په پنځو دقیقو کی د ماشوم د ټوخي علاج

لیکنه : نبي حبیبی کاناډا

  محمد سخت ټوخیده. دلته په غرب کی ډاکتران د څلور کلن نه کم ماشوم ته د ټوخی دوا نه تجویز کوی. البته پدی عقیده دی چی دماشوم ایمیون سیستم باید خپله دفاع وکړی. خو باید ګرم یی وساتی او داسی شیان ورنکړی چی د ټوخی د لیا زیاتیدو سبب وګرزی. خو ماشومان څوک کنټرولی شی ؟ کله به خبر هم نه یی دوی به ایس کریم خولی ته نیولی یی.

بیرته رازم د محمد توخی ته. شپه وه او ټوخی خوب ته نه پریښوده. په انټرنیټ می د نورو میندو او پلرونو تجارب ولوستل. یو جالب او عاجله روش چا لیکلی وو او ما هغه په محمد تجربه کړ. ریښتیا هم ټوخی یی په ۵ دقیقو کی تر سهاره ورک شو.

1لکه څرنګه چی هوا سړه ده او ماشومان به ټوخی کله کله په عذابوی نو د لاندی تجویز نه کار واخلی او کله الحمد لله مو زده وی یو ځل یی ورباندی ولولی انشاالله ټوخی به ورک شی.

دماشومانو د سینی ویکس به را واخلي

د ماشوم پوندی او د پښو ټول کف ورباندی غوړ کړی

بیا جرابې ور واغوندي.

انشاءالله چی ټوخی به یی زر تر زره ودریږی او ماشوم به خوب ته پریږدی.

 البته که غټان هم ټوخی لري دا کار ازمایلی شی.

One thought on “په پنځو دقیقو کی د ماشوم د ټوخي علاج

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *