د ریاضي اسانه زده کړه/ ویدیو

د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر نه یوازې په افغانستان بلکې د نړۍ په اکثرو هیوادونو کې ښوونځي او پوهنتونونه رخصت کړل شوي. په نورو هیوادونو کې د دې لپاره چې د زده کړو په بهیر کې ځنډ پېښ نه شي، انلاین زده کړې پیل شوي دي.

عطالله زیارمل د هغو افغانانو لپاره چې د کورونا وایرس له کبله له ښوونځي او زده کړو پاتې شوي د (اسانه زده کړې) په نوم دا لاندې ویدیويي لړۍ پیل کړې او غواړي چې هره اوونۍ لږترلږه ۳ یا ۴ دا ډول ویدیوګانې جوړې کړي. خدای دې وکړي چې ورڅخه ګټه واخلئ.