د ماشوم په روزلو کې سالم حدود | فرېبا پسرلی

امریکايي خبریال او لیکوال هینري کلوډ ګڼ کتابونه لیکلي دي چې په ټوله نړۍ کې تر ۲۰ میلیونو ډېر ټوکونه پلورل شوي دي. د حدودو یا سرحداتو په نامه کتاب یې له جان ټانسنډ سره په ګډه لیکلی دی. دا کتاب د انسان د ژوند په بېلابېلو برخو کې په روابطو راڅرخي او دا راته وايي چې څرنګه او کله مقابل لورې ته حد وټاکو. په دې کتاب کې یوه برخه چې ما ته د یوې مور په صفت جالبه وه او ده ، ماشوم ته د سزا او هغه ته د دیسپلین خبره ده. ډېر خلک دا دواړه خبرې سره ګډوي، خو لیکوال وايي ډيسپلین او سزا دوه جلا خبرې دي، دی لیکي:

ښه ډیسپیلین ماشوم مسوولیت ته متوجه کوي. مور او پلار باید د ډیسپلین او سزا تر منځ په فرق سر خلاص کړي. سزا د یوه خراب عمل، د یوه ناسم کار په وړاندې جریمه ده. د قانون له مخې هغې جریمه ته وايي چې د قانون د یوې برخې د ماتولو په بدل کې چا ته ورکول کېږي. خو ډیسپلین بېل دی. ډیسپیلن د یوه ناسم کار له امله جریمه نه ده. بلکې د هغو عواقبو منل دي چې د یوه نا سم کار په وړاندې ورسره مخامخېږو.

سزا تېر وخت ته ګوري، د هغه څه جریمه ده چې په تېر وخت کې شوې، ډیسپلین بیا سزا نه بلکې اصلاح او انعام ته خبره راکاږي. د ډیسپلین له امله تر لاسه کړی درس دا راته وايي چې کړې تېروتنه بیا تکرار نه کړو.

لیکوال د درې کلنو ماشومانو په برخه کې وايي چې عمومآ په هر څه کې مور ته ٬٬ نې یا نه ،، وايي. دا نه په حقیقت کې په دې مانا دي چې ماشوم نور ځان ته د یوه شخصیت په سترګه کتلي او غواړي دا ثابته کړي چې دی هم یو څوک دی ، د نظر خاوند دی. د دې ماشومانو هرې ٫ نې، ته منفي عکس العمل یا داسې حالت چې هغه له دې ٫ نې ، راوګرځوي په دې مانا دی چې دغه ماشوم له خپل فکر او شخصیت سازۍ راګرځوئ. خو مور او پلار باید سالم وحدود ولري، ماشوم په دې پوه کړي چې د مور او پلار ٫ نې ، هم باید ومني. په هر څه کې نې نه بلکې اعتدال باید وي. هغه ماشومان چې تل د مور او پلار هو اوري او نې ترې نه اوري په بالغ ژوند کې د بل انسان د ٫ نې ، په وړاندې شاک کېږي، دغه ډول انسانان فکر کوي چې له لوی ظلم او جبر سره مخامخ دي، دوی بیا نشو او یوازیتوب ته مخه کوي. دوی له ذهني پلوه هم نه بالغېږي. ټول عمر په مور او پلار اتکا کوي او په خپلو پښو نه درېږي. له بل انسان سره د روابطو په جوړولو کې مشکلات پیدا کوي. دوی هېڅ کله له ښځې یا مېړه سره ښه اړیکي نه شي موندلی، په کار ځای کې له چا سره نه شي جوړېدلی، له لویه سره په ټولنه کې ځان له نورو ګوښی او مظلوم احساسوي چې د دوی د ودې مخه نیسي او له ژونده خوند نه شي اخیستلی.

لنډه دا چې په کمکیني که ماشوم په خپل کور کې سالم وحدود ونه لري دغه حالت ټول عمر ورسره پاتې کېږي. ماشوم باید په خپل کور کې په دې پوه شي چې هر بد عمل عواقب لري او هر ښه عمل خپل ځای لري. ماشوم باید پوه شي چې په ژوند کې هر څه خپل حد لري، هېڅ فرد داسې نه دی چې څه یې زړه غواړي هغه به کوي.

زموږ په وطن کې عمومآ د شتمنو کورنیو ماشومان په لوینې نازولي او تر ډېره بې کاره وي. خلک فکر کوي چې په ناز لوی شوی او زحمت یې نه دی لیدلی خو په حقیقت کې د هینري کلوډ له خبرو سره سم د شتمنو په کورنیو کې ماشوم ته سالم حدود نه دې ټاکل شوي. په غریبو کورنیو کې بیا ماشوم ته حدود ټاکل شوي خو ډېر کله سالم حدود نه دي، ماشوم تر پایه نه وي پوه شوی چې کوم عمل یې رد شوی او کوم یې منل شوی دی. د قسمت خبره وي یوه ورځ یې بد عمل ته مور او پلار خندلي وي او بله ورځ یې ښه عمل ته مور او پلار قهرېدلي وي. دغه ډول ماشومان بیا په بالغ ژوند کې په چا اعتماد نه کوي، زړونه یې له عقدو ډک وي.

زما مرحومې انا به ویل د ماشوم روزل او لویول د ښار تر ابادولو ډېر زور غواړي. د هینري کلوډ کتاب چې مې لوست د انا خبره مې په زړه ورېده خو هغې د سالمو حدودو خبره نه کوله، موږ د ماشوم په روزلو کې باید ورته پام وکړو چې ټولنې ته سالم وګړي ورکړو. که نه نو د مور ولۍ او پلار ولۍ رول مو کامیابه نه دی.