ډ‌یر خوب د ماشومانو د زده کړې کچه کموي

هغه پراخه څیړنه چې په بریټانیا کې پر یوولس زره ماشومانو باندې ترسره شوې ښيې،هغه ماشومان چې د شپې له ۹ وروسته ویده کیږي او یا هم په نورو وخت ناوخته وختونو کې ویده کیږي، له هغو ماشومانو څخه چې په خپل وخت ویده کیږي او په کافي اندازه خوب کوي، د زده کړې، ویلو او حساب کولو کچه يي کمه وي.

د څيړونکو په اند، کم خوب د بدن طبیعی ریتم ګډوډوي او دا د دې لامل کیږي چې د تازه اطلاعاتو د زده کړي په موخه د مغزو د جذب کچه کمه شي.

ژباړن: کامران امیري

ژباړن: کامران امیريه دې څيړنه، څیړونکو د دري، پنځه او اوه کلونو ماشومانو په اړه باندې اطلاعات راغونډ کړي دي چې ایا د دوي د زده کړې کچه د خوب پوري اړه لري او کنه.

دا څيړنه ښيې چې د خوب نا انډولي نظر نورو ته په دري کلونو ماشومانو کې ډیره ده،او په اوه کلنې کې نیمايي ماشومان په خپل وخت ویده کیږي،یعني د شپې د اوه نیمو او اتو ترمنځ.

له دې سربیره، نظر هلکانو ته په انجونو کې د بی خوبي کچه ډیره ده،او د وخت په تیریدو سره يي کچه یا اندازه لا هم لوړیږي.
له ټلویزیون او کمپيوټر څخه د ماشومانو د استفادې په اړه په امریکا کې د ماشومانو د څیړونکو لارښونه:

ښه به دا وي چې تر دوه کلنې پورې د ټلویزیون له کتلو او د کمپيوټر له استفادې څخه ډډه وشي،ځکه چې په لومړیو کلونو کې د دوی مغز ډیر فعال وي او له نورو سره د تعامل په پایله کې نور څه زده کوي.

د ماشومانو د خوب خونه یا اطاق له ټلویزیون،کمپيوټر او د لوبو له نورو شیانو څخه لري وساتي،او ماشومانو ته رسنیزه زده کړه ورکړي،او هغوي ته له اخبار،کتاب او نورو شیانو ګټه واخلي،ښې خپرونې ورته وټاکي،یو ځای ورسره ټلویزیون وګوري او په دې توګه د هغوي د زده کړې یا روزنې لپاره استفاده وکړي.

د ټلویزیون یا کمپيوټر صفحي ته ډیر کتل د ذهن او خوب د ګډوډي او چاغښت لامل کیږي،او که  په ټوله ورځ کې له یادو توکو څخه یوازي دوه ساعته استفاده وشي نو ښه به وي.
د لندن د کالج پوهنتون استاد اماندا ساکر چې دغه څيړنه يي تر نظر لاندې ترسره شوي وايي،دغه څیړنه مونږ ته دا ښې ،چې ښه لاره دا ده څو ماشومانو ته له وړکتوب څخه د مناسب خوب زده کړه ورکړل شي او عادت شي پري .
د څیړونکو په وینا،چې د اوه کلونو څخه د کم عمره ماشومانو لپاره په شپه کې لس ساعته خوب اړین دی چې باید ویکړي.

ژباړن:کامران امیري

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *