کورنۍ سمبالتیا او د هغې ګټې

ژباړه او زیاتونه: ډاکټر استاد شفیقه صدیقي

د ډېرو او پرله پسې ماشومانو راوړل د مور، ماشوم او کورنۍ سربېره د ټولنې لپاره هم خطرناک او مضر تمامېږي او الله (ج) په قرآن کریم کې فرمایلي دي:«چې تاسو خپلو ماشومانو ته تر دوو کلونو پورې شېدې ورکړئ.) او دا د یو ماشوم حق دی چې تر دوو کلونو پورې باید د مور له شېدو تغذیه شي، نو ددې لپاره چې دغه الهي چاره ترسره، ماشوم غوره وده او تغذیه وکړي نو په دې موده کې د نورو ماشومانو د زېږون د مخنیوي لپاره باید د کورنۍ له سمبالتیا څخه ګټه واخیستل شي!

د کورنۍ تنظیم ګټې:

په مناسب وخت او عمر کې د حمل اخیستل او د امېدواریو د تعداد کمول.

د مور د روغتیا په ښه کولو سره د ماشوم د ژوند ژغورنه.

د مېندو او ماشومانو د مړینې خطر کموي.

مېندې او ماشومان له کمخونۍ او خوارځواکۍ څخه ساتي.

خپلې دندې او زده کړو ته په ښه ډول دوام ورکولی شي.

خپل ځان د کورنۍ د ملاتړ کونکي په حیث ثابتولی شي.

د کورنۍ تنظیم (سمبالتیا) میتودونه او د هغوی روغتیایي ګټې:

  • Pills یا د خولې له لارې ګولۍ

دا ګولۍ چې د Pill په نوم یادېږي د استروجن او پروجسترون لرونکې دي، چې له امېدوارۍ نه مخنیوی کوي، په یو پاکټ کې ۲۸ ګولۍ دي چې ۲۱ دانې یې هورمون او ۷ ګولۍ یې اوسپنه (فولیک اسید) لري، دا ګولۍ د درېیو میاشتو لپاره ورکول کېږي او هره شپه یوه دانه خوړل کېږي.

د Pills روغتیایي ګټې:

د حیض ورځې، دوام او درد کموي.

د حوصلې د التهابي ناروغۍ پېښې کموي.

د Ectopic Pregnancy پېښې کموي.

د رحم او تخمدان د سرطان پېښې کموي.

له رحم څخه د غیر نورمال وینې راتلنې په درملنه کې موثرې دي.

  • DMPA یا پیچکاري

د امېدوارۍ ضد زرقي میتود چې په خپل ترکیب کې د پروجسترون هورمون لري او له امېدوارۍ څخه مخنیوی کوي د Depo Madrox progesterone acetate(DMPA) په نوم هم یادېږي. دا پیچکاري هر درې میاشتې وروسته د روغتیایي کارکونکو په واسطه تطبیق کېږي.

د DMPA روغیتایي ګټې:

د حیض ورځې، دوام او درد کموي.

د حوصلې د التهابي ناروغۍ پېښې کموي.

د Ectopic Pregnancy پېښې کموي.

د رحم او تخمدان د سرطان پېښې کموي.

  • IUCD لوپ یا داخلي رحمي آله

داخلي رحمي آله یا  Copper T 380 A چې د T په شان شکل لري مټې یې له مسو څخه جوړې شوې دي او د یوې مخصوصې آلې په واسطه رحم ته داخلېږي. او د روغتیایي کارکونکو په واسطه تطبیق کېږي، له حمل نه د ۱۰ څخه تر ۱۲ کالو پورې مخنیوی کوي.

د IUCD روغتیایي ګټې:

د ۱۲ کالو لپاره موثره ده.

له تطبیق نه وروسته فوراً تاثیر کوي.

د مور شېدې نه مختلوي.

د غرس پروسه یو ځلې وي هر ځل راتګ ته اړتیا نه لري.

  • Condom یا پوښ

کانډم یو پوښ دی چې له نازک Latex (مصؤن رابر) څخه جوړ شوی دی، چې د جنسي مقاربت په وخت کې ترې کار اخیستل کېږي.

د Condom روغتیايي ګټې:

له مقاربٺي ناروغيو او د هغه د اخٺلاطاٺوڅخه مخنيوی کوي.

د مقاربٺي ناروغيو په مخنيوي کې د عنق د سرطانونو څخه هم مخنيوی کوي.

  • کانډم سره له دې چې له امېدوارۍ څخه مخنیوی کوي سربېره ددې څخه دواړه جنسونه د STIs څخه هم ژغوري.
  1. Tub location  یا د نفیرونو تړل

د نفیرونو تړل په مېرمنو کې ترسره کېږي چې جراحي عملیاتو ته اړتیا لري او د ګېډې د پوستکي لاندې هغه دواړه نفیرونه قطع کوي کوم چې تخمه (هګۍ) له تخمدان څخه رحم ته انتقالوي او دا میتود دایمې دی چې بیا برګشت نه لري.

  • Vasectomy (د نارینو شنډول )

د نارینو شنډول یوه جراحي عملیه ده چې په نارینو باندې ترسره کېږي، د نارینو د خصیو له پوستکي لاندې هغه تیوبونه قطع کوي چې له خصیو څخه د نارینه تناسلي آلې ته سپرم انتقالوي. پوستکی په آسانۍ سره جوړېږي او خصیو ته هم کوم تاوان نه رسېږي او دا میتود دایمي دی چې بیا برګشت نه لري.

  • Implant یا ایښودل

د Implant په میتود کې ښځې ته هورموني نرم تیوبونه چې پروجسترون لروونکې دي په مټ کې د پوستکي لاندې تطبیق کېږي. دا ایښودل شوی هورمون له تطبیق څخه وروسته له ۳ څخه تر ۵ کالو پورې له امېدوارۍ څخه مخنیوی کوي، وروسته له ۳ تر ۵ کالو باید بېرته نوی شي.