د ماشومانو ترمنځ په شخړو او جګړو کې د والدینو رول

راټولونه: محب الله رسولي 

ډېر وخت داسې پیښیږي چې ماشومان د لوبو په اوږدو کې د خپلو همزولو ماشومانو سره په شخړو او جگړو لاس پورې کړي، حتی تر دې چې خبره وهلو او ټکولو ته رسیږی.

نو دا وخت ماشومان د خپلو همزولو څخه د کورنیو غړو او خپلو والدینو ته شکایت کوي، او دا هیله له هغوی څخه لري چې د همزولو په مقابل کې به د هغوی دفاع کوي، خو اصلي خبره دا ده چې په دې جریان کې به يې والدین څنگه سلوک غوره کوي.
شته زموږ په ټولنه کې یو شمیر میندې چې خپل ماشوم دې ته تشویق کوي، مثلاً ورته وایي له تاسره هم لاسونه ؤ، تا به هم وهلی وو، او یا دا چې زه به يې درته ووهم ته صبر وکړه. نو دلته دې چې دوی په خپل ماشوم کې د زورگویۍ او شخړو کولو روحیه تقویه کوي، او خپل ماشومان داسې روزی چې هغوی خپل ټول مشکلات او ستونزې او غوښتنې د جگړو له لارې حل کړي.

نو ټولو میندو او پلرونو ته غوره او ښه لاره دا ده چې خپل ماشومان منطقی او حوصلہ مند وروزي او د خپلو ماشومانو سره تل داسې سلوک وکړي چې د هغوی قهر او عصبانیت له منځه یوسي.

د ماشومانو د خصوصیاتو څخه یو دا دی چې ډیر زر خفه کیږي او همدا شان زر خوشحاله کیږی.
هغه ماشومان چې څو لحظې د مخه يې په خپلو کې يو د بل سره شخړې او جگړې کړې وي، څو لحظې وروسته بیا سره یو ځای لوبې کوي. نو والدینو ته نه ښایی چې د خپلو ماشومانو د مدافع رول تر سره کړي ځکه چې ماشومان بیرته
سره یو ځای لوبې کوي او خوشحاله وي.

دا د میندو او پلرونو دنده ده چې خپلو ماشومانو ته دا زمینه برابره کړي چې ماشومان يې وکولای شي خپلې ستونزې په خپلو کې حل کړي، او هڅه دې وکړي چې ماشوم مو د خپل مقابل لوري سره د شخړو په ځای ښه سلوک وکړي، ورسره پخلا شي، خو که چیرې ماشوم نه غوښتل او ضد يې کاوه ، نو والدین دې ورڅخه جدي مراقبت او څارنه وکړي چې ماشوم يې خپل ځان او نورو ته ضرر و نه رسوي.