هوښیار سپی | ژباړه: میوند شینواری 

سپی د قصاب دوکان ته ور روان و، قصاب غوښتل چې و یې شړي، ګوري چې په خوله کې یې کاغذ نیولی. د سپي له خولې یې کاغذ واخیست، پرې لیکل شوي وو: مهرباني وکړئ د ۱۰ ډالرو غوښه ورکړئ!

د کاغذ په منځ کې ۱۰ ډالر هم ایښي وو. قصاب چې سپي ته حیرانۍ اخیستی و، غوښه یې په پلاستیک کې واچوله، پلاستیک یې خوله کې ورکړ. سپي د غوښې کڅوړه خوله کې ونیوله، روان شو. 

قصاب ته چې له یوې خوا د سپي په اړه پوښتنې ورپیدا شوې وې او له بلې خوا یې د دوکان د بندولو وخت و، دوکان یې وتړه او په سپي پسې شو.

سپی روان و، څلور لارې ته چې ورسېد ترافیکي سره څراغ ته غلی ودرېد، څراغ چې شین شو بیا یې حرکت وکړ. قصاب هم ورپسې و.

سپی بالاخره د ښاري بسونو تم ځای ته ورسېد، دلته یې لومړی د بسونو د تم ځای لوحې ته وکتل، بیا یوې غاړې ته غلی ودرېد. 

قصاب د سپي حرکتونو ته حیران دریان ولاړ و چې بس راغی، سپی ور روان شو د ښاري بس شاتنۍ شمېرې ته يې وکتل، بېرته راغی پر خپل ځای ودرېد.

 تر لږ ځنډ وروسته بل  بس راغی، سپی بیا لاړ د  بس شمېرې ته یې وکتل، دا ځل ور پورته شو. قصاب، چې له حیرانۍ یې خوله وازه پاتې وه، هم  بس ته وخوت.

 بس له ښاره په وتو و، سپي له ښیښې دباندې منظرو ته کتل. 

له یو څه مزله وروسته سپی را پاڅېد په دوو پښو جګ ودرېد، د زنګ تڼۍ یې کېکاږله، بس ودرېد، سپی ترې ښکته شو. قصاب هم سمدستي پسې کوز شو او د سپي شا یې ونیوله.

 سپی روان و، روان و، روان و بلاخره یوه کور ته ورسېد. د غوښې کڅوړه یې د دروازې په زینه کې کېښوده،  لږ شا ته لاړ ځان یې په دروازه ووهه، دروازه خلاصه نه شوه، دا کار یې بیا وکړ مګر دروازه چا خلاصه نه کړه. سپی د کور د څنګ بڼ ته په ټیټ دېوال ور وخوت، کړکۍ ته ودرېد څو ځله یې خپل سر د کړکۍ له ښیښې سره وواهه، بېرته راغی د کور دروازې ته ودرېد. 

یوه سړي دروازه خلاصه کړه او سپي ته یې په کنځلو شروع وکړه، ښه یې وکنځه. قصاب ور منډه کړه د کور خاوند ته یې په غوسه وویل: ته لېونی شوی یې؟ دا سپي نابغه دی نابغه، ما په خپل ټول ژوند کې داسې هوښیار سپی نه دی لیدلی. آخر ولې یې رټې؟ 

سړي قصاب ته مخ کړ، هماغسې په غوسه انداز لګیا شو: څه، څه؛ ته ده ته هوښیار وایې!؟ په دې اونۍ کې دا دویم ځل دی چې له دې احمقه د دروازې کیلي په کور کې پاتې کېږي. 

پاولو کوییلو رښتیا ویلي دي: 

خلک به هیڅکله له هغه څه راضي نه شي چې لري یې. 

هغه څه چې تاسې ته بې ارزښته ښکاري، پرته له شکه چې د نورو لپاره ارزښتمن دي او غنیمت یې ګڼي.