افغانستان او امارات ۳ شل اووریزې سیالۍ کوي

تاند- د افغانستان کرکټ بورډ له متحده عربي اماراتو سره د سیالیو لپاره په ملي لوبډله کې یو لړ بدلونونه راوستي دي.

ټاکل شوې ده چې روانه میاشت د افغانستان او متحده عربی اماراتو د کرکټ ملي ټیمونه څو ۲۰ اووریزې مسابقې وکړي.

د کرکټ بورډ سرچینې وايي، دولت ځدران او ګلبدین نایب به په دې سیالیو کې د افغانستان په ټیم کې ولوبېږي.

ګلبدین نایب د سږ کال په دوبي کې له ایرلنډ سره په مسابقه کې برخه اخیستې وه خو له هغه وروسته د ټیم په ترکیب کې نه و شامل کړای شوی.

افغانستان او متحده عربي امارات به ۳ شل اووریزې نړیوالې مسابقې وکړي.

همداراز ټاکل شوې ده چې د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د افغانستان او انکلیستان الف لوبډلې یوه څلور ورځینۍ مسابقه وکړي.

تر دې وړاندې له ۲۰۱۴ را په دې خوا د افغانستان او متحده عربي اماراتو په ۸ سیالیو کې ۴ افغانستان او ۴ متحده عربي اماراتو ګټلې دي:

2

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.