بلنه/ ژباړن: اسد الله غضنفر

 د كور مېرمن چې له دروازې د باندې وكتل، درې نابلده سپين ږيري يې وليدل چې پيتاوي ته ناست دي. دې ته په زړۀ كې ورتېره شوه چې دا خو مسافر دي، وږي به وي، راځه د ډوډۍ ست ورته وكړه، نو ور ووته، ورته ويې ويل: راځئ كور ته، وږي به ياست.

      سپین ږیرو وپوښتله: مېړه دې په كور دى؟

 د كور مېرمن ځواب وركړ: نه، هغه بازار ته تللى دى.

 دوى ورته وويل: چې هغه نشته مونږ نه درځو.

 وروسته چې د كور خاوند راغى، مېرمنې ته يې وويل: دا بوډاګان خو مسافر ښكاري، ست دې ورته كړى دى؟

 مېرمن يې ورته وويل: ست مې ورته وكړ مګر ويل يې چې مېړه دې كور نشته، نه درځو.

 مېړه يې وويل: ورشه، زما په راتلو یې خبر کړه.

 ښـځه ور ووته د هغه د راتلو یې ورته وویل.

 سپین ږیرو وويل: موږ درې سره يو ځاى نه درځو، په موږ كې به صرف يو غواړئ!

 د كور مېرمن ورته وويل: عجبه ده، ولې؟

 دا يوۀ بوډا بل ته اشاره وكړه، ويې ويل: دغه ثروت دى. ثروت هغه بل ته وكتل ويې ويل: دى برى دى او دريم كس ځان ته لاس ونيو، ويې ويل: زه  محبت يم. ورشه له مېړه سره دې سلا وكړه چې په موږ دريو كې كوم يو غواړئ؟

 د كور مېرمن چې دا كيسه خپل مېړه ته وكړه، هغه خورا خوشحاله شو، ويې ويل: ورشه ثروت راوبوله. خو مېرمن يې ورسره مخالفت وكړ، ويې ويل: برى به راوغواړو. د دوى خبرې د دوى نږور واورېدې، ورته راغله، ويې ويل: زه  خو وايم چې محبت تر ګردو ښه دى. كه په كور كې مو محبت وي، ټول عمر به خوشحاله يو.

 د نږور په خبره د خواښې او خسر سلا هم راغله. د كور مېرمن مېلمنو ته ورووته، محبت ته يې د راتلو بلنه وركړه.

خو په محبت پسې هغه نور دوه هم را روان شول. د كور مېرمن ورته وويل: موږ محبت ته بلنه وركړې ده. دوى ځواب وركړ: چېرته چې محبت ځي موږ ورسره خامخا ځو خو له ثروت يا بري سره بيا هغه نور دوه ملګرتيا نه كوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *