ډیلي میل: د غوره لیګ نوی فصل به د سپټمبر پر ۱۲مه پیل شي

محمود خان منندوی

د ویمبلډون د ټنیس سیالیو مسؤلینو تصمیم ونیوه، چ« د کرونا له امله په ۲۰۲۰ کال ک« د دې لوبو تر لغوه کېدو وروسته به د دې سیالیو ۱۰ میلیونه نقدي جایزه د ټنیس لوبغاړو ترمنځ تقسیم کړي. هغه ۲۵۶ ټنیس لوبغاړي چي په انفرادي شکل لوبیږي، هر یوه ته به ۲۵ زره پونډه ور کړل شي.

 سکای: د اینټر میلان مسؤلین به د روان فصل په پای کي د انټونیو کونټي سره د همکارۍ د دوام یا قطع کېدو شرایط وڅېړي. مکس الګري د هغه د ځایناستي په توګه جدي انتخاب بلل کېږي.

 د ۲۰۱۷/۱۸ فصل څخه د بایرن میونیک د راتلونکي فصل د دریو حمله کوونکو لوبغاړو کارنامه.

 الکاس: تر لومړیو خبرو وروسته، اینټر میلان و چیلسي ته د چپه دفاعي لوبغاړي امرسون پالمیري د رانیولو له پاره د ۱۹ میلیونه پونډه وړاندیز وکړ.

ډيلي میل ادعا وکړه، چې د چمپیونز لیګ څخه د منچسټر سیټي د محرومیت د نه بښل کېدو سربیره به بیا هم کیوین ډي بروین له دې کلبه جلا نه شي.

 ټلګراف: په ۲۰۱۷ کال کې د چیلسي سره د ټامي ابراهام د قرارداد د اهدافو تر حاصلیدو وروسته، د هغه قرارداد به د چیلسي سره یو بل کال هم وغځیږي او هغه به تر ۲۰۲۳ کال پورې د چیلسي سره پاتې وي.

 کالچو مرکاټو: د فیورنټینا کلب و یوونټوس ته اعلان کړه، چې یوازي د هیګواین د معاملې په صورت کې حاضر دی، تر څو فډریکو کيي زا پر دې کلب خرڅ کړي.