په زده کوونکو کې د نوښتونو د پیدا کولو لارې

ژباړه: شاه محمد بشیر

د نن ورځې ژوند هره شېبه د نوي کېدو په حال کې ده، خلاقیت او نوی والی د فعال ژوند او انسان د خوشحاله او بریالي ژوند لپاره نوي والي او خلاقیت ته اړتیا ده؛ ترڅو پورې خپله انګېزه د بېلابېلو غوښتنو لپاره پراخه کړو. انساني ټولنه د ژوندي پاتې کېدو او له مرګ نه د تېښتې لپاره نوي والي ته اړتیا لري. د نن ورځې شعار((که خلاق او نوښتګر ونه ووسئ، له منځه تګ مو حتمي ده)) مګر د ښوونیزو سازمانونو په ځانګړي ډول د ښوونې او روزنې، چې د هېواد د اولادونو او راتلونکو جوړنکو، تربیت په غاړه لري، مسولیت زیات ده. په دې خاطر ښوونیز سازمانونو له یو طرف دنده لري، چې د رشد، خلاقیت روزل، نوی والی او د وکړو له استعدادنو او وړتیاونه سمه او ښه ګټه اخیستل چې دا خپله د فرهنګي، اقتصادي او ټولنیزو پراختیاوو لپاره په ټولنه کې لار هواروي له بل خوا د ځان د بقا لپاره په سازمان کې خلاقیت او نوي والي روزل او له هغه څخه ګټه اخیستل دي.

په ښوونیز چاپیریال کې د خلاقیت مخنیوی:

۱ـ د زده کوونکو نمرې د هغوی د ښه والي معیار ټاکل

دغه مسله یو له لویو ستونزو څخه په زده کوونکو کې د وړتیاوو د روزلو د مخنیوي څخه شمېرل کېږي. کله چې زده کوونکی حس کړي، یوازینی شی، چې ډېر ارزښت لري او په ارزونه ( ارزیابي) کې د ښه والي معیار ګڼل کېږي، هغه لوړي نمري دي او نور څه نشي کېدلی؛ نو په پایله ډېرې نمرې د هغه لپاره مهم هدف کېږي. په دې خاطر هغه یواځې د ډېرو نمرو د لاسته راوړلو لپاره کوښښ کوي او خلاقیت او نوی والی ورته معنا نلري.

۲ـ د تدریس سنتي مېتود یا معلم محوري

افراطي دودیز میتود، چې هغه کې ښوونکی تر ډېره پورې په ټولګي کې محوري رول لوبوي. تر ډېره پورې په وینا او خبرو کولو باندې راګرځي. دا سبب کېږي چې زده کوونکی په تدریس او زده کړه کې یو فعال رول لپاره د ګډون لږ فرصت پیدا کړي. هغه زده کوونکي چې دغه ډول تحصیلي سیستم کې زده کړې کوي د وړتیاوو د روزلو لپاره فرصت نه پیدا کوي او په کراره ډول خپل خوځښت او مخته تګ له لاسه ورکوي.

۳ـ له خلاقو میتودونو د ښوونکي ناخبري

په ډېرو موردونو کې د ښوونکي نااشنایي له هغورودو یا میتودونو سره چې زده کوونکی خلاق کېږي یو لوی مانع ګڼل کېږي. هغه ښوونکی، چې د خلاقیت له ارزښت، موانعو او د روزنې له رودو سره بلد نه وي معلوم ده، چې نه یواځې چې د زده کوونکو د استعدادنو د روزنې لپاره په ټولګي کې اقدام وکړو، بلکې ممکن په شعوري او د وخت په تېرېدلو د ټولګي درس په چاپیریال باندې بدل کړي، چې په هغه کې د زده کوونکي خلاقیت وځپل شي.

۴ـ  زده کوونکو د خلاقیتونو  روزنې لپاره د لازمو امکاناتو نشتون

که څه هم ډېر خلاق فعالیتونه د ځانګړو لګښتونو او امکاناتو ته اړتیا نلري، ولې په تدریسي روشونو کې له بدلون راوستل هم په ښوونیز چاپیریال کې د اجرا وړ ده؛ مګر د دغو حداقل لازمو امکاناتو نشتون هم سبب کېږي، چې په ټولګي کې د خلاقیت د روزنې بهیر ټکانی او یا هم له شکست سره مخ شي. دغه کمبودونه په ډېرو مواردو کې بد تاثیر د زده کوونکي پر علاقه او انګیزې باندې تاثیر کوي، چې شرکت ونکړي.

۵ـ  درسي کتابونو منځپانګه او موخې

موضوع، موخې او درسي منځپانګه یو ډېر لوی بحث ده او له بېلابېلو برخو د ارزونې وړ دي؛ مګر دلته چې یو ښوونیز نظام کې درسي کتاب یو له مهمو او د تدریس له  مواردو څخه ده ګټه واخیستل شي او په عین حال کې د موخو او منځپانګې ترمنځ د خلاقیت تر عنوان لاندې منظور شوي نه وي؛ نو زده کوونکی د ګړنو ازادي او لازمه توانایي به ونلري، چې د درسي کتاب له چوکاټ ووځي او په پایله  هغه زده کوي، چې صرفآ د درسي کتاب خواته کېني او له هغه پرته نه.

۶ـ د زده کوونکي فردي تفاوتونو ته پام نه کول.

د دغه واقعیت په پام کې نه نیول، چې زده کوونکی له نورو سره ګډ مشترکات لري؛ خو بیا هم  فرد پورې منحصر دي او د ځانګړو وړتیاوو، علایقو او کششونه لري، چې دغه سبب کېږي یو ښوونکی د ټولو زده کوونکو په اړه یو ډول فکر ولري. دغه ډول فکر لرب د ښوونې په برخه کې د خلاقیت د مخنوي یو له اساسي مانعو نه ګڼل کېږي او د خلاقو زده کوونکو د سردرګومۍ باعث ګرځي.

۷ـ  زده کوونکو ته د زیاتو درسي تکالیفو ورکول

د زیاتو درسي تکالیفو ورکول د زده کوونکو ډېر وخت نیسي. په هغو مواردو کې چې زده کوونکي ته ډېر زحمت ورکول کېږي او ناچاره کېږي چې ټول خپل توان او فکري انرژي د دغو تکالیفو په ترسره کولو تېر کړي، چې فرصت او توان د نورو فعالیتونو لپاره نلري. له دې برسیر چې د هغوی لپاره ډېر درسي فعالتونه ترسره کول خوشحاله کوونکی نه وي؛ په هغو کې د نورو فعالیتونو  د ترسره کولو لپاره چې زده کوونکی خلاق کوي او هغوی ته فکري او رواني ارمتیا ورکوي، بې میله او بې علاقې کېږي.