له کوچنیانو، ماشومانو او نوي نسل سره د چلن مسأله

پوهندوی آصف بهاند

 

د نسلونو توپیرونه

 

ډېری افغانان هڅه کوي چې کوچنیان یې د دوی په څېر ستر شي، د دوی په څېر فکر وکړي او حتی د دوی په څېر خوب او خوراک وکړي. دا ډول خلک تر اوسه نه پوهېـږي چې د دوو نسلونو تر منځ څومره لوی واټن پروت وي. دا لوی واټن به هلته لږ وي یا به ډېر کم وي چې میندې  پلرونه یا مشران د نوي تکنالوژۍ د پر مختگ او حرکت سره سم زدکړې وکړي او پر مخ ولاړ شي، خو سره له دې هم د دوو نسلونو تر منځ جوت توپیرونه شته وي. مثلاً په پخوانیو زمانو کې ډېرو لږو کورنیو او اشخاصو د عکاسۍ کمرې لرلې، خو اوس تقریباً نیمه نړۍ په یوه موبایل کې را ټوله کړای شوې یا راخلاصه شوې ده او نوی نسل استفاده ورنه کوي، که موږ له همدې تکنالوژۍ سره ځان عیار نه کړو او د کارولو وړتیا یې و نه لرو، نو له نوي نسل سره مو واټن ډېـرېـږي.

 

زه چې کله د خپلو پنځو ځوانو اولادونو له ډلې نه هر یوه سره خبرو ته کېنم، هغوی ما بلې دونیا یا کومې بلې سیارې ته بیايي. 

 

مثلاً هغوی لکه مشرانو غوندې پنځه یا شپـږ ساعتونه د تلویزیون په لیدلو نه تېروي، یا لږ وخت ورته ناست وي او یا هېڅ نه ورته کیني، کاغذي کتابونه ډېر نه لولي یا انلاین مطالعه کوي او یا له غږېزو کتابونو نه حتی په ترانسپورتي وسایلو کې استفاده کوي. په خپلو خبرو کې له داسې ترمینالوژي نه کار اخلي چې ډېره سلنه یې زما له پاره د بیا، بیا پوښتلو وړه ده. که له دوی سره او له نوي تکنالوژۍ، پوهې او مطالعې سره گام په گام پرمخ ولاړ نه شو، بیا به مو له نوي نسل سره واټن ورځ تر بلې په ډېرېدو شي او پایلې به یې داسې ناوړه وي چې له هغو سره به د فکري او فزیکي بېلتون تر بریده ورسېـږي. 

 

بله موضوع دا ده چې نوي نسل یا کشرانو ته باید درناوی وشي، نه سپکاوی، غږ یې واورېدل شي، نه دا چې غږ یې ټپ کړای شي. که دا کار ونه شي، پایلې به یې داسې وي لکه همدا اوس.

 

دلته په ډنمارک کې د طبقاتي، ټولنیزو، وظیفوي، سیاسي او… توپیرونه مسأله بیخي له منځه وړل شوې ده. د ریٔس صاحب، وزیر صاحب، ملکې صاحب، بادشاه صاحب، صدراعظم صاحب، آمر صاحب، استاد صاحب، پوهاند صاحب او… القاب نه کارول کېـږي، هر څوک په هر مقام او منزلت کې چې وي، په خپل نامه غـږ ورته کېـږي.

 

دویم زومې لونگ بهاند ما ته، ښايي د همدې ډنمارکي کلتور د سیوري تر تاثیر داسې غږ کوي:

 

سلام پلاره!

 

سلام آصفه!

 

زه ورته مسکی شم او بېرته یې په ځواب کې وایم چې:

 

سلامو زویکه!

 

سلامو لونگ جانه!

 

زه منفي عکس العمل نه ښیم، او په مثبت ډول ځان داسې قانع کوم:

 

دا خو ډېره ښه خبره ده، لونگ جان ما خپل همځولی گڼي چې په نامه غږ راته کوي او لکه یو ټولکیوال او همځولی هر څه را ته وايي او هیڅ شی نه رانه پټوي او د همدې نه پټولو او د خپل زړه د رازونو او ستونزو په څرگندولو سره هر مشر کولای شي د اړتیا په وخت کې نوي نسل ته خپل اولاد ته او هغو ځوانانو ته چې ورسره په ارتباط کې دي، د لارښونې په غرض د خپلو مثبتو تجاربو ډيوې په لاس ورکړي، څو هغوی د نوې زمانې پوهه له تېرو مثبتو تجربو سره یو ځای کړي، نوي څه زکړي او د پرمختگ نوې لارې پرانځي او وړاندي څو گامه کېـږدي. 

 

«پلار دې دا کار کړی و که نیکه دې او…»

 

داسې کورنۍ به لږ وي چې مشران یې پر ځوانانو باندې د قهر په وخت کې له یو کار نه د ځوانانو د منع کولو په وخت کې پاسنۍ جمله ونه کاروي.

 

اصول باید دا وي:

 

هر وخت ځانته غوښتنې او پوښتنې لري، چې باید په خپل وخت کې او د خپلو امکاناتو په دایره کې د نوي نسل غوښتنې ترسره کړای شي او پوښتنو ته یې مثبت ځواب ورکړل شي. که دا اصل څوک نه مني او پر دې «پلار دې دا کار کړی و که نیکه دې او…» مشهورې ناسمې جملې باندې ټينگار کوي، نو دغو پوښتنو ته دې هم ځواب ووايي:

 

ــ ستا پلار که نیکه که غورنیکه په طیاره کې سپور شوی و، چې ته یې اوس سپرلۍ ته داسې لیواله یې لکه تږی اوبو ته،

 

ــ ستا کوم تېر نسل موبایل کارولی و، چې ته یې اوس په پاس جیب کې گرځوې؟

 

او…

 

هر څه په زور او پخواني ستایل مه ترسره کوئ، د نسلونو توپیر ته ارزښت قایل شئ، نوې عصر او نوې تکنالوژۍ سره ځان عیار کړئ، د نوي نسل غوښتنو او پوښتنو ته ارزښت ورکړئ او علمي داسې ځواب پیدا کړئ چې د هغو له پاره د قناعت وړ وي او که نه نو…

 

دلته به د گران او دانشمند دوست ښاغلي بهیج عثمانې د لارښوونو نه یو مثال را واخلم چې له ماشومانو، کوچنیانو او نوي نسل سره د علمي چلن یوه ښه بېلگه یې گڼلای شو:«

 

پوښتنه: پينځه کلنه لور لرم. له کتاب او سبق سره هېڅ علاقه نه لري. په زور يې ورته کېنوم. ډېر څه يې نه زده کېـږي، چې پوښتنه ترې وکړم کښته ګوري. څه ورسره وکړم؟

 

ځواب: کتابونه بايد له يو کلنۍ څخه د ماشوم د لوبو د سامان برخه وي. د دغه عمر د ماشومانو کتابونه ډېر کوچني کوچني وي. ډبلې او په پلاستيک کې پوښلې پاڼې لري. په اسانۍ نه څيرېږي خو د مېوو، لوبتوکيو، شمېرو، توريو او څارويو انځورونه پکې وي.

 

ميندې او پلرونه به ډېر وخت له دغو کتابونو سره تېروي چې د ماشوم لېوالتيا ورسره پيدا شي. په ډېر ناز به يې ورته لولي. مهمه نه ده چې پرې پوهېږي، نه پوهېږي، پرې کېني، ميتيازې پرې کوي او که هر څه. مهمه دا ده چې کتاب په ناخودآګاه ډول د ماشوم د ژوند برخه شي.

 

ميندې او پلرونه بايد هېڅکله ماشوم مجبور نکړي چې کتاب او يا کتابچې ته کېني. که ماشوم پر کاغذ يوه کرښه وکښله او ويې ويل چې دا مې د پلار انځور دی يا دا الف، ب او يا …. دی، تاسو يې ورسره ومنئ او ډېر يې وهڅوئ. هېڅکله يې د اصلاح کولو هڅه مه کوئ. مه ورته وايئ چې الف يا ب دغسې ليکل کېږي او ته يې ناسم ليکې. ماشوم چې هر ډول ليکل وکړل هغه بهترين او تر ټولو سم دي. د دې لپاره چې سمه بڼه زده کړي خپله کتابچه – نه د ماشوم کتابچه – راواخلئ او د توريو ليکل پيل او په لوړ غږ يې لولئ. ضمنا له ماشوم پوښتئ چې څنګه ليکل کوئ. بس همدومره.

 

تاسو په خپله هره ورځ څو ساعتونه مطالعه په داسې ځای کې کوئ چې د ماشوم سترګې درباندې لګېږي. د خپل دغه کار ستاينه کوئ، د خپلې مطالعې د پرمختګ په اړه د کور له نورو غړو سره مالومات شريکوئ. 

 

کتابونو ته ارزښت ورکوئ. په غېږ کې يې نيسئ، ښکلوئ يې او په غير مستقيم ډول ماشوم ته ورزده کوئ چې تر کتاب، لوستلو او ليکلو بل مهم څيز نشته. خپل قلم او کاغذ په ډېر درناوي په يوه ښه ځای کې ږدئ. قلم، کاغذ او کتاب هر چېرته مه غورځوئ.

 

د ژوند په لومړنيو شپـږ اوو کالونو کې د زدکړو هدف دا نه دی چې ماشوم د مالوماتو خزانه شي، ښه لوستل او ښه ليکل وکړي. ټول هدف دا دی چې ماشوم له کتاب، قلم او کتابچې سره مينه پيدا کړي او دا څيزونه يې د ژوند برخه وګرځي.

 

که تاسو له زور څخه کار اخلئ، هره شېبه ترې پوښتنې کوئ، پر نه زدکړه يې ملامتوئ، پر له پسې ورته د سم ليکلو يا لوستلو سپارښتنې کوئ په حقيقت کې ماشوم د تل لپاره له زدکړو زړتوری کوئ. پر ځان باور او خلاقيت يې له منځه وړئ.»