چونګښه شاهزاده| د مينا سيد ژباړه

ډیر پخوا کله چې ډیر ارمانونه پوره کېدل. پاچا له شاهزادګۍ سره ژوند کاوو. شاهزادګۍ ډېره ښکلې او له مینې ډکه وه، نو ځکه پاچا د هغې هر خواهش پوره کاوه. شاهزادګۍ خپل پلار ته وویل زه د خپلو لوبو له پخوانیو وسایلو څخه ستړې شوې یمه. زه یو نوی شی غواړم چې لوبې پرې وکړم. پلار یې ورته وویل د دې لپاره چې ته ماته ډېر ارزښت لرې نو زه به خپل با ارزښت ترین د لوبې شی چې ماته مې بابا په ماشومتوب کې راکړی وو، تاته درکړم. پاچا د خپل د طلا صیف خلاص کړ او د طلا توپګی یې را واخیست. شاهزادګۍ ته یې وویل دا د طلا توب واخله ډېر با ارزښت دی. د لمر لاندې ځلېږي خو پام دې وي چې ورک یې نکړې.

شاهزادګۍ وویل، ډیره مننه تاسو د دنیا په پلارونو کې تر ټولو ښه یی. شاهزادګۍ د بڼ په انګړ کې په لوبو پیل وکړ. توب یې هرې خوا ته ویشتلو او بیا به پسې ورتلله. نا څاپه یوه بدرنګه چونګښه را پیدا شوه. د  شاهزادګۍ ترې کرکه وشوه او ورته وې ویل لرې شه ته بدرنګې چونګښې.

چونګښې ورته وویل ما ته د بوټو له منځه ولیدلې او ستا ښکلا ته حیرانه شوم. ماته اجازه راکړه چې ستا سره ملګرې شم او لوبې درسره وکړم. لرې ولاړ شه، ورکه شه تا څنګه دا جرئت وکړ چې داسې فکر وکړې. زه نشم کولوی چې ستا غوندې له یوې بدرنګې چونګښې سره لوبې وکړم. زه په دنیا کې په نجونو کې ښایسته نجلۍ یم. نو زه به ولې تا غوندې یو حیوان سره لوبې وکړم.

چونګښې وویل: زه ټوپ وهلی شم، لامبلی شم او کولی شم ستا توب هم را نیسم. زه به ستا لپاره ډیره ښه ملګرې ثابته شم.

شاهزادګۍ وویل: نه مننه له دې چې ستا غوندې بدرنګې چونګښې سره لوبې وکړم، ښه ده چې یوازې لوبې وکړم. کیسه خلاصه شوه او شاهزادګۍ ولاړه. 

شاهزادګۍ سبا بیا بڼ ته ولاړه او د یوې ونې لاندې کېناستله او له ځانه سره یې وویل دا ځای څومره ارام ځای دی. چونګښه هم نشي کولی ما ومومي. له توب سره یې په لوبه پیل وکړ. توب یې پورته اچولو او بېرته به یې راخیست.

هر ځلې به یې چې دا کار وکړ توب به تر لمر لاندې وځلید؛ ځلیدا به یې دومره ډېره شوه چې سترګې به يې نشو لیدلی. د څو ځلونو وروسته، د طلا توپ په څاه کې ترې وغورځید. شاهزادګۍ وویل: وی! خدایه! زما د طلا توب په  ژوره څاه کې ډوب شو زه يې بیخي نشم لیدلی. په ژړا يې پیل وکړ او هیڅ نه کرارېدله. ناڅاپه یې یو غږ واورید. څه پېښه شوې ده د پاچا لورې؟ ستا ژړا د تیږې زړونه ویلي کوي.

شاهزادګۍ ورته وویل بیا هم ته یې بدرنګې چونګښې؟ زه ځکه ژاړم چې زما د طلا توپ په ژوره څاه کې لویدلی دی.

چونګښې ورته وویل ته مه ژاړه! زه ستا سره مرسته کولی شم. خو ته به یې په بدل څه راته راکوې؟ شاهزادګۍ وویل: هر څه چې ته غواړې زه یې درکوم. زما کالي، زما د سر تاج او زما د غاړې امیل دې ستا وي.

چونګښې وویل ستا یو شی هم ماته کومه ګټه نه رسوي. خو که زما سره ژمنه وکړې چې زما سره ملګرتیا کوې او زما سره لوبې وکړې او اجازه راکړې چې ستا تر څنګ په چوکۍ کېنم، ستا له قاب ډوډۍ وخورم، ستا  له پیالې اوبه وچکم او ستا تر څنګ بیده شم.  نو زه به بیا اوبو ته ټوپ وهم او ستا د طلا توپ به را وباسم.

کله چې شاهزادګۍ د چونګښې اوږد لیست واورید خپه شوه. خو د دې لپاره چې د خپل د طلا توپ راواخلي، پرېکړه یې وکړه چې له صبر کار واخلي. شاهزادګۍ وویل سمه ده زه ستا ټول شرطونه منم. خو زما توپ له څا راوباسه.

چونګښې څنګه چې د شاهزادګۍ خبرې واوریدلې سملاسي یې ځان په څاه کې واچاوه او توپ یې راواخیست.

شاهزادګۍ د توپ په لیدلو ډیره خوشاله شوه او له ځمکې یې توپ راواخیست او وتښتېدله. چونګښې وویل، ودرېږه زه نشم کولی ستا په څېر منډې ووهم. ما له ځانه سره یوسه. خو د چونګښې خبرو ګټه ونکړه. سبا ته کله چې شاهزادګۍ په میز د ډوډۍ لپاره ناسته وه او د خپل د طلا په قاب کې یې ډوډۍ خوړله چې دروازه وټکول شوه. غږ وشو ما پریږده چې د ننه درشم. شاهزادګۍ راپورته شوه چې وګوري دروازه څوک ټکوي. چې ګوري په دروازه کې چونګښه درېدلې ده.

شاهزادګۍ وویل، بیا هم ته یې چټلې چونګښې. تا څنګه جرئت وکړ چې دروازې ته راشې. دروازه يې په ډېر شدت سره بنده کړله او بېرته خپلې چوکۍ ته ولاړه او ډېر بد احساس یې کاوو. پاچا خبر شو چې شاهزادګۍ ډېره خفه ده او زړه يې رپېږي.

پاچا ورته وویل لورې! له څه نه وېرېدلې يې؟ آیا څوک دې په دروازه کې ولیدل چې تا له ځانه سره وړي؟ نه پلاره! یوه چټله چونګښه ده. ښه نو هغه ستا نه څه غواړي. پرون کله چې د څاه تر څنګ ناسته وم او د طلا توپ سره مې لوبې کولې زما د طلا توپ په څاه کې وغورځېد. چونګښه راغله او مرسته یې راسره وکړه او زما توپ یې له څاه راوویست. خو په بدل کې یې څو شرطونه کیښودل. هغه دا چې زه يې ملګرې شم او ما هم د هغه شرطونه ومنل. خو ما داسې فکر نکوو، چې هغه به وکولی شي اوبه پرېږدي او زما پسې راشي. خو اوس د دروازې شاته دریدلې ده او غواړي چې د ننه راشي. بیا غږ شو د پاچا لورې دروازه خلاصه کړه تا زما سره ژمنه کړې وه. پاچا وویل: کله چی له چا سره ژمنه کوې هغه باید ترسره کړې.  ولاړه شه او دروازه خلاصه کړه او هغه د ننه پرېږده. دروازه چې خلاصه شوه، چونګښه ژر کور ته ننوتله او شاهزادګۍ میز ته بوتله. چونګښې مننه وکړه او وویل ما میز ته پورته کړه. خو شاهزادګۍ په قهر شوله، خو کله یې چې خپل پلار ته پام شو نو چونګښه یې له ځمکې راپورته کړه. چونګښې وویل اوس کولی شو یو ځای خواړه وخورو. شاهزادګۍ ډېر په بې علاقه‌ګۍ ډوډۍ خوړله؛ خو د چونګښې اختر وو. چونګښې وویل لږ نور سوپ هم راکړه ډېر خوندور خواړه دي. داسې سوپ مې کله پخوا نه وو خوړلی. چونګښې په دویم ځل هم خپل سوپ خلاص کړ. خو د شاهزادګۍ مړۍ په ستوني کې پاتې وه. چونګښې وویل ډېر ښه اوس مړه شوم، خو ستړی یم ما باید د خپلې د خوب خونې ته بوځې او ستا د وریښمینې توشکې بر سر به بیده شو. شاهزادګۍ وویل: نه ته به همدغه اوس له ماڼۍ ووځې. پاچا وویل ګرانې لورې، دا خبرې د یوې شاهزادګۍ سره نه ښايي. تا له چونګښې سره ژمنه کړې وه. هغه ژمنه به پوره کوې. کله چې شاهي کورنۍ کومه ژمنه کوي هغه نشي بدلولی. او دا زموږ کلتور دی. شاهزادګۍ چونګښه را واخیستله او پاس پوړ ته وختله، هلته یې په یوه کونج کې واچوله او ورته وویل همدلته به پاتې کېږې. سبا چې شو زه به دې په ځنګله کې خوشې کړم. چونګښې وویل: زه ډېره ستړې یم. غواړم ستا په شان آرامه بیده شم.که نه نو پاچا ته وایم. شاهزادګۍ په قهر شوه او چونګښه یې په ځمکه وویشتله. چونګښه څنګه چې په ځمکه ولویده نفس یې وختلو او مړه شوه. شاهزادګۍ اندېښمنه شوه او وویل بس کړه دا ډرامه ته بدرنګې چونګښې. کله چې شاهزادګۍ چونګښه له ځمکې پورته کړه، ګوري چې چونګښه مړه ده. شاهزادګۍ په ژړا شوه او وویل ریښتیا چې مړه شوې ده خدایه زه به څنګه کړم. شاهزادګۍ چونګښه را پورته کړه، ژړل یې او ورو يې ښکل کړه. حیرانونکې وه کله چې چونګښې سترګې پرانیستې او په ځمکه ودرېدو. نا څاپه چونګښه په یو ښایسته شاهزاده بدل شو. شاهزادګۍ وویل: یا خدایه دا څوک دی او هغه وړوکې چونګښه څه شوه. مه یرېږه، زه هماغه چونګښه یم خو د یو شاهزاده په شکل. زه اوس ټوله کیسه درته کوم. زه چې کله انسان وم ډېر مغرور وم. یوه ورځ ځنګله ته د ښکار لپاره ولاړم او د څارويو په ښکار مې پیل وکړ. نا څاپه د ځنګل ښاپېرۍ زما مخی ته راغله. وویل څنګه بې رحمه انسان یي. دا ځناور ستا د ساعتیری لپاره نه دي. دوی هم ستاسو په څېر ژوندي موجود دي. خدای دا ښایسته طبیعت پیدا کړی او تاسو یې له منځه وړئ. دوی کله هم تاسو ټپي کړي نه یی.

ما ورته وویل: ته څنګه جرئت کوې چې زما سره داسې خبرې وکړې. ته پوهېږې زه څوک یم؟ زه د دغې سلطنت  شهزاده یم. دا ځمکه او ځنګل زما دي. ټولې ونې او ځناو او ټول شیان زما دي. ای جاهلې شهزاده دا ټول طبیعت خدای پورې اړه لري. دې ټولو شیانو پیداکونکی خدای پاک دی. نو ځکه ته هېڅ حق نلرې چې بیګناه ځناور مړه کړې. بس کړه نجلې!  لرې شه زما له مخې! نا څاپه د ځنګله ښاپېرۍ غټه او لوړه د ښځې په څېر شوله. شهزاده د پري په لیدلو وډار شو. ښاپېرۍ وویل: ای مغروره او جاهله  شهزاده زه تاته بد دعا کوم چې یوې وړې چونګښې ته واوړي؛ تر څو د ځنګله د مارانو خواړه وګرځې لکه دغه هوسۍ چې تا د خپلو خواړو لپاره ښکار کاوو. سمدلاسه  شهزاده یوې وړې چونګښې ته بدل شو. هو! دا په ما دې څه وکړل؟ زه درته زارۍ کوم. د ځنګله ښاپېرۍ هیله کوم ما وبخښه. بیا به زه طبیعت ته زیان ونه رسوم. زه ژمنه کوم چې د ټولو مخلوقاتو سره په مهربانۍ وچلېږم. هیله کوم، ما وبخښه. ښاپيرۍ وویل: زه فکر کړم چې خپلې غلطۍ ته دې پام شو خو ستا له  غرور باید سترګې پټې نشي، سزا باید درکړل شي. تاته یو بل فرصت درکوم. هو! ښاپیرۍ زه حتماً ځان ښه ثابتوم، څه وکړم. ته باید هغه شهزادګۍ را پیدا کړې چې د څارويو او طبیعت بې احترامي کوي، او هغه قانع کړې چې  په تا مهربانه شي. که ته کامیاب شوې چې د انسان په طبیعت کې تغيیر راولې؛ وروسته له هغې ته خپل عادي حالت ته بدلېدلی شې. او دا دی ته مې پیدا کړې. تا ومنله چې د چونګښې سره دې زیاتی وکړ او په خپلو کړو پښیمانه یې. 

شاهزادګۍ د خپلې نا مهربانۍ له کبله ډېره شرمېدلې وه. شهزاده وویل اندیښنه مه کوه خو زما سره ژمنه وکړه چې وروسته له دې به هېچا ته بې احترامي ونکړې او ټولو سره به په مهربانۍ مخ ته ځې. هو په سترګو شهزاده! ډېره ښه خبره دې وکړه. دا چې تا ژمنه کړې چې مهربان وې مهربان زړه ولرې؛ کولی شم ستا نه یوه هیله ولرم؟  البته، هر څه چې غواړې. ته په نجونو کې ښکلې نجلۍ یې. ته په ما ګرانه يې. غواړم چې پوه شم ایا زما سره واده کوې شاهزادګۍ؟ شاهزادګۍ د شاهزاده خبره ومنله او د مور او پلار په خوښه يې واده وکړ. نوې جوړې به دواړو  ځناورو ته خواړه ورکول او د طبیعت ساتنه يې کوله.  د ځنګله ښاپېرۍ د نوې جوړې مهربانۍ  ته ډېره خوشاله وه. د ځنګله ښاپېرۍ دې جوړې ته ورغله او ورته وویل: آفرین چې تاسې ځانونه ښه بندګان  ثبوت کړل. ښېګڼې د ټولو انسانانو په وجود کې شته. خو یوازې هغه بندګان دې مقام ته رسېږي چې ويښ شي او ویې کاروي او اعلی مقام ته ورسېږي. خدای دې په تاسو تل مهربان وي. وروسته له دې نوې جوړې خوشاله او له برکت ډک ژوند درلود.