د ماشومانو د شخصیت جوړونې لپاره مهم ټکي| فرهاد زهير

ماشومتوب د ژوند داسې مرحله ده، چې د یو انسان ښه او بد اساس جوړوي. که په سمه توګه د مور او پلار لخوا د ماشومانو ښوونې او روزې ته پاملرنه وشي، نو راتلونکی به یې ډېر روښانه، آرامه او اسوده وي. د هر انسان د کامیابی راز لومړی په ځان باور درلودلو کې دی. په ځان باور لومړی مرحله د کور او ښوونځي څخه پېل کېږي.

که چېرې تاسو ماشومانو ته په خوښه قلم، کتابچه يا جامې واخلئ لکه: زویه یا لورې! کومه کتابچه درته واخلم؟ داسې پوښتنې کول اود هغوي خپل انتخاب د دې سبب ګرځي، چې ځانو ته ارزښت ورکړي لکه: موږ هم یو څوک یو. هر ماشوم چې ځان ته هرکله ارزښت ورکړي، هغه په ځان هم باور پېدا کوي .

بدبختانه زموږ داسې بدبخته ټولنه ده، چې اکثره مور او پلار یوازې فکر دا کوي، چې ماشوم یې يوازې خوراک ته اړتیا لري، نور یې د ژوند هیڅ ډول اړتیاو ته پاملرنه نه کوي. ځنو ماشومان که لږ کمزوري وي، یا رنګ نه لږ ښه نه وي، مور او پلار یې هم په بدو نومونو یادوي، چې دا د ماشوم په شخصیت ډېر بد تاثیر کوي.

د ماشومانو مخکې مور او پلار یو بل شخصیت ته ډېر درناوی ولری ځکه ماشوم هغه څه زده کوي، څه چې مور او پلار یې ترسره کوي. بیا هم په ډېر تاسف سره ووایم زموږ وطن او په خاصه توګه د پښتنو په ټولنه کې داسې خبرو هيڅ خیال نه ساتل کېږي .

د ماشومان پرتله کول دا هم یو لوی عامل دی، چې ماشوم د ښایسته ماشومتوب مرحلې څخه محروموي. کله چې يو ماشوم د خپل تره زوي یا خپل هم ټولګیوال، یا یو بل چا سره پرتله شي، هغه فکر کوي، دې بدبخته دی او هغه خوشبخته. داسې ماشوم که لوی شي، فکر کوي د ټولې نړۍ خلک بې غمه ژوند لري، او يوازې، یوازې بدبخته دا دې.

ماشومان ډېر حساس دي. کله چې یو څو ماشومان په ګډه ناست وي، خو که څوک د یو صفت وکړي، بل ونه کړي، دا هم په هغه چا ډېر بد تا ثير کوي،د چا چې صفت نه دی شوی.

زموږ د کور، ښوونځي، جومات نه نيولې، تر مدرسې پورې ماشومانو ته وهل او ټکول ورکول کېږي، چې ولې درس صحيح نه وايې او یا ولې شوخي کوې. ماشوم سره چې څومره په مينه، په خندا، مهربانی ، په مستی او ټوکو کې سلوک کېږي، هغومره د ماشومانو په شخصیت جوړولو کې ډېر مثبت اغيز لري .

که په افغانستان کې يو کس ته ووايې، ستا مې يو ځاى کې ډېر صفت وکړ.سمدستي به دومره خوشاله شي، چې د خوشالى څخه به جامو کې نه ځايږي. وروسته به يو سات کې همدا يوه تکراري پوښتنه څو، څو ځل کوي، ښه نور دې ورته څه وويل؟

تاسو که نوره نړۍ کې د چا صفت وکړې لکه، تاسو ډېر پوه، تکړه، او ښايسته ياستٸ، يا ورته ووايې، ستا مې يو مجلس کې صفت وکړ، بس صرف په يوه مننه خبره ختمه کړي.

توپير زموږ خلکو او هغوي کې دا دى، چې هغوي د والدېنو لخوا ښه روزل شوي، ښوونځي، پوهنتون او ټولنه کې د يو ځانګړي شخصيت او په درنه سترګه ورته ليدل شوي، خو دلته هغومره پاملرنه ورته نه کېږي لکه څومره چې پکار ده.

که تاسو هم غواړٸ خپل راتلونکى نسل مو ښه وروزل شي، او هر يو په خپل ځان باور ولري، نو خپلو بچو ته په درنه سترګه وګورٸ، او همېش په مينه او مهربانى ورسره خبرې اترې وکړٸ.

په جومات، مدرسه او ښوونځي کې هم ماشومانو ته د وهلو، ټکولو او تهديد کولو په ځاى دې په مينه، احترام او اخلاص تدريس ورکړى شي .

د سوکاله او خوشاله افغانستان په هیله