“ماشومان گلان دي، گلان ښه وساتئ”

آصف بهاند   

(د ماشوم د نړیوالې ورځې په پار)

په یوه ټولنه کې د قانون د نشتوالي په صورت کې هیڅ شی ارزښت نه لري، زور او زورواکي هر څه چې وغواړي هغه کوي. په داسې چاپیریال کې نه ماشوم ته څوک پام کوي، نه یې حقونو او روزنې ته او نه هم د ماشوم ورځ کوم ارزښت لري؛ خو بیا هم چیز فهمه خلک ماشومان یعنې د یوې ټولنې او یوه وطن راتلونکې نه هیروي او په هر ډول شرایطو کې هڅه کوي چې پاملرنه ورته وشي. ډېرې گوتنیونې او انتقادونه د اصلاح په پار او په دې موخه کېـږي چې ګوندې د ماشوم او کوچني حقونو او روزلو ته هم پام وشي.

د ماشوم د ورځې په پار همدومره بس ده چې د یو ماشوم له خولې د دې راوتلې جملې په باب مشران فکر وکړي:

«تر هر څه مو تېر، له موږ سره تاوتریخوالی مه کوئ!»

د ماشوم د نړيوالې ورځې په مناسبت، د هر با احساسه انسان په ذهن کې هغه نادودې تداعي کېږي چې زموږ د وطن له ماشومانو او کوچنیانو سره شوي دي او اوس هم روانې دي.

په خواشينۍ سره بايد ووايو چې زموږ د ټولنې د ماشومانو په ذهنونو كې د جګړې او وژنو له ويرې سربیره ، د خپلې كورنۍ د مشرانو له خوا بيلابيلې ويرې هم ورباندې تحمیلېـږي، چې تر ډيرو كلونو پورې له همدې ويرې او ډار نه ، زموږ بې وزله ماشومان زښت زيات ځوريږي.

زموږ په ټولنه کې د ماشومانو اصلي ستونزه د هغوی د حقونو نه ورکول او له هغه نه هم وړاندې له هغو سره د بې اندازې تاوتریخوالي تر سره کېدل دي. ما په خپلو څو مقالو کې د دې خبرې یادونه کړې ده چې په اوسني وخت کې زموږ له ماشومانو سره د تاوتریخوالي دغه ډولونه ترسره کېـږي:

«زموږ د ټولنې عیني ستونزو او تجاربو ته په کتو سره، د ماشومانو او کوچنیانو پر ضد تاوتریخوالی په لومړي ګام کې په دریو برخو باید و ویشلای شو:

۱ ــ رواني تاوتریخوالی:

(ژبنی تاو تریخوالی، ډارول، ښکنځلې کول، بد رد ویل، تهدیدول او ډول، ډول نور رواني فشارونه)،

۲ ــ جسمي تاوتریخوالی:

(وهل ټکول، شاقه کارونه،جګړو ته اړایستل)،‎

۳ ــ جنسي تاوتریخوال.»

په اوسني وخت او د دومره پرمختللې تکنالوژۍ په زمانه کې موږ هره ورځ د خپلې ټولنې او وطن د ماشومانو د وضعیت په باب داسې خبرونه او راپورونه اورو چې د ماشوانو یوه سلنه حقونه هم نه دي په کې مراعات شوي او له هغه نه هم بده دا چې ماشومان داسې په منفي ډول کارول کېـږي چې له فزیکي او رواني پلوه د بربادۍ کندې ته ور پورې وهل کېـږي. دا لاندې یې د ډېرو لنډو ورځو څو بدو خبرونو او لړزونکو رپوتونو سرلیکونه دي چې له هر سرلیک سره زه خپلې پوښتنې هم مطرح کوم:

د ا د ډيرې خواشینۍ ځای دی چې نړیوالې رسنۍ وايي:

«افغانستان کې کابو یو میلیون ماشومان یتیمان دي»

پوښتنه دا ده چې دا ماشومان چا یتیمان کړي دي؟

*****

یونیسف په زغرده ویلي دي چې:

«افغانستان کې پر ښوونځیو بریدونه درې برابره ډېر شوي»

پوښتنه دا ده چې بریدونه ولې پر ښونځیو، زده کونکو او ښونکو باندې کیـږي؟

څو میلیونه ماشومان له ښوونځي او زدکړو بې برخې دي؛ دا حالت چا او ولې راوستی دی؟

*****

د ملگرو ملتونو د دفترونو روایت دی چې:

«افغانستان کې ۲ میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.»

د دوی روزي چا ورنه اخیستې ده؟

*****

د میډیا د تودو خبرونو په ډله کې دا هم تر سترگو کیـږي:

«افغانستان کې تر ۴۰٪ ډېر ماشومان خوارځواکي دي»

زموږ د ټولنې پر ماشومانو دا حالت چا، ولې او څنگه راوست؟

*****

موږ چې د نوې نړۍ د رڼايي، پوهې او سترگو غړولو ټولې دروازې او کړکۍ پر ماشومانو باندې ور وتړو، هره اونۍ یې د ثواب په پار سرونه هم ورباندې ورخییو او…

څنگه کولای شو له هغه نه حد اقل د نوې زمانې مبتکر نه، بلکې یو عادي انسان جوړ کړو؟

د دې ماشومانو سرونه په زوره رخیل شوي دي او دا څه یې چې پر سرونو ورته لیکلي دي دا ټول منع او زموږ د ټولنې د ماشومانو پر ډېره سلنه باندې بند دي او له هغه نه د پاسه هغه کارونه ورباندې تر سره کېـږي چې د نړي په هیڅ مذهب، هیڅ قانون او هیڅ ځای کې د منلو نه دي.

*****

تر ټولو وروستۍ او خواشنونکي وحشانه پېښه یې د وړې «مهسا» وژنه ده. د د ې ماشومې د وژنې مسآلې ته ما «د افغانستان پر ماشومانو او کوچنیانو باندې د تاوتریخوالي سونامي» د مقالو یوه برخه بیله کړه، د هغې مقالې په پای کې مې د وړې مهسا  د زړه خبره داسې لیکلې وه:

«زه اوس نه یم، چې تاسو هر څه کوئ، هغه مو خوښه؛ خو په یاد ولرئ: هر څه چې پر ما شوي دي او هر څه چې ما لیدلي دي، هغه به ټکي په ټکي خدای ته ووایم.»

(د مور او پلار سپینه سپوږمۍ)

او د غسې نورې وحشیانه بیلگې شته چې زموږ د ټولنې پر ماشومانو او کوچنیانو باندې همدا اوس د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف تطبیقېـږي. اصلي پوښتنه دا ده چې دا حالت پر دې ټولنې او پر دې ماشومانو باندې چا او ولې راوست؟ او تر ټولو جالبه خبره خو لا دا ده چې پر ماشومانو باندې د دې حالت راوستونکي هم بیا د ماشومانو د حقونو چغې وهي او کېدای شي دا ورځ (د ماشوم نړیواله ورځ) ولمانځي. هغوی ته باید په لوړ غږ سره وویل شي:

«هم مار یې، هم ګوګار یې»

د ماشوم او کوچني په ورځني ژوند کې د مشرانو او په ځانگړي ډول د میندو او پلرونو بې تفاوتي او نه پاملرنه ماشوم د ژوند له ښې او اصلي لارې نه په بدو او منفي لارو باندې روانولی شي او کله چې سمه لاروښوونه ورته ونه شي هغه حالتونه د ماشوم او کوچني پر ژوند د تل له پاره منفي اغیز کوي چې دا په خپله د تاوتریخوالي یو نا مریي ډول دی.

نړیوال منفي حوادث، نظامي او ټولنیز کشکړپ او ټولنیزې نابرابرۍ داسې پېښې رامنځ ته کوي چې د ټولو خلکو پر ژوند ډېر ژور ناوړه او منفي اغیز کوي، په تېـره د ماشومانو او کوچنیانو پر ژوند باندې. دا یې د بشریت په تاریخ کې د شرم وړ ثبت شوو پېښو څو بېلگې دي:

په اوسنۍ زمانه کې له کوچنیانو سره د تاوتریخوالي څو غوره بیلگې چې د بشریت نامه ته یې تور داغ گڼلی شو:

۱ ــ د سوریې په جګړه کې يو ماشوم په زخمې حالات کې ډاکټر ته وايې: زه به خداى ته ټولې خبرې وکړم چې څه روان دې.

۲ ــ د موسل په ښار کې يوه عراقې جينۍ په زخمې حالات کې منډې وهې کمره مين ته وايې: کاکا زما ويډيو مه کوه بې حجابه يم.

۳ ــ يو فلسطينې ماشوم د ډيرې لوږې په وخت کې خداى ته سوال کوي: ما ژر واخله که جنت ته لاړم لږ څه خو به وخورم.

۴ ــ د افغانستان په جګړه کې د يو ماشوم لاس شديد زخمې وو، ډاکټر سره د لاس له پرې کيدو پرته بله لار نه وه. ماشوم ډاکټر ته وايې: ډاکټر صاحب د لاس پرې کيدو په وخت کې مې لستوڼى مه پرې کوه نورې جامې نلرم.

۵ ــ او په پای کې زموږ «مهسا»، چې د اسارت او مرگ شیبو کې به زموږ «مهسا» څه ویلي وي؟

په هر صورت ماشوم ته چې انسان دی، نوی نسل دی او د ټولنې او هېواد راتلونکی ښونکی او لارښود دی، درناوی کوو، حقونه یې درانه گڼو او د ورکړې پلوي یې کوو.

دا ورځ دې نیکمرغه او تل وي!

زه تل د خپلې کورنۍ د یو مشر دا خبره بیا، بیا تکراروم چې څه د پاسه پنځه دېرش کاله پخوا یې د یوه لیک په ترڅ کې راته لیکلې وه:

«ماشومان گلان دي، گلان ښه وساتئ!» 

(ډوکتور لطیف بهاند)