ماشومتوب ګلونه

فضل الحق وردګ
ګلالیو ماشومانو تر خټين دیوال لاندې پر سپيره ترپړه په لوړ مازدیګر لوبې کولې. لمر په غرغړو وو, د لویدونکو وړانګو زیړ څادر یې د ورېځو پر اوږو اچولی وو. موږ هم تر تنګو کوڅو پاس د بالاحصار د برجورې کلا د لیدنې په تکل را وتي وو, خو د هغو ماشومانو چې د خټين دیوال لاندې یې لوبې کولې, د دغو ماشومانو په لیدلو پښه نیولی شوم. یوه شېبه مې د دوی دې یوې باعظمته او شوخې نړۍ څرک ولید. لمر راته موسکی وو, او د حال په ژبه یې راته وویل:
– فضل الحق ګله! د دغو نازکو شېبو تصویر مې ستا د ماشومتوب له البوم راوړی.
په ریښتیا هم د دوی معصومو څېرو او بې پروا نظرونو خپل خوږ ماشومتوب را یاد کړ. هغه کلی, ښکلاګانې, چنارونه, خټين دیوالونه, هغه د مازدیګر لنډ سیوری, لوبې, همزولي همدې مې ذهن یوړ او بس.