کوچنیانو ته د ادبیاتوضرورت | ښویالی محمدشفیق شرفزی

اروا پوهان د کوچنیانو عمر د ارواپوهنې له نقطې نظره په څو برخو ویشي. یو تر شپږ کلونو پورې، دوېم د شپږو څخه تر څوارلس کلونو پورې درېم د ۱۴ څخه تر ۲۱ کلونو پورې او پنځم د ۲۱ څخه بره.

دغه عمر چې د زوکړې څخه تر شپږ کلنۍ پورې وي، پدې عمر کې د ماشوم ذهني، ریاضیکي او حسي(sensorial skills mathematical skill motor skill) مهارتونه وده کوي. د کوچنیوالي بله مرحله د اووه کلنۍ څخه تر څوارلس کلنۍ پورې ده، چې دا هم په خپل ځای کې ډېره مهمه مرحله ده. ارواپوهان وایي پدې عمر کې کوچنیان ډېرې پوښتنې کوي، چې ډېری پوښتنې یې د خپل ځان او چاپیریال کې د شیانو په باره کې وي.

دغه عمر ولې؟ او څنګه؟

پدې عمر کې ماشومان د خپل ژوند د تشکیل بنسټیز مهارتونه زده کوي. نو ددې خبرې په پای کې دې نتیجې ته رسېږو چې د ماشومتوب درسته تربیه څومره ضروري ده.

هر ماشوم فطرتي پېدا کېږي، خو وروسته بیا د هغه مور، پلار او ټولنه له هغه څخه مؤمن، مجوسي او یا هم یهودي جوړوي. د کوچنیوالي د روزنې لپاره ډېر عناصر وي. لکه: مور، پلار، چاپیریال او ښوونځی.

د ماشومانو د ادب د تخلیق لپاره کار کول یو مهم او په خپل وخت کې خورا باریکه مسئله ده، ځکه دې کار لپاره د کوچنیانو په ارواپوهنې، احساساتو او  د ټولنیز ژوند په برخه کې دقیق علم  او پوهه ضروري ده. او همدا شان د دغه ټولو د پوهې سره سره ددې د پوهولو هنر هم ډېر ضروري دی، چې ډېر کم خلک بیا دا هنر لري.

په اوسني عصر کې، چې د ساینس او ټکنالوجۍ د اوج عصر دی او ښه په چټکۍ سره پرمختګ په لور روان دی، او نوی نسل یې په اسانۍ سره زده کوي او په ټولنیز ژوند کې په چټکۍ سره ښکته او پورته کېږي او هغه ساده ژوند په عصري ژوند باندې نه تنها بدلېږي، بلکه پر تصنع ژوند مو په ژوند غالبه کېږي.

نو دلته دی، چې د شل پنځه ویشت کاله پخوا د کوچنیانو ادبیات د موجوده نسل سره خورا توپیر لري. او دا ځکه چې د نړۍ سازوسامان بدل شوی، مفکورې بدلې شوي. ماشومان خو ماشومان دي، خو نوي ځوانانو کې هم ډېری داسې شته، چې پخوانۍ قصې یې هیرې کړي.

له دې سیاق او سباق څخه مې مطلب دادی، چې د کوچنیانو د ادب تخلیقګرانو ته نوي چلنجونه مخ ته دي. نو چې د کوچنیوالي څخه مو کوچنیانو ته د ساعتیرۍ لپاره مبایل، انټرنټ، ګیم، تلویزون، کمپیوټري لوبې او نورې الکترونیکي وسیلې په لاس کې ورکړي وي، نو بیا هغه به ولې کتاب مطالعه کوي، ښکاره خبره ده، چې د کتاب مطالعه کولو پرځای کوچنیانو ته پورته شیان زړه پورې دي او همدا سبب دی، چې د نن ورځې کوچنیان د کتاب لوستلو له پلوه ضعیفه دي. ددې لپاره د حل لاره داده چې والدین او ښوونکي باید د کوچنیانو له مخې پورته توکي لرې او پرځای یې دلچسپ ادبي کتابونه د مطالعې لپاره ورکړي. د کوچنیانو په ادبیاتو کې دغه کار خورا سخت چلنج دی.

د کوچنیانو ادب، په ادبیاتو کې یو له مهمو او په عین وخت کې یو له مشکل ترینه ټولګي څخه دی، ځکه چې د دې په واسطه په ماشومانو کې د پرمختګ او مثبت لوري ته د حرکت سره سره د فکر او تخیل صلاحیت روحیه پېدا کېږي، د نړۍ او د خلکو پېژندلو صلاحیت پېدا کوي، چې پکې د ثقافتي، تهذیبي او اخلاقي اوصافو نشونما په برخه کې پرمختګ کوي

نن سبا ماشومانو لپاره په پښتو ژبه ډېر کتابونه لیکل شوي، خو کم کتابونه داسي وي، چې د ماشومانو د ادب پورې مربوط وي، هغه په نظم کې وي که په نثر کې خو چې د ماشومانو ته د ادب په برخه کې ګټور مالومات ارایه کړي، په داسې حال کې چې په نورو ژبو کې ورته کافي وخت ورکړ شوی او اړوند کتابونه زښت ډېر پېداکولی شو، چې د ماشومانو لپاره پکې دیني، اخلاقي، ذهني او علمي تربیت لپاره دي.

خو پوښتنه دلته ده، چې موږ ته څه پکار دي؟ ایا موږ ته دا ضروري نه ده، چې د نړۍ له پرمختګ تګ سره ځانونه عیار کړو او خپلو بچو ته هغه څه ور زده کړو چې په ادب کې یې پرمختګ راشي او د ښوونې او روزنې دا روان کاروان په معیاري ډول د کامیابۍ تر سواحلو ورسوو؟

د کوچنیانو ادب یو داسې ضرورت دی لکه د یو دیوال د جوړولو لپاره تهداب او اساس، که په تهداب کې داسې کوم مواد چې ژر خرابیدونکي او پایداره نه وي واچوو نو واضیح خبره ده، چې هغه دیوال به ډېره موده ونه کړي خو که چېرې د یو دیوال تهداب د تیږو جوړ کړو او معیاري مواد پکې واچوو، نو که د هغه پر سر هر څومره اوچت دیوال جوړ کړو نو نه یوازی داچې ډیره موده به وکړي بلکه په سیده والي او ښکلا کې به ورسره هم کافي مرسته وکړي. نو اړ یو چې د ادب اطفال لپاره تخلیقي صالح او تعمیري فکر ولرو. او په پای کې د علامه اقبال یو بیت چې پکې یې د ماشومانو د ادب لپاره له ټولو دمخه د خداشناسۍ او د انسانیت ته د خدمت د عظیمې فریضې تو صیه کړې ډالۍ کوم.

لب پہ آتی هی دعا بن کی تمنا میری
زندگی شمع کی صورت ہو خدایا میری