ولې ماشوم روزنه ؟ | محب الله آرمل 

دا پوښتنه بايد وشي چې ماشوم روزنه يانې څه؟ ولې مهمه ده؟ او څنګه کولی شو ماشومان وروزو؟ زموږ ټولنه دا نه مني چې ګواکي ماشوم ته پکې توجه نه کيږي، هره مور، هر پلار غواړي چې ښه ماشومان ولري او د همدې موخې لپاره عملا کار کوي، مثلا زوی چې ناوړه کار کوي مور پلار دواړه ورته نصحت کوي او هڅه يې دا وي چې ماشوم بياځلې هغه کار ونه کړي، ښوونځي ته يې ليږي چې سبق ووايي او راتلونکی يې له ستونزو سره مخ نه وي، جومات ته يې ليږي چې د دين اساسات زده کړي او ښه بد تفکيک کړي. دا ټول هغه څه دي چې زموږ په ټولنه کې عام دي، آيا همدا ماشوم روزنه ده ؟ ځواب هو دی ، خو ستونزه داده چې ماشوم روزنه پدې څو کارونو نه خلاصه کيږي مثلا ځينې پوښتنې بايد وشي: اوسنۍ نړۍ له انسان کومې غوښتنې لري؟ له ژوند موخه څه ده ؟ څوک بريالي کسان دي؟ بريا ته څنګه رسېدی شو؟ ښه څه دي او څنګه يې په خپلو غرايضو اړولی شو؟ کنجکاوي څه ده ؟ انسان په خپل ژوند کې کوم مسئوليتونه لري؟ انسان کومې وړتياوې لري؟ دغه انسان چې د ځمکې پرمخ تر ګردوم مهم مخلوق دی څنګه روزنه يې په کار ده چې راتلونکی يې له ستونزو خالي وي يا دا ځواک ولري چې مشکلات څنګه له مخې لرې کړي؟ د خالق او مخلوق رابطه ولې بايد رښتينې وي؟ نوښت او خلاقيت څه ته ويل کيږي؟ … او داسې ډېرې پوښتنې دا هغه پوښتنې دي چې موږ تاسې بايد په ماشومتوب کې ورسره مخ شوي وای او له هماغه وخت مو فکر کړی وای چې ولې نړۍ ته راغلي يو، آيا له ژوند موخه يوازې همداده چې وخوره، وڅښه او ويده شه. که ژوند همدا څو عناصر وي نو دا کارونه خو غير انسانان هم کوي، انسان چې اشرف المخلوق دی ولې دی؟ آيا يوازې د دې لپاره عقل ورکړل شوی چې عبادت وکړای شي، يا يوازې د دې لپاره عاقل خلق شوی چې د جګړې ځواک ولري، آيا يوازې د دې لپاره خبرې کولی شي چې له حيواناتو بېل شي ؟ 

که نور مسئوليتونه هم لري؟ انسان بايد خپلې وړتياوې و پېژني، مسئوليت پذير وي، خلاق وي، زغم ولري، فعال وي، مثبت وي، اصلاح وي، بيدار وي … چې وکولی شي خپل خالق، خپل وجدان، خپله انساني ټولنه خوشاله او راضي کړای شي.

ښه دغسې انسان څنګه را منځته کيږي؟

داسې چې ماشومتوب کې مور پلار تصميم ونيسي او پوره ځيرکتيا ورسره چلند وکړي، اړتياوې يې پوره کړي، د فعاليت، خدای پرستۍ، پرمختګ ، زده کړې، انسانيت، اېمان درس او انګيزه ورکړي . 

زموږ ټولنه چې نوي ځوانان يې د نامسئوله وسلوالو ليکو ته ځي، يا د نشو ښکار کيږي، يا د جرايمو مرتکب کيږي، يا په ټولنه بار وي يوه اصلي وجه يې داده چې له دوی سره ماشومتوب کې بې غوري او بې انصافي شوې او هغسې نه دي روزل شوي چې وکولی شي ځان له خطر وژغوري او بل ته هم خطر پېښ نه کړي. 

که ماشوم سم ونه روزل شي نو نه يوازې خپله د ده راتلونکې بلکې د ټولنې راتلونکې هم په خطر کې ده، نن سبا چې کوم ناورين روان دی يو مهم علت يې دا دی چې نوي ځوانان مو سم نه دي روزل شوي، ملاتړ يې نه دی شوی، زده کړو ، تغذيې، خلاقیت… او په لسګونو نور اړتيا وو ته يې پام نه دی شوی نو هم خپله د جرم ښکار دي او هم يې ټولنې ته سر خوږی جوړ کړی. 

دا هم مهم ده چې پوشو څه دي چې د ماشوم روزنې پروسه زيانمنوي او له ګواښ سره يې مخ کوي؟ 

۱ ـ زيات اولادونه: په دې اړه ما يوه بشپړه ليکنه کړې چې ماشوم روزنه کتاب چاپ شوې او دلته يې تفصيل تېريږم . 

۲ ـ ټيټ اقتصاد : که د مور پلار اقتصادي وضعيت ټکنی وي، ورته په کار ده چې د اولاد په لرلو کې بيړه ونه کړي، ماشوم چې له تغذيې نيولې، تر کتاب او لباس په لسګونو اړتياوې لري بايد خرچه پرې وشي، که اقتصادي وضعيت د کورنۍ ښه نه وي بې شکه چې د ماشوم روزنه ستونزمنه کيږي. 

۳ ـ ناسم چا پيريال : کلی او ښار د ماشوم روزنې په پروسه کې جلا جلا نقش لري، ښاري ماشوم ځيرک، له زياتو پديدو سره آشنا او بلد وي او د کلي ماشوم ناديده، نابلده او د کلي د نورو لسګونو ماشومانو په شان سپېره مېره وي. هغه کورنۍ چې په کليو کې اوسي ورته په کار ده چې خپل ماشومان وخت ناوخت ښار ته بوځي، په تفريحي پارکونو، دوکانونو، هوټلونو، کتابتونونو او نورو اکاډيمکو مرکزونو کې يې تاو را تاو کړي. 

۴ ـ د ماشوم روزنې په اړه د کورنيو کم معلومات : هغه جوړې چې غواړي ماشومان پيدا کړي ورته په کار ده چې د ماشوم روزنې په اړه معلومات ولري او هغه رازونه ورمعلوم وي چې پر مټ يې خپل ماشوم ته سمه او کږه لار ښودلی شي. 

۵ ـ بې سوادي: زموږ هېواد کې تر نيم زيات نفوس نالوستی دی، ښايې داسې کورنۍ هم وي چې هېڅ لوستی کس ونه لري، دغسې کورنيو ته په کار ده چې تر ممکن حده خپل ماشومان يوه اکاډيميک محيط ته انتقال کړي او تر خپلې وسې خواري ورسره کړي. 

۶ ـ جګړه : جنګ چې زموږ هېواد کې يې کډې اړولې د هرې بدمرغې مور ده، جنګ له الف تر يا چې د ژوند هره برخه ده او هره خوشالي ده رانه اخلي او هره سمه پروسه زيانمنوي، ټولنه دې ويښه شي او هغه کسان چې د جګړې ماشين يې روان کړی له خپل کلي او کور يې د وشړي. 

۷ ـ ناسم پوهنيز نظام : که څه هم چې د پخوا په پرتله يوه اندازه ستونزې کمې شوې خو په ټوله کې اوس هم زموږ نيم ماشومان د زده کړو له نعمت بې برخې او اکثره ښوونځي مو د نشت تر کچې بې کيفيته دي. پداسې حال کې کورنۍ لا مسئولې دي چې د ماشوم روزنې مسئله جدي ونيسي. 

۸ ـ ځينې ناسم رواجونه : زموږ ټولنه به ښه دودونه هم ډېر ولري خو بايد ووايو چې ځينې بد، ناسم او بدرنګ ټولنيز خويونه او رواجونه هم لرو . چې د هغو له جملې د ماشوم د شخصيت کم بلل يادولی شو، دا زموږ د فرهنګ برخه ګرځېدلې چې هر مشر کولی شي کشر تحديد او تحقير کړي، په زوره چېغې پرې ووهي، سپکاوی يې وکړي، و يې ډبوي، حيوان، خر، سپی … او نور دې ورته بدنامې کليمې ورته وکاروي. 

د ماشوم په اړه څو جالب ټکي : 

۱ ـ نوې څېړنې وايي چې ماشوم خپلې درې چنده خبرې چې زده يې دي او پرې پوهيږي نه شي کولی، موږ اکثره وخت يوه ناسمه خبره کوو او فکر کوو چې ماشوم خو نه پوهيږي خو دا يو ناسم فکر دی، موږ تاسې چې هر څه وايو ماشوم پوهيږي او جالبه دا چې غوږ يې نيولی. 

۲ ـ کيږي چې ماشومان تر لويانو زيات مهارتونه لري، مثلا ماشوم ۱۵۰ ډوله  غږونه تشخيصولی شي، ماشوم د خپلې مور غږ هغه وخت هم اوري چې دی لا نړۍ ته نه وي راغلی، کله چې نړۍ ته راشي د مور څېره نشي تشخصولی خو غږ يې پېژني او ورسره آراميږي. 

۳ ـ ماشوم په ورځ کې ۳۰۰ ځله خاندي او خوشاله مخلوق دی، دغه راز ماشوم هغه وخت هم د اړيکو جوړولو وړتيا لري چې خبرې نشي کولی، چې دا مهارت لویان نه لري. 

۴ ـ ماشومان تر لويان د ژبې د زده کړې قوي مهارت لري او ژر په دې توانيږي چې ژبه زده کړي. 

۵ ـ ماشوم اکثره وخت د هغه خوړو مينوال وي چې مور يې د حمل په وخت يا هغه وخت کې خوري. 

۶ ـ ماشوم تر څلورو میاشتو پورې په خوړو کې مالګه نه شي تشخیصولی. 

۷ ـ لویان ټول ۲۰۶ هډوکي لري خو ماشومان چې نړۍ ته راځي د بدن د هډوکو شمېر ۳۰۰ وي چې ورو ورو دا شمېره کميږي. 

۸ ـ ماشومان يوازينی مخلوق دی چې خپلې مور ته خاندي او خوشالي ورته کوي. 

۹ ـ ماشومان تر لويانو پياوړی تخيل لري چې په لويدو سره ورو ورو د دوی تخيل صدمه ويني او د لويانو غوندې يې دغه وړتيا کميږي. 

۱۰ ـ هر انسان چې نړۍ ته راځي يو مهم استعداد ورسره زيږي، دغه استعداد دې ده د فطرت برخه وي او هغه وخت يې پېژندلی شي چې مور پلار د ماشوم روزنې په اړه معلومات ولري او ترڅنګ نور مهارتونه هم زده کولی شي. 

۱۱ ـ ويل کيږي چې په جرمني هرکال ۶۰۰۰ ټوکه کتابونه يوازې د ماشوم لپاره چاپيږي او زموږ وطن دا شمېره شايد لس ټوکه وي. 

نو ماشومان د خدای تر ګردو ښکلي او سپېڅلي مخلوقات دي، دوی کرکه او جنګ نه پېژني، دوی له يوې خالي حافظې سره نړۍ ته راځي چې وروسته د خپلې تجربې په آساس خپل معلومات زياتوي، دغه معلومات که ښه وي راتلونکې يې سمه ده او که ښه نه وي له ستونزو سره مخ کيږي. 

ماشومان چې د انساني ټولنې بنسټ جوړوي سالمه روزنه او پالنه يې په کار ده، زموږ د ناوروين د دوام يو لوی علت دا دی چې په تېر ۵۰۰۰ کلن تاريخ کې مو د ماشوم روزنې ته پام لرنه نه ده کړې، که غواړو د ژوند تر ټولو لوی مسئوليت تر سره کړو نو اړينه ده چې خپل ماشومان ښه وروزو. 

له ماشوم سره مناسب چلند، ماشوم ته تل ريښتيا ويل، د ماشوم روحي، عاطفي او جسمي اړتياوې پوره کول، ماشوم له محيطي، معلوماتي، روغتيايي، تربيتي، شعوري، فکري، رواني، عقلاني … ستونزو ژغورل د مور پلار، ټولنې او ښوونځي مسئوليت دی چې بايد اوږې ورکړي او په اخلاص يې تر سره کړي . البته که دا کار و نه کړي په آينده کې يې خامخا زيان او تاوان ويني او په جرايمو کې شريک دي. 

د استاد لېوال خبره ده چې مهمه دا نه ده چې جرم ولې پېښيږي مهمه دا ده چې جرم څنګه پېښيږي، که ماشوم له ناسمې تربيې سره لوی شي او بيا جرم کوي ښکاره خبره ده چې مور پلار يې په جرم کې شريک دي.