د ژبې د زده کړې په اړه د چامسکي ګزارشي نظریه

څېړونکې: اوږۍ امانزۍ

لنډیز

نوام چامسکي د ویلیام چامسکي زوی او یو یهوداالصله امریکایي ژبپوه دی. نوموړي پنځوس کاله
وړاندې د ژبې د زده کړې په اړه ویلي: “ژبه یوه ذاتي پدیده ده، د هر انسان په ذهن کې د جنټیکي
سلولونو په مرسته ژبني قواعد ځای پرځای شوي چې په مرسته یې یو کوچنی کوالی شي په ډېر کم
عمر کې د ګرامري قواعدو له مخې سمې او منظمې جملې ووایي او په خپله ژبه کې د خپلو ځانګړو
ژبنیو قواعدو له مخې نوې ترکیبونه ورغوي او چاپېلایر د ژبې په زده کړه کې د یو محرک حیثیت لري
او بس. “

د چامسکي دا نظریه ځکه د معاصرې ژبپوهنې د انقالبي نظریې په نوم یاده شوې چې تر ننه پورې د
منلو او نه منلو په اړه یې زر مقالې او سل کتابونه چاپ شوي، دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمه
پورې هېڅ یوې نظریې په دې کچه د ژبپوهانو پام ځان ته نه و اړولی چې دومره ډېرې لیکنې دې پرې
وکړي. بل المل یې دا و چې دا نظریه دقیقاً هغه وخت خپره شوه چې ټولو ژبپوهانو دا خبره منلې وه
چې ژبه یوه اکتسابي پدیده ده.

چامسکي نه یوازې ژبپوه و، بلکې د امریکا په سیاسي شخصیتونو کې هم یو نامتو شخصیت دی؛ ځکه
دا لومړنۍ سیاسي څېره وه چې د امریکا د بهرنیو اړیکو و د ګاونډیو سره د بد چلند الملونه او د پردې
تر شا پټ حقیقتونه یې خلکو ته روښانه کړل؛ ځکه خلکو ورسره مینه لرله، باور یې پرې کاوه او د
حقیقت ویونکي په نوم یې پېژاند.

سریزه

په نړۍ کې ډېرې ژبې دي او ټولې ژبې د یو ځانګړي علم په مرسته تر بحث او څېړنې الندې نیول
کېږي چې دا د ژبپوهنې په نوم یادېږي. ژبپوهنه د یو ځانګړي علم په توګه په شلمه پېړۍ کې رامنخته
شوه او ژبپوهانو وکوالی شول، د دغه علم په مرسته د ژبو په هکله د نوو څېړنو لپاره یو نوی ور
پرانیزي او د ژبې ډېر تیاره ګوټونه پرې روښانه کړي.

کله کله ځیني وګړي د ژبپوهنې زده کړه د ژبې د زده کړې په معنا تعبیروي. حال دا چې ژبه و ژبپوهنه
سره توپیر لري او دوه بېل بېل واقعیتونه دي. ژبپوهنه، د ژبې علم یا پوهه ده چې په مرسته یې د ژبې
په باره کې عمومي او ټولنیزه پوهه او معلومات ترالسه کېږي.ددغه علم په اړه ډېرو پوهانو نوي
معلومات السته راوړل، په بېالبېلو څانګو یې ووېشله او د ژبې هره مسئله یې د ژبپوهنې په مربوطه
څانګه کې د بحث او څېړنې الندې ونیول. دژبپوهنې نړۍ د مشهورو او نامتو څهرو څخه یو هم نوام
چامسکي دی چې د خپلې څېړنو او نظریاتو په مرسته یې وکوالی شول د ژبپوهنې په نړۍ کې یو علمي
انقالب راولي او د ژبپوهنې د پالر لقب ترالسه کړي.

په دې مقاله کې مې هڅه کړې د چامسکي د ژبې ګزارشي نظریه په منظمه بڼه روښانه او توضیح کړم
او د دې مقالې له لوستلو وروسته به پوه شو چې چامسکي څوک و، څه یې ویلي وو او ولې یې تر ننه
پورې د ژبپوهنې په نړۍ کې خپل نوم روښانه ساتلی دی ؟

د څېړنې ارزښت

د دې څېړنې ارزښت په دې کې دی چې د چامسکي او د هغه نظریې په اړه به تاسو ته ډېر نوي او هر
اړخیز معلومات په الس درکړي.

د څېړنې موخه

څېړنه تل د مبهمو او نامعلومو معلوماتو د رابرسېره کولو په موخه ترسره کېږي. څېړنه د پټو مسایلو
بیان او د یوې موضوع د تیاره ګوټونو روښانول دي. نو په دې مقاله کې هم تر ډېره بریده دا هڅه شوې
چې تاسو ته د چامسکي، د هغه د ژوند، انقالبي نظریې او نورو کارنامو په اړه تاسې ته ژور معلومات
په الس درکړي.

د څېړنې پوښتنې

په دې څېړنو کې الندې پوښتنو ته ځواب موندل شوی:

ـ چامسکي څوک و او ولې د ژبپوهنې د پالر لقب ورکړ شو؟
ـ د ژبې د زده کړې په اړه د چامسکي ګزارشي نظریه څه وه؟

د څېړنې مېتود

د دې څېړنې لپاره د بېالبېلو کتابونو پاڼې را اړول شوې، له توضیحي، تحلیلي او د ژباړې مېتودونو
څخه په کې ګټه اخیستل شوې ده.

کلیدي کلمې

د چامسکي پېژندنه، اثار او د هغه ګزارشي نظریه

د چامسکي پېژندنه

تر دې مهاله د ژبپوهنې په نړۍ کې د عطف درې ټکي شتون لري، په دغه برخه کې لومړنی انقالب د
اتلسمې پېړۍ په لړۍ کې په ۱۷۸۶ م کې د ویلیم جونز له خوا رامنځته شو. نوموړي وکوالی شول
دلومړي ځل لپاره سانسګریت ژبه، د التیني و زړه پارسي سره پرتله کړي او دایې ثابته کړه چې د دې
ژبو د متنونو ترمنځ ډېر ورته والی لیدل کېږي او ټولې یوه منشی پورې اړه لري چې هغه د هندواروپایي
کورنۍ مورنۍ ژبه ده او ددې مور څخه ډېرې ژبې زېږېدل شوي دي.

دوهم انقالب د ژبپوهنې په نړۍ کې د ژبې په اړه د فردیناند سوسور نظریاتو رامنځته کړ که څه هم
هغه نظریې چې سوسور وړاندې تر ده دمخه ورته هومبولت په خپلو لیکنو کې اشاره کړې وه خو
هومبولت خپلو نظریاتو ته ډېره پاملرنه ونه کړه او د هغه بې پروایي ددې المل شوه چې سوسور په
ژبپوهنه کې ددوهم انقالب د رامنځته کوونکي په توګه وپېژندل شي. د سوسور په آند ژبه د نښانو او
سمبولونو ټولګه ده چې دا نظریه هم تر پنځوسو کلونو پورې د ژبې څېړونکي و محققین تر تاثیر الندې
راوستي وو او د د ې ادعا د سموالي او ناسموالي ثابتولو لپاره یې له ځان سره بوخت ساتلي وو.
درېیم انقالب د ژبپوهنې په نړۍ کې د چامسکي د نظریې له خوا رامنخته شو چې په ۱۹۶۰ م کې د
ژبې د زده کړې په اړه ورکړه. دا چې د چامسکي له نظره ماشومان څرنګه کوالی شي د خپلې مورنۍ
ژبې قواعد په ډېر کم عمر کې زده کړي وروسته به پرې په تفصیلي بڼه خبرې وکړو خو تر هر څه
دمخه باید لومړی د ستر انقالب رامنځته کوونکی وپېژنو:

چامسکي چې بشپړ نوم یې اورام نوام چامسکي دی ، د ۱۹۲۸ کال د ډسمبر په ۷مه په امریکا کې سترګې
نړۍ ته پرانیستې. پالر یې ویلیم چامسکي یو یهود االصله روسی و چې د خپلې ځوانۍ په وخت کې له
روسیې امریکا ته کډوال شو او تر مرګ وخته پورې یې هلته ژوند کاوه . نوموړی د عبري ژبې استاد
و او د دې ژبې په اړه یې یو تدریسي کتاب هم د خپلو محصلینو لپاره لیکلی و.

چامسکي د ژبپوهنې په نړۍ کې د امریکا او نړۍ په کچه یو پېژندل شوی کس دی چې اوس مهال د
معاصرې ژبپوهنې پالر په نامه هم یادېږي. او د لومړي ځل لپاره یې د هغه نظریې په اساس چې ویلي
یې وو: “ژبه یوه ذاتي پدیده ده ” وکوالی شول د ژبپوهنې په نړۍ کې یو ستر انقالب راولي. میرمن یې
کارول چاوسکي نومېده چې د امریکا د پنسلوانیا ښار اوسېدونکې وه او د امریکا پوهنتون د ژبپوهنیزو
څېړنو په برخه کې استاده وه او په همدغه برخې کې یې خورا څېړنې هم کړي دي.

په ۲۰۰۸ کال د دسامبر په نولسمه نیټه د سرطان د ناروغۍ له امله د ۷۸ کلنۍ په عمر وفات شوه او
د نوآم چامسکي څخه درې اوالدونه د آویوا، دایان او هري چامسکي په نومونو لري چامسکی د کارول
له مړینې وروسته په ۲۰۱۴ کال کې والریا واسرمن سره واده وکړ.

چامسکي د دیویي ښوونځی څخه فارغ شو، شباړلس کلنۍ کې یې پوهنتون ته الره وموندله او د
پنسلوانیا، هارواردو او ام ای پوهنتونو کې یې خپلې لوړې زده کړې بشپړې کړی دي. د خپلو زده کړو
په مهال د امریکا د پنسلوانیا ښار په پوهنتون کې د خپل استاد زلیګ هریس د نظریاتو تر تاثیر الندې
راغی، همغه وو چې د لومړي ځل لپاره یې د ژبپوهنې او سیاست په اړه د خپل استاد اثر ولوسته،
دنوموړي ژبپوهنیزو نظریاتو او سیاسي دریځ سره اشنا شو او همدا انګیزه ددې المل شوه چې خپله هم
په دغه الره کې ګام کېږدي، ځان ورسوي او دا هڅې یې د دې المل شول چې د لومړي ځل لپاره د
امریکا د ماساچوست په پوهنتون کې په ۱۹۷۶ م کال د ژبپوهنې داستاد په توګه دنده واخلي.

د چامسکي اثار:

چامسکي نه یوازې دا چې د ژبپوهنې په برخه کې یوه پېژندل شوې څهره ده، بلکې د سیاست په ډګر
کې هم یو پېژندل شوی کس دی نوموړی لومړنی کس دی چې د نورو هېوادونو سره یې د امریکا په
سیاسي چلند نیوکې کړی او په دغه اړه یې یو سیاسي اثر د امریکا قدرت په نوم په ۱۹۶۹ کې ولیکه
چې په دغه کتاب کې د ځینو راوړل شویو موضوعاتو لپاره دهمغه وخت د ځینو سیاسونو دجدی غبرګون
سره هم مخامخ شوی وو.

بل اثر یې د دکارتي ژبپوهنې )Linguistics Cartesian )په نوم دی چې په ۱۹۶۶م کال په امریکا
کې خپور شوی او منخپانګه یې د دې ژبپوهنیزې نظریې جوړوي چې، د احمد طاریان له خوا فارسي
ژبې ته هم ژباړل شوی دی.

چامسکي د دې اثارو سربېره ، د ژبې و ذهن، او ژبه و مغز په اړه هم ګڼ کتابونه لیکلي چې تر اوسه
پورې معاصره ژبپوهان ترې په خپلو څېړنو کې ګټه اخلي.

ذاتي معنا پېژندنې )Generative semantics )په نوم هم یو خورا مشهور کتاب لري چې د نحوي
موضوعاتو په اړه یې په ۱۹۵۷م کال کې لیکلی دی.

ـ د ژبې زده کړه )language of Learning )یې بل اثر دی چې د ژبپوهنې په برخه کې ځانګړی
ارزښت لري.

ـ تر ټولو پېژندل شوی اثر یې ژبه و فکر نومېږي چې په دې وروستیو کې د ایران نامتو ژبپوه کوروش
صفوي له خوا ژباړل شوی دی، دغه کتاب د هغو بحثونو ټولګه ده چې په ۱۹۹۳ م کې د نوام چامسکي ،
عصب پېژندونکو و ځینو روانشناسانو ترمنځ شوې وې.

چامسکي چې د معاصرې ژبپوهنې د پالر په نوم شهرت لري او د فلسفې، ریاضیاتو او ژبپوهنې په
برخه کې د خاص دریځ خاوند دی د “نحوی جوړښتونو” په نوم یې یو کتاب په 1957م کې خپور کړ
چې د نحوي جوړښتونو په برخه کې د همغه وخت تر ټولو نامتو او هر اړخیزه بشپړ اثر ګڼل کېده.

: د ژبپوهنې په اړه د چامسکي ګزارشي نظریه

د چامسکي دا نظریه چې: “ژبه یوه فطری پدیده ده ” د شلمې پېړۍ په شپیتمه لسیزه کې د ژبپوهنې په
نړۍ کې یو ستر انقالب راوسته.هغه باوری دی چې د ژبپوهنې اصول او ځانګړنې په ارثي بڼه د انسان
په بدن کې شتون لري او د ژبې په زده کړه کې چاپیرل د یو محرک حیثیت لري. ماشوم کوالی شي
چې د خپل چاپېلایر نه د لږو معلوماتو اخیستلو په مرسته نوي ترکیبونه جوړ کړي.دده نه مخکنیو پوهانو
دا نظر ورکړی وو چې د مورنۍ ژبې زده کړه یوه اکتسابي پدیده ده او هر کوچنی یې کوالی شي په
خپل چاپېلایر کې دبېالبېلو کلمو د اورېدلو له امله په اکتسابي بڼه زده کړي. نوموړی زیاتوي چې “ژبه
د فکر هنداره ده ” یعنې ژبه یوازې زمونږ د داخلي احساساتو او غوښتنو د بیانولو لپاره یوه وسیله ده
او هر هغه څه وایي و تشریح کوي چې زمونږ په فکر کې ګرځي.

چامسکي روښانه کړه چې موږ نه یوازې دا چې کوالی شو په ډیرې ساده ګۍ سره ځیني جملې زده
کړو، بلکې ددې وړتیا هم لرو چې ځیني جملې په ذهن کې د ذخیره شویو ارثي قواعدو له مخې رامنخته
کړو. کېداي شي چې زمونږ په رامنخته شویو جملو کې داسې کلمې او ترکیبونه وي چې تر هغه وخته
مو په خپل چاپېلایر کې نه وي اورېدلي، نو دا د هرانسان په بدن کې دذخیره شویو ارثي پدیدو له مخې
دا پریکړه کېږي چې موږ کومه کلمه دخپل مطلب د لېږدولو لپاره وکاروو او یا کومه کلمه کوالی شي
په سمه بڼه زمونږ د مطلب په لېږدولو کې له موږ سره مرسته وکړي، نو که چیرې دانسان په ذهن کې
داسې یوه داخلي قوه یا د کلمو ارثي ذخیره موجوده نه وي نو څرنګه کوالی شي داسې ترکیبونو سره
ترتیب کړي چې د بل چا د خولې یې اورېدلي نه وي. چامسکي د خپلې ادعا د ث ابتولو لپاره الندینیو ټکو
ته اشاره کوي:

په چټکۍ سره د ژبنیو قواعدو موندل:

چامسکي موندلي چې په جملو کې د بدلولونو د راوستلو قواعد ډېر ستونزمن دي او ماشومان کوالی په
ډېرې چټکۍ سره دا قواعد وموندي نوموړي هه وخت دا خبره وکړه چې د څو ماشومو د خبرو کولو
طرز یې تر غور او څېړنې الندې نیولي وو.مونږ کوالی شو چې د چامسکې دې ادعا ته د راجر براون
د نظریاتو له مخې هم غور وکړو. راجر براون هغه ژبپوه وو چې د چامسکي څخه مخکې یې دا ادعا
کړې وه هغه د خپلو څېړنو په ترڅ کې د څو ماشومانو د خبرو طرز په ریکاردي بڼه ثبت کړي وو او
د ریکاردونو د څېړلو وروسته یې وویل چې ماشومان دا وړتیا لري چې ډېر ژر زمونږ تاکیدي پوښتنو
د ځواب لپاره دژبنیو قواعدو سره سمې جملې جوړې کړي.

د چامسکي باورمندي هم دا ښایي چې کوچنیان دا ځواک نه لري چې په خپل کم عمر کې د ژبې سخت
قواعد زده کړي نو دا ښکاره خبره ده چې دا قواعد مخکې تر مخکې د ماشوم په فطرت کې په ارثي
بڼه ځای پرځای شوي دي او زیاتوي چې اکثره ماشومان په اغلب ګمان د ژبې زیادتره قواعد تر شپږ
کلنۍ او ځیني یې د بلوغ نه مخکې زده کوي .

د ژبنیو قواعدو د ارثي اوسېدلو فرضیه:

په لومړي سر کې په ماشومانو کې د ژبنیو قواعدو کارول او د نویو جملو جوړونه تر هغه څه ډېر
بنسټیز دي کوم چې یې له خپل چاپېلایر نه زده کړي وي. په هغه سن کې چې دوی نوي ترکیبونه
جوړوي ډېرې کمې کلمې دخپل محیط څخه اوري، نو ځکه موږ ویالی شو چې د ژبې قواعد په جنټیکي
بڼه د ماشومانو په ذهن کې ځای پرځای شوي چې چاپېلایر د یو محرک په توګه د ماشوم په ذهن کې
ذاتي قواعدو ته الرښوونه کوي، فعالوي یې او په کار یې اچوي.

د چامسکي د نظام له مخې یو ماشوم کله چې ژبه زده کوي او په ژبنیو قواعدو برالسی کېږي نو په
فطري بڼه د نړیوالو ژبنیو قواعدو له مخې تحریک کېږي چې په ترڅ کې یې ماشوم د کوچنیوالي نه په
دې خبرې ښه پوهېږي چې څرنګه کوالی شي د خپل مطلب د رسولو لپاره ترکیبونه ورغوي، ساده
جملې ترینه جوړې کړي، د جملې کومې اضافي خواوې لرې کړي او په آخره کې یوه سمه جمله خپل
مخاطب ته وړاندې کړي.

چامسکي چې خپلو رامنځته شویو قواعدو ته یې د “نړیوال ژبني قواعد” نوم ورکړی چې یو لړ ځانګړي
اصول لري د بیلګې په توګه: د اصولو له ډلې څخه یې یو اصول دادی چې هره جمله باید خامخا فاعل
ولري خو ځیني ژبې بیا خپلو ویونکو ته دا اجازه ورکوي تر څو د خپلې وینا په مهال فاعل ترینه لرې
کړي او اړ نه دي چې په خپلو ویناوو کې فاعل وکاروي. نو د همدې له امله، د هرې ټولنې ماشوم په
دې خبرې مخکې له مخکې نه پوهېږي چې ژبه یې د کومو ځانګړو قواعدو تابع ده.

چامسکي باوري دی چې د ژبې د زده کړې پر مهال د ماشوم لیاقت او ښه استعداد د هغه جنټیکي الملونو
له مخې تعینېږي.

جنټیکي محدودیتونه:

موږ اړ یو چې هره ژبه د زده کړې لپاره ځانګړو قالبونو کې واچوو او ځانګړي اصول ورته وټاکو
لکه فعلونه، ضمیرونه، نومونه….او داسې نور. ماشومانو ته موږ په عملي بڼه دا نه زده کوو چې د هغو
په ژبه کې کومې ګرامري قاعدې دي خو هغوی مخکې تر مخکې د خپلې مورنۍ ژبې په حدودو پوه ده
او هره جمله د خپلې ژبې د محدودو قواعدو پر بنسټ کاروي.

ګرامري جوړښتونو باندې پوهېدل یوه جنټ یکي ځانګړنه ده چې ماشوم دا ځواک ورکوي چې په لنډه
موده کې مثبتې او منفي جملې جوړې کړي او یا سمدالسه د خبرو په لړۍ کې د خپل مخاطب نه پوښتنې
وکړي، نو که چیرې دا پوهه په ارثي بڼه د هغو سره نه وي نو څرنګه کوالی شي چې یو کوچنی دی
د مثبتو منفي او سوالیه جملو د توپیرونو په معنا پوه شي او په سمو ځایونو کې دې په مناسب وخت کې
وکاروي.

د سطحي او ژورو ژبنیو جوړښتونو جوړول:

چامسکي د خپلې ادعا د ثابتولو لپاره د ماشومانو په وینا کې سطحي او ژورو جوړښتونو ته اشاره وکړه
او وې ویل چې د ژورو جوړښتونو څخه موخه هغه عملیه ده چې په کې ماشوم د نوو جملو د جوړولو
لپاره هڅول کېږي، چامسکي په ذهن کې د ژورو ترکیبونو جوړول د نړیوال ګرامر جنټیکي ژنونو د
شتون له امله دي.

د ماشوم په خبرو کې د ګرامري قواعدو پرمختګ:

ماشومان په یو ناڅاپي ډول په خپلو ویناوو کې د مشرانو په څېر ګرامري قواعد استعمالوي چې ماشوم
په ذهن کې د شته ژبنیو جنټیکي ځانګړنو له امله هغه د دې وړتیا پیدا کوي څو د مشرانو په څېر خبرې
وکړي.

لومړنۍ ژبه:

ټول ماشومان له زېږېدلو وروسته د ژبې پر زده کولو بوختېږي؛ په لومړۍ میاشت کې بې معنا غږونه
د خولې څخه راوباسي او په شپږ میاشتنۍ کې په خپلې ماشومانه ژبې کوچنۍ کلمې تلفظ کوي او دا د
نړۍ په ټولو ماشومانو کې یو ډول تطبیقېږي؛ نو ځکه زه وایم چې د هر ماشوم په ذهن کې مخکې
ترمخکې نړیوال جنټیکي ځانګړتیاوې شتون لري چې ټول په یو ډول ژبه زده کوي او هر ماشوم د
خپلې مورنۍ ژبې په اصولو قواعدو او محدودیتونو پوهېږي. همدارنګه کله چې ماشوم د دې وړتیا پیدا
کوي چې د خپلې ژبې له اصولو سره سم دوه دوه کلمې سره یو ځای کړي او ساده ترکیبونه جوړ کړي
نو دا خپله د هغو د ذاتي پوهې نماینده ګي کوي ؛ ځکه دوی په جوړ شوو ترکیبونو کې داسې کلمې هم
کاروي چې تر هغه مهاله یې په خپل چاپېلایر کې د چا له خولې نه وي اورېدلي.

د ژبنیو اصولو پرمختګ:

ماشومان په ډېرې اسانۍ سره د خپلې مورنۍ ژبې پر اصولو پوهېږي او په خپلو ویناوو کې یې کاروي،
دغه مهارت او وړتیا له ذاتي قدرت پرته امکان نه لري چې کوچنی دې په لنډه موده کې دا هر څه زده
کړي.

بدلونونه:

کوچنیانو ژبه له درې کلنۍ نه تر شپږ کلنۍ پورې په ډېرې چټکۍ سره وده کوي په دغه سن کې ماشومان
د مثبتو و منفي او یا د هم د سوالیه جملو په جوړولو او د هغو په کارونې پوهېږي دوی په دې عمر د
ویلو یوه خاصه قاعده مراعتوي حتی که چیرې ورته وویل شي د فالنکي د خبرو څخه تقلیدوکړه نو بیا
هم د خپلو خبرو کولو ځانګړی لحن نه هېروي.

چامسکي عقیده لري چې ژبه هغه وسیلې ته ویل کېږي چې د ماشومانو له خوا د خپلې مورنۍ ژبې د
ځانګړو اصولو له مخې طرحه او جوړېږي چې په لومړیو کې د کلمو جوړښت یې د بې معنا اوازونو
په مرسته ترسره کېږي او وروسته وروسته د منظمو کلماتو په بڼه ظاهرېږي. د یادونې وړ ده چې
اسکینري د ماشومان له خول ې څخه د بې معنا غږونو د راوتلو په اړه وایي: “ماشومان په کوچنیوالي
کې یو لړ بې معنا غږونه د خولې څخه راوباسي چې دا په حقیقت کې بې معنا غږونه نه دي بلکې د
هغوی په ذهن کې جوړ شویو کلماتو د افادې لپاره نږدې او مترادفه وسیله ده چې هغوی نه شي کوالی
بشپړه کلمه تلفظ کړي نو ځکه همغه کلمې ته ورته او نږدې غږونه له خولې څخه راوباسي ترڅو خپل
مطلب تر نورو ورسوي.

چامسکي و پیاژه دواړه هغه پوهان دي چې د لومړي ځل لپاره یې د چاپېلایر پالونکو په ضد د ژبې په
اړه بېل نظریات ورکړل دواړه باورمند وو چې ژبه یوه فطري پدیده ده چې مخکې تر مخکې د ماشومانو
په فطرت کې اخښل شوې ده خو چامسکي بیا په دې اړه ال هم ژورې څېړنې وکړې او وې ویل چې
ژبه په جنتیتکي بڼه د ماشومانو په ژینونو کې ځای پر ځای شوې او هر کله چې هر ژین په چاپېلایر
کې خپل محرک پیدا کوي په کار لوېږي چې په ترڅ کې یې ماشوم دا ځواک السته راوړي ترڅو یوه
نوې کلمه او یا جمله ووایي او په همدی بڼه خپلې ژبې ته پراختیا ورکوي.

نوام چامسکي د پنځوس کلونو نه ډېر کېږي چې په خپلې انقالبي نظریې یې دژبپوهنۍ په نړۍ کې د تل
لپاره خپل نوم روښانه کړی دی که څه هم وروسته وروسته ددې نظریې په اړه ډېرې څېړنې وشوې او
ناسمه وبلل شوه، حتی د ځینو پوهانو په وینا چې د چامسکي نظریه اوس د تدریجي مرګ خوا ته روانه
ده خو د ژبپوهنې په نړۍ کې د انقالبي نظریې په نوم ځکه مشهوره ده چې هغه وخت کې چې نوموړي
خپله نظریه وړاندې کړه پوهانو دا ډاډ ترالسه کړی وو او په دې قانع شوي وو چې ژبه یوه فطري پدیده
ده نو ځکه د ټولو ژبپوهانو لپاره دا نظریه ټکان ورکوونکې وه.

د چامسکي نظریات وایي چې د ګرامر علم د هغو اصولو او قواعدو نوم دی چې یو ماشوم یا ماشومه
یې دخپلې مورنۍ ژبې د زده کړې په دوران کې زده کوي، دی ټولې جملې نه زده کوي بلکې صرف
ژبني قواعد زده کوي چې دغه ژبني قواعد مخکې ترمخکې ددیو په ماغزو باندې نقش شوي او بیا ټول
عمر ددغو نقش شویو قواعدو پر بنسټ ژبه کاروي چامسکي زیاتوي چې د انسان په دماغ کې د ژبې
دزده کړې لپاره ځانګړې برخه جوړه شوې ده ځکه چې که یو انسان غواړي او که نه غواړي دې به
حتمن یوه نه یوه ژبه زده کوي.

نوموړي د ژبپوهنې په نړۍ کې داسې یو څه وویل چې د ډېرو ژبپوهانو لپاره یې د فکر کولو نوې
الرې پرانیستې د نړیوال ګرامر تیوري؛ یعنې دا چې ژبه فطري ده او د ژبې السته راوړل د پرمختیا د
مهمو مراحلو په ترڅ کې رامنځته کېږي، هغه څه وو چې تر چامسکي مخکې هیچا ورته ځانګړې
پاملرنه نه وه کړې که څه هم تر دې دمخه ځینو ژبپوهانو په سطحي بڼه دا موضوع یاده کړې وه خو
ډېرټینګار یې پرې نه وو کړی دې خبرې ته چامسکي په خپل کتاب “زبان و اندیشه ” کې نغوته کړې
او د ګوتلب فرګه په نوم د یو ژبپوه یادونه یې کړې چې له ده څخه یې سل کاله وړاندې ویلې وو.

فرګه په دې باوري وو چې: ” انسان په خپل ذهن کې د هغو ګډو افکارو د خزانې خاوند دی چې له یوه
نسل څخه بل نسل ته انتقالېږي.”

چامسکي دا نظر مني او وایي که چېرې داسې نه وای نو هېڅکله به د ژبې زده کړه په ټولو انسانانو
کې یو ډول نه وای او وروسته له دې یې خپله نظریه په داسې بڼه مطرح کړه چې تر آخره پورې پرې
ودرېده دهمدې له امله ده چې نن سبا په ټوله نړۍ کې د نوام چامسکي نظریات د پام وړ ځای لري او
نوم یې دژبپوهانو په ډګر کې تر ننه پورې یادېږي.

چامسکي د خپلو نظریاتو په مرسته وکوالی شول په دغه برخه کې نورو لیکواالنو ته د لیکنې انګیزه
ورکړي او همدا وجه وه چې د ځینو څېړنو له مخې تراوسه دهمدې نظریې د منلو او یا نه منلو په تړاو
د بېالبېلو لیکواالنو له خوا زرګونه مقالې او لسګونه کتابونه لیکل شوي دي او لیکل کېږي.

دچامسکي له خوا ورکول شوې نظریو د مننونکو تر څنګ ډېر مخالفین هم لرل او مخالفینو یې هم دده
نظریاتو د نه منلو لپاره په خپلو لیکنو کې خورا دلیلونه وړاندې کړي او په لیکني بڼه یې په خپلو لیکل
شویو اثارو، کتابونو، مجلو، ورځپاڼو او مقالوکې تر نورو رسولي دي چې د بیلګې په توګه د “چامسکي ،
ولف او زه ” مقالې لیکوال شارالتان نوم د یادونې وړ دی.

نوموړي په خپله مقاله کې د چامسکي او د هغه نظریې په وړاندې خپل غږ اوچت کړی چې ویلي یې
وو “د ژبې اساس او بنسټ تکرارونه ده” یعنې موږ په ذهن کې د نړۍ ګرامر د ځواک په مرسته ژبني
قواعد تکراروو او نوې جملې جوړوو. شارالتان دا نظریه رد کړه او وې ویل “که چېرې موږ دا خبره
تایید کړو چې د خولې څخه نوي کلمې او جملې په ذهن کې د موجوده و قواعدو د تکرار او شتون څخه
رامنخته کېږي نو دا په دې معنا ده چې موږ د چامسکي لومړنۍ نظریه چې “ژبه ذاتي ده ” منو، حال
دا چې داسې نه ده، هر انسان دخپل مغزي سیستم په مرسته دا ځواک پیدا کوي چې په خپله ژبه کې
نوي ترکیبونه ورغوي خو زه فکر کوم دا چې د چامسکي نظریې ډیر طرفداران لري او څوک یې
مخالفت نه کوي د هغه د سیاسي موقف سره مستقیمه اړیکه لري ځکه چامسکي په خپلو سیاسي څېړنو،
ویناوو او لیکل شوو کتابونو کې د امریکا د سیاسي اړیکو په اړه ډېر حقایق روښانه کړي چې زه ورته
په دې برخه کې پوره درناوی لرم خو دا، دا معنا نه لري چې چامسکي یو ښه سیاستمداره دی نو یو ښه
ژبپوه دې هم وي نوموړي وکوالی شول په سیاسي ډګر کې د حقایقو په ویلو ډېر طرفداران وموندي و
د خلکو باور السته راوړي ځکه وګړي د چامسکي ژبپوهنیزې نظریې د څېړنې پرته مني او د هغه پر
ویناوو باور لري.

د مخالفینو له ډلې څخه بل کس کوروش صفوي دی چاچې د لومړي ځل لپاره د چامسکي اثار فارسي
ژبې ته وژباړل.

صفوي د ایران د ژبپوهنې انجمن ریس دی . په تهران کې زېږېدل شوی، کوچنیوالي کې المان ته الړ
او خپلې ټولې زده کړې یې په المان و اتریش کې بشپړې کړې کله چې د خپلې ژبې د خدمت لپاره
بیاځلي تهران ته راغی نو د تهران دولت د اتریش تحصیلي مدرک ونه منه نو نوموړی اړ شو چې په
تهران کې بیاځلي خپلو لوړو زده کړو ته ادامه ورکړي همغه وو چې لومړی یې ریاضي څانګه ولوسته
ځکه چې په خپله وینا یې د هغه پارسي زده نه وه او نه یې شول کوالی سمدالسه د خپلې خوښې رشته
ولولي خو وروسته یې کله چې په پارسي ژبې بشپړ تسلط پیدا کړ نو دژبپوهنې په برخه کې یې خپلې
ادبي هڅې پیل کړې. کوروش د چامسکي نظریه په تمسخر آمیزه بڼه ردوي او په خپلې یوه مرکه کې
وایي چې:

دا نظریه یوازې د انګلیسي ژبې د زده کړې په اړه ځانګړې شوې حتی که رښتیا راباندې وایاست نو دا
نظریه د انګلیسي ژبې په زده کړه کې هم نه شي عملي کېدالی پاتې ال پارسي و نورو ژبو کې که چېرې
په خالصه بڼه ووایم نو د چامسکي نظریه یوه بې ارزښته او پزه پرې کړل شوې نظریه ده.

د ژبپوهنې، ادبپوهنې او یاد ژوند په هر ډګر کې چې یوه نوې نظریه یا نوې خبره رامنځته کېږي
خامخا به مخالفین او طرفداران لري. د یو پوه د وینا له مخې هغه ځای کې چې تاسې ټول خپل هم فکره
و هم نظره پیدا کوالی شې هدیره ده او یا دا چې که چېرته غواړئ ټول کسان له ځان نه راضي و
خوشاله وساتئ نو یو هم نه شئ ساتالی د چامسکي نظریه یې یوه کوچنۍ بیلګه ده.

ادب و ژبه هغه وخت د پرمختګ خواته درومي کله چې د ژبپوهانو و ادبپوهانو ترمنځ د نظریاتو ټکر
رامنځته شي دا ټکرونه ددې المل کېږي چې په همدې برخه کې ډېرې څېړنې وشي او هر لیکوال د
خپل ځان د دفاع لپاره د مدارکو او اساسي موادو په لټه کې ووسي چې په پایله کې یې د همغه ادب
څیړنیزه برخه بډایه کوي او د همغه ځانګړي بحث په اړه کلک جامع او بنسټیز مواد راتلونکو نسلونو
ته هم په الس کې ورکوي.

پایله

نوآم چامسکي د ویلیام چامسکي زوی یو یهودي االصله امریکایی دی چې د معاصرې ژبپوهنې د پالر
په نامه شهرت لري. نوموړي د ژبې د زده کړې په اړه یوه نظریه ورکړه او وې ویل چې ژبه یوه ذاتي
پدیده او ژبني قواعد مخکې تر مخکې د جنټیکي سلولونو په بڼه د انسان په ذهن کې ځای پرځای شوي
او د ژبې په زده کړه کې چاپېلایر د یو محرک حیثیت لري همدا المل دی چې ماشوم یا ماشومه په
ډېرکوچني عمر کې د خپلې ژبې په ګرامري قواعدو پوهېږي او په خپلو ویناوو کې داسې نوي ترکیبونه
استعمالوي چې ال یې په چاپېلایر کې نه وي اورېدلي.

د نوموړي دا نظریه دژبپوهنۍ په نړۍ کې د چامسکي انقالبي نظریې په نوم ځکه مشهوره ده چې
وروسته له چامسکي ډیرو ژبپوهانو ددې نظریې د منلو او یا نه منلو لپاره زرګونه مقالې او لسګونه
کتابونه ولیکل.

چامسکي نه یوازې دا چې یوژبپوه وو بلکې یو نامتو سیاسمتداره هم وو او سر بېره پر ژبپوهنیزو مسایلو
ترڅنګ یې په سیاسي مسایلو کې هم د خپل قلم نیلۍ ځغلولي دي سیاسي شهرت یې ددې المل شو چې
د خلکو باور السته راوړي اود هغو پام ځان خواته واړوي او داسې جوتېږي چې چامسکي دژبپوهنیزو
مسایلو د څېړنو نه مخکې یو خاص سیاسي موقف لره ځکه نوموړی لومړنی لیکوال دی چې د امریکا
د بهرنیو سیاسي اړیکو په اړه یې نیوکې وکړې او د پردې تر شا ډېر حقایق یې خلکو ته څرګند کړل
ځکه خلک ده سره مینه کوله او ده ته یې د یو حقیقت ویونکي په سترګه کتل.

.چامسکي د طرفدارا نو تر څنګ، ډېر مخالفین هم لرل چې دده نظریه یې د ژبې په اړه یو سپکاوی ګڼلی
او بس! که څه هم ددې نظریې څخه اوس پنځوس کاله تیرشوي خو ال هم د چامسکي نوم او د هغه
نظریه د هر ژبپوه په خوله باندې ده، ال هم څېړنې پرې رواني دي اولیکنې پرې کېږي.

لکه څرنګه چې څرګنده ده وروستیو څېړنو له مخې د ځینو ژبپوهانو له خوا دا ثابته شوه چې ژبه یوه
ټولنیزه پدیده او د ژبې زده کړه د هر هغه څه چې چامسکي ویلي الپیچلې او ستونزمنه ده خو ددې لپاره
چې چامسکي وکوالی شول د ژبپوهانو نظرپه هغه وخت کې چې دوی د ژبې په کسبي اوسېدلو عقیده
لرله، بلې خواته واړوي او بې شمېره لیکنې پرې وشي نو ځکه یې د ژبپوهنې په ډګر کې تر ننه پورې
خپل نوم ژوندی ساتلی دی.

دځینو پوهانو د روایاتو له مخې څو چې ژبپوهنه وي، دژبپوهنې په ډګر کې به، د چامسکي نوم د یو
انقالبي ژبپوه په توګه یادېږي.

اخځلیکونه

۱ـ اورت، دنیل، چامسکی ، ولف او زه، مقالې ژباړونکی: آرش ساالر، د طباطبایي پوهنتون د عمومي
ژبپوهنې څانګه.

۲:چامسکي، نوام، ژبه و فکر، ژباړن:کوروش صفوي، ۱۹۹۷م، هرمس خپرندویه ټولنه.

۳:درزي، ډاکټرعلي، د چامسکي له نظره د ژبې زده کړه ، مقاله ، تهران د ژبپېژندنې څانګه .

۴ :زاهدي، کیوان، د چامسکي ژبپېژندنه، مقاله، ۲۰۰۸ کال، تهران:ژبپېژندنې څانګ.

۵:فدایي، ډاکټر فرید ، چامسکي و د روانشناسۍ ژبه، تهران، د کمپیوتري علومو مرکز.