د کرکټ بورډ مشر؛ کوم معیارونه او ولي شپږيزه

لیکنه: نقيب احمد قريشي

د تېرو ۹ کلونو راهيسي افغان کرکټ نړیوالو په نسبي لوړ نوم پېژندلی دی او ټول د دې لوبډلي له آدرسه افغانستان پېژني، خو امتیاز يې په افغانستان کي يوازي پر يوه قوم نه ور تپي.

موږ د ملي يووالي پر برابر همېشه کرکټ يوازي د پښتنو لوبه نه ده بللې، بلکي تل مو دا فکر کړی دی، چي کرکټ يوه افغان شموله او افغانستان شموله لوبه ده، ځکه زموږ کرکټ په نړیوالو کي زموږ په هؤیت بدل سوی.

افغانستان او افغان.

د اسټرالیا لوی هیواد او لوی کرکټ په اړه مو اورېدلي دي، چي اسټرالیایان تر ټولو لومړی خپل ولسمشر ته په درنښت قایل دي او په دوهم قدم کي دوی ته د خپل کرکټ بورډ رئیس معتبر او با اهمیته دی، ځکه له ولسمشر سره يې د هیواد سياسي او اقتصادي ارزښتونه تړلي دي او د کرکټ سره يې پېژندګلوي.

اسټرالويان به څنګه خپل کرکټ او کرکټ رهبرۍ ته په ارزښت نه وي قایل، چي دې لوبي اسټرالیا او اسټرالیایان نړۍ ته په نیک نوم ور معرفي کړيدي.

افغان کرکټ چي دا مهال له زیاتو سمتي، ژبني او قومي ناندريو سره مخ دی، نور د دې وخت رارسېدلی، چي د کرکټ بورډ اداره په هیواد کي د ټولو قومونو اداره وګرځول سي.

موږ په خپل کورني کرکټ کي د آمو نهنګانو په نوم يوه لوبډله درلوده چي په تېره (ښپږيزه) کورنیو کرکټ سیالیو کي ولوبېده، خو له دغه زون څخه يو لوبغاړی هم بېله (مېرویش اشرف او شراف الدین اشرف) چي هغه هم د ملي لوبډلي غړي دي، نه وو اخیستل سوی-ولي؟ ایا دغه زون بېله کندزه په بل ولایت کي کرکټ درلود، لوبغاړي يې نه درلوده؟؟ نو که په دغه ولايتونو کي کرکټ او کرکټ لوبغاړي نه وي، دا ستونزه هم د افغان کرکټ بورډ ده.

له کرکټ بورډ سره د ۳۰۰ په شاوخوا کي لوبغاړي ليست سوي، چي هغه له دوی سره په بیلابیلو ټورنمينټونو کي لوبيږي، چي هغه يوازي او يوازي د ۳ یا ۴ ولايتونو څخه دي، موږ هيڅ وانه ورېده چي کرکټ دي د کوم زون په لوبغاړو کي دي له بدخشان، هرات، ډایکنډي، بامیان، سمنګان، تخار، هلمند، اروزګان، او ….. نورو ولایتونو څخه کوم کس شامل کړل سي. ولي؟

بله مهمه خبره داده چي افغان کرکټ بورډ خپلي کورنۍ لويي سیالۍ د ( ښپږيزه ) په نوم کړي دي، چي دوی شپګيزه ورته وايي. ښپږيزه يو سوچه پښتو او ډېر ښکلی نوم دی، خو هيڅکله د يوه هيواد کرکټ د دومره لویو لوبو چي بهرني لوبغاړي هم پکي لوبول کيږي، مناسب نه دی، ځکه افغانستان د بیلابیلو قومونو ګډ کور دی، نو کرکټ که د هر افغان دی، نو مهمه ده چي نوم يې د هر افغان، هري ژبي ویونکي او هر قوم لپاره د منلو وړ وي او ټول په ګډه چکچکي ورته وکړي.

که دا مهال د نړۍ د کرکټ د سترو هيوادونو کورنيو کرکټ لویو سیالیو ته وګورو، نو هغوئ يو داسي نوم ورته ټاکلی وي، چي په هيواد کي يې د ټولو قومونو او ټولو سمتونو لپاره قبول او منظور وي او يو هيواد شموله نوم يې وي.

IPL ( انډيا پريمير لیګ) د نړۍ د مشهورو کرکټ ټورنمينټونو څخه لومړی هغه دی، چي د ټولو هندوستانیانو لپاره د منلو وړ نوم او سیالۍ بلل کيږي. هند چي ۱۶ رسمي ژبي لري، بیلابیل سمتونه او قومونه لري، خو IPL ټولو ته د منلو وړ لوبي دي.

همداسي BPL (بنګله دېش پريميرلیګ) د ټولو بنګالیانو لپاره قوي کرکټ ټورنمينټ دی، همداسي د پاکستان سوپر لیګ او ……..
همداسي يې د کرکټ بورډونو د رهبرۍ په ټاکلو کي ولسمشر دسختو لوړو معیارونو په نظر کي نيولو سره مخته ځي.
نو اوس زموږ لپاره سري وخت دی، په کار ده چي پر شپږيزه کرکټ ټورنمينټ APL (افغانستان پريميرلیګ) نوم کښېښودل سي.

په دې وروستيو کي په ټولنيزو رسنیو کي يو شمېر احساساتي افغانان له ولسمشره په خپلو غوښتنو کي ليکي چي کرکټ بورډ ته دي داسي کس ور معرفي کړي، چي مخکي کرکټ لوبغاړی پاته سوی وي، نور کوم معيار نه يادوي، يا به يې هېر سوی وي.

خبره داده چي ډېر کله د کرکټ نړیواله شورا نه غواړي، چي د کرکټ لوبغاړی دي د خپل هيواد د کرکټ بورډ رئيس وټاکل سي، ځکه هغوئ ورسره په ستونزه کي وي، سرناخلاصي وي، د داسي کس تعلیم کم وي او نه سي کولای چي خپلي غوښتني تر ای سي سي ( کرکټ نړیوالي شورا) پوري ورسولای سي او یا دي هغوئ پوه کړای سي، ځکه د لوبغاړو ټول ژوند په کرکټ کي تېر سوی وي او له تعلیم خصوصأ لوړو زده کړو څخه بې برخي وي.

اوس دا خبري ډېري کيږي، چي کرکټ نړیواله شورا د کرکټ پخواني لوبغاړي د خپل هيواد په کرکټ بورډ کي د رهبرۍ په لومړیو کسانو کي نه غواړي او که يې غواړي هم داسي کس غواړي، چي لوړ تعلیمات ولري.

نو تر ټولو مهمه باید دا وګڼو چي د کرکټ بورډ لویه اداره هيڅکله تر يوه وزارت نسي کمېدلای، د کرکټ رئيس عینآ د يوه وزير په څېر باید لیسانس، ماسټر او حتا دوکتور وي، تر څو د خپل هیواد د کرکټ ستونزي درک او حل کړای سي.
دلته نو مهمه دا نه ده چي د افغانستان په څېر په يوه هیواد کي چي بیلابيل قومونه او سمتونه لري، يو داسي کس وټاکل سي، چي د افغان کرکټ په اړه د بیلابیلو دعواوو ویونکی وي.

موږ او تاسو خبر يو چي په دې وروستيو کي د د کرکټ بورډ د رهبرۍ او لوبغاړو تر منځ اختلافات خپل وروستي حد ته رسيدلي دي او دا موضوع اوس د ولسمشر محمد اشرف غني لپاره هم د پام وړ ګرځېدلې ده.

جدي ستونزه داده چي کله د کرکټ رهبرۍ ته له ننګرهاره څوک وټاکل سي، خوستوال خپه وي، مقابل اړخ په بدو يادوي او که له خوسته وټاکل سي بیا ننګرهاریان …….

جنوب زون، لويديځ زون او شمال هغه زونونه دي، چي کرکټ بورډ په تېرو ۱۴ کلونو کي هيڅ توجه ورته ونه کړه او کرکټ يې يوازي د ۳ يا ۴ ولایتونو وبللئ او ټول امتیازونه يې هم ترخپلو ځانونو او تر څو کوچنیو سيمو قرباني کړل.
خو که دوی خپله وروستۍ سروې کومه چي دوی خپله کړې ده، وګوري، تر ۶۰٪ زیات کرکټ مينه وال او کرکټ کتونکي له جنوب غرب زون څخه دي.

زه وایم چي هيڅکله دي دې ادارې ته کندهاری، ننګرهاری، پکتیاوال، زابلی يا هلمندۍ نه ټاکل کيږي، خو يو داسي خوستی، کابلی، ننګرهاری، کندهار، بدخشانی، هراتی او …. دي ورته وټاکل سي، چي افغانستان شموله فکر ولري.
داسي کندهاری دي وټاکل سي، چي د ختيځو ولایتونو د ځوانو استعدادونو وړتیا او ځيرکتیا ورته معلومه وي، داسي هراتی دي وټاکل سي، چي د جنوب او لويديځ کرکټ لوبغاړو ته پام وکړي، داسي ننګرهاری دي وټاکل سي چي د شمال او لويديځ کرکټ ته وده ورکړي.

نور باید دا طلسم مات کړل سي، چي کرکټ يوازي د پکتیا، ننګرهار، خوست او لوګر دی.
پښتون، هزاره، تاجک، ازبیک او ….. ټول افغانان دي، هيڅکله باید دا هېر نه کړو، چي کله د افغان کرکټ ستوریو لوبه وي، نو د کندهار ځوانان، د خوست سپين ږيري، د هرات ښځي او ننګرهارۍ ميندي د خپلو اتلانو د بریا لپاره لاس په دعا وي.

نو لهذا موږ د افغان کرکټ بورډ په رهبرۍ کي پښتون نه غواړو، تاجیک نه غواړو، ازبیک او هرازه نه غواړو، يوازي او يوازي افغان غواړو، چي افغانستان او افغان کرکټ ورته اهميت ولري، نه يو يا دوه ولایتونه، یا يو قوم او ……

د دې لوی ریاست لپاره دي قوي معیارونه وټاکل سي، د کرکټ پخواني لوبغاړي به ښه کار وکولای سي او که هغه کس، چي لوړي زده کړي، قوي اراده، افغان او افغانستان شموله فکر، او بې تعصبه او بې غرضه کس؟؟

بس چي يو ملتپال انسان وي، يو داسي انسان چي د دې وطن د ځوانانو راتلونکې يې په فکر کي وي، خاوري ته ژمن، کرکټ ته وفادار او پر خپله دنده مين وي.
د افغانستان د ښېرازۍ او د کرکټ د پوره ودي په هیله.

3 thoughts on “د کرکټ بورډ مشر؛ کوم معیارونه او ولي شپږيزه

  1. ډیره ښه او پر ځای لیکنه ده
    پر قلم مو برکت
    خو یوه خبره زه اضافه کول غواړم او هغه دا چي د شپږیزې نوم باید بدل سي خو اې پي ایل نسي کیدای ځکه هغه ځانته جلا معیارونه لري او تر کومه ځایه چي زه په خبره یم د کرکټ اوسنی اداره په همدې هڅه کي دي چي یاد تورنمنټ په اې پی ایل واړوي.
    مننه

  2. وروره که داسی وی نو باید چی په هر څه کی ملی ژبی شاملی شی په دولتی اداراتوکی ټولی لیکنی په دری ژبه دی پښتون عام ولس او سیاسیون ټول په دری ژبه خبری کوی او دری د ټولو زده ده خو یو دری ژبی نه عام او نه کوم رهبر یی بښتو وویله نو هغوته خو هیچا څه ونه ویل که د نړی هرملک ته ځیر شو نو هیڅ یو ملک دسی نشته چه اکثریت قوم دی د اقلیت قوم په ژبه خبری وکړی دلته هم داڅه د پیړیو راهیسی روان دی موږ څه نه وایو د دی نه وروسته باید د خپلی مورنی ژبی حق ادا کړو دخپلی مورنی ژبه سره جفا د خپلی مور سره جفا ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.