د ماشوم پر وده اغيزمن عوامل

کمیت او کیفیت د ماشومانو او نويو ځوانانو په وده او تکامل کې د شرایطو او عواملو سره تړاو لري، چې دا عوامل په ټوليز ډول  موږ لومړی په دوو برخو ويشو:

۱- داخلي عوامل: دا هغه عوامل دي چي خپله د انسان له بدن څخه سرچينه اخلي او په وده باندې تاثير اچوي، عبارت دي له:

وراثت

غدوات

۲ـ خارخي عوامل: دا هغه ډول عوامل دي چې له بهر څخه د ماشومانو پر وده تاثير اچوي، چې عبارت دي له:

چاپيریال

خواړه

۱- داخلي عوامل

وراثت: د وراثت په ټاکلو او تاثير کې بايد لومړی د کروموزومونو ډول د ‌‌ژوندي موجود په پیدايښت کې مطالعه کړو. د نطفې د انعقاد په وخت کې ۲۳ جوړې کروموزومونه د مور تخمه منځته راوړي، نو هغه  تخمې چې انسان ژوند ورسره پيل کيږي ۲۳ جوړې کروزومونه دي. د تخمې سلول يوه هسته لري، چې شاوخوا په سایتوپلازمايي مایع باندې پوښل شوې ده. هر کروموزوم یو تعداد جذبونه لري چې د هغه په واسطه ارثي صفات نقل کيږي. وراثت مجموعه د هغو خصوصياتو ده چې د نطفې د انعقاد په وخت کې له پلرونو او ميندو څخه اولاد ته ليږدول کيږي. ځينې ارواپوهان د شدیدې افسرده ګۍ په مرض اخته کسانو کې پر چاپیريال سربیره وراثت هم یو عامل بولي. دا بايد وويل شي چې وراثتي عوامل هيڅکله د یوه شخص کړنې نه شي معلومولای بلکې چاپيریال یې په عواملو کې زيات رول لري.

غدوات:  داخلي غدې یوه کیمیاوي ماده د هورمون په نامه ترشح کوي، وینې ته تر داخلیدو وروسته د بدن پر سلولونو باندې اغیزه کوي. هورمونونه کم غلظت لري، مګر تاثیر یې د بدن پر وده زیات دی. د طبیعي ودې مهم عنصر د هورمونو ثابت پاتې کیدل په وینه کې د بدن د منفي عکس العمل په واسطه عملي کیږي، چې په دې وسیله د غدې ترشح د بدن د انتظام او نه انتظام سبب کیږي.

۲- خارجي عوامل

چاپیریال: وروسته تر دې چې د وراثت رول د ماشوم په بدن کې وڅیړل شي، غواړم چاپیریالي عوامل چې د انسان پر بالقوه توانایې، د فرد توپیرونواوداسې نورو څیزونوباندې خاص تاثیر لري تشریح کړم. ماشومان اوچاپیریال یو پر بل باندې متقابل تاثیرات لري، چاپیریال په ټولیزډول د ماشوم پرده تر تولد مخکې او وروسته زیات تاثیر لري. که موږ چیرته دې متوجه شو، که چیرته د حاملګۍ په وخت د مور رحم ضربه وویني په کافي اندازه اوکسیجن ور ونه رسیږي، یا په کافي اندازه تغذیه نشي د جنین طبیعي وده متضرره کیږي، نو په دې سبب د مور پالنه د حاملګۍ په دوران کې د ناروغیود مخنیوي په خاطر جنین د سلامت او د طبیعي ودې سبب کیږي. کورنۍ مخصوصا مور اولینی عامل دی، اود تولد څخه وروسته چاپیریال دی چې د ماشوم په عاداتواوکړنو باندې خاص تاثیر لري.

خواړه: سمه او مناسبه تغذیه، د ضرورت وړ انرژي، او د له منځه تللو سلولونو د بیا ترمیم کیدواو د مقاومت د لوړیدوسبب د ناروغیو په مقابل کې کیږي، او هم د غدواتو پرکړو وړو باندې تاثیرکوي. له بله طرفه لږ خواړه، او سویې تغذیه په وده کې د اختلال سبب کیږي، اود بدن مقاومت د مختلفو ناروغیو په مقابل کې کم وي. د پروټین کموالی د ځنډ او کله د هډوکو او ماهیچو د ودې د توقف د عضلاتو او د پوست د تنفسي اختلال سبب کیږي. له دې وروسته دې نتیجې ته رسیږو، چې ډیرعوامل لکه وراثت، چاپیریال، خواړه، او مناسبه تغذیه د ماشومانو په وده کې مهم رول لوبوي.

تر زیږېدنې مخکې او وروسته چاپیریال تاثیرات پر وده باندې

۱– تر زیږېدنې مخکې چاپیریال تاثیرات پر وده: تر زیږېدنې مخکې د ماشوم د ژوند مرحلې په لاندې ډول دي.

زایګوټ ( د بادار کیدو نه تر درې اونیو پورې ) مرحله.

رویاني (له دریو اونیو نه تر اتو اونیو پورې ) مرحله.

جنیني (د اتو اونیو څخه تر پیدایښت پورې ) مرحله.

په دې ټولو حالاتو کې که چیرته د ماشوم مور له هیجاني حالاتو سره مخ شي،  نو د ماشوم پر وده مستقیمه اغیزه او تاثیرلري، او همدارنګه تغذیه هم د ماشوم پر وده مستقیم تاثیر او اغیزه لري.

د جنین پر ودې مؤثر عوامل: جنین د رحم په د ننه کې ژوند کوي، او جنین پر تیزۍ  سره په تیره  بیا د زایګوټ او رویاني دورو کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول له ستونزو سره مخامخ کیږي. هغه مهم عوامل چې جنین تر تاثیر لاندې راولي عبارت دي له:

۱- دوالدینو سن 

۲- دوالدینو تغذیه 

۳- د مور ناروغي 

۴- دواګانې 

۵- د مور عاطفي او هیجاني حالت 

۶- تشعشعات (شعاع ګانې) 

۷- مخدره مواد او الکل 

۸- د آر اچ عامل او ځینې نور عوامل…

مؤثر عوامل د ماشوم د پیدایښت په وخت کې: د مور اوږده بیهوشي د ولادت په وخت کې د هغه دې ماشوم په ذهني کړنو د کموالي او د ځینو تنفوسي ستونزو سبب کیږي. د ولادت په وخت کې د شدیدې خونریزۍ په سبب یا د ماشوم سم تنفس په نه کولو سره هغه ته اکسیجن ونه رسیږي، امکان لري ځینې د هغوی څخه مړه شي، او هم په راتلونکي کې په رواني او جسمي ستونزو باندې اخته شي. که عصبي سلولونه زیات له منځه ولاړ شي، امکان لري نوی پیدا شوی ماشوم په شدیدو مغزي ستونزو اخته شي. زر پیدا کیدنه د ماشوم پر وده مستقیم تاثیر لري.

تر تولد وروسته چاپیریال: لومړی دغه چاپیریال علماوو په دوو برخو ویشلی.

۱- طبیعي چاپیریال: هغه عوامل دي چې په جغرافیایي محیط پورې اړه لري، لکه اوبه هوا تغذیه چې لږ یا ډیر د ماشومانو پر وده، د هغوی پر جسمي عادتونو او کړنو باندې تاثیر لري.

۲- ټولنیز چاپیریال:  ټولنیز چاپیریال د یوې کورنۍ له اړیکو څخه پیل کیږي، او وروسته پکې مکتب، ملګري، ټولنه، کلتور، مذهب، د ټولنیزو اړیکو وسایل، دنده، مذهبي، علمي، هنري، او سیاسي محفلونه او ټولنې ور شاملیږي. د هغه له ډلې څخه یوه یې اجتماعي اړیکه ده. په یوه کورنۍ کې کیدای شي چاپیریالي عوامل د لویانو او ماشوم تر منځ فرق وکړي. په آګاهانه ډول د زده کړې له لارې د شخصیت په جوړولو او کړنو کې خاص رول لري، نو په دې سبب د والدینومسؤلیت د خپل ماشوم په وړاندې ډیر لوی او د لوړې پوهې غوښتونکی دی، چې کورنۍ باید د خپل ماشوم په روزنه کې ډیر څه زده کړي. تر څو وکولای شي یو باتربیه اوهر اړخیزه روزل شوی ماشوم ټولنې ته وړاندې کړي. تر کورنۍ وروسته تر ټولو مؤثر عامل د ماشوم په زده کړه کې ملګري او دوستان دي چې د هغوی په عاطفي ټولنیز او په شخصیتي وده باندې تاثیر لري. جمعي وسایل له رسنیو نیولې لکه راډیو، تلویزیون، سینما، تیاتر، ورځپاڼې، مجلې، او داسې نور د خلکو د ماشومانو د معلوماتو او وده کې زیات تاثیر لري.

فضل الحق نوری وردګ