د طنز شکلونه/ عبدالنافع همت

طنز يو پراخ هنر دی چې پر ادبياتو سربېره له نقاشۍ، سينما او  تياتر سره هم خپلوي او نژدې اړيکې لري. لکه څنګه چې اوبه د اوبلن، کنګل او بخار په بڼه موندل کېږي، دغسېطنز هم بېلابېلې بڼې لري لکه شفاهي، ليکلی، تصويري  او  تمثيلي شکلونه.  دا چېکوم شکل يې غوره، ګټور او موثر دی د موضوع په حجم، د ليکوالو او مينه والو په ذوق او سويېاو ژوند په شرايطو پورې اړه لري. په دې  بحث کې به  د طنز  هر شکل له خپلو ځانګړتياوو، اړتياوو او شرايطو سره په لنډ ډول وڅېړو.

۱: شفاهي طنز

شفاهي طنز خورا  اوږد تاريخ لري. له کومه وخته راهيسې چې انسانانو خبرې کول شروع کړي، نو  ورسره سم د ظرافت حس  (Sense of humor)هم وده کړې ده. ځينې خلک د ظرافت يو خاص استعداد لري چېولسي بانډارونهورباندې تاوده او خبرې يې د هر چا خوښېږي. د ولسي ادب په ټولو فورمونو (نظم او نثر)  کې داسې بېلګې لرو

عبدالنافع همت
عبدالنافع همت

چې د طنزټولې ځانګړتياوي لري، ان دا چې داسي په تول پوره طنزونه هم لرو چې له ليکلي طنز سره سيالي کولای شي. داسې ټوکي لرو چې  د طنز په کاڼي پوره خېژي او د ټولنې خورا مهم موضوعات پکښې را اخيستل شوي وي.ځينې ظريف خلک يو شفاهي طنز  په ځانګړو حرکاتو او غږونو تمثيلوي، خو  نور  خلک بيا له تمثيل پرته يوازې کيسه کوي.

د شفاهي طنزونو يو بل ډول هم لرو چې هغه د ليکوالو شفاهي طنزونه دي. کله چې يو ليکوال له ډاره خپل طنز نه شي چاپولای يا د چاپ امکانات نه لري، نو  خپل طنز په ولسي بانډارونو کې  د کيسې په فورم کې وايي او داسې رنګ ورکوي چې ګواکي ټوکه کوي  او له بل چا څخه يې اورېدلې ده. نور خلک چې دا طنزونه اوري، نود ټوکې په ډول يې په ولسي بانډارونو کې وايي چې په دې ډول دا طنز په شفاهي بڼه لاس پر لاس له يوه نسل څخه بل نسل ته ځي او د وخت په تېرېدو سره د  ولسي ادب برخه ګرځي.

د ليکلي او شفاهي طنز تر منځ  يو توپير دا دی چې د ليکلي طنز ليکوال معلوم، خو د شفاهي طنز ليکوال نامعلوموي. بل توپير يې دا دی چې په لیکلي طنز کې پر فرد نه، بلکې پر  اجتماعي ناخوالو باندې انتقاد کېږي، خو په شفاهي طنز کې اکثره مشخص افراد په نښه کېږي. څرنګه چې په شفاهي طنز کې ليکوال نه دی معلوم، نو  موضوع شخصي عقده او  شخصي غچ اخيستلنه بلل کېږي، ځکه چې انتقاد کوونکی او د انتقاد وړ لوری دواړه ولس دی.

۲: ليکلی طنز

کله چي لیک ايجاد شو او انسان خپل اوازونه، افکار او مفاهيم د انځورونو او تورو په بڼه پر کاڼو، پوستکو او  کاغذونو باندې وليکل او بيا د صحافت صنعت رامنځ ته شو، ورسره سم طنز پر شفاهي بڼې سربېره په  ليکلې بڼه هم رواج وموند. لکه څنګه چې ليکلي متنونه پر نظم او نثر وېشل شوي، دغسي ليکلي طنزونه هم پر همدې دوو برخو وېشل کېږي. طنز د ليکنې په هر فورم او ژانر کې ليکل کېدای شي لکه ادبي، ژورناليستيک او داسې نور  فورمونه.

۳: تصويري طنز

تصويري طنز پر  څلورو  عمده برخو وېشل کېږي لکه کاريکاتور، کارټون، کاريفوټو  او خندوونکیانځور چې په دې بحث کې به هره برخهجلا جلا  وڅېړو.

الف: کاريکاتور(Caricature)

د کاريکاټور  کلمه  د ايټالوي ژبې  له (Caricatura) څخه راوتلې او وروسته په  انګليسي ژبه کې دود شوې ده.کاريکاتور  د انځورګرۍ هغه ډول ته ويل کېږي چې د يوه انسان يا شي انځور داسې جوړ شي چې په هغه کې مبالغه شوې او د انځور ځینې برخې  لويې يا کوچنۍ وښودل شي او په دې ډولد خندا وړ وګرځي. د  کاريکاتورپيغام ډېر څرګند نه وي، لړۍ نه لري، بلکې يوازې يو انځور وي، يوازې په چاپي رسنيو کې خپرېږي او د انتقاد او ملنډو هدف يې مشخص  فرد وي.(۱)

ب: کارټون (Cartoon) :

 کارټون د څو کاريکاتورونو مجموعه ده چې ډګر يې خوراپراخ دی. کارټون  دڅو نفرو يا څو شيانو هغه انځور دی چې تر خپل منځ ځانګړي اړيکې لري يا  ويلای شو چې کارټون هغه  غير واقعي او نيمه واقعي انځور دی چې په ګرافيک کې د طنزيه، هجويه، هزليه او  کوميډي هدفونو لپاره جوړېږي.

کارټون په منځنيو پېړيو کې د نقاشۍ يوه ځانګړې برخه وبلل شوه چېپر غاليو، خټينو دېوالونو، ښيښو او  لرګيو باندې جوړېده، خو په نولسمه پېړۍ کې يې چاپي رسنيو ته لار وموندله  او په دې ډګر کې خورا وځلېد. د شلمې پېړۍ په لومړيو کې د کوميک سټريپ )Comic Strip(په نوم کارټوني بڼه  دود شوه. کوميک سټريپ د کارټون هغه ډول دیچېد پرله پسې کارټوني انځورونو په مرسته يوه کيسه بيانېږي. کله چې سينما راغله، نو کارټون سينما ته هم لاره وموندله چې اوس پر کارټوني تصويري کيسو سربېره کارټوني فيلمونه هم جوړ شوي او زښته  ډېر مينه وال لري.(۲)

ج: کارټوني انځور

کارټوني انځور ته (کاريفوټو) يا(فوټوکاتور) هم وايي چې  له  (کاريکاتور) او (فوټو) څخه جوړه شوې کلمه ده. کله چې کمپيوټر او بيا د رسامۍ اوګرافيک سافټ وېرونه  جوړ شول، نو د کارټوني عکسونو  صنعت هم منځ ته راغی يا په بله اصطلاح ويلای شو چې کارټوني انځور د کاريکاټور کمپيوټري بڼه ده.  په کارټوني عکس کې د يو چا واقعي عکس له خپل تناسب څخه ايستل کېږي، اصلي عکس او کارټوني شکل  سره ګډ او نوی عکس ځنې جوړېږي. کارټوني انځور  اکثره په اجتماعي رسنيو کې د کاريکاټور پر ځای خپرېږي چې هجويه هدفونه لري.(۳)

د: خندوونکی انځور

خندوونکي انځورونه په افغانستان کې تازه دود شوي او اکثره  په اجتماعي رسنيو کې د هجويه هدفونو لپاره خپرېږي.خندوونکی انځور د يو چا يا يوه شي واقعي انځور ته ويل کېږي چې په خپله اصله بڼه خپور او  هيڅ ډول بدلون نه پکې راوستل  کېږي.  دا ډول انځورونه په خپل ځان کې دوه متضاد حالتونه لري او يا له عکس سره يوه لنډه تبصره ليکل کېږي او په دې ډول په انځور کې دوه متضاد حالتونه جوړېږي او د خندا وړ ګرځي.تر دې مهاله چې ما د طنز په اړه څومره څېړنې کړي، نو د طنز د دې شکل په اړه مې څه نه دي لوستي، ځکه مې نو د ( خندوونکي انځور)  نوم ورکړ.

د طنز په دې شکل کې د ټولنې تل پاتې او همېشني موضوعات لږ را اخيستل کېږي، بلکې اکثره يې لنډ مهاله اجتماعي، سياسي، اقتصادي او فرهنګي حالات بيانوي.  کېدای شي  د وخت په تېرېدو سره خلک د دې ډول طنزونو په پيغام باندې پوه هم نه شي، مثلا په افغانستان کې د ولسمشرۍ دريم ځل انتخاباتو نتايج ډېر وځنډېدل. هغه مهال به داسې مجلس  نه و چې هلته به دا موضوع نه يادېده. په دې اړه په اجتماعي رسنيو کې د اوښ يو انځور خپور شو چې له يوې کنډوالې څخه يې پر دېوال سر راپورته کړی  او داسې ورسره ليکلي شوي و: وا خلکو!  هغه د ولسمشرۍ انتخاباتو نتايج څنګه شول؟  په لوی اختر کې خلک د قربانۍ يا اختري لپاره پسونه، وزې، اوښان او غويي رانيسي. د اختر پر دوهمه په اجتماعي رسنيو کې داسې انځور خپور شوی و  چې يوه وزه پر  لوړ پاڼ ولاړه او شپانه هڅه کوي چې راکښته يې کړي. له انځور سره داسي ليکلي و:  تر څو چې لوی اختر نه وي تېر شوی، نه درکښته کېږم. تر ۲۰۱۵م کال وروسته د افغانستان ډېری ځوانانو د کار لپاره اروپا ته مخه کړل، په دې وخت کې په رسنيو کې د خره يو انځور خپور شو چې خاوند يې له غوجلې څخه دباندې راکشوي، خو خر نه ورسره ځي او شاته زورونه وهي. له انځور  سره ليکل شوي و چې: زه اروپا ته ځم، بل ځای کار نه کوم.طنزي انځورونه پر دوو برخو وېشل کېږي چې په دې ډول دي:

الف: يوازې انځور

دا ډول انځورونه واقعي او د کارټوني انځور غوندې بدلون نه پکې راځي، خو په خپل ځان کې داسې دوه متضاد حالتونه لري چېليدونکو ته خندا ورولي، مثلا د ولسي جرګې يو وکيل د غونډې پر مهال په درانه خوب ويده دی. په يوه سټوډيوم کې کانسرټ جوړ شوی،  څنګ ته يې د پوليسو يو جنرال په رسمي يونيفارم کې وني ته ختلی او د کانسرټ  ننداره کوي.  د پيشي چونګوټی (پيشونګوری) له مورروي ماشوم څخه د پوډري شيدو چوشک اخيستی او خپله يې روي.

ب: انځور او تبصره

داډول انځور خپله  د خندا وړ نه دی، خو له انځور سره ليکل شوي تبصرې انځور د خندا وړ ګرځولی دی. مثلايو عسکر  په مورچل کې په درانه خوب ويده دی او ( ويښ زلمی) ورسره ليکل شوي دي. د يوې ډېرې فيشني نجلۍ  له نيمه لڅ عکس سره ليکل شوي چې: دا نجلۍ ډېره بېوزله ده، آن دا چې د اغوستو کالي هم نه لري.

۴: تمثيلي طنز

د تمثيلي هنر متند ادبياتو په تاريخ کې يو ځانګړی بحث دی. دا بحث د ادبپوهانو له خوا د تمثيلي هنر، داستاني ادب او ډراماټيک ادب په نومونو ياد شوی ، خو په وروستيو وختونو کې دا وېش تر پخوا  دقيق او اسانه شوی دی. هغه داستان چې د کاغذ پر مخ ليکل شوی وي داستاني ادب ورته ويلای شو، خو کله چې دا متن  د سټيج پر سر  تمثيل شي، فيلم يا ډرامه ورباندې جوړه شي، د ادبياتو له ډلې څخه وزي او د  هنر د کورنۍ جلا غړی بلل کېږي چې تمثيلي هنر بلل کېږي.(۴)

که څه هم اوس مهال هره ډرامه، تياتر او فيلم د يوې ليکلې کيسې له مخې تمثيل کېږي، خو پخوا به خلکو کيسې او نکلونه له ياده کول او دا دود خورا اوږد تاريخ لري. په لرغوني يونان کې د راپسودونه (Rhapsodes) په نوم يوه ډله نکلچيان اوسېدل چې د (ايلياد) او (اوديسه) او داسې نور  شفاهي نکلونه به يې کولاو خلکو به ډېر خوښول.  دې نکلچيانو نه يوازې دا چې نکلونه کول، بلکې ځينې حرکات او غږونه به يې  هم ورسره ملګري کول چې نننی تمثيل ورته ويلای شو.(۵)

نو که بيرته تمثيلي طنز ته راشو، ويلای شو چې هغه طنزي کيسه چې په ژوندۍ بڼه پر  سټيج باندې تمثيل شي، فيلم ورباندې جوړشي اويا ډرامه ورباندې جوړه شي او بيا د سينما يا ټلويزيون له لارې نندارې ته وړاندې شي، تمثيلي طنز بلل کېږي. په تمثيلي طنزونو کې نه يوازې دا چې د ليکوالو تمثيلي پارچې، لنډې کيسې او ناولونه راځي، بلکې هغه ولسي يا شفاهي  طنزي  کيسېهم د تمثيلي طنز برخه بلل کېږي چې د ولسي خلکو له خوا تمثيل کېږي. په پښتني ولسي ادب کې ګڼ شمېر داسې کيسې لرو چې طنزي رنګ لري او د ټولنې خورا مهم موضوعات پکې رانغاړل شوي وي. دا ډول کيسې په مېلو او ښاديو کې هم د نارينه وو او هم ښځمنو له خوا تمثيل کېږي.(۶)

له دې جملې څخه يو هم  عبدالخالق دی چې په سنګر حوالدار سره يې شهرت درلود  او له نن څه نژدې اويا کاله پخوا په کندهار کې يې د ښادۍ محفلونه تاوده  ساتلي وو.سنګر حوالدار به د مونولاګ په بڼه ځينې ولسي کيسې تمثيلولې چې يوه بېلګه يې د شکور ماما کيسه ده.

پخوا يې د ارګ يا پاچا ساتونکي عسکر  ته ( شاهي) ويل. کله چې دسقاو زوی حبيب الله کلکانيکابل ونيو او غازي امان الله خان له کابل څخه وه وت، نو شاهیانهم خپلو کورونو ته ولاړل. په شاهيانو کې يونفرشکور ماما نومېده چېيو نشه يي سپين ږيری او  له خپلو څو ملګرو سره  کندهار ته روان و. شکور ماما دوی په سره ژمي کې غزني ته ورسېدل او هلته يوه مسجد ته ورغللچېشپه تېره کړي. مسجد تاوخانه درلوده او شکور ماما دوی  ښه تاوده شول، خو ناببره  مسجد ته ملا صاحب راغی او شکور ماما دوی ته يې وويل:((بې دينانو ورسئ اودسونه تازه کړئ او لمونځونه وکړئ!))  شکور ماما چې له يوې خوا يې  ټوله ورځ پلی مزل کړیاو ډېر ستومانه و  او له بلې خوا هوا هم سړه وه له ناچاريه يوه کارېز ته ولاړ . څرنګه چې د کارېز اوبه ډېرې سړې وي، نو شکر ماما ته استنجا وهل غره ته ختل ښکارېدل.  هر وار چې به يې لپه له اوبو ډکه کړه، نو ملا صاحب ته به په قهر شو:(( ملا خدای دي خوار  که! ما او خدای سره پرېږده چې لمونځ کوم او که يې نه کوم. بدبخته  ستا يې زما او خدای تر منځ څه؟)).

په دې کيسه کې هغه څه انځور شوي چې شکور ماما له کابل څخه بيا تر کندهار پورې سفر کې په سترګو ليدلي او يا ورباندې تېر شوي دي. په دې کيسه کې سنګر حوالدار د کيسې د ټولو کرکټرونو رول يوازې لوبوي او په کيسه کې طبيعي غږونه(Sound effects)هم په خوله جوړوي.(۷)

ماخذونه:

۱: عميد، حسن، فرهنګ عميد، موسسه انتشارات امير کبير،  ۱۳۸۱، تهران  ۱۹۲۶ مخ

۲: فریاد، پوهنمل سيد فاروق، هنر  ګرافيک  ۱۳۸۲، کابل ۵۰ مخ

۳:باختري، منيژه، انګبين نيشخند و شرنګ نوشخند ۱۳۸۸، انتشارات سعيد، کابل  ۱۵۴ مخ

۴: مکي، ابراهيم، شناخت عوامل نمایش، ۱۳۸۳،تهران  ۱۲۵ مخ

۵: نوراني، جلال، ادبيات دراماتيک، ۱۳۸۹،  انتشارات سعيد، کابل  ۴ مخ

۶:هيوادمل، زلمی، د پښتو نثر اته سوه کاله۱۳۹۰ دانش خپرندويه ټولنه، کابل  ۱۴۰ مخ

۷: رحماني، عبدالرحمن، د موسيقۍ ډولونه  او پيوندونه،  ۱۳۹۴ ، کندهار  ۷۳  –  ۷۸ مخونه

———————————–

د ښاغلي همت نورې لیکنې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *