ککړه هوا او ککړ ذهنیت| پوهندوی آصف بهاند

دا سمه نه ده چې یو څوک دې نوی نسل،د خپل زاړه فکر منلو ته اړباسي او ښه پوره ټینگ ورباندې ولاړ هم وي، تجربو ناسم ثابت کړی ذهنیت پر نوي نسل ورتپي او په کلونو، کلونو نور هم نوی نسل د وروسته پاتې والي او ذهني ککړتیا په دایره کې را ایساروي.

زموږ په هیواد افغانستان کې له جگړې را زیږیدلې ستونزې دومره ډیرې دي، چې اوس هر خوا مخ وا ړول شي، یوه نه، لس نه، شل نه؛ بلکې په سلکونو رنكارنگ ستونزې په مخ درځي. اوس پر ټولنه او د خلکو پر ژوند داسې شرایط او داسې خلک حاکم شوي چې د یادو ستونزو د حل له پاره عادي خلک څه کوې چې حاذق ډاکتران، ټولنپوهان او سیاسیون هم د حل لاره نه شي موندی. له خلکو لاره ورکه ده چې څه وکړي په کومه مخه کا او چا ته د زړه حال او د بدن درد و وايي.

پخوا به ما په خپلو مقالو کې د نوي نسل د روزلو فکر کاوه او له دې ټولو ستونزو نه د وتلو لار مې په دې کې لیدله چې نوی نسل زدکړو ته مخه کړي، د نویو علومو په گاڼه سمبال شي او له نويو علومو، نوې تکنالوژۍ سره د وطن او خلکو د مینې او خدمت درس هم ورکړل شي؛ خو اوس یې گورم چې له نوزیږي نه نیولې بیا تر ماشوم، کوچني، زلمکو، ځوانانو، مشرانو او لا بوډاگانو پورې یو هم د بدمرغیو د سترې او تباه کونکې سونامي له څپو نه خلاص نه دي.

بله ستره ستونزه په ټولنه کې حاکم ککړ ذهنیت دی چې له کلونو، کلونو راپه دیخوا،پر خلکو او ټولنې باندې حکومت کوي. ډیری یې په ضررونو باندې پوهیږي، خو بیا یې هم تطبیقوي او تعقیبوي یې. د سلو یا زرو کالونو مخکینی قانون به داسې درباندې تطبیقوي لکه سم مدني قانون چې وي او گټه یې ټولو ته رسیږي. چې ور یاده یې کړې چې: وروره! دا خو د یوه اړخ په گټه هم نه دی، ولې داسې کوئ؟

ورو به درته و وايي:

«وروره له ښاره ووزه، له نرخه نه، همدا نرخ دی، همدا رواج دی.»

او یا هغسې چې دی فکر کوي، تا هم اړ باسي چې ته به هم خامخا د ده فکر او طرز دید منې او هغه به تطبیقوې؛ همدې ته وايي ککړ ذهنیت. دا ټیپ خلک له فزیکي پلوه په اوسنۍ زمانه کې ژوند کوي او له فکري پلوه زرکاله مخکې زمانو کې ژوند کوي او تا به هم اړباسي چې ته هم له دوی سره زرکاله شا ته ور گرزې او هلته به په هغه جهنم کې له دوی سره ژوند کوې.

په دې ډول چې ککړه هوا او ککړ ذهنیت لاس سره یوکړي، نو زموږ په ټولنه کې نوی نسل د ککړې هوا او ککړ ذهنیت په دایره کې رالوی شي، بیا به د ککړ نوم هم نه ورسره جوړیږي، بیا نو کوم بل نوم ورته لټوئ.

دا ککړه هوا او ککړ ذهنیت له اسمانه نه دي اوریدلي او نه هم په مځکه کې را شنه شوي دي، دا ټول موږ خپله رامنّځ ته کړي دي. هوا موږ خپله ککړه کړې ده او ذهنیتونه موږ خپله خراب کړي دي. په هر نامه چې و، موږ جگړې ته مخه کړې ده، له یو عادي لاس اچونې نه نیولې تر مسلحانه وژنو او وینو تویولو پورې، ځکه مو اوس ماشوم هم هماغه څه کوي چې مشرانو یې کړي دي، که نور هیڅ نه وي د جگړې کولو د تمثیل په دود یې بو بل ته لرگي او سوټي د توپکو په څیر نیولي او د یو بل د ویشتلو او وژلو تمثیل کوي. دا لاندې عکس یې ښه بیلگه ده:

دې ماشومانو د مور په نس کې یو بل ته سنگر نیول نه دي زدکړي، بلکې دوی مشران لیدلي چې ټول عمر یو د بل د وژلو له پاره وسله په لاس په سنگرونو کې پراته وي، ځکه کوچنیان هم دغه تمثیل کوي. که دوی ته د سالم مصروفیت زمینه مساعده وای، دوی هیڅ کله داسې نه کول او لا د دې کارونو فکر یې هم نه شوای کولای.

د جگړې د سونامې او له هغې سونامې د رازیږدلو ناخوالو په دایره کې، زموږ د ټولنې د ډیری وگړو، په تیره ماشومانو او کوچنیانو د ذهن په هر کونج او پیچومي کې، د وینې په هر څاڅکي کې، په کتلو او حرکاتو کې یې او لا په هر تنفس کې یې، تاوتریخوالی، وهل ټکول، وژل، د وسلې کارول، ویر او… له ورایه ښکاریږي او احساسیږي.

د ټولو خلکو او په تیره ماشومانو او کوچنیانو له ذهن نه د دغو شیانو توږل، پاکول او لرې کول یوې سترې عاطفې ته اړتیا لري او دا عاطفه یوازې د ادبیاتو له لارې کیدای شي چې ماشوم ته، کوچني ته او نوي نسل ته ور ډالۍ شي.

موږ کولای شو چې د ماشومانو له پاره د ځانگړو کیسو او شعرونو په وسیله دا کار تر شره کړو. د پلاستیکي وسلو په ځای شعري او داستاني ټولگې په لاس کې ورکړو، څو وکولای شو په معنوي لحاظ د افغان ماشوم عاطفي لاسنیوی وکړو.

د چاپیریال څو ډوله ککړتیا ټول خلک تهدیدوي، له واړه نیولې تر زاړه، له شتمن نیولو تر بیوزلو. دننه په افغانستان کې په تیره لویو ښارونو کې په عیني او عملي ډول درې ډوله ککړتیا خلک تهدیدوي:

ــ د چاپیریال ککړتیا،

ــ نوري ککړتیا،

ــ غږیزه ککړتیا

خلکو تر اوسه د چاپریال د ککړتیا غم نه و خوړلی چې داسې غږیزه ککړتیا ورپسې راغله چې په هیڅ ځای کې هم نه شې ورنه خلاصدای، حتی په خپل کور کې. د ځانسانسورۍ په سلسله کې سړی نه شي کولای چې په منابعو او جزیاتو باندې یې وغږیږي، که څوک څه و وايی، ښايي د کفر او مباح الدم فتواوې ورپسې کتار ونښلول شي.

په همدې نږدې ورځو کې بي بي سي د « آلودگی هوا به مغر نوزادان ‘آسیب می‌رساند’» تر سرلیک لاندې یورپوټ خپور کړ چې زموږ د ټولنې شرایطو ته په کتو سره، بیخي د تشویش وړ ده. یعنې نوزیږی ماشوم مو د خپل ژوند د لومړني کال په تنفس سره خپل ماغزه له لاسه ورکوي. ځکه چې د ککړې هوا په چاپیریال کې دنیا ته راځي او د تنفس له لارې آکسیجن نه بلکې، زهري مواد تنفس کوي.

د ملگرو ملتونو د یونیسف ادارې ویلي دي چې له یو کلنۍ نه د ټیټ عمر ماشومان د داسې ککړې هوا په تنفس سره د دوی ماغزه له جدي خطر سره مخ کیږي. او د دې هوا د تنفس په پایله کې چې د ماشوم بدن، په تیره ماغزو ته کومې صدمې رسیږي، کیدای شي د ټول عمر له پاره له دوی سره مل وي.

اوس گورو چې له یوې خوا ککړه هوا له بلې خوا ککړ ذهنیت د ژوند له پیل نه تر پایه پورې، د یو انسان ژوند تهدیدوي. ماشوم پرته له دې چې پوه شي د ژوند د بربادۍ مقدمات یې لا په ماشومتوب کې په خپل وجود کې ذخیره کړي وي.

له دې کبله د دولت ټولو ارگانونو، غیر دولتي  موسساتو کورنیو او میندو پلرونو سره ښايی چې هر څوک او هر آدرس تر خپلې وسې د خپل ځان او خپلو اولادونو او خپل راتلونکې د ژغورنې له پاره د یوه پا ک چاپیریال او پاک ذهنیت د رامنځ ته کیدو له پاره له خپلو ټولو لاس لرلو امکاناتو نه په استفادې سره د دې ټولو شته ستونزو د حل او د پرابلمونو د لرې کولو په برخه کې مرسته وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *