پاده وان 

یو پاده وان ښار ته لاړ، هلته  رستوران ته ننوت چې څه وڅښي. له بده بخته د ښار د دې سیمې د اوسېدونکو دا بد عادت و چې له مسافرو او نابلدو خلکو څخه به یې غلا کوله. کله چې پاده وان له رستورانه راووت، که ګوري چې اس یې غلا شوی دی.

بېرته رستوران ته ننوت، تومانچه یې راوایسته، چت ته یې ونیوله او بې له دې چې پاس وګوري په غوسه یې هوايي دز وکړ. پټکه یې وکړه «کوم بدورګي زما اس غلا کړی دی؟؟؟!»

هیچا ځواب ورنه کړ.

«سمه ده زه به درسره پوی شم. یو بل بیر څښم او که تر خلاصېدو پورې یې زما اس بېرته په خپل ځای ولاړ نه و، نو هغه کار به وکړم چې په ټکساس کې مې کړی و! که څه هم زړه مې نه غواړي چې هغه کار دلته وکړم!»

ځینې کسان له یو بل سره وپسڼېدل او پاده وان هماغه شان چې ویلي و، د بېر له څښلو وروسته دباندې ووت. اس یې پر خپل ځای ولاړ و. پر اس یې زین کېښود او روانېدو چې د رستوران د بار خاوند راووت، ورته ویې ویل«اې انډیواله، مخکې تر دې چې لاړ شې، دا ووایه چې په ټکساس کې بیا څه وشول؟»

پاده وان ورته وویل «مجبوره شوم چې په خپلو پښو لاړ شم.»

تاندوال