتابه د کرکټ بورډ نوي عمومي رييس ته د دندې او د لوبډلې د وروستيو برياو مبارکي وويله او د کرکټ بورډ رهبرې ته يې د همکاريو ډاډ ورکړ .


د کرکټ د نړيوالې شورا اجراييوي رييس وويل چې د افغانستان لوبډله ښه پرمخ روانه ده ، ښې لاسته راوړنې لري او بايد تداوم پکې په پام ونيول شي. ددې ليدنې پر مهال د کرکټ د نړيوالې شورا مسوولينو د افغانستان کرکټ بورډ مشر ته ځانګړې ډالۍ هم ورکړه.


د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس عاطف مشعل خپل نوي پروګرامونه او پلانونه د کرکټ د نړيوالې شورا له مشرانو سره شریک کړل چی د کرکټ نړیوالې شورا غړو له لوري یی تود هرکلی وشو. هغه د کرکټ د نړيوالې شورا د همیشنیو همکاریو مننه وکړه او هغوی ته يې د افغانستان کرکټ بورډ د اسقلالیت ډاډ ورکړ.


ښاغلي مشعل د کرکټ د پرمختګونو او بیلابیلو برخو ترڅنګ د زیربناو په اړه هم له هغوى سره خپل معلومات شریک کړل او ترې یی د لازیاتو همکاریو غوښتنه وکړه . د کرکټ بورډ عمومي رييس عاطف مشعل د کرکټ له نړيوالې شورا څخه د بشپړ غړیتوب، د فرسټ کلاس غړیتوب، په پرمختیایی ، د کارکوونکو روزلو او له نړیوالو لوبډلو سره د لوبو د برابرولو په برخو کې د همکاريو غوښتنه وکړه.


د کرکټ د نړیوالې شورا مسوولينو د افغانستان کرکټ بورډ د نوي عمومي ریيس پروګرامونه واوریدل او د لازمو همکاریو ژمنه یی ورکړه، چې ډېر ژر به په دې اړه نوي خبرونه له هېوادوالو سره شريک شي.


د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس شفیق الله ستانکزي له لوري د ورستیو لاسته راوړنو اینده پلانونو په اړه د کرکټ نړیوالې شورا مسؤلینو ته هر اړخیز پریزنتیشن وړاندې شو، چی د نړیوالې شورا له لوري یی هرکلی وشو او له هغې وروسته د کرکټ نړیوالې شورا د هرې څانګې مسول له لوري د افغانستان کرکټ په اړه معلومات وړاندې شول او په ټولو برخو په تفصيل سره خبرې وشوې د کرکټ اوسنی وضعیت وستایل شو، او په راتلونکې کې یی د افغانستان کرکټ سره د همکاریو ترڅنګ د ښو زیرو ژمنه وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.