د والدینو لپاره څو وړاندیزونه| ژباړه: نورالدین احمدزی

١- خونه او د ماشوم د خوب تخت، لا له ماشومتوب څخه جدا کړﺉ.

٢- په کافی اندازه خپلو ماشومانو ته وخت ورکړﺉ.

٣- د اوږدې مودې لپاره هغوی یوازې مه پریږدﺉ.

٤- خپله مینه، محبت مو کنټرول کړي، له حد څخه زیادت مه کوﺉ.

٥- د ماشوم د ویرې یا اضطراب، تړاو یا وابستګی، ناتوانې او بندیدو پر مهال، هغوی مه مسخره کوﺉ.

٦- کله کله خپل ماشوم یوازې پریږدﺉ، مګر له لرې څخه یې څارنه وکړي.

٧- مهرباني دا نه ده، چې د ماشوم کار ته ترسره کړي.

٨- د هغوی په شخصی کارونو کې، لکه د لباس بدلول، د وړکتون د سامان الاتو په راجمع کولو او د غذا خوړلو پر مهال له هغوی سره مرسته وکړﺉ.

٩- ماشوم باید ځینې وختونه له خپل پلار سره د قدم وهلو او لوبو کولو لپاره پارک ته ولاړ شې.

١٠- خپل زامن مو په غیږ کې واخلﺉ، او ناز ورکړﺉ( که په هر عمر کې وي)

١١- د خوب کولو پر مهال مو ماشوم ته خوږې کیسې وکړﺉ.

١٢- خپل ماشومان مو له حیواناتو، بلاګانو او له خاصو ژوندیو موجوداتو څخه مه ډاروي.

١٣- هغه فلمونه او کارتون چې ستاسو ماشومان یې ګوري، تر خپل نظارت لاندې وساتئ.

١٤- د امکان تر حده کوښښ وکړئ چې اولادونه مو له تاسو پرته چیرته شپه ونه کړي.

١٥- د نویو زیږیدلیو ماشومانو توشک، کمپل، او شخصي وسایل باید زیات تغییر نه کړﺉ.

١٦- هیڅکله هم خپلو ماشومانو ته دروغ مه وایﺉ.

١٧- هغه وعدې چې تاسو له هغوی سره کړي، د هغه وعدو د ترلاسه کولو لپاره یې د صبر کولو له مفهوم سره اشنا کړﺉ، تر څو هغه معلوم وخت پورې دوی صبر او انتظار وکړای شې.

١٨- خپلو ماشومانو ته مو، د خپل مکتب د دورې خوږې خاطرې ووایﺉ.

١٩- هغوی ته د روزانه پيښو یا واقعاتو د بیانولو یا کیسه کولو لپاره وخت ورکړﺉ، او په پوره دقت سره ورته غوږ شﺉ.

٢٠- ماشومان نه شې کولاې چې په خپل ذهن کې فکر وکړي، نو د همدې لپاره ممکن زیاتې خبرې وکړي.

٢١- د ماشومانو د ظاهر د تعریف کولو په نسبت، د هغه د وړتیاو او توانائیو څخه ستاینه او تعریف وکړﺉ.

٢٢- د ماشومانو د زیږیدنۍ د ورځ او یا هم د اختر د ورځو هدیې او تحفې بغییر له کوم شرطه ورته ورکړﺉ. ځکه که وروسته ورته د دې څو برابره هم ورکړي، د هغې اغیز له منځه ځي.

٢٣- د ماشومانو شخصی حریم ته درناوی ولري.

٢٤- د خپلو اولادونو لپاره تر ټولو ښه ملګري واوسﺉ، تر څو هغه پوښتنې او مشکلات چې دوی ته راپیدا کیږي، د بیګانه او پردیو پر ځای تاسو ته ووایې.

٢٥- د ماشوم روحي حالاتو ته توجه یا پاملرنه وکړﺉ، ممکن هغه مشکلات او ستونزې چې له کور څخه بیرون ورته را ولاړې شوې وي، له تاسو څخه پټې کړي.

٢٦- خپل ماشومان مو له خپلوانو او بیګانه افرادو سره د ډیر وخت لپاره یوازې مه پریږدﺉ.

٢٧- د ماشوم جسمي تنبیه او تهدید نه لاس پر سر شﺉ.

٢٨- د خپلو ماشومانو په مخ کې، د خپلې میرمنۍ سره ډیر مهربانه واوسﺉ.

٢٩- خپلو ماشومانو ته لوبتوکي (د لوبو کولو وسایل) وپیرﺉ.

٣٠- تر څو پورې چې کولاې شي، له خپلو ماشومانو سره مو لوبې وکړي.

٣١- د خپلو ماشومانو لپاره مو قوانین تنظیم کړﺉ.( له زیات تشویق او هڅونې او په لږه اندازه له تنبیه څخه ګټنه پورته کوي)

٣٢- د حادثاتو او واقعاتو په هکله مو ماشومانو ته فکر او سوچ کول ور زده کړﺉ.

٣٣- هغوی ته ځینې کارونه وسپاري، تر څو د استقلالیت احساس وکړي.

٣٤- نظافت، اشپزۍ، د میز ترتیب کول، پر دسترخوان د غذائی توکو د برابرولو او د تشریفاتو آداب یا د میلمه د ښه راغلاست کولو آداب هغوی ته ور زده کړﺉ.

د دغو پورته یادو شوو مواردو او اصولو د ور زده کولو لپاره کوم لګښت ته اړتیا نشته، یوازې یو معلوم وخت مو خپلو اولادونو ته ورکړﺉ، تر څو په راتلونکی کې د ژوند کولو په اصولو اګاه او پوهه واوسي، د نه ور زده کولو په صورت کې به یې په سل هاوو ځلې لګښت ورکوي.