د صداقت ګل | ژباړه: علم ګل سحر

دوه سوه پنځوس کاله میلادمخکې په لرغوني چین کې یوه شاهزاده نیت وکړ چې واده وکړي له یوه هوښیار سړي سره تر مشورې وروسته یې پریکړه یې وکړه چې د سیمې ټولې نجونې را وبولي او د ځان وړ نجلۍ پکې خوښه کړي.

کله چې د ماڼۍ سپین سرې خدمتګارې دا خبره واوریده ډیر خواشینې شوه، ځکه چې د هغې لور په پټه په شاهزاده میینه وه.

لور یې وویل: زه هم دې میلمستیا ته ورځم.

مور یې وویل: ته چانس نه لرې، نه بډایه یې او نه هم ډیره ښکلې.

لور ځواب ورکړ:  پوهیږم چې ما به هیڅکله انتخاب نه کړي. خو دا یوه موقع ده چې لږ تر لږه هغه یو ځل له نږدې ووینم.

هماغه ورځ راورسیده او شاهزاده نجونو ته وویل: تاسې هرې یوې ته یوه دانه تخم درکوم. هره یوه چې وکولی شي په شپږو میاشتو کې تر ټولو ښکلی ګل ماته راوړي، هغه به د چین راتلونکي ملکه وي. د زړې ښځې لور هم  دانه ترې واخیسته او په ګلداني کې یې وکرله.

درې میاشتې تیرې شوې، ګل راشین نه شو، نجلۍ له ډیرو بڼوالو سره خبرې وکړې دې ته یې د ګل کرلو او پاللو لارې چارې ور وښودلې، خو بې نتیجې وې او ګل شین نه شو.

په پای کې د ملاقات ورځ را ورسیده.

نجلۍ له خپل تش ګلدان سره منتظره وه او نورو نجونو هم هرې یوې په ښکلو او بیلابیلو رنګونو ډیر ښکلي ګلان پخپلو ګلدانونو کې راوړي وو.

ټاکل شوې شیبه راورسیده. شاهزاده ټول ګلدانونه په ډیر دقت وکتل او په پای کې یې اعلام کړل چې خدمتګاره نجلۍ به دده راتلونکې میرمن وي.

ټولو اعتراض وکړ چې شاهزاده داسې څوک غوره کړه چې په ګلدان کې یې هیڅ ګل نه دی شین شوی.

شاهزاده څرګنده کړه: دا نجلۍ یوازې هغه څوک ده چې داسې ګل یې روزلی، چې هغه د امپراطور د میرمن کیدو وړ ګرځوي: د صداقت ګل…

ټولې دانې مې چې تاسې ته درکړې وې پوچې وې او هیڅ امکان یې نه و، چې ګل شین کړي !!!

د پاولو کویلیو له کتاب څخه


پاولو کویلو (Paulo Coelho de Souza) برازیلی لیکوال دی چې د ۱۹۴۶ م کال د اګست په ۲۴ زېږېدلی او تر ټولو مشهور اثر یې الکمیست (The Alchemist) ناول دی.