د ادب د ښوولو وخت/ محب الله زغم

اکثره ماشومان د عمر په دویم او درېیم کال کې ژبه زده کوي. دغه عمر د ماشوم د شخصیت په وده کې حساس وخت دی. له یوې خوا په دې عمر کې د ماشوم تخیل وده کوي، لیدلي به مو وي چې ماشوم مثلاً درباندې غږ کوي: «راځه چې ډوډۍ وخورو.» دسمال یې په کوټه کې وېړ کړی وي، خالي غاب یا د د کوم لوښي تش سرپوښ یې ایښی وي او وايي چې دا دی کچالان مې پاخه کړي دي. ماشوم معمولاً هماغه شی یادوي چې د ده خوښېږي. یا حتی په لاس کې یې هېڅ شی هم نه وي؛ خو درته وايي چې «واخله دا شېدې وڅښه.» لویانو ته په کار ده چې همداسې ورسره لوبې وکړي، د هغه تش لاس ته لاس وغځوي او داسې ښکاره کړي چې ګوندي دا دی ګېلاس مې درنه واخیست او په سر یې واړوي. دغه کار د ماشوم د تخیل له ودې سره مرسته کوي.

په همدې عمر کې ماشوم د لویانو پېښې کوي. مور چې کالي ومینځي، ماشوم یې څنګ ته کېني، په تال کې لاسونه غوټه کړي او وايي چې زه هم کالي درسره مینځم. هوښیارې میندې په داسې وخت کې ماشوم نه رټي؛ بلکې په وړوکی تال یا چلیمچي کې ورته لږې اوبه اچوي، د صابون یا پوډرو یو څه ځګ په کې اچوي، جورابې یا وړوکی دسمال یا داسې بل شی ورکوي چې پرې یې مینځي. دا کار ماشوم له کار او له نورو سره په مرسته روږدی کوي. ځينې ماشومان د پلار د کسب او کار پېښې کوي.

مثلاً که پلار ډاکتر وي، زوی یې چې د کوټې په وره ننوځي، وايي: «زه ډاکتر مجیب یم»، «مریضان مې معاینه کړل.» یا که فرضاً پلار یې ترکاڼ وي، دی به وینې چې د تلویزیون ریموت په یوه لرګي سولوي او وايي چې «زه لرګی رنده کوم.» بهتره ده چې پلار ماشوم ته د لوبو داسې شیان پيدا کړي یا یې ورته جوړ کړي چې د ماشوم د خوښې د کسب وسایل په کې وي.

له دوه کلنۍ تر درې کلنۍ پورې ماشوم د ژبې په مهارتونو کې هم تکړه کېږي. نوې کلمې زده کوي، د جملو ګرامري جوښت ته یې پام کېږي، تلفظ یې ښه کېږي (سره له دې چې ځینې اوازونه سره بدلوي مثلاً د ف پر ځای ش، د ر پر ځای ل وايي؛ خو دا طبیعي ده)، نوي لغتونه او نوي ترکیبونه جوړوي.

همدرانګه ماشوم په خبرو کې د لویانو پېښې کوي؛ نو د ادب د ښوولو وخت همدا دی. دلته مو له ادبه مطلب د خبرو نزاکتونه دي.

دې ته به مو پام شوی وي چې د وړکتونونو ماشومان تر نورو ډېر په ادب سره غږېږي او په اجتماعي نزاکتونو تر نورو ښه پوهېږي. که دې ماشومانو ته یو شی ورکړې، مننه کوي، په سلام اچولو کې تکړه وي، زړور خو با ادبه غږېږي، پوښتنو ته دې د لویانو په شان ځواب وايي. وړکتون د ماشوم په روزنه کې ډېر ګټور ځای دی؛ خو هر چېرته او هر چا ته د دې امکان نشته چې اولادونه وړکتون ته ولېږې؛ نو میندې پلرونه باید هڅه وکړي چې خپلو دوو – درېو کلنو ماشومانو ته د خبرې کولو ادب ورزده کړي.

دا کار په رټلو او په زور نه کېږي، په خوږه ژبه کېږي، په مینه کېږي. یو خو په موږ کې دا رواج نشته چې په کور کې له چا مننه وکړو، فکر کوو چې د کورنۍ غړي چې د یو بل لپاره هر څه کوي، باید یې وکړي او همدا یې وظیفه ده؛ خو سړیتوب دا وايي چې له مور څخه د خوندرو خوړو د پخولو په خاطر مننه وکړو، که مو خور د اوبو ګېلاس په لاس راکوي، مننه ځنې وکړو، که مو زوی له دوکانه راته سودا راوړه، ورته ووایو خیر یوسې زویه، خدای دې ښه سړی کړي. که ماشومان په کور کې د نورو د ښو کارونو قدروونه زده کړي، له کوره د باندې هم همداسې کوي او ورسره په ټولنه کې ادب او سړیتوب زیاتېږي. همدغه وړې خبرې د انسانانو تر منځ مینه محبت پیدا کوي.

نو که غواړئ چې ماشوم مو با ادبه اوسي، پخپله ادب مراعات کړئ. مثلاً د کورنۍ له هر غړي څخه د هغه د ښه کار په خاطر مننه وکړئ، که مو زوی یا لور ته د یوه کار د کولو وایئ، په وچه ژبه امر ورباندې مه کوئ، په نرمۍ او د خواست په ژبه ورته ووایئ: «زویه یو ګېلاس اوبه به راته راوړې؟» او چې ډک ګېلاس یې راووړ، ورنه مننه وکړئ: «افرین زویه، مننه.» دوه – درې کلن اولادونه به مو ستاسو پېښې وکړي او په داسې حالتونو کې به له نورو مننه وکړي او چې چا ته یې «مننه» وویل، ویې نازوئ، په غېږ کې یې ونیسئ، شاباسي ورکړئ.

ماشومانو ته د خبرو ادب په لوبو کې هم ورزده کولای شو. مثلاً یوه نانځکه بلې سره مرسته کوي، د هغې د خولې به بلې ته وایو: «مننه»

ځینې په دې فخر کوي چې موږ ځیږه یا شډل پښتانه یو، تشکر او مهرباني مو نه ده زده چې چا ته یې ووایو؛ خو سړیتوب په همدې نزاکتونو کې دی، ځیږه خلک د رېګمال په شان هم نور خوږوي او هم پخپله رژېږي. څوک چې له نورو سره په اجتماع کې ژوند کوي، باید اجتماعي نزاکتونه هم زده کړي او دا کار له ماشومتوبه پیلېږي.

One thought on “د ادب د ښوولو وخت/ محب الله زغم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *