د پاچا نوې جامې

ليكوال: هانس كرسټين اندرسن

ژباړن: اسدالله غضنفر

 ډېر كلونه وړاندې يو پاچا و چې تر بل هر شي يې له نويو جامو سره مينه وه.دۀ خپلې ټولې پيسې په جامو لګولې. دى په نوي لباس كې د ځان له ښكاره كولو پرته، نور نۀ د تياتر شوقي و، نۀ يې په خپلو عسكرو پسې سر ګرځاوه او نۀ يې په بګۍ كې ونو، غنو او ورښو ته تګ په زړۀ ورېده. پاچا د هر ساعت لپاره بېلې جامې لرلې. او لكه څنګه چې له يوۀ پاچا توقع كېږي چې اوس به د سلا مشورو په تالار كې وي، د دۀ په اړه بس همدا اورېدل كېدل چې په پس كوټه كې دى، لباس بدلوي.

 د پاچا په ښار كې مزې چړچې زياتې وې. د دۀ د ښار ليدو ته به له نورو سيمو او نورو ښارونو هره ورځ ډله ډله كسان راتلل. په دې منځ كې دوه ټګان هم ښار ته راغلل. دوى وويل چې جولاګان يو او د دنيا تر ګردو ښايسته ټوكران اوبدلى شو. دوى دا هم وويل چې ټوكران يې نه يوازې په رنګ او ګل كې بې ساري دي بلكې دا حيرانوونكى كمال هم پكې شته چې هر هغه چا ته نه ورښكاري چې كم عقل وي او يا د خپل منصب لايق نۀ وي.

 پاچا له ځان سره فكر وكړ: عجبې جامې دي. دغسې جامې چې ولرم د دربار هغه كسان به وپېژنم چې د خپل منصب لايق نه دي. هوښياران او كم عقلان به هم له يو بله وپېژنم. زه  بايد د دغو ټوكرانو د اوبدلو حكم وركړم.

 پاچا ټګانو ته ډېرې پيسې بيعانه وركړې چې سمدستي كار پيل كړي. دوى دوه كڼي كېښودل چې ګواكې ټوكر اوبي خو ماكوګانو يې نه تنسته لرله، نه بوده. هسې هوا يې ګزوله. ټګانو په پيل كې تر ګردو ښه ورېښم او تر ګردو ګرانبينه زري تارونه وغوښتل او چې تر لاسه يې كړل خپلو كڅوړو ته يې واچول. ټګان به تر نيمو شپو پورې تشو كڼيو ته ناست وو، هسې به يې لاسونه خوځول.

 څو ورځې پس پاچا له ځان سره وويل: زه  بايد وګورم چې كار يې چېرته رسولى دى. خو چې په زړۀ كې ورتېره شوه چې كم عقلان او هغه كسان چې د خپل منصب لايق نۀ دي، دا جامې نه شي ليدلاى نو پښه نيولى شو. البته، د ځان په برخه كې وېره بې ځايه ورښكارېده خو بيا يې هم مناسبه وبلله چې بل څوك ورواستوي چې حال واخلي. تر دې دمه د ښار ټول خلك د ټوكر له حيرانوونكي خاصيته خبر شوي وو او سودا يې وه چې ورڅرمه كم عقلان ورباندې وپېژني.

 پاچا له ځان سره فكر وكړ چې: زه  بايد خپل وفادار وزير ورواستوم. دى به د ټوكر په اړه د نظر وركولو لپاره تر بل هر چا مناسب وي ځكه هغه ښه هوښيار سړى دى او په كارولياقت كې يې هم جوړه نشته.

 نو نيك خويه بوډا وزير د جولاګانو خونې ته چې ټګان پكې تشو كڼيو ته ناست وو، ورغى.

 بوډا وزير ښه په غټو غټو ورته وكتل او له ځان سره يې وويل: خدايه پرده مې وكړې! زه  ولې هيڅ نه وينم؟

 خو ځان يې غلى ونيو. ټګانو ورته وويل چې مهرباني وكړئ، نژدې راشئ، د ټوكرپه رنګ او ګلانو كې څه نظر لرئ، څنګه، ښكلي نه دي؟ دوى تشو كڼيو ته اشاره كوله او وزير په ځير، ځير وركتل. چې څه نه وو نو څه به يې ليدل.

 وزير ته په زړۀ كې ورتېرېدل: اې خدايه، نو بېعقل يم ؟ په ځان خو مې كله هم د بېعقل سړي ګومان نه و كړى. هيڅوك بايد راباندې پوه نه شي. نو زه  د خپل مقام لياقت نلرم؟ نه، نه، هيڅوخت بايد ونه وايم چې ټوكر مې نه دى ليدلى.

 يوۀ ټګ چې داسې لاسونه خوځول چې ګواكي د اوبدلو په كار لا بوخت دى، بوډا وزير ته وويل: نو صاحب تاسې خو هيڅ پكې ونه ويل.

 بوډا وزير چې د عينكو تر شا ور كتل، وويل: ډېر عالي، ډېر عالي، ډېر ښكلى رنګ، ښكلى ډيزاين. اعليحضرت ته به خامخا صفت كوم.

 ټګانو وويل: خوشحاله شو چې تاسې راضي ياست. او بيا يې د ټوكر د ټولو رنګونو او فوق العاده ډيزاين په اړه څرګندونې وكړې. زوړ وزير د دوى خبرې پوره واوېدې چې بيا يې ټكي په ټكي پاچا ته وكړي.

 ټګانو د كار د ادامې لپاره نورې پيسې، نور سرۀ زر او نور ورېښم هم وغوښتل خو حرام شه كه يې دانه تار په كڼي كې جار كړى وي، دا هر څه يې خپلو كڅوړو ته ټېل وهل او د پخوا غوندې په تشو كڼيو پورې چاپېر شول.

 څه موده پس پاچا خپل يو بل باوري مقام جولاګانو ته ورواستاوه چې حال واخلي او پته ولګوي چې كار بشپړېدو ته نژدې دى كه څنګه. په دې مقام باندې هم د وزير ټوكه وشوه. سړى ډېر ځير شو خو له خالي كڼيو پرته يې څه ونه ليدل.

 ټګانو د پاچا استازي ته د هغه ټوكر د رنګ، ګل او ډيزاين په باره كې معلومات وركړل چې په حقيقت كې موجود نه و او بيا يې ورنه پوښتنه وكړه: څنګه ښكلى ټوكر نه دى؟

 د پاچا سړي له ځان سره وويل: زه  خو پوهېږم چې كم عقل نه يم خو دا به نو خپل مقام ته جوړ نه يم چې ټوكر نه راښكاري. عجبه ده! په دې راز بايد څوك پوه نه شي.

 نو هغه ټوكر چې نه يې لیده وستایه او دوى ته يې د ټوكر د رنګونو د ښكلا او د ډيزاين د اصالت په اړه ډاډ وركړ. پاچا ته يې هم وويل: شاهكار دى صاحب، بېخي يو شاهكار دى.

 په ښار كې د حيرانوونكي ټوكر خبرې خولۀ په خولۀ ګرځېدې. پاچا فكر وكړ چې ټوكر بايد د كار تر ختمېدو دمخه په كڼيو كې يو ځل وګوري. نو پاچا د هغه مخكې ورغليو مقاماتو په شمول له يوه ډله عالي رتبه درباريانو سره د ټوكر اوبدنې ځاى ته ورغى. ټګان تشو كڼيو ته داسې ناست وو لكه څوك چې سخت په كار بوخت وي.

 بوډا وزير او هغه بل معزز درباري چې پخوا هم دلته راغلي وو،خالي كڼيو ته اشاره وكړه، ويې ويل: څومره عالي! څومره ښه رنګ، ښه ډيزاين! كنه اعليحضرتا!

 دوى خوارانو ځكه داسې ويل چې ګومان يې کاوه چې نورو ته خو به ټوكر ورښكاري.

 پاچا له ځان سره وويل: څه  ؟ زه خو هيڅ نه وينم. څومره بده خبره ده. زه  نو احمق يم؟ زه نو د پاچايي وړ نه يم؟ تر دې به لا بله بده بدمرغي څه راپېښېده!

 پاچا چې سترګې يې په تشو كڼيو كې ښخې وې او په رښتيا ويلو كې يې يوازې تاوان لیده، د هوكړې سر وخوځاوه، ويې ويل: اوو، ډېر عالي! ډېر ښكلی! زما خو بېخي خوښ شو.

 د راغلي پلاوي هر غړى خالي كڼي ته ځير شو او ځير شو خو چې د خپل پاچا په شان يې هيڅ ونه ليدل نو د هغه غوندې يې په لوړ اواز وويل: ډېر عالي! ډېر ښكلى ټوكر دى! او پاچا ته يې وړانديز وکاوه چې د دې ټوكر درېشي دې د نژدې ورځو په لوى جشن كې واغوندي.

 بس خولۀ په خولۀ همدا خبره ګرځېده چې شاهكار دى، شاهكار. او پاچا دواړه ټګانو ته د استادانو لقب وركړ او په ټټرونو يې د سردارۍ نشانونه وروځړول.

 ټګانو هغه شپه چې په سبا يې لوى جشن و، تر سهاره وېښه تېره كړه. په هغه شپه يې شپاړلس ډيوې بلې كړې وې چې خلك غلط كړي چې دوى د پاچا لپاره د نويو جامو په جوړولو باندې سخت بوخت دي. دوى داسې ښوده لكه له كڼيو چې ټوكر راباسي. بيا يې په خيالي ټوكرو كې لويې بياتي ګانې په هوا كې وچلولې، په بې تاره ستنو يې بخۍ ورباندې ووهلې او بالاخره يې وويل: اوس نو د اعليضرت جامې تيارې دي.

 پاچا له خپلو لويو درباريانو سره د اوبدنې ځاى ته راغى او هر ټګ خپل يو لاس داسې پورته كړ لكه څه  چې يې نيولي وي. ټګانو وويل: وګورئ، صيب دا پطلون دى. دا يې كرتۍ، دا يې چوخه. صيب دا جامې د تاركښ د جال غوندې سپكې دي. ګومان به كوې چې هيڅ دې نه دي اغوستي او دا يې ډېر لوى كمال دى.

 درباريانو كه څه هم هيڅ نه ليدل خو د ټګانو خبرې يې تاييدولې او ويل يې: بالكل، بالكل.

 ټګانو وويل: كه اعليحضرت مهرباني وكړي، جامې وباسي او د دې لويې هيندارې مخې ته دا نوې جامې ورواغوستلې شي، ډېره به ښه وي.

 پاچا خپلې ټولې جامې وايستلې او ټګانو داسې ښودله چې نوې جامې وراغوندي. دوى لاسونه خوځول چې د پاچا په ملا پورې يو شى ټينګوي او تړي او ګويا دا د هغه د اوږدو جامو هغه برخه ده چې په مځكه به ورپسې څښېږي. پاچا يې د هيندارې مخې ته اړخ په اړخ تاواوه، را تاواوه.

 حاضرو كسانو په يوه خوله همدا ويل چې: څومره ښې ښكاري له اعليحضرت سره! بېخي وړ دي! دې ته وايي رنګونه! دې ته وايي ډيزاين! څومره شانداره، څومره جلبلي دي!

 د جشن د چارو مشر وويل: صيب هغه چتر چې په جلوس كې به يې په اعليحضرت سيورى كړى وي، د باندې تيار دى.

 پاچا وويل: زه هم تيار يم. څنګه ښې مناسبې جامې دي، كنه؟

 او يو ځل بيا د هيندارې مخې ته راتاو شو چې نورو ته وښيي چې دۀ ته خو خپلې جامې ورښكاري.

 هغو درباريانو چې له مځكې څخه د پاچا د چوخې د لكۍ د را اوچتولو او نيولو كار ورسپارل شوى و، لاسونه كوز كړل چې ګويا له مځكې د چوخې لكۍ را اوچتوي او بيا يې لاسونه داسې ونيول چې ګويا څه  يې ورباندې نيولي دي. دوى هم زړۀ نه کاوه چې نور ورباندې پوه شي چې څه نه ويني.

 پاچا چې شانداره چتر ورباندې سيورى كړى و، د باندې را ووت. خلكو، چې د سړكونو دواړو غاړو ته ولاړ وو يا يې د كورونو له اورسيو ننداره كوله، بس همدا ويل چې: بېخي بې جوړې جامې دي، ډېرې ښايسته دي. هغه د چوخې لكۍ يې څومره ښكلې ده! واقعا له اعليحضرت سره ښايي!

 هيچا په ځان نۀ راواړه چې څه  نۀ ويني. ځكه بيا خو به يا د خپل كار و منصب لايق نه و او يا به په احمقانو كې حسابېده.

 د پاچا د بل هيڅ لباس دومره زيات تعريف نه و شوى. خو په دې منځ كې يوۀ ماشوم نارې كړې: پاچا خو لوڅ دى!

 د ماشوم پلار وويل: دا هلك څه وايي!

 خلك سره وپسڼېدل، دا خبره يې يو بل ته سره  وكړه چې يو ماشوم وايي چې پاچا لوڅ دى.

 او بالاخره ټولو خلكو چيغې كړې چې جامې مامې نشته، پاچا لوڅ دى.

 پاچا ته چې د خلكو خبره په ځاى اېسېده، حال يې خراب شو خو له ځان سره يې وپتېيله چې هر رنګه كېږي مراسم بايد په منځ كې پرې نه ږدي، پاى ته يې ورسوي.

 هغو دوو درباريانو لا هم د هغې چوخې لكۍ چې موجوده نه وه، په ډېر درناوي نيولې وه او جلوس روان و.