د سرو او شنو غويو جګړه/ ليکوال: عبدالنافع همت

مشران کيسه کوي چي اووه دېرش کاله پخوا په همدې ورځ ( ۷) سرو غويو د افغانستان پر ارګ ورمنډه کړه، په ارګ کي ميشت چارواکي يې مړه او ارګ يې د هغوی په وينو سور کړ او د افغانستان هري خوا ته په منډه شول، د خلکو ټول شنه فصلونه يې وخوړل او ډېر ولسي خلک يې ووژل، د سرو غويو په مقابل کې اته شنه غوايي راپيدا او د دوی تر منځ سخته جګړه ونښته، د سرو او شنو غويو په جګړه کي څو زره ولسي خلک تر پښو لاندي سول او هري خوا ته د وينو ويالې وبهېدې.

د جګړې پر مهال سرو غويو روبل او شنو غويو ډالر خوړل، په دې بهير کي ورو ورو د سرو غويو روبل تمام او نور يې د مقاومت توان نه درلود، هغه و چي سره غوايي مات او د غرب د سوسيال ته يې پناه يووړه.

فاتح شنو غويو په افغانستان کي ټول شنه فصلونه تباه کړل، نور يې شوتله نه خوړله، هغه د ډاکټرانو خبره (ويجټېرين ) نه وه، بلکي د غوښو خوړل يې پيل کړل. وروسته غوښي هم خلاصي سوې، اخير يې د وسپني خوړل شروع کړل، په لږ وخت کي يې د افغانستان ټولي وسپني وخوړلې، د ملي اردو پر وسله تون يې بريد وکړ، په لږ وخت کي يې ټول بيت المال وخوړ، ان دا چي روغ رمټ ټانکونه او توپونه يې تر ستوني تېر کړل.

تر دې وروسته شنه غوايي په خپلو منځو کي د شوتلي پر سر په جنګ اخته سول، په دې جنګ کي هم ډېر ولسي خلک تر پښو لاندي سول، يوازي د کابل په ښار کي پنځوس زره ولسي خلک ووژل سول. په دې جګړه کي چي کوم غوايي چي بريالي سول د دولتي شوتلي پر ګودامونو او ولسي خلکو پر شوتله يې بريد وکړ او هر يوه يې خورا ډېره شوتله وخوړله، تر دې وروسته شنه غوايي د کابل په وزير اکبر خان مېنه کې يوه سيوري ته پرېوتل او په شخوند وهلو يې پيل وکړ. څرنګه چي د شنو غويو خېټي ډکي او نور يې جګړه نه سوای کولای، نو طالبان کېبلونه په لاس راپيدا شول، له ډېرو شنو غويو څخه يې ښکرونه و ايستل او په وسله تون کي يې زېرمه کړل، په دې جګړه کي شنو غويو د لوږي او جګړ توان نه درلود او د طالبانو له خواپه وهلو وهلو پېښور، کوټي، ايران او کولاب ته وشړل سول.

د کېبل پاچهي هم تېره سوه او د شنو غويو د خاوند په زور د بن په نوم يو لوی اخور جوړ سو، په دې اخور کي خورا ډېر ډالر واچول سول، په ځانګړو مراسمو سره د دې اخور يوه څنډه ماته کړل سوه چې په نتيجه کي يې ډالر افغانستان ته د سېلاب په ډول راتوی سول. دې ډالري سېلاب څو ټنه اوږدې ږيري، غټ برېتونه، کاږه پکولونه او د سره او شنه غوايي څرمني له ځان سره يووړې. د سرو او شنو غويو ښکرونه د (ډي، ډي، ار) په نوم راغونډ او د غويو جګړه همدلته پای ته ورسېده.

تر اوږدې جګړې وروسته سره او شنه غوايي بيرته پر يوه اخور سره راټول سول، داسي يې يو بل ته د ميني غېږي سره ورکړې لکه هيڅ جګړه چي نه وي سوې، خو هغه څو سوه زره ولسي وګړي چې د سرو او شنو غويو په جګړه کې ووژل سول هم د ملت او هم نړيوالي ټولني له ياده ووتل، هغوی اوس نه څوک يادوي او نه کومه ورځ د هغوی په نوم يادېږي.

3 thoughts on “د سرو او شنو غويو جګړه/ ليکوال: عبدالنافع همت

  1. سلامونه
    یاره عبدالنافع همت وروره؛ ډیر مې دې کیسې ته دې هم وخندل اوهم وژړل؛ او زړء کې مې د حضرت یوسف ع.س. هغه د چاغو او ډنګرو غوایانو قصه را په یاد شوه؛ کاشکې دلته هم یو با تدبیره وزیر لکه د یوسف ع. په شان پیدا سوی وای!. د مصر فراعنه بې له هغې هم په خسران کې دي!. و ما علینا اِلا البلاغ. والله اعلمُ بالصواب.

  2. همت صاحب سلامونه
    سرو غوا يانو خو هېواد له تورو تيارو سره مخامخ کړ خو نه پوهېو چې په کوم استدلال دوى اوس د شهادت خبرې هم کوي هغو چې دين او عقيد يي د ملت پر ضد افيون باله او ډير بې وخته د لينن په پوچه انديښنه مين شوى وه خو ښکاري چې دوى يوازې د کور ،کالي، کپړه او مکان ابزار شول.
    دا سره غواېې اوس هم کله ناکله ځانونه کاڼه اچوي او د هغه امپرياليزم په اب ودانه لګيا دي چې دوى به ورته کنځلې کولې

    راغلو شنو غوايانو ته او هغه دا چې د افغانستان په ډيرو اوچتو خلکو ېې انحصار ولګاوه او تر څو چې ېې زور ورسېد په دې نو او هغه نوم ېې ووژل دوى دکا بل ښاريان په هوسونو، لانجو، ډله بازيو او نورو پلمو د تاريخ کندې ته په ډيربېغرتوب او بشپړ ايمان له مينځه يوړل او دغه خار ېې په کنډواله بدل کړ چې وروسته له هغه د کرذي منحوسه اداري په کې ديارلس کاله د استعمار او استعباد دسترخوان وغوړاوه تاريخ به دغ واقعيتونه ليکي

    همت صاحب د څومره ښه ليکنه دې کړي رښتيا چې نه سرو اونه شنو غوايانو خپله غوجله وپېژندله او زموږ مظلوم ملت ېې په خپلو ناوړه کړو باندې د تباهي کندې ته برابر کړ سوله او غوايتوب يودبل سره اړيکې نه لري

  3. سلام
    سره او شنه غوايي په پارلمان کې، په کابينه کې په غوجله او ګوخانې کې لاهم ډير دى. ست مطلب ډير په زړه پورې دى

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *