د معلمانو له خوا د زدکوونکو ځورول– په قانون کې منع، په عمل کې عام

څه باید وشي؟

مامون چخانسوري

د ښوونکې له «پرتمینې» ورځې څخه څو ورځې تیرې نه وې چې د کابل ښار د ناصر خسرو بلخي لیسې استاد (سلطان)، یو دوولس کلن شاګرد دومره ووهه چې کورنۍ يې مجبوره شوه هلک روغتون کې بستر کړي[1].

په همدې تړاو څو اساسي موضوعاتو ته باید اشاره وشي، که نه نو همدا خرک او درک به وي.

د پیښې په اړه د معارف وزارت غبرګون:

د نوموړي وزارت د نشراتو رئیس ویلي چې د تعلیم او تربیې په سیستم کې تهدید او تعذیب ځای نه لري. که وزارت شواهد ومومي، نوموړې استاد به عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي کړي. هغه زیاتوي، که د ماشوم کورنۍ، دغه معلم وزارت یا د کابل ښار پوهنې ریاست ته معرفی کړي، دوی (وزارت) به د دې معلم پر وړاندې اقدام وکړي.

«محترم» وزارت باید ځواب ووايي چې دغه شواهد به څنګه پیدا کړي؟ آیا د وزارت د اړونده دفتر چارواکي په دې تمه دي چې څوک شواهد په پتنوس کې راوړي او ورته يې وړاندې کړي؟ فرضاً که د شاګرد کورنۍ، له هر امله چې وي، دا کار ونه کړي، نو د وزارت چارواکي به کرار ناست وي؟ دا په دې مانا ده چې قانون پالونکي او ساتونکي ویني یو څوک د بل کس کور غلا کوي خو پر وړاندې يې ځکه اقدام نه کوي چې کور والا لا تر اوسه ورته شکایت نه دی کړی!؟

اساسي خبره:

د افغانستان د پوهنې قانون یوولسم فصل دیرشمه ماده صراحت لري: «د زده کوونکو هر ډول جمسي او روحي ځورول (حتی د هغوې د تأدیب او اصلاح په منظور) بند دي. سر غړوونکی د قانون د حکمونو مطابق تر عدلي تعقیب لاندې نیول کیږي.»

قانون واضح دی چې د زدکوونکو روحي او جسمي ځورونه په هیڅ توګه توجیه کیدائ نه شي. یعنې استاد نه شي ویلائ دا کار يې د زدکوونکي د اصلاح، یا ادب ورکولو یا د هغه د ښیګني لپاره کړی دی. یا فرضاً ووایي چې عصاب يې خراپ و، شاګرد ورته بې احترامي وکړه، ملنډي یې ورباندې ووهلې، یا شوخي يې کوله، و امثالهم.

د استاد سلطان عکس العمل:

«زما رواني حالت ښه نه و. هغه شیبه له بدخشانه راته ټلیفون راغې چې د ماما زوی مې شهید شوی، شاګرد ته مي یوه څپیړه ورکړه، راباندې يې ملنډه ووهله، بیا مې دباندې وایست او ټیله مې کړ، د هلک سر پر دیوال ولګید، خو بیهوش نه شو.»  (لطفاً دغه جملې ته لږ پام وکړې، «… خو بیهوش نه شو!» یانې که بی هوش شوی وای بیا کومه خبره وه اوس نو دونه غټه خبره نه ده.)

دا چې استاد څونه ریښتیا یا  له ویري څونه دروغ وایي جلا خبره ده، خصوصاً اوس چې د هلک کورنۍ او ځینې رسنۍ له پیښي خبر دي. اصل خبره په دې کې ده چې معلم صاحب په ډیر معمول ډول خپل عمل توجیه کوي: رواني حالت مي سم نه و، په کورنۍ کې مې مړئ شوی و. د کورنۍ د غړي مړئ زور غواړي او سړئ متأثره او غمجن کوي. خو دا خبره د دې توجیه نه شي کیدای چې سړئ د خپل زړه عقده او غوسه پر یوه ۱۲ کلن ماشوم خالي کړي. که څه هم ماشوم وایی چې هغه د خپل همصنفي نه کتاب وغوښت چې استاد ورباندې په قار شو، لومړئ يې څو څپیړي ورکړې، پسې يې په لغتو وواهه، بیا يې ټیله کړ او سر يې پر دیوال ووهئ.

یو ښکاره تریخ حقیقت دی چې له مودو راهیسې د هیواد په ښوونځیو کې، په بی رحمۍ، د زدکوونکو وهل او ربړول یوه عادي او عامه کړنه ده. که په دې اړوند د څو کاله مخکې راپورونو ته سر ښکاره کړو، د موضوع په اړه بیلابیلو رسنیو او ټولنو د معلمانو له خوا د شاګردانو د وهلو پر پراخوالې او پر شاګردانو د وهلو تأثیر باندې راپورونه او خبرونه[2] نشر کړي. په خپاره شوي راپورونو کې د چارواکو غبرګون[3] د معمول په شان ښودل شوي چې دوي به د موضوع په اړه جدی اقدام وکړي، ځینې استادان منفک شوي (دا چې څوک تللې دا خبره يې ثبوت کړی مالومه نه ده)، او د زدکونکو ځورول په قانون کې ځای نه لري. همداراز ولسمشر[4] په کراتو له استادانو غوښتې چې د زدکونکې او ماشومانو له وهلو باید ډډه وشي. خو، ورو ورو خبره سړیږي او څوک څه نه کوي.

که مو په هیواد کې ښوونځۍ لوستې وي، هرومرو به کوم استاد وهلي یاست، یا به مو د یوه معلم له خوا د شاګرد ډبول او ځورول لیدلي وي. بیا هم تاسو د خپلې کورنۍ د ماشومانو نه وپوښتې چې آیا دم مهال ستا په مکتب کې استادان شاګردان وهی؟ که کور کې مو مکتبی نه شته د خپلوانو یا نورو ماشومانو نه دغه سوال وکړي. ما چې وپوښتل، هر یوه ماشوم بې له څنډه د«هو» ځواب راکړ.

پوښتنه دا ده چې وزارت د نوموړې قانون د پلې کولو په موخه تر اوسه کوم کوټلي ګامونه اخیستي چې نتیجه يې ورکړې وي؟ ولي تر اوسه په اکثره ښوونځیو کې په پراخه پیمانه شاګردان له لومړي ټولګۍ نه شروع، د معلمانو له خوا ځورول کیږي؟ یا له وزارت له خوا جدي اقدام یا هم کوم داسې کار نه دې شوی چې نتیجه يې د قناعت وړ وي.

اساسي خبره:

د استادانو له خوا د متعلمینو ځورول یو عادي او عام کار ځکه ګرځیدلی چې پوښتنه او د قانون حاکمیت نشته.

هر جرم توجیه کیدای شي. که یو کس د بل په نس کې چاکو ومنډي، ویلای شي چې ولا عصاب مې خراپ شو… کور کې مشکلات لرم، ماغزه مې سم کار نه کوي، ځکه. که د ناوړه کارونو پر وړاندې مجازات او مکافات نه وي، زیات خلک به يې کوي او ډیروګړيبه ځورول کیږي. د قانون حاکمیت خلکو ته ښیي چې که خلاف ولاړ شي، عواقب به يې ښه نه وي. ځکه په هغو ټولنو کې چې د قانون حاکمیت نسبتاً ټینګ دی زیاتره خلک له ویري خلاف کارونه نه کوي. د عامه ښیګڼو ساتلو لپاره قانون کې مجازات او مکافات شته، په دې شرط چې قانون پر ټولو یو سان تطبیق شي.

 په کار ده چې وزارت د قانون په اړه ټولو مکاتبو ته خبر ورکړي، آن د ښوونځیو پر دیوالونو د معارف قانون نوموړې ماده ولیکي او په جدیت خپل ټولو کارکونکو ته ووایی چې که کوم استاد یو زدکونکې (په هر منظور چې وي) وډبوي، عاقبت به يې ښه نه وي. که عمل تکرار شو بیا،یو په یو، هغه استادان چې شاګردان وهي، مجازات کړي، طبعاً د زدکونکو د ځورولو قضیې به کمې شي. دا بیځایه دلیل دی چې خیر دی بیچاره استاد بی معاشه کیږي خپل کورنۍ څنګه وچلوي. دا د هر استاد مسوولیت دی چې خپله دنده د زدکونکو د وهلو له امله د لاسه ورنه کړي. یا ځه بابا افغانستان دی، دا شیان پکې شته، موږ ټول رواني یو. دا هسې چټیاټ دي، ځکه که قانون سم تطبیق شي ولاکه د اکثرو استادانو پلار جرئت وکړي چې په دونه آسانۍ او بی رحمۍ شاګردان ووهي. یا دا چې زموږ اکثره استادان مسلکي نه دي. دا سمه خبره نه ده، که استاد ته وویل شي د ماشوم وهل منع دی او موضوع جدي ده، نو په همدې خاص مورد کې د مسلکیتوب او نا مسلکیتوب موضوع دومره مطرح نه ده. بل دا چې ډب نه وي ادب وي، دا هم هوایي خبره ده ځکه اکثرو هیوادونو کې بی له ډبه ادب شته. که شاګردان بی احترامي کوی یا بل څه، نو بې له وهلو نورې لارې چارې باید وکتل شي. موږ د ماشومانو او معصومانو وهلو ته پهلوانان یو. هر کله چې یو استادد شاګرد په وهلو داسې رسوا شي چې خبره جدیت ته واوړي، هرومرو به خپل کار یو ډول نه یو ډول توجیه کوي، او که چارواکي ورباندې سترګې پټې کړي دا معمول رسم به همداسې دوام ومومي. له همدې امله هم دا عمل په معمول رسم بدل شوی.

نوموړې استاد په زغرده قانون تر پښو لاندې کړی او خپل موقف يې ناوړه کارولی. قضیه دونه پیچلې نه ده ځکه:

۱. هلک ډبول شوی او روغتون کې بستر شوی؛

۲. خپله هلک پیښه بیان کړی؛

۳.  د نوموړي هلک ورور چې همصنفئ يې هم دی ویلي چې معلم يې ورور وهلې او وروسته هغه خپل ورور کور ته راوړ؛ او

۴.  خپله معلم اقرار کړی چې شاګرد يې وهلئ.

نور څه ثبوت ته ضرورت شته؟ بیا هم د وزارت چارواکي کولائ شي د ډبول شوي هلک د همصنفیانو نه د قضیې په هکله وپوښتي او د نورو متعلمینو څخه هم د نوموړې استاد د اعصاب خرابۍ په اړه پوښتنې وکړي. دا لومړی ځل نه دې چې استاد سلطان شاګرد وهي، ډبول شوی هلک وایی چې څو ورځې مخکې هم دغه استاد یو هلک تر غوږ لاندې په څپیړه ووهئ. ورته قضیې د هیواد په ګوټ ګوټ کې شوي او روانی دي.که په دې اړوند وزارت عملي او مؤثر اقدام ونکړي او موضوع جدی و نه نیسي، نه قانون کوم مانا لري نه هم څوکد هیواد د روزنې او راتلونکې نسل په کیسه کې دی. بیرته هغه عادي او تکراري خبرې چې: موږ دا عمل غندو، وهل ټکول زموږ د معارف په سیستم کې ځای نه لري او اقدام به وکړو – د وزارت چارواکي خپل ځواب ووایه، رسنیو خبر نشر کړ، خو عملاً هیڅ هم نه.

د هلک مور پریشانه ده، زړه يې درد کوي او ویره لري چې که په راتلونکې کې ماشوم ته يې رواني تکلیف پیدا شي، څه به وکړي. هغه غواړي چې دا ډول استادان مجازات شي.

فرض وکړیکه دا متعلم د یوه زورواکه قوماندان زوي وای، آیا فکر کوی چې دې استاد به دومره جرئت کړی وای چې هغه يې په بی رحمۍ وهلی وای؟ که نوموړې استاد به د وهلو له عواقبو نه له ویری دا کار نه کوی؟ چې ولاکهقوماندن صاحب مادغسې پریږدي،شاید سم مې وډبوي او وظیفه  به هم له لاسه ورکړم. د قانون د تطبیق په حال کې به دغه استاد د قوماندان پر ځای د قانون ماتولو نه وویریږي، او په غالب ګمان به وهل ټکول بند کړي.

زموږ په هیواد کې چې اکثراً قانون د زورواکانو او لوړپوړو چاروکاو لپاره وسیله ده، زیاتره عام خلک، بیوزلان او غریبکاران نه زور لري نه هم واسطه چې خپل حقوق په آسانۍ لاسته راوړي، ځکه رسنۍ او مدني ټولنې باید خپل اساسي دنده تر سره کړي او د مظلومانو  غږ اوچت کړي.  همدا د بی پړی او اوصولي رسنیو او مدني ټولنو یوه اساسي دنده ده. تر څو چې په ښوونځیو کې وهل او ټکول دوام لري، دوي باید په آرامه کېنني. په ښوونځیو کې باید د ویري خلق تنګه فضاء ختمه شي.

د دې قضیې پایله به دا وښيي چې آیا  د نورو مواردو په شان دلته هم قانون یوازې د زورواکانو یا لوړ پورو چارواکو لپاره یوه ګران بیه وسیله ده چې عام وګړی ورنه ګټه  اخیستلائ نه شي، که بیوزلان او بی واسطې کسان هم د قانون نه په ګټې اخیستنې خپل حقونه تر لاسه کولای شي. آیا رسنۍ، مدنې ټولنې او د ولسې جرګې وکیل صاحبان ریښتیا هم د خلکو د ښیګنو لپاره تر پایه منډې وهي، او که  هسې یوازې د خبرو پړسیدلي بوغۍ دي؟

[1]https://www.pajhwok.com/ps/node/526687

[2]https://iwpr.net/global-voices/afghan-boys-still-beaten-school;

https://8am.af/x8am/1396/11/21/violence-in-the-schools-of-the-capital/; https://da.azadiradio.com/a/24938882.html.

[3]https://pa.azadiradio.com/a/28839991.html

[4]http://prev.ocs.gov.af/dari/2832/2279