د وېرې چاره / ډاکـــــتر محب زغم

ماشومان چې له شپږو مياشتو واوړي، ګومان كوي چې په محيط كې شته شيان ورته زيان رسوي. په همدې وجه له هر شي څخه وېرېږي. له بلې خوا بني ادم د كنجكاوۍ حس لري. دغه حس ماشوم اړ باسي، چې هر شى وزامويي، لمس يې كړي او په دې توګه خپله پوهه او تجربه پراخه كړي. ماشوم چې د خپل شاوخوا شيان ازمويي، ورته پته لګېږي، چې دغه شيان خطرناك نه دي؛ خو هغه وېره، چې د ده زړه ته ننوتلې، له منځه نه ځي او په بله بڼه راڅرګندېږي. وروسته بيا ماشوم له تيارې څخه ډارېږي. دا ځكه چې په تياره كې شيان نه ليدل كېږي او ماشوم له داسې شي څخه وېره پيدا كوي، چې ليدلى يې نه شي.

له تيارې څخه وېره په ځينو كسانو كې تر لويېنې پاتې كېږي. كه د ماشومانو په مخ كې د بلا او د جن كيسې وكړو؛ نو د بلا وېره هم د هغه په زړه كې ننوځي. ماشوم ګومان كوي، چې بلا د هماغه ناليدونكي شي نوم دى، چې دى په لاشعوري توګه ځنې وېرېږي. د ماشوم ذهن دا مني، چې په رښتيا هم بلا شته.

ځينې ماشومان بيا د خوب په بستر كې وېرېږي، دوى ته د بلا له ډاره خوب نه ورځي. داسې ماشومانو ته كه هر څه ووايې، چې بلا نشته درسره نه يې مني؛ ځكه چې د دوى په ذهن كې بلا شته. په داسې حالاتو كې بايد د ماشوم له تخيل څخه كار واخلو او وېره يې له منځه يوسو. هغه داسې، چې مثلاً ورته يوه سكه (اوسپنيزه روپۍ) وركړو او ورته ووايو چې دا جادويي سكه ده، دا به تا له هر رنګه بلا څخه وساتي. يا كه د هغه كوټې رنګ، چې ماشوم په كې څملي، شين وي، ورته به وايو، چې بلا له شنه رنګه ډارېږي، هغه ځاى ته چې رنګ يې شين وي، بلا نه شي ورتلاى. داسې هم كولاى شو، چې د خوب څراغ روښانه پرېږدو او كه فرضاً د څراغ رنګ سور وي، ورته به وايو، چې سره رڼا بلاګانې وژني. د ماشوم وېره د خوشبو په سپرې هم ختمولاى شو. په كوټه لږه سپرې ووهئ او ماشوم ته ووايئ، چې بلا له دې خوشبويي ډارېږي، چېرته چې دغه بوى وي، بلا هلته نه ورځي. ځينې ماشومان د څملاستو پر مهال د لوبو يو شى خپلې خوا پورې نيسي. كه داسې وي، كولاى شو ماشوم ته هماغسې يو لوبكۍ وركړو او ورته دا باور پيدا كړو، چې د لوبو دغه شى جادويي دى او بلا نه پرېږدي، چې ماشوم ته ورنژدې شي.

ماشومانو ته د ځينو دعاګانو ورزده كول هم د هغوى وېره ختمولاى شي. كه نور څه نه شي زده كولاى، همدومره ورته ووايئ، چې د خوب پر وخت دې كلمه تېره كړي، خداى به يې له هر رنګه بلا څخه وساتي.

د وېرې پر مهال د ماشوم ارامول په كار دي. ماشوم په غېږ كې ونيسئ، په دې توګه به هغه ځان خوندې احساس كړي. همدارنګه د ماشوم پام له هغه څه څخه چې دى ځنې وېرېږي، بلې خوا ته واړوئ. مثلاً شرنګونې ورته وشرنګوئ يا د لوبو بل داسې شى، چې د ماشوم ډېر خوښېږي، هغه ورته ونيسئ يا د هغه د طبعې خواړه لكه چاكلېټ يا بسكېټ ورته وركړئ. كه ماشوم غټوكى وي، كولاى شئ، چې ورسره خبرې وكړئ البته د داسې موضوع په اړه ورسره وغږېږئ، چې ماشوم ورسره مينه لري او يا ورته په زړه پورې وي.

ماشومانو ته داسې نكلونه او كيسې واوروئ، چې اتلان يې له څه شي نه وېرېږي، له هرې ستونزې سره مقابله كوي او بريالي كېږي. دا به په ماشوم كې د مېړانې او مبارزې حس پياوړې كړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *