د لمر او د برګ آسمان سره جنګ وو 

لیکونکې: تورپیکۍ مهري

سپوږمۍ دوی دواړو ته مخ وروګرځاوه ویې ویل: دا څه کیسه ده! په تاسي دواړو دا څه توره سیوری غوړېدلی ولي مو دومره غږونه سره لوړ دي.

لمر وویل: ګوره د دې ښایسته ځمکې پر سر یو ځای دی. خو زه نه غواړم په هغه ځای راوخیژم. په هغه ځای کی تر راختو خو ښه ده هر وخت شپه یې.

سپوږمۍ وویل: شپه یې نو بیا ولې ښه ده د هغه ځای؟

لمر وویل: که ورځ وي د همغه ځای مړي، ژوندي، بوټي او طبیعت هره ورځ درد ګالي د انسانانو یې وینه تویږي بوټو ته یې د ابو پر ځای د وینو ویالې روانې وي. هغه د شنو بوټو خوړونکي ژوي او الوتونکي لا په غوښو راغلې، کوترو به دانې خوړلې خو اوس د کارغانو سره یو ځای په سړک پرتو غوښو ته مښوکې وهي. ماشومان لا د مور په نس وي خو د مور سره یې د هغه ځای ځناور تر خاورو لاندي کړي. په شپه کې ما مخ ترې ګرځولی وي، ځان مې نه په درد کیږي. خو که ورځ وي بیا دا هر څه چې زه وینم زما وجود ډیر ګرموي دا ډیر ګرموالی نه شم زغملای. وجود مې دومره ګرم شي چې زړه مې وغواړي بیخي په ځان کې وچوم. خو نه کیږي په ما مې د ځان او د دې نورو سیارو ژوند ګران دی بیا مې پریکړه وکړه چې په ورځ کې به وریځ را مخته کوم زه به د دې ځای مخ نه وینم.

برګ اسمان وویل: ګوره سپوږمۍ لمر چې دا هر څه وویل خو زه هم نه غواړم د دې ځای د آسمان وریځ شم. که زه واوسم ماته هم د دې ځای د ډزو او بریدونو تور لوګی او د وینو بد بوی رارسږي زما سپین بخملي وجود تور کړي. تالنده او بریښنا مې دومره ډیره شي چې هم زما وجود راپه درد کړي او هم د هغه ځای خلک که ژوندی راڅخه په ډار کې وي زه نه غواړم خلک رانه وډاریږي.

د سپوږمۍ رنګ تور شو ويې ویل: ماته دواړه ګران یاست لمره ته راته سپین ښایست راکوې او برګ اسمان خو چې کله راشي بیرته لاړ شي په شپه کې مې د ښایست ځلا دوه برابره کوي.

زه به څه وکړم خو وایم کاش دا ځای چې تاسي یې یادوئ یو لوی ښایسته د شنو اوبو بحر وای، زما به د شپې ښایسته آینه وای او ستاسو به ورځې.