پر شاپور ځدراڼ ناکامه حمله/ ځدراڼ: له چا سره دښمني نه لرم

تاند- د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پر تکړه باولر شاپور ځدراڼ تېره شپه د نامعلومو وسله والو له لوري ډزې وشوې.

په دې برید کې، چې د کابل په بګرامي ولسوالي کې وشو، شاپور ځدراڼ او ورور یې روغ رمټ پاتې شوي خو د موټر شاتنۍ شیشې یې په مرمیو ماتې شوي دي.

شاپور ځدراڼ او د کورنۍ غړي یې وايي چې له چا سره شخصي دښمني نه لري ځکه نه شي ویلی چې دا برید به چا کړی وي.

2تر دې وړاندې تېره اوونۍ د خوست د کرکټ لوبغالي د پرانستونکو مراسمو پر مهال هم پر شاپور ځدراڼ د حملې هڅه شوې وه خو حمله کوونکی ونیول شو.

تېره شپه شاوخوا اته نیمې بجې شاپور ځدراڼ په بګرامي ولسوالي کې خپل کور ته روان و چې حمله پرې وشوه.

تراوسه پوري نه کومې ډلې او نه کوم کس د دې برید مسوولیت منلی دی.

یو دېرش کلن شاپور ځدراڼ په اصل کې د پکتیا اوسېدونکی دی.

ده په ۳۹ یو ورځینیو مسابقو کې د افغانستان لپاره لوبه کړې او په لړ کې یې ۴۱ لوبغاړي سوځولي دي.

ځدراڼ همداراز په ۲۷ شل اووریزو نړیوالو سیالیو کې برخه اخیستې او په لړ کې یې ۲۶ لوبغاړي سوځولي دي.

One thought on “پر شاپور ځدراڼ ناکامه حمله/ ځدراڼ: له چا سره دښمني نه لرم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.