دوشنبه, جنوري 18, 2021
Home Blog Page 931

ادبي کره کتنه څه شی ده؟/ لیکوال: سیروس شمیسا

0

ژباړن: مصطفی صفا

کوم تعریف چې پخوانیو پوهانو ادبي کره کتنې ته ورکاوه، د اوسنیو پوهانو له تعریف سره توپیر لري. د پخوانیو له نظره په عمومي توګه ادبي کره کتنه دا وه، چې د یوه اثر عیبونه رابرسېره کړي. د ساري په ډول دوی به څرګندوله، چې د اثر الفاظ څه وضعیت لري، یا یې معنا او محتوا له کوم بل اثر څخه اغېزمنه ده. په همدې ترتیب ادبي کره کتنې په ټولیز ډول د لفظ او معنا له لوړو ځوړو څخه خبرې کولې، چې دغه مفهوم په خپله د نقد «کره کتنې» له لغت څخه راوځي او دا ځکه چې نقد له ناکره څخه د کره د بېلولو په معنا دی. ددې موضوع توضیح دا ده، چې په پخوانیو زمانو کې دوه ډوله پیسې وې. د سپینو زرو «درم» او د سرو زرو «دینار»، هغه مهال به ډېر کله د سروزرو په پیسو کې درغلي کېدله او له هغو سره به یې مس ګډول، په لومړیو کې به په سروزرو کې د مسو پېژندل خورا ستونزمن وو، خو د وخت په تېرېدو سره به مسو لږلږ توروالی پیداکړ… له دې مخې په لویو تجارتي معاملو کې به سره زر صراف ته وړل کېدل، څو د هغو سوچه والی معلوم کړي. په بازارونو کې به د صرافانو ګڼې هټۍ وې، صرافان به په خپلو زرکاڼیو باندې د زرو سموالی او ناسموالی معلوماوه، نو همدا لامل شو، چې ادبي اثار له سروزرو سره تشبیه کړل شول، چې ممکن په ادب کې هم ناسم توکي شتون ولري، چې ادبي نقاد یا کره کتونکی یې په خپل ادبي مِحک یا زرکاڼي باندې پېژندلی او جلا کولی شي. په دې بنسټ لکه څنګه چې مخکې ورته اشاره وشوه، د پخوانیو کره کتونکو کار زیاتره د ضعیفو ټکو څرګندول وو… په پخواني لوېدیځ کې هم خبره همداسې وه، د نقد یا criticism په باب د «وبسټر» په فرهنګ کې راغلي: «د نقادۍ عمل، عیب پلټنه ده.» خو جالبه لا دا وه، چې دغه لغت هم له critertion سره چې یوناني اصل یې krinein دی تړاو لري او معنا یې هماغه د صراف د سنجونې آله، مِحک یا زرکاڼی راځي… خو په نوي عصر کې له ادبي کره کتنې څخه موخه د اثر د عیبونو بیانول نه دي «که څه هم دغې مسئلې ته اشاره وکړي» ځکه ادبي کره کتنه د لومړۍ درجې اثارو په شننه او سپړنه لاس پورې کوي، چې په دارنګه اثارو کې د ضعف د ټکو پرځای د هغو د قوت ټکي مهم ګڼل کېږي. ادبي کره کتونکي هڅه کوي، چې د اثر په تحلیل او تجزیې سره لومړی د هغه جوړښت او معنا د لوستونکو لپاره روښانه کړي او دویم هغه قوانین توضیح کړي، چې د نوموړي اثر د لوړتیا سبب شوي دي. نو ځکه ادبي کره کتنه له یوې خوا د یوه اثر په توضح کې د ادبي قوانینو کارول دي او له بلې خوا د داسې مهمو اړخونو رابرسېره کول دي، چې په هغه اثر کې پټ پاتې وي. «الیوت» په خپله یوه مقاله کې چې «فردي وړتیا او دود» نومېږي وايي: ادبي کره کتنه کومه پرځای ولاړه او تړلې پروسه نه ده، زموږ له خوا د پخوانیو اثارو تعبیرول او تفسیرول، تل هغه ته بېله معنا وربښلی شي.

ادبي کره کتنه یوه خلاقه کړنه ده او ډېری ادبي کره کتونکي هم د ادبي اثر د پنځګر په اندازه د ذوق او خلاقیت خاوندان وي. په دې توپیر چې شاعر او لیکوال په شعوري او ضروري توګه د ادبي علومو له ټولو فنونو او معیارونو سره اشنا نه وي، په داسې حال کې چې ادبي کره کتونکی باید په دقیق ډول له یادو مسایلو سره اشنا وي، ترڅو د یوه ادبي اثر په سپړلو کې له هغو څخه د خپل تحلیل او تفسیر د وسیلې په توګه کار واخلي. له همدې امله باید له ادبي کره کتنې څخه د ادبیاتو په پراختیا کې مرسته وغواړو، ځکه چې په کره کتنې سره ادبي علوم بدلون مومي او ورباندې ژوندي پاتې کېږي. ادبي کره کتنه د اثارو په ارزونه کې له داسې وسایلو ګټه اخلي، چې په هغو سره سولېدلي او بې خونده توکي له ادبه لرې کېږي، په همدې هیله نوې لارې چارې کشفوي او د یوه هېواد پر ادبي جریانونو لورېینه کوي. لوستونکي د ادبي کره کتونکو په مرسته داسې معیارونه په لاس راوړي، چې په هغو سره د اوچتو اثارو د پېژندنې زمینه برابرېږي او همداسې د سرسري او معمولي اثارو خامۍ ورته په ښه بڼه څرګندېدای شي. دغه لړۍ ددې لامل کېږي، چې ټول ادبي او فرهنګي جریانات په سم مسیر کې حرکت وکړي او حق په حقدار وسپارل شي.

له بله اړخه ډېرکله ادبي کره کتونکی د لوستونکي او لیکونکي ترمنځ د اتصال د کړۍ حیثیت غوره کوي او ددې لامل کېږي، چې د لوستونکي لپاره د ادبي اثر ځینې پېچلتیاوې لرې او د هغو د سمې پوهېدنې وړ وګرځوي. اوچت اثار معولاً د اوچتو ذهنونو خاوندان ستايي او عام وګړي هم پرته له دې چې د یادو اثارو پرمعیارونو پوه شي، د پوهو خلکو د ذوقونو پیروي کوي او نوموړو اثارو ته درناوی کوي. کره کتونکی د ادبي اثارو د ارزونې او سپړنې له لارې د هغو د شهکارۍ لاملونه څرګندوي او په غیرمستقیم ډول لوستونکو ته ورښيي، چې کوم اثار د ارزښت وړ دي. په هغو هېوادونو کې چې ادبي کره کتنه زیاته دود ده، د لیکوالو، شاعرانو او فرهنګي بهیرونو حالت غوړېدلی او خوندور دی، هلته د چا په کمال سترګې نه پټېږي او نه جعل کاریو او ناسمو ګټو اخیستنو ته لاره هوارېږي.

اوسمهال ادبي کره کتنه په دومره چټکتیا سره د بدلون په حال کې ده، چې وېره شته خپل نوم او ځای به یوه بل نظام ته چې «ادبي نظریې» باله شي پرېږدي. ادبي نظریې د بېلابېلو ادبي مسائلو په باب د اندونو او فکرونو مجموعه ګڼل کېږي، چې د یوه ادبي اثر جوړښت، د هغو د روایت مختلفې لارې چارې، پر ادبي اثر پوهېدا، د کرکټرونو ډولونه، د موضوعاتو رنګارنګۍ، ادبي ژانرونه او لسګونه نورې مسئلې په خپله لمن کې رانغاړي.

په هرحال اوسمهال دا دوې مسئلې دومره یو او بل ته سره ورګډې شوې، چې د پخوا پر خلاف له ادبي نظریو پرته د ادبي کره کتنې پروسه ناممکنه بلل کېږي او کله ناکله خو ادبي کره کتنه د ادبي نظریاتو له لیدلوریو اثارو ته ګوري. ددغو ادبي او فلسفي نظریو په ځینو برخو کې لکه هرمونتیک او جوړښت ماتونه، لومړی مؤلف له صحنې وباسي او دویم د نه قاطعیت په صورت کې د کار معنا ارزول کېږي. چې ویلی شو، د لوستونکو د شمېر په اندازه معناوې لرو، نو ځکه په خپله متن نور څه نه دی، بلکې هرڅه چې دی، د لوستونکي له نظره دی. په دې حالت کې د کره کتوني او لوستونکي ترمنځ توپیر هم له منځه ځي. په دغه برخه کې ترټولو مهم د ډیمان Deman بحثونه دي، چې په ۱۹۷۹م کال کې یې د «ړوندتوب او لیدنې» په کتاب کې راوړي. نوموړی په دغه کتاب کې وايي: کره کتونکی په یوه متن کې د ناسمې لوستنې او ناسمې پوهېدنې پر وخت د ړانده رول لري، خو وروسته چې خپلې ستونزې هوارې کړي، د لیدونکي بڼه راخپلوي. باید پټه ونه ساتو، چې نوې ادبي کره کتنه په داسې م��ائلو کې د افراط لمنه نیسي، هغه دا چې مخکې له مخکې باید د لیکوال له مقصد څخه خبر ولرو، ترڅو د هغه اثر راوسپړلی شو. دا خبره ترډېره هوايي غوندې ښکاري، دا ځکه چې له هغه متن څخه چې په لاس کې یې لرو، بل هېڅ ښه سند نشته، له بلې خوا چې وايي، په هېڅ وجه نه شو کولی، د مؤلف ذهن ته نږدې شو هم چندان د باور وړ نه ده.

اصلي خبره دا ده، چې په دقت او تلاش سره کولی شو، له یوه اثر سره اشنا شو او د یوه قاضي په څېر ممکن د یوه تورن له تیت پرک او ضدو نقیص خبرو څخه حقیقت رامعلوم کړو. په دې بنسټ ویلی شو، د اوسنۍ او دودیزې کره کتنې ترمنځ زیات واټن لیدل کېږي. په ځانګړې توګه دغه توپیر د هغوی په روشونو کې دی. «هوف» دری مرحلې د ادبي کره کتنې په تحول کې معرفي کړې دي:

۱: دودیزه مرحله، چې په هغه کې د یوه شعر معنا، د هغه مدلوله معنا ده، یعنې هغه څه چې شعر یې وايي، د لږو او ډېرو نورو مبهمو او شاعرانه کیفیاتو ترڅنګ بیانېږي.

۲: سمبولیستي مرحله، چې په هغه کې شعر یوه مکاشفه ده او د هغو پر چلند باندې کار نه لري، بلکې هغه شیان چې نه یې وايي تعقیبوي.

۳: د نوې کره کتنې مرحله، چې تر ډېره د یوه اثر سمبولیکه بڼه تحلیلوي او کره کتونکی هڅه کوي، د شعر جوهر او مکاشفوي جوړښت راوښيي…

زما په نظر پردغه دریو مرحلو باید یوه بله مرحله چې ادبي او فلسفي نظریه ده ورزیاته کړو. ادبي کره کتنه د ادبي اثر د سرچپه ویلو او بل ډول کولو په معنا نه ده، بلکې د یوه اثر دقیقه لوستنه او هوښیارانه مطالعه ده. فرمالیستان وايي، په متن کې دقت او ژاک دریدا وايي، په دقت کې تاکید. په همغه دودیز حالت کې هم د اثر دقیقه لوستنه مهمه ده او همدارنګه د یوه اثر د پټو هنرونو رابرسېره کول، د اثر ارزښت په ګوته کول او له اجتماعي او سیاسي مسائلو سره تړاو ورکول، د ادبي کره کتنې خواوې دي.

په هرحال د ادبي کره کتنې په هکله دومره خبرې شوې، چې اوسمهال د ادبي مطالعاتو یوه برخه ګرځېدلې ده. د مثال په ډول «رولان بارت» د ادبي کره کتنې په باب په خپلو مستقلو اثارو او نورو لیکنو کې خورا جالب بحثونه کړي دي. په ټولیز ډول ویلی شو، چې هر ادبپوه او د نظرخاوند اړ دی، چې د خپل کار د پرمختیا لپاره د کره کتنې لمن ونیسي. د یادولو وړ ده، چې له ادبي کره کتنې څخه د هغه تاریخي رول ته په کتو ډېرې هیلې درلودلی شو. د یوه اثر نیمګړتیاوې ښودل، یو اثر ستایل، د یوه اثر شننه او سپړنه، یوه اثر ته له بلې زاویې کتل، د اثر له لوستلو څخه خپل تاثیرات بیانول او نور… دا هغه طمعې دي، چې په هره دوره کې توپیر لري او د کره کتونکي په فلسفه او سلیقه پورې اړه لري. مثلاً «میشل فوکو» په خپله مشهوره مقاله کې چې «مؤلف څوک دی؟» نومېږي، کره کتنه داسې تعریقوي:«د کره کتنې دنده له مؤلف سره د اثر د مناسباتو څرګندونه نده او نه د متن له لارې د کوم فکر او تجربې د رغولو هوډ لري، بلکې دا ده، چې ادبي اثر د جوړښت، ذاتي بڼې او باطني مناسباتو له مخې تحلیل کړي. په دغه ځای کې دا مسئله رامخې ته کېږي، چې اثر څه شی دی؟» څرګنده خبره ده، چې له کره کتنې څخه دغه تلقي د «لوکاچ» په څېر د یو شمېر نورو پوهانو له نظره ستونزې لري.

په کره کتنه کې زما سلیقه له ادبي تفسیر څخه عبارت ده، چې هغه هم بېلابېل ډولونه لري. یو ادبي کلام د جملو او کلمو ترمنځ د معنايي او لفظي اړیکو هغه شبکه ده، چې په شعوري او غیرشعوري توګه رامنځته کېږي. ادبي تفسیر په پخواني تعبیر سره د جملو او کلمو ترمنځ د همدغو لفظي او معنوي اړیکو توضیح او تشریح ده. خو نوی ادبي تفسیر ددغه روابطو د بېلتون او د نورو روابطو د رامنځته کولو په معنا دی. دا ځکه چې یو ځل یو ادبي متن له منجمد حالت څخه ایستل کېږي، ویلې حالت ته بېول کېږی او له دې وروسته یوځل بیا شکل او بڼه نیسي. دغه دویمه بڼه چې یو بل پوهاوی دی، ممکن له لومړي پوهاوي سره یا هغه تشکیل سره چې لیکوال ایجاد کړی توپیر ولري. خو دا چې ادبي کره کتنه علم دی او که نه؟ یو بحث دی، یعنې ایا کېدای شي، د ادبي کره کتنې زده کول له یوه کس څخه کره کتونکی جوړ کړي؟ ایا ادبي کره کتنه کوم ځانګړي اصول، حدود او قوانین لري؟ او که غوره به وي، چې هغه یو ډول ادبي نظام وبولو؟

په ټولیزه توګه ادبي کره کتنه کومه ځانګړې پوهنه نه په ګوته کوي، ځکه که هرڅومره د اصولو او موازینو زده کړه د محصلانو او د فرهنګ د لارویانو پر ذهن مثبت وکړي، خو بیا هم تر ډېره ورنه ادبي کره کتونکی نه شي جوړولی. ددغه شي په لاسته راوړلو کې پوهه، خلاقیت او ذوق هم اړین دي. دا ځکه چې د ادبي کره کتنې زیاته برخه په ادبي انواعو ورګډېږي. له معاصرو ادبپوهانو څخه «رولان بارت» هغه څوک دی، چې ادبي کره کتنه له ادبي اثر سره او کره کتونکی له پنځګر او هستونکي سره همغاړی ګڼي.

ادبي کره کتونکی باید د ادبي اثارو او ادبي نزاکتونو د اشنایۍ ترڅنګ، کتاب لوستی انسان وي او له ګڼو نورو پوهنو لکه سیاست، مذهب، ټولنپوهنه، ارواپوهنه او تاریخ سره تر یوه بریده اشنايي ولري. څرنګه چې زیاتره ستر ادبي اثار یوازې د ادبیت له مخې نه دي مشهور شوي، بلکې په هغو کې زیاتې داسې باریکۍ شته، چې ورباندې پوهېدل هر اړخیزو معلوماتو ته اړتیا لري. د الیوت په نظر، ادبي معیارونه یوازې دا څرګندوي چې اثر ادبي دی او که نه، خو د یوه اثر عظمت یوازې پر ادبي معیارونو نه څرګندېږي.

د مثال په ډول ایا د شاهنامې ارزښت یوازې د ادبي مسایلو له امله دی؟ په دغه ځای کې د رضاقلي خان هدایت او وحید دستګیري په شان په تېروتنې سره نظامي تر فردوسي نه زیات د ارزښت وړ بولو، خو دا مسئله داسې اسانه نده. فردوسي په داسې وخت کې چې کورنۍ ماحول یې له ستونزو سره لاس او ګرېوان وه، د خپلو نیکونو د عظمت او کارنامو روح پکې پو کړه. کره کتونکی باید د ایران د تاریخ دغې ځانګړې دورې ته په کتو د شاهنامې رول په نظر کې ونیسي. زما له نظره دغې مسئلې ته یوځواب دا کېدای شي، چې ادبي کره کتنه ورته پر دوو برخو «نظر او عملي» باندې ووېشو. نظره کره کتنه علم دی او عملي کره کتنه صناعت او پنځونه.

ادبي اثارو ته کتنه په ښه ډول ښودلی شي، چې په دې ډول اثارو کې د ادبیاتو د څرنګوالي او د سبکونو د مشخصاتو په باب څرنګه خبرې شته. د ارسطو بحثونه په محاکاتو او پېښو کې، د روسي فرمالیستانو بحثونه د کلام په ادبیت کې، د جوړښت پالانو نظریات… دغه ډول مطالب په نظري کره کتنه کې راځي، چې عملي جنبه هم پیدا کولی شي او د اثبات، رد، فحص او بحث وړکېدلای شي، خو عملي کره کتنه بیا داسې طریقې لري، چې کره کتونکی د خپلې سلیقې، ذوق او توان له مخې د اثارو په سپړنه لاس پورې کوي او په هغه کې په مستقیم یا غیرمستقیم ډول د نظري کره کتنې له بحثونو څخه ګټه اخلي. د کره کتنې دغه ډول علم نه دی، ځکه چې هغه بل چا ته ورښودلی نه شو…

یوه بله مسئله «چې معولاً په دې اړه پوښتنه کېږي» دا ده، چې ایا ادبي کره کتونکی کولی شي، تر کار د مخه کومه ځانګړې طریقه او نظریه وټاکي؟ ددغې پوښنې ځواب تریوه بریده اوږد راځي. په لومړیو کې کولی شو، یو اثر د بلاغت، فن او لغوي جوړښت له مخې وارزوو. دویم د ځینو ادبي اثارو سبک او ژانر د کره کتونکي لیدلوری ټاکي. یعنې ځانګړې کره کتنه غواړي، مثلاً د صادق هدایت د ړوند کونګ یا بوف کور د اثر کره کتنه له ارواپوهنیز او اسطوروي کره کتنې سره جوړېږي… دریم ادبي کره کتنه یو داسې نظام دی، چې کره کتونکي ته د بېلابېلو نظریو په مطرح کولو سره بېلابېل ذهني تصویرونه او نظرونه وربښي او ادبي کره کتونکی د یوه خلاق او علاقه من شخص په توګه په آزاد لاس کولی شي له بېلابېلو طریقو څخه ادبي اثر ته کتنه وکړي او له هر ډول وسیلې څخه ګټه پورته کړي. د مثال په توګه، په ارواپوهنیزه کره کتنه کې د یوه اثر ادبي او فني اړخونه چندان په نظر کې نه نیول کېږي. لکه پورته چې یاد شو، که چېرې یو کره کتونکی د ړانده کونګ «بوف کور» په ارواپوهیزه اروزونه کې تشبهاتو او د هغو څرنګوالي ته دقیق شي، کومه د تېروتنې وړ خبره نه ده… په داسې حال کې هم کره کتونکی د علمي اصولو په رعایت کې آزاد دی، ترڅو په ټولو شته امکاناتو سره د اثر په لور ولاړ شي.

داسې کره کتونکي هم شته، چې په خپل تحلیل کې د لوستونکو د توقع خلاف له یوه داسې روشه ګټه اخلي، چې په هېڅ وجه یې اټکل نه وي شوی. مثلاً د یوه هنري اثر جوړښت داسې سره شاربي، چې په اثر کې یو نوی جوړښت راپه ګوته کوي او لوستونکي له نوي پوهاوي سره مخ کوي. هماغسې لکه د جوړښت ماتونې deconstruction په بحث کې چې ورته اشاره وشوه.

په ټولیز ډول باید په پام کې ولرو، چې ادبي کره کتونکی باید په خپله ارزونه او شننه کې یو منظم او واحد سیستم جوړ کړي، چې په هغو کې د متن ټولو پوښتنو ته په منظمه توګه ځواب وویلی شي او د بحث هېڅ برخه له بلې سره په تضاد کې واقع نه شي. د ساري په توګه داسې نه شي، چې د اثر په توضیح کې یو ځای له مذهب سره وتړل شي او بل له کفر سره. یا لیکوال په یوه مخ کې عارف کړي او په بل کې کمونیسټ او له دې مخې خپل ناسم ذهنیت د ادبي اثر د جوړښت په پوهاوي کې د لیکوال ستونزه وګڼي.

خو دا باید ونه ګڼو، چې ادبي کره کتونکی خپله وروستۍ او لومړۍ خبره کوي. هر کتنه او هره نظریه تفسیرېږي. د «رامان سلډن» په وینا د «بارت» رایې ته په کتو باید ووایو: (هر نظام «مارکسېزم، فرمالېزم، جوړښت پالنه، ارواشننه…» چې پر متن تطبیق کړو، یوازې یو یا څو تفسیره د متن له اوچتو سپړنو څخه فعالولی شو.) دغه بحث د ادبیاتو د تعریف او د نورو اصطلاحاتو او مفاهیمو په برخه کې هم صدق کوي. خو باید په دومره سادګۍ سره هم ونه انګېرو، چې یوازې د یوه ادبي مکتب د ځینو غړیو د مفکورو پربنسټ په پرېکنده ډول ووایو، چې ادبیات څه شی دي او د ادبي اثارو ځانګړتیاوې څرنګه دي؟ دا سمه ده، چې له دغو نظریو څخه هره یوه تر یوه بریده د یوه اثر ادبي توب څرګندوي او نوي اصطلاحات او مفاهیم مطرح کوي، مګر په ټوله کې له دغو نظریاتو څخه هېڅ یوه هم جامع او بشپړه نه ده. بلکې هماغسې لکه فرنګیان چې وايي، د ادبیاتو یو داسې ډول ګڼل کېږي، چې له ادبي مسائلو سره د ځانګړو روشونو له مخې مخامخ کېږي. په دغه برخه کې ترټولو غوره مثال پخپله د ادبیاتو مفهوم دی، چې په هېڅ فرهنګ او نظریه کې هغه ته کوم ټولمنلی تعریف نه دی ورکړل شوی. مثلا، «کاډن» د ادبي اصطلاحاتو په فرهنګ کې په دې اړه لیکلي، ادبي اثار هغه دي، چې اوچت کیفیت لري! دا چې لږ نوره هم روښانه شي، د همغه کتاب متن رانقلوو: (ادبیات یوه مبهمه اصطلاح ده، چې معمولاً د هغو اثارو لپاره کارول کېږي، چې یو له مهمو ادبي ژانرونو لکه حماسو، نندارلیکونو، لنډو کیسو او نورو په چوکاټ کې وړاندې شوي وي. خو که چېرې وغواړو، چې یوه ادبي اثر ته له غیر ادبي اثارو سره توپیر ورکړو، باید د ځینو کیفي توصیفاتو څرګندونه یې وکړو. د مثال په ډول د جورج الیوت داستانونه ادبي دي، خو د جیمزبانډفلمینګ لیکنې دغه ځانګړتیا نه لري. داسې ګڼ اثار شته چې هغه کوم ځانګړی ادبي ژانر ته نه شو منسوبولی، خو ادبي یې ګڼلای شو، ځکه په اوچته بڼه لیکل شوي او د ښکلا او هنریت څرک پکې لګېږي.» کاډن ورپسې لیکي، زه په همدې ډول په تصادفي بڼه د لاندې اثارو نومونه اخلم، چې ټولو ته یې ادبي ویلی شو: «د سنټ اګوستین الهي مدینه، د اراسموس د لېونتوب ستاینه، د ډیکارت د عقل پر روش خبرې، د برکلې افلاطني مکالمات، د ګیبون اثر د روم د امپراطورۍ سقوط، د پرسکوت د مکزیک د فتحې تاریخ او د ډاروین مشهور کتاب د انواعو اصل…»

زه هم د همدې قیاس له مخې د فارسي ادب څو مثالونه وړاندې کوم: «د طبري تفسیر، د بیهقي تاریخ، خوان الاخوان، د مولوي مثنوي، کشف الاسرار، ګلشن راز…» دا چې کاډن د شکسپیر له دېوان او د جویس له داستانونو څخه یادونه نده کړې، ما هم د حافظ له دېوان او د صادق هدایت د داستانونو یادونه ونه کړه، دا ځکه چې د هغو په ادبیت کې هېڅ شک او شبهه نشته. مګر دا چې ادبي کره کتنه د پخوانیو په اند د ادبي علومو یوه څانګه وه او که نه؟ باید ووایو، چې بلې وه، خو د سبک پېژندې په څېر نه وه، چې یوازې مفهوم یې د پخوانیو په ذهن کې ؤ او نور یې د کومې منظمې او مشخصې پوهنې په څېر شتون نه درلود. ادبي کره کتنه هم په لوېدیځ او هم په ختیځ کې له ډېرې پخوا څخه لږوډېر د څه مستقلې پوهنې په توګه مطرح وه او یو شمېر خلکو پکې نوم پیدا کړی ؤ. په هرحال د بلاغت د عالماؤ یو تمایل ادبي کره کتنه وه.

د کره کتنې د نثر په اړه به بده نه وي، چې ووایو، دغه نثر باید ساده، روښانه او علمي وي. په اېران کې دود ده، د ادبي او هنري نثرونو په ستاینه او غندنه کې له طنز څخه کار اخلي. په داسې حال کې چې ادبي کره کتنه په بنسټیزه توګه لومړی د ستاینې او عیب پلټنې سره تړاو نه لري او ډېر کله یې هدف د یوه ادبي اثر تحلیلول دي. دویم د ستاینې یا غندنې په وخت کې هم باید روښانه او مدللې خبرې وشي. فرنګیان د ادبي کره کتنې نثر ته Expository prose وايي. یعنې هغه نثر چې توصیفي او ارتباطي وي او استدلالي جنبه لري او د مطلب د جزیاتو په نظر کې نیولو سره مخ پر وړاندې ګام اخلي.

پرځان کره کتنه/ ګل رحمن رحماني

0

د هر اثر لومړى لوستونکى خپله د اثر ليکوال دى، خلاق او هڅاند ليکوال خپله هره ليکنه د ليکنې په جريان کې او د ليکنې تر بشپړېدو وروسته په بيا بيا به انتقادي نظر لولي، خو دا لوستنه يې عادي نه وي.

دى د لوستنې پرمهال ځانته خنډونه را ولاړوي، نيوکې پرې کوي، ځان ته په لوى لاس پوښتنې پيدا کوي او بيا يې د حل کولو او له منځه وړلو لپاره په خپله ليکنه کې سمون راولي او محتوايې هر ځل تر پخوانۍ بڼې ښه کېږي او اثر يې د جامعيت او بشپړتيا خواته ځي.

که چېرته ليکوال دا هنر ولري، د خپلې ليکنې خوګانې د نورو تر نيوکې او اشارې وړاندې خپله پيدا کوي او حل لاره ورته لوټوي، نو ځکه د اثر د وړاندې کولو پر مهال د کره کتونکو له نيوکو تر ډېره خوندي وي او د يوه ډول ارام احساس کوي چې دا احساس کله کله د ليکنې څخه د رضايت لپاره وي، خو کله بيامضرتمامېږي.

مضر په دې مانا چې که ليکوال تل په دې فکر وي چې عالي او بې نيمګړتياوو ليکنه يې کړې او له خپلې هرې ليکنې رضايت او قناعت څرګند کړي، نو پر مخ يې د نوښت دروازې تړل کېږي، توښتيز او يا حتى شاهکار اثار نه شي پنځولى.

په بل عبارت ، ارام او ټنبل اموخته کېږي، يو ډول داسې غرور ورسره ملګرى کېږي چې په تدريجي ډول ليکوال له خپلو لوستونکو لرې کوي او له اثر نه يې د نوښت او خوند مالګه ورکېږي.

ځينې داسې ليکوالان شته چې د ليکنې پرمهال ځان تېر باسي، نه يواځې چې په خپله ليکنه پر بيا بيا کتنه نه کوي، بلکې ځينې ستونزې او نيمګړتياوې چې په اثر کې يې موجودې وي او دى يې هم درک کوي، چندان پاملرنه ورته نه کوي، همداسې يې پټې ساتي.

دا کار شايد د ټنبلۍ او يا هم په ددې سبب وکړي چې لوستونکو ته اوچت او تجسسي مقام نه ورکوي، لوستونکى عادي ګڼي، فکر کوي چې دا يوازى خپله دى دى چې د ليکنې ستونزې يې درک کوي، شايد لوستونکى دا وړتيا ونه لري.

په داسې حال کې چې خپل لوستونکى بايد هېڅ وخت هم عادي ونه ګڼي، داسې فکر وکړي چې د اثرهرعادي لوستونکى يې نقاد ذهن لري، يوازې دده د ليکنو نيمګړتياوو ته ځير دى او د ليکنې په ستونزو پسې يې څراغ را اخيستى.

له لوستونکي دا وېره که څه هم لوستونکى به نقاد ذهن ونه لري، خو دا موضوع له ليکوال سره مرسته کوي چې تر ډېره حده بشپړ او جامع اثر رامنځته کړي.

دلته يوه بله ډېره مهمه خبره دا ده چې ليکوال بايد د خپلې ليکنې د لوستلو پرمهال سره له دې چې د سمون او ترتيب(حذف او زياتونې) بشپړ صلاحيت يې لري، له ځانه لوستونکى جوړ کړي، خلاق او نقاذ ذهن ولري.

دى چې له خپلې ليکنې سره کوم چلند او په اړه يې قضاوت کوي، نو دا دې په ياد وساتي چې د هر بل لوستونکي قضاوت او چلند به له ليکنې سره تر ده سخت وي.

که ليکنه يې خوښه شوه، نو اړينه ده چې د خوښېدو يا ښېګڼو ټکي يې په ذهن کې ياداشت کړي، په دې پوه شي چې ليکنه يې ولې ښه وه، کوم مثبت ټکي يې درلودل، له ابهام او ګونګتيا نه څومره لرې وه، پيغام او موخه يې څومره روښانه وه، تورې او جملې يې څومره پر ځاى کارېدلې وې، د لفظونو او ماناګانو تړاو يې څنګه و؟

په همدې ترتيب د منفي خواوو يا کمزورو برخو په ياد ساتل، لاملونه يې او د حل يا د له منځه وړل يې ياداشت کول د ليکوال لپاره ډېر اړين دي.

دا يادښتونه نه يواځې چې ليکوال ته د همدې تر لاس لاندې ليکنې په اصلاح کې مرسته کوي، بلکې دده د راتلونکو ليکنو پرمهال ورته د يوه لارښود مانا لري، په اثر کې يې پوخوالى، کره والى او دروند والى پيدا کوي.

پرځان کره کتنه د ځان پېژندنې او ځان موندنې بنسټ جوړوي، په يوه داسې ټولنه کې چې پر ادبي اثارو يې معياري او بې پرې نقد يا کره کتنه ډېره کمه وي، د ليکوال اثر خپله د ليکوال کره کتنې ته خورا ډېر اړ دى.

دا خبره به داسې توضيح کړم چې معياري او اصولي کره کتنه له ليکوال سره د غوره اثر په رامنځته کولو کې مرسته کوي، ليکوال ته خپلې نيمګړتياوې يا خامۍ ور په ګوته کوي، خو که دا کار ونه شي، نو اثر يې په نيمګړتياوو کې پاتې کېږي.

سره ددې چې د ليکوال کره کتنه هم دهغه د پوهې او معلوماتو په دايره کې وي، خو دا به لږ تر لږه لوستونکو او يا کره کتونکو ته ددې قناعت ورکړي چې هغه له خپلې ليکنې سره بې پروايي نه ده کړې، خپل ځواک او نهايي پوهه يې ورڅخه نه ده سپمولې.

زه نه وايم چې له دې لارې به ليکوال رښتيا هم يو بشپړ او معياري اثر وړاندې کړي، خو لږ تر لږه به يې دا کار کړى وي چې د لوړې کچې د کره کتونکو او نقادو لوستونکو کار اسانه کړي او ځان له ملامتيا وژغوري.

د ليکنې تر خپرېدو يا مخاطب ته تر وړاندې کېدو وړاندې دا موضوع ځکه ډېره مهمه ده چې تر دې وخته د ليکوال اثر د هغه خپل مال ګڼل کېږي، دى ورباندې بشپړ حاکميت لري، اثر يې لا په واک کې دى.

کله چې بيا اثر دده له لاسه ووت، د لوستونکو يا خپلو مخاطبينو لاس ته ورغى، نو نور هغوى هم په کې شريک دي، کتابتونونو او بازارونو ته ځي، د بېلابېلو کچو لرونکو لوستونکو لاس ته ورځي.

بيا نو ليکوال د چا د نقد او نيوکې مخه نه شي نيولى او نه يې هم په ځانګړي مخاطب پورې محدودولى شي، دى مجبور دى چې دهغوى قضاوت ته غاړه کېږدي او د خپل اثر مثبت او منفي خواوې د هغوى په نظرونو او وړانديزونو کې و ارزوي.

يوه ورځ مې له يوې راډيو نه د ماشومانو لپاره ځانګړې خپرونه اورېده، په وروستۍ برخه کې يې کوچنۍ ډرامه درلوده، څو ماشومان باغ ته د مېلې لپاره ځي، هر يو له کوره د پخلي لپاره يو څه وړي.

يو ماشوم له ډېرې بې وزلې کورنۍ څخه وي، کور کې يې څه نه وي، مور يې يوازې مالګه ورکوي، کله چې مېله پيل شي، نو له دې ماشوم سره يوازې مالګه وي، نور ماشومان يې له مېلې شړي، په لاره کې باغوان په مخه ورځي.

باغوان يې د ژړا د لامل پوښتنه کوي، چې خبر شي بېرته يې ور ولي او ماشومانو ته وايي چې خير دى غريب دى، درسره ملګرى يې کړئ، ماشومان د باغوان خبره مني او ډرامه د ماشومانو په خندا پاى ته رسېږي.

ددې ډرامې له اورېدو وروسته ماته ځينې پوښتنې پيدا شوې، که زه ددې ډرامې ليکوال وى، ما ډرامه داسې جوړوله چې ماشومان ډوډۍ پخوي، د خوړلو په وخت کې يې پام شي چې بې مالګې ده، هغه شړلي ماشوم ته يې پام کېږي چې مالګه ورسره ده.

پسې ورځي، را پخلا کوي يې،د ډوډۍ مالګه برابروي او سره خاندي، دلته له يوې خوا د مالګې پر اهميت يو پيغام وړاندې کېږي او له بلې خوا ماشومان خپله يوه ستونزه په خپله هواروي، درېيم کس ته اړتيا نه پيدا کېږي.

دلته څرګندېږي چې په خوړوکې تر ټولو مهم شى( مالګه) له بېوزلي ماشوم سره وه، له داسې مېلو پرته په عادي ژوند کې هم هر څوک ځانګړى ځاى لري، هېڅ شى او هېڅوک بې ضرورته نه دي پيدا شوي.

ما داسې فکر وکړ چې د ډرامې ليکوال په خپله ډارمه بيا ځلي نقد او کتنه نه ده کړې، پيل يې ښه کړى، خو پايله يې بې خونده او د عامو لوستونکو د توقع خلاف او ډېره زړه را ښکونکې نه وي.

ليکوال بايد پوه شي چې د خپلو مخاطبينو پر وړاندې مسوول دى، هغوى حق لري چې دده پر اثر نيوکه وکړي، وړانديز ولري او په منفي خواوو يې سترګې پټې نه کړي.

دا هم طبيعي ده چې په ليکوال نيوکه ډېره ښه نه لګي، خامخا ورسره يو څه حساسيت څرګندوي، په ځانګړي ډول د عامو لوستونکو په نيوکه زرجدي کېږي، ځکه فکرکوي چې دى ترهغوى ښه پوهېږي.

د دې لپاره چې ليکوال تر يوې کچې ددې ستونزو او نيوکو مخه ونيسي، نو د لوستونکو تر نيوکې او کتنې وړاندې دې د خپلې ليکنې کره کتونکى او لوستونکي شي، تشې دې ډکې کړي او شته پوښتنو ته دې مخکې له مخکې ځواب ووايي.

————————–

د لیکوال ځینې نورې لیکنې:

سپین سترګی، بوطیقا، شاعر څوک دی؟ ، افغاني رسنۍ او نړیوالتوب، د محب هنر، هنر ادبیات…. ،

مینه او غرور، پنځمه برخه، په ادبیاتو او هنر کې….، د ځان غم، ادبیات او تکنالوژي، قضايي لمونځ،

د شعر کرکتر، په موضوع ټاکنه کې د اجمل ښکلي… ، پېغور، د مرغانو بیه، پر ګلونو مین شاعر،

 بله ورځ، ارواپوهنیزه….، افسانه او اسطوره، نازک الملایکه…،  پټه خبره، د اسطورو مطالعه څه ګټه لري؟، شعریت څه دی؟ ، د شاعرۍ عروج او نزول، محمد اصف غمګین…، په شعر کې د کلمو ټاکنه،

ننی مخاطب او ټولنیزې رسنۍ، د اوبو غوندي روانه شاعري، ادبیات او جادويي ریالیزم، د شعر تحلیل او تجزیه، زما مینه، د ښار ماڼۍ، د شعر فلسفه، وروستی فصل ، ادب او ټولنیز بدلون، ماشوم او پسه ، سوله او جګړه ، ارمان، لیکوالي، خنډونه او تجربېش

پښتو لهجو ته یوه سرسري کتنه/ نجیب منلی

2

تر هغه ځایه چې زه مالومات لرم تر نولسمې پېړۍ وړاندې د پښتو پر لهجو کوم څېړونکي خاص تمرکز نه دی کړی. په نولسمه پېړۍ کې انګرېزي مستشرقینو پښتو په «کلکه» او «نرمه» لهجو ووېشله چې کلکه یې د ختیزو سیمو لهجه وه (پختو) او نرمه یې د لوېدیزو سیمو لهجه وه (پشتو). د دغو دواړو لهجو تفکیک پر دوو پښتو غږونو ولاړ و:

«ښ» چې په کلکه لهجه کې «خ» ویل کېږي او په نرمه لهجه کې «ش» ویل کېږي.

«ږ» چې په کلکه لهجه کې «ګ» ویل کېږي او په نرمه لهجه کې «ژ» ویل کېږي.

د شلمې پېړۍ په پیل کې غربي پوهانو د «وزیري غږ اووښتون» (Metaphony of Waziri) موضوع هم مطرح کړه (په وزیري لهجه کې عام منل شوي غږونه / ā, o, u / پر /o, e, i/ اوړي:

پلار /plār/ < پلور /plor/

مور /mor/ <  مېر /mer/

لور /lur/ < لير /lir/

ورپسې پرمختګ بیا په ۱۹۶۰ لسیزه کې د دریو لهجو منل وو چې بیا یې هم تفکیک د هماغو دوو غږونو (ښ او ږ) پر بنسټ و:

د ختیزې لهجې مرکزیت پېښور او جلال اباد بلل کېدل، د لوېدیځې لهجې مرکزیت کوټه او کندهار وو او د منځنۍ ژبې مرکزیت پکتیا او وردګ ګڼل کېدل.

──────────────────────────
│ غږ │ ختیزه لهجه │ منځنۍ لهجه │ لوېدیزه لهجه   │
──────────────────────────
│ ښ  │ خ    /x/   │ ښ / x̌/      │ ش / ṣ̌/          │
│ ږ   │ ګ    /g/  │ ږ /  ğ /     │ ژ  / ẓ̌/          │
──────────────────────────

د ۱۹۷۰ لسیزې په لومړیو کلونو کې د یو پراخ څېړنیز کامپاین په ترڅ کې د افغانستان د ژبني اطلس له پاره د موادو د راټولولو په موخه ژبپوهانو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ژبني مالومات راټول کړ. د پښتو څېړنو په برخه کې د هېواد په شاوخو ۲۵۰ کلیو او بانډو کې نېږدې ۲۶۹ پوښتنلیکونه چې شاوخوا دوه زره ژبني توکي په کې ارزول شوي وو ډک شول او د پښتو لهجو د څېړنې له پاره یې لار هواره کړه. په دې څېړنه کې، د نورو تر څنګ، د پښتو ژبې نامتو څېړونکو شاکر، زیار، ثنا او پالوال فعاله ونډه اخیستې وه. له بده مرغه د افغانستان د ژبني اتلس پروژه د ثور له کوتا وروسته د سویسي ژبپوه ژورژ رودار له خوا ودرول شوه. را ټول شوي مواد لا اوس هم د سویس په برن پوهنتون کګې خوندي دي.

د نوو څېړنو او مشاهداتو په نتیجه کې اوس دا منل شوې خبره ده چې د پښتو لهجو موضوع تر هغه څه چې په نولسمه پېړۍ کې پوهانو ویلي وو ډېره پېچلې او پراخه ده. دغه بدلونونه تر ډېره حده جغرافیایي بلل کېږي خو احتمال شته چې قومي عنصر په کې هم مهم نقش ولري.

هغه غږونه چې تلفظ یې په بېلابېلو لهجو کې سره اوړي دا دي:

واولونه : ā, e, ə, i, o, u

چوپ غږونه :

چ <= چ، څ، س (چې <= چې، څې، سې)

څ <= څ، س (څنګه <= څنګه، سنګه)

ځ <= ځ، ز، ج، ځ (ځای <= ځای، زای، جای – ځم <= ځم، زم، څم)

ژ <= ژ، ج، ز (ژبه <= ژبه، جبه، زبه)

ږ <= ګ، ږ، غ؟، ي، ژ ( ږیره <= ګیره، غیره؟، ییره، ژیره)

ش <= ش، س (مشر <= مشر، مسر)

ښ <= خ، ښ، ش ( ښځه، خزه، شځه)

د دغو عمده بدلونونو تر څنګه څینې فرعي بدلونونه هم راځي (خدای <= خلای…). همدا راز یو شمېر ګرامري بدلونو هم شته لکه د (ده/دی، راغله/راغلل، …)

واڼیڅي ژبه که څه هم تر یو وخته د پښتو په لهجو کې شمېرل کېده خو اوس ځېړونکي په دې اند دي چې په واڼیڅي کې د عامې پښتو په نسبت خورا ډېر بدلون راغلی نو باید واڼیڅي ژبه و بلل شي، نه لهجه.

له هغه مهاله چې په شپاړسمه پېړۍ کې پښتو لیکدود د منل شویو سیستمونو په بڼه ترتیب شوی دی پوهانو د ژبې «بین اللهجوي» (Inter-dialectal) بڼې ته پام کړی دی او هغه کلمې چې په بېلابېلو سیمو کې په پېلاپطلو ډولونو ویل کېږي، د هغوی د لیکلو له پاره یې خاص توري وضع کړي دي.

په لیکلې ژبه کې هغه کلمې چې د پورتني جدول له مخې سره اوړي را اوړي، د املا له پاره یې باید د جدول د ښي برخې توري وکارول شي.

–          «زلمی» په هر لهجه کې «زلمی» دی نو په  «ز» لیکل کېږي، په «ځ» لیکل یې غلط دي، «زانګ» هم باید «ځانګو» و نه لیکل شي.

–          «ځای» په ځینو لهجو کې «ځای // » ویل کېږي، په نورو کې «زای» یا «جای» نو په «ځ» لیکل یې سم دي.

–          «ژرنده» چې «ژرنده»، «زرنده» او «جرنده» ویل کېږي  په «ژ» سمه ده.

–          «سږکال» د «سږکال»، «سګ کال»، «سغ کال» او «سژکال» په بڼه ویل کېږي نو باید په «ږ» ولیکل شي

–          «ښکاره» چې «ښکاره»، «خکاره» او «شکاره» په بڼه ویل کېږي باید په «ښ» و لیکل شي خو «خبره» په هر ځای کې «خبره» ده نو باید په «خ» و لیکل شي.

پورته مثالونو ته په پام، کله چې د یوې کلمې په املا کې شک پیدا شي نو هڅه دې وشي چې په نورو لهجو کې (یا حتی په ګاونډیو ژبو کې) دې وکتل شي چې څنګه تلفظ کېږي بیا به یې په لیکلو کې ډېره ستونزه نه وي.

د ځایونو نومونه / اسدالله غضنفر

1

په ځينو راپورونو کې ممکن واورو چې مثلا په چاردرو کې خلک برښنا غواړي؛ یا د چاردرو سړک پخېږي.

زه د کندوز په همدې ولسوالۍ کې دنیا ته راغلی یم او د ګڼو کلیو له نومونو سره یې بلد یم. ځدراڼ، ختای، باسوس، چوراق، خروټي اوعیسی خېل د چاردرې د ځينو کلیو نومونه دي چې معمولا وایو: ځدراڼو ته تللی وم یا له باسوسو راغلم. دغه کلي د پښتنو او اوزبکو په قومونو پورې منسوب دي او په همدې وجه یې د نوم د اخیستلو په وخت د پښتو د جمعې قاعده په نظر کې نیسو.

د چاردرې په کلمه کې ممکن د څلورو درو تصور د دې سبب شي چې ووایو: له چاردرو راغلم یا چاردرو ته تللی وم. البته، دلته څلور درې نشته او د دې سیمې ډیر اوسېدونکي دغه (واو) نه ورکوي؛ دوی وایي: چاردرې ته تللی وم.

موږ ګلدرې، اناردرې، یا مثلا آبدرې ته هم (واو) نه ورکوو خو د چاردرې په برخه کې د څلورو درو تصور ځينې کسان دې ته هڅوي چې د جمعې قاعده ورباندې تطبیق کړي.

په خبرونو کې ډیر ځله لولو: په بامیانو، تالقانو یا سمنګانو کې. دلته هم ځکه ( واو) پې زیاتوو چې د جمعې ګومان مو ورباندې کړی دی. خو بغلان چې په رښتیا درې بغلانه (زوړ، نوی او صنعتي) دي، بې واوه وایو، په بغلانو کې، نه وایو. په بدخشانو، یا په لغمانو کې هم نه وایو. دا ولې؟ ځکه چې د بغلان، بدخشان یا لغمان وروستی سیلاب د جمعې نخښه نه لري. شان، لان او مان د جمعې علامې نه دي مګر یان، ان او ګان د جمعې نخښې دي.

موږ د خلکو په خبرو کې اورو چې وایي، د کابل په اندرابیو کې، په تایمنیو کې، د کابل په شیوکیو کې، د پیښور په باغوانانو کې، د پیښور په کبابیانو کې، د پروان په بایانو کې، په بګرامیو کې، په روداتو کې، په خنجانو کې…

رودات، باغوانان، بایان او کبابیان د جمعې اسمونه دي ځکه خو (واو) ورباندې اضافه شوی دی. د کابل تایمني مېنه هم شاید په دې خاطر له (واو) سره راشي چې (تایمني) په اصل کې د غور د یوې قبیلې غړیو ته وایي. خو په (شیوکي) او (بګرامي) ولې (واو) اضافه کیږي؟ وجه یې ممکن دا وي چې (بګرام) د یو ځای نوم تصور شوی او بګرام ته منسوب سړی (بګرامی) تصور شوی دی. څرنګه چې (بګرامي) یې جمع ده نو د جمعې قاعده ورباندې تطبیق شوې ده. شیوکی به هم د شیوکيو مفرده بڼه تصور شوې وي.

په مخزن الاسلام کې اخوند درویزه د پیرروښان د ذکر په وخت لیکي:(دغه پسه یې نیت وشه، وتیراه وته روان شه، دغه غر له علقه پلی، کل تیراه یې مریدان شه. ولې زیات وو تیراهی له عقله پلی.) دلته ګورو چې اخون درویزه (غر) د غره د اوسېدونکو په معنا اخیستی دی. په پښتو خبرو او لیکنو کې د دغسې تمایل مثالونه په اسانه پیدا کیږي.

تردې ځایه دې نتیجې ته ورسېدو چې موږ په فقرو او جملو کې د ځینو ځایونو نومونه ځکه بدلوو چې د سیمې نه بلکې د سیمې د اوسېدونکو تصور راسره وي، یا دا چې وروستی سیلاب یې د جمعې د نخښې غوندې وي او یا په یو بل علت اسم راته جمع ښکاري. مثلا چاردره ممکن په ذهن کې په څلورو درو وژباړو. په لنډیو کې اورو:

په تاترو راشه جانانه

د خیبر لارې اپریدو نیولې دینه

ما ګومان کاوه چې د تاترو او اپرېدو د هم قافیه کېدو په خاطر (تاتره) تاترې شوې ده خو وروسته مې په ګلشن روه کې د تاریخ مرصع په اقتباس شویو پاڼو کې هم ولوستل چې (د یوسفزیو ولس د تحترو او شلمانیو په غره راغلل.) اوس ګومان کوم چې (تاترې) ته مو یو نیم ځای ځکه واو ورکړی چې سیمه نه بلکې د هغې اوسېدونکي مو په ذهن کې وو. شلمان د تاترې غوندې د سیمې نوم دی، مګر د تاریخ مرصع لیکوال بهتره ګڼلې ده چې د مکان په ځای مکین یاد کړي.

پیروګی، روښان، کنډه لغ او پناه ګیر د غزني د قره باغ ولسوالي د څلورو کلیو نومونه دي. د هغه ځای خلک وایي چې له : پیروګي راغلم؛ له روښانه راغلم، له پناه ګیرو راغلم او له کنډه لغو راغلم.

دوی ته (پیروګی) او (روښان) خلک نه بلکې ځای وریادوي، د پناه ګیر کلمه هغه خلک وریادوي چې یو ځای یې پناه اخیستې وي او کنډه لغ ته به شاید ځکه (واو) ورکوي چې د وروستي سیلاب تلفظ به یې ورته اسانه کیږي.

که د کنډه لغ د (واو) په باره کې زما شک سم وي نو ویلای شو چې د تلفظ اسانه کېدلو ته تمایل یو بل هغه علت دی چې د ځینو سیمو په نومونو ممکن د (واو) توری ورزیات کړي.

په جملو او فقرو کې په ځينو جغرافیایي نومونو د (واو) د اضافه کولو د علتونو په اړه یو څه دقیقه خبره هغه وخت ممکنه ده چې د سیمو د نومونو لا زیات مثالونه ولرو او دا هم معلومه کړو چې دا نومونه ټول خلک بدلوي، که ځینې خلک. زما په ګومان لږ شمیر خلک (چاردرې) ته واو ورکوي، کنډه لغ هم ځينې له واو سره وایي او ځينې بې واوه. تالقان، سمنګان، بامیان، بګرامي، شیوکي او تایمني د خلکو په خبرو کې کله (واو) لري او کله نه.

(مردان) په ظاهره د (مرد) جمعه ده خو هیڅوک نه وایي چې : مردانو ته تللی وم. له دې څخه دا نتیجه راوځي چې په دې برخه کې د قاعدې وضع کول اسانه نه دي او دا شی مختلف تاریخٍي، اجتماعي، کلتوري او ژبپوهنیز دلایل لرلای شي. نن سبا خلک (تاترو ته تللی وم) نه وایي. د دې معنا دا ده چې اوسني خلک د تاترې د اوسېدونکو مفهوم په ذهن کې نه لري. د مردان په برخه کې هم ممکن د وخت په تېرېدو سره دغسې تغییر راغلی وي.

شاعر او ژورنالست احمد تکل چې د میدان وردګ ولایت د نرخ اوسېدونکی دی، راته ویل چې د دوی په ولسوالي کې (بادام ) د یوه کلي نوم دی. د نرخ خلک دې ځای ته (بادام کلی) وایي خو کله چې د کابل د جګړو په وخت ځینې پخواني نرخیان خپلې اصلي ولسوالۍ ته ستانه شول، دوی به کله کله نوموړی ځای د ( بادامو کلی ) باله او د نرخ نورو اوسېدونکو ته به دا خبره عجبه ښکاریده. دغه مثال راښیي چې د نرخ اوسېدونکو دغه کلی بادام نومي کس ته منسوباوه مګر له کابله ورغلیو خلکو د بادام میوې ته منسوب کړی وه، او په همدې وجه یې په فقرو او جملو کې ( واو ) ورکاوه.

سوال دا دی چې د معیار د ژبې لپاره د ځایونو د نومونو په اړه باید څه وکړو؟

دې پوښتنې ته زما ځواب دا دی چې کوم نومونه د ولس په ژبه کې بې واوه هم راځي، هغه باید بې واوه ولیکو او معیار یې وګڼو. په تالقانو کې، په بګرامیو کې، په سمنګانو کې، په بامیانو کې، په بایانو کې، په چاردرو کې، په روداتو کې.. پکار ده ناسم وګڼو.

هغه نومونه چې خلک یې خامخا له ( واو ) سره راوړي، له ( واو ) سره غیرمعیاري نه شو بللای. په پیښور کې ګومان کوم خلک نه وایي چې (باغوانان ته تللی وم.) موږ هم مجبوریو ولیکو چې: باغوانانو ته تللی وم. مګر په پیښور کې یو شمیر خلک وایي ، کبابیان ته تللی وم. بهتره دا ده چې په لیکنۍ ژبه کې کبابیان ته واو ورنه کړو.

د هغو ولسوالیو په برخه کې چې خاص قام ته منسوبې دي، زما وړاندیز دا دی چې (واو) به ورکو خو که (ولسوالي) کلمه هم ورسره راوړو، لا به بهتره وي. مثلا د غزني په اندړو ولسوالي کې، د خوست په صبریو ولسوالي کې، یا د پکتیا په ځاځیو ولسوالي کې. دلته د ولسوالي د کلمې د راوړلو ګټه دا ده چې په غزني، خوست او پکتیا کې خو به اندړ او ځاځي په نورو سیمو کې هم اوسي او یا په دغو ولسوالیو کې ضرور نه ده چې بې اندړو، بې صبریو او بې ځاځیو بل څوک نه وي.

ځينې کسان لیکي چې (د غزني د اندړو په ولسوالي کې) خو بهتره دا ده چې (د غزني په اندړو ولسوالي کې) ولیکو ځکه د ولسوالۍ او د هغې د نوم رابطه د صفت او موصوف رابطه ګڼلای شو نه د مضاف الیه او مضاف رابطه.

مضاف او مضاف الیه له یو بله بېلېدای شي خو صفت او موصوف له یو بله نه بېلیږي. بله دا چې صفت او موصوف معمولا د ( ده او دی) د فعل په ذریعه سره وصلیږي خو مضاف الیه او مضاف معمولا د ( لرل ) د فعل په ذریعه سره په یوه جمله کې پېیل کیدای شي. ( د تورپېکۍ نانځکه) یو اضافي عبارت دی. دلته کولای شو چې نانځکه له تورپېکۍ بېله کړو خو په (کندهارۍ نجلۍ ) کې له نجلۍ څخه د هغې صفت نه شو اخیستلای. مونږ لیکو چې ( نجلۍ د کندهار ده.) او ( تورپېکۍ نانځکه لري.) مونږ وایو چاردره ولسوالي ده. کابل ولایت دی.

نو سمه خو دا ښکاري چې د کابل ولایت ونه لیکو، بلکې کابل ولایت ولیکو لکه ( د شین اسمان ) چې نه لیکو او ( شین اسمان ) لیکو. په دې اساس ( د اندړو په ولسوالي کې ) نه بلکې ( په اندړو ولسوالي کې ) سم ښکاري.

د ( میدان وردګ ) په مرکبه کلمه کې که د ولایت کلمه ورزیاته هم نه کړو پروا نه کوي . په میدان وردګ ولایت کې یا میدان وردګ کې ، دواړه یو شان دي، خو د (واو) زیاتول ځکه سم نه ښکاري چې دلته د قام ( وردګ) کلمه له بلې کلمې سره (میدان) یو ځای شوې او نوی ترکیب یې رامنځ ته کړی دی. د ادم خیلو دره د اردو مطبوعاتو تر اغیز لاندې د ګڼو خلکو په خبرو کې دره ادم خېل شوه او دلته چې یوه بله کلمه ورنه جوړه شوې ده، دا سمه نه ښکاري چې ( خېل) ته یې واو ورکړو.

ځوان ژورنالیست او کیسه لیکوال غزا نور غزا رانه یوه ورځ پوښتنه وکړه چې د (ننګرهار په شېرزاد کې) ووایو که (د ننګرهار په شېرزادو کې) ؟ زما ځواب ورته دا و چې ځينې خلک واو نه ورکوي نو بهتره ده همدا معیار وګڼو. مګر اوس مې نظر بدل شوی دی. زه چې د ننګرهار نه یم، شیرزاد د قام په ځای د یو کس نوم رایادوي او په همدې وجه یې بې واوه ویل راباندې بد نه لګېږي، مګر د ننګرهار اوسېدونکو ته شیرزاد یو قام وریادوي او بې واوه یې نه وایي. دلته بهتره ده د قامي نومونو لپاره عامه قاعده ولرو او د ننګرهار په شیرزادو ولسوالي کې ولیکو.

د خارجي قومي- جغرافیایي نومونو په برخه کې پکار ده چې له ( واوه) تېر شو او نور د اسراییلو خارجه وزیر نه بلکې د اسراییل خارجه وزیر ولیکو.

په جملو او فقرو کې جغرافیايي نومونه یوازې په ( واو) نه بدلیږي. ځينې ژورنالستان لیکي او وایي چې د ننګرهار په سپین غره ولسوالي کې، خو بهتره ده چې وروستۍ (ه) وغورځوو او ( د ننګرهار په سپین غر ولسوالي کې) معیار وګڼو.

البته، په ډرامه کې، په مکالمو کې او په داستانونو کې دغه پاسنۍ سپارښتنې ځکه نه شي عملي کیدای چې ډرامه لیکونکی او کیسه لیکوال د کرکټرونو او راویانو له خولې ډرامې او کیسې لیکي. زما منظور په خبرونو، راپورتاژونو، مقالو او څیړنیزو لیکنو کې د جغرافیایي- قومي نومونو د معیار موندل او تطبیقول دي.

په تلو تلو کې به یوه بله یادونه هم وکړم چې استاد زیار او نورو په خپلو لیکنو کې ورته اشاره کړې ده. زموږ ځینې ژورنالستان او لیکوال لیکي او وایي چې : د غزني په ناوې کې، د کندوز په چاردرې کې، د پښتونخوا په چارسدې کې، یا د ننګرهار په لعل پورې کې چې بهتره ده : په ناوه کې، په چاردره کې، په چارسده کې او په لعل پوره کې ولیکو؛ ځکه کله چې د ولس په ژبه کې د کلمې هم بدله او هم نابدله بڼه ولرو، نابدله شوې بڼه یې معیار ده.

په پښتو کې د عربي کليمو ليکلار/ فضل قادر انډيوال

1

ژبې په يو بل ځانگړې اغيز لري او بيا په تېره پښتو د عربي ژبې ځانگړى اغيز خپل کړى دى، د عربي ډېرې کليمې په پښتو کې ځاى شوي او کارول کيږي او داسې هم گڼل کيږي چې دغه عربي کلمې د پښتو خپلې شوي دي. په پښتو کې د عربي کلمو کارول په دوو ډولو ويشل شوي دي.

يوه ډول  مفغن او بل نامفغن :

١_ هغه عربي توري چې په مفغن کيدو سره يې ارمعنا بدلون مومي نو دغه کلمې بايد په اصلي بڼه وليکل شي. لکه قاضي، حاکم، الصلوة، محکمه….

٢_ هغه کلمې چې په مفغن کيدو يا بدلون سره يې اصلي معنا بدلون نه مومي، نو بيادې  په بدله بڼه وليکل شي، لکه خلق – خلک، نقل – نکل، طمعه = تمه، قميس – کميس، قصه – کيسه، بيعه – بيه، او داسې نور.

او بله دا چې دغه کلمې، په پښتو ژبه کې دومره کارول کيږي، چې د پښتو خپلې کلمې گڼل کيږي او د عربي په بڼه یې پښتانه په اسانۍ سره نه شي اداء کولې، په همده ډول يې ادا کول اسانه دي نو بيا دې په همدې  ډول وليکل شي او ژبپوهانو هم منلي ده  خو يوازې يو څو د گوتو په شمار کسان دي چې دا خبره نه مني او سختي يې رامنځته کړې.

که موږ چيرې د عربي کلمې ټکي پر ټکي ليکو نو عربان دې هم زمونږ ټکي هو به هو وليکي. لکه جاپان، پاکستان، ننگرهار.چې جابان، باکستان او ننجرهار ليکي.

يوه خبره د مخرج کوم، چې د تجويد په علم کې د قرآن کريم د تلاوت پر مهال د مخارجو زيات خيال ساتل کيږي او د حروفو د اداء کولو پر مهال د خولې او غاښونو د مخارجو خيال ساتل اړين دى.

مخرج زه په دوو برخو ويشم :

يو فطري او بل  کسبي :

 فطري مخرج هغه ته وايي چې يو ماشوم يې په فطري ډول په کورنۍ کې زده کوي. بل کسبي مخرج هغه ته وايي چې د ښوونکي د ښوونې له مخې زده کيږي. يو حقيقت دا دى چې که په يوې ژبې کې د کوم ټکي مخرج نه و د هغې ژبې د ويونکو په خولې کې په فطري ډول دهغه ټکي مخرج نه وي. ټ، ډ، ڼ، ړ چې پښتانه او اردو ژبي يې په اسانۍ سره ادا کولې شي، په خوله کې مخرج په فطري ډول جوړ شوى دى خو فارسي ژبي او عربان دغه ټکي بيخي نه شي ادا کولاى.

د خبریالانو ځینې ژبنۍ تېروتنې /ډاکتر محب زغم

4

په ژورنالیستیکه پښتو کې نن سبا ځینې نا اشنا خبرې اورو:

  • د افغانستان خلک له جګړې ستړي او سوله غواړي.
  • نیویارک ټایمز په خپلې پرونۍ ګڼې کې د افغانستان په اړه مقاله ليکلې ده او په یوه برخه کې يې لیکي: …
  • د درې تنه ملکي وګړو په ګډون پنځه تنه امریکایي پوځیان ووژل شول.

لومړۍ جمله مرکبه جمله ده چې له دوو جملو څخه رغېدلې ده: ((د افغانستان خلک له جګړې ستړي دي)) او ((دوی سوله غواړي)) زموږ ژورنالیستان دا نمونه جملې سره یو ځای کوي، د لومړۍ هغې فعل غورځوي او د دویمې جملې مبتدا لرې کوي. دوی دا کار د وینا د لنډولو لپاره او احتمالاً د فارسي او انګریزي ژبې په پېښو کوي. په فارسي کې دا جمله داسې راځي: ((مردم افغانستان از جنګ خسته و خواهان صلح هستند)) که سره جلا یې کړو نو داسې لیکل کېږي: ((مردم افغانستان از جنګ خسته هستند)) او ((انها خواهان صلح هستند)) دلته وینو چې د ((هستند)) فعل په دواړو جملو کې مشترک دی ځکه يې د لومړۍ جملې ((هستند)) غورځولی دی او دا نا مناسب کار نه دی. خو په پښتو کې د دې مثال د لومړۍ جملې فعل ((دي)) دی او د دویمې هغې ((غواړي)) نو موږ دلته نه شو کولی یو فعل ونه لیکو او د بلې جملې فعل اولې جملې ته هم استخدام کړو. که دغه مرکبه جمله تجزیه کړو نو داسې کېږي: ((د افغانستان خلک له جګړې ستړي غواړي)) او ((دوی سوله غواړي)) البته په فارسي کې هم د داسې تېروتنو مثالونه کم نه دي.

دا ډول تېروتنه له ژورنالیزمه ادبیاتو ته هم لاره کړې ده. بارکوال میاخېل چې ډېر کله خبري رپوټونه جوړوي په یوه ادبي مقاله کې لیکي: ((زموږ د ولس زیاته برخه له دغو ادبیاتو ناخبره او مینه ورسره نه لري)) په دې جمله کې د لومړۍ جملې فعل ((دي)) غورځول شوی او پر ځای يې د دویمې جملې فعل ((نه لري)) ورته راوړل شوی دی.

بله عامه تېر وتنه د فعل زمانې ته نه پام کول دي. په دویم مثال کې لولو: ((نیویارک ټایمز په خپلې پرونۍ ګڼې کې د افغانستان په اړه مقاله ليکلې ده او په یوه برخه کې یې لیکي: …)) دلته لومړۍ جمله د تېرې زمانې خبره کوي ((ليکلې ده)) خو دویمه د اوس مهال ((لیکي)). په داسې مواردو کې ښه به دا وي چې په دواړو جملو کې د عین زمانې فعلونه ولیکو مثلاً په دې مثال کې باید دویمه جمله داسې ولیکو: ((په یوه برخه کې یې لیکلې ده)) ښايي ژورنالیستان د فعل د تکرار د مخنیوي په هدف د فعلونو زمانې بدلوي. لکه په دې مثال کې چې ((لیکلې ده)) ژر تکرار شوې ده. خو موږ د فعل تنوع په بله لاره هم پیدا کولی شو. د دویمې ((لیکلې ده)) پر ځای ((راوړې ده)) مناسب بدیل ګڼلی شو.

  • د درې تنه ملکي وګړو په ګډون پنځه تنه امریکایي پوځیان ووژل شول.

دلته ((په ګډون)) د انګریزي ژبې د ((including)) ناسمه ژباړه ده چې په فارسي کې هم همداسې غلطه ترجمه کېږي. دا جمله په انګریزي کې داسې مانا ښندي چې په وژل شویو کې درې تنه ملکي وګړي او پنځه تنه امریکايي پوځیان شامل دي. خو ((په ګډون)) د جمع کولو او سره یو ځای کولو مانا لري. په دې جمله کې ملکي وګړي او پوځي امریکایان سره یو شان ګڼل شوي دي. د جملې سمه بڼه دا ده: ((اته تنه وژل شوي چې درې یې ملکي وګړي او پنځه تنه يې امریکايي پوځیان دي.)) او دغه بله بڼه یې هم ستونزه نه لري: ((په وژل شویو کې درې تنه ملکي وګړي او پنځه تنه امریکايي پوځیان شامل دي.))

موږ چې د نورو ژبو معلومات راخلو او خپلې ژبې ته یې اړوو نو باید دې ته مو پام وي چې کلمې نه، بلکې مفاهیم ترجمه کړو.

معياري ژبه/ څېړنيار سيدنظيم سيدي

2

په ژبپوهنې کې يوه روښانه او واضيح قاعده ده، چې کابو د نړۍ ټولو ژبو لپاره د منښتې او تطبيق وړ ده؛ په دې معنا ژبپوهان وايي، چې د نړۍ ټولې ژبې له څلورو برخو څخه رغېدلي يا جوړې شوي دي، چې لومړۍ برخه يې پنځه ويشت سلنه نويزونه يا نيولوګيزم دى، پنځه ويشت سلنه زړيزونه يا زاړه لغات دي، پنځه ويشت سلنه پور وييونه يا قرضه لغات دي او پاتې پنځه ويشت سلنه ګړدودونه يا لهجې دي، چې د معيار ژبه هم همدغې ژبې ته وايي.

په دې کې شک نه شته، چې د نړۍ هره ژبه کابو په لسګونو او سلګونو لهجې لري؛ خو کله چې د معيار خبره رامنځته کېږي؛ نو د هرې ژبې ويونکي او ليکوال اړ دي، چې پرته له کوم دليل يا لاسوند څخه هغه ومني او ويې ليکي. د بېلابېلو څېړنو له مخې پښتو هم کابو تر يو سلو پنځه ويشت او يو سلو شپږ ويشت پورې لهجې لري، چې په ټوليزه توګه يې په څلورو برخو ډلبندي کړي، چې ختيزه، لويديزه، سويلي او مرکزي لهجې دي، چې هره يوه بيا د اړتيا په کچه په معياري ژبه کې شاملې دي؛ نو د ژبپوهانو په وينا که چېرې په يوه ژبه کې له پورته څلورو برخو څخه هره يوه برخه زياته يا کمه شي؛ نو يوه ژبه له معيار څخه باسي او موږ بيا هغې ژبې ته معياري ژبه نه شو ويلاى، البته تر پنځه سلنې پورې زياتوالى او کموالى طبيعي خبره ده؛ خو تر دې بايد زيات نه وي.

دغه راز ژبپوهان دا خبره هم وايي، که چېرې په يوه ژبه کې لهجه تر پنځه څلوېښت سلنې واوړي؛ نو د نړيوالو معيارونو له مخې هغې لهجې ته موږ لهجه نه شو ويلاى؛ بلکې هغه اوس ځانګړې ژبه ده، چې کولاى شي په جلا توګه خپلې ګرامرې قاعدې او ارونه ولري؛ خو کورنۍ به يې هرومرو يوه وي. اوس د دې لپاره، چې معياري ژبه په سمه توګه وپېژنو او هغه کسان، چې معياري ژبه تر پښو لاندې کوي او يا په يوې بڼه نه يوې بڼې يې له خپلې لارې بې لارۍ ته بيايي، اړينه ده چې په اړه يې څو لنډې خبرې په لاندې توګه وړاندې کړو:

د معياري ژبې د خرابوالي او ګډوډۍ يو لوى لامل بې مسووليته او ځينې ازاد ليکوال دي، په دې معنا هغه ليکوال، چې په رسمي او اکاډميکو موسسو کې کار کوي او سروکار يې له ليکنې او څېړنې سره دى؛ نو د څېړنې د آرونو ترڅنګ اړ دى، چې د معياري ژبې آرونه هم په جدي توګه په پام کې ونيسي؛ ځکه که چېرې ځينې خبرې په خپله تبه او يا هم د خپلې سيمې له لهجې سره سمې په پام کې ونيسي؛ نو لارښود استاد او يا هم هغه علمي بورد، چې د همداسې مسايلو لپاره ګومارل شوى، سم له واره په هغو ځايونو نيوکې کوي، چې هغه د لهجې او يا هم د ليکوال د ذوق تابع شوى دى او بېرته هغه معيار ور په ګوته کوي، چې د لسګونو کسانو د پرېکړې او علمي لاسوند پر منطق رامنځته شوى دى؛ خو ځينې ازاد ليکوال بيا ډېر ځله له دغو پاټکونو څخه په امن وي او هر هغه ډول ليک يې، چې زړه وغواړي هغه کاږي؛ ځکه د ياد کس د نيوکې او يا هم د کړي کار د ردېدلو لپاره يې داسې څوک نه شته، چې د هغه له وېرې يې په تول تللى برابر کړي او همدا لامل دى، چې ډېر ځله د نويزونو په برخه کې خپلسرۍ هم ليدل کېږي، چې له بده مرغه ډېر ځله يې ژبه د ملنډو او … خوا ته بيولې ده، چې ښه بېلګه يې شرنګ سوټى، ژغ دبلى او… نور دي.

پر دې سربېره يو شمېر وګړي يا داسې ليکوال هم شته، چې د يوې ژبې په صرف، نحوې او په ټوله کې يې په پښويې نه پوهېږي او نه ورته د ځينو وييونو وينګ معلوم دى؛ نو د دې لپاره، چې ځانته يې ځينې اسانتياوې رامنځته کړې وي يا يو ويې ناسم تلفظوي او يا هم د هغه پر ځاى له ځانه او يا د خپلې سيمې يو ويې راوړي، چې دا کار هم معياري ژبې ته زيان رسوي، دا سمه ده، چې د سيمې وييونه بايد راټول شي؛ خو هغه ځانته پړاوو او کار لري، چې هغه ته لهجوي قاموس وايي او د لهجوي قاموس دنده هم همدا ده، چې د يوې سيمې ټول وييونه سره راټول او خوندي کړي.

دغه راز د معيار په خرابوالي کې د ځينو نورو ژبو لغات هم ډېر رول لري، په دې معنا موږ ډېر ځله د پور وييونو د سلنې په برخه کې ځينې وييونه له نورو ژبو څخه خپلې ژبې ته راولو؛ خو له بده مرغه په ډېرى مواردو کې موږ د ياد ويي وينګ لکه څنګه چې په لومړنۍ ژبه کې دى نه شو کولاى او هغه په بل ډول تلفظ کوو او يا هم هڅه کوو، چې د خپلې ژبې پښويې له مخې هغه ته داسې بڼه ورکړو، چې هغه تلفظ کړاى شو، دا سمه ده چې له دويمې ژبې څخه لومړۍ ژبې ته د وييونو راتګ هم يوه قاعده لري، چې يوه قاعده يې هم همدا ده، که چېرې تلفظ يې ستونزمن وي؛ نو بڼه دې ورته بدله شي؛ خو دا په دې معنا هم نه ده، چې منځپانګې ته يې پام ونشي؛ ځکه ډېر ځله د ډېرو لغاتو د بڼو بدلون ياد ويي ته نوې او نا سمه معنا ورکوي، چې له بده مرغه په پښتو کې هم موږ داسې بېلګې خورا زياتې پيدا کولاى شو، د ساري په ډول »معلوم«، چې له عربي ژبې څخه راغلى وى او نن سبا پښتو شوى؛ خو ځينې ليکوال د دې لپاره چې د »ع« غږ سم نه شي تلفظ کولاى نو ياد تورى يې ترې غورځولى او د »مالوم« په بڼه يې ليکي، چې دې کار د ياد ويي منځپانګې ته خورا ډېر زيان ور اړولى او مالوم په حقيقت کې يوه ډېره خرابه او ناسمه معنا لري. همداسې معنى، مانا، يعنې، يانې او داسې نور هم در واخله.

بله خبره، چې معيار ته زيان رسوي او ډېر ځله معيار خرابوي هغه ژباړه ده، په دې معنا ځينې ليکوال يا نيمه ليکوال په بله ژبه کې يو مطلب، کتاب او يا هم رساله ولولي، خوښه يې شي او په زړه يې کينې د دې لپاره، چې دغه اثر يې له نورو سره هم شريک کړى وي او خپله ټولنه يې ترې برخمنه کړې وي؛ نو سم له واره يې ژباړې ته مټې راونغاړي. دا سمه ده چې ژباړه اړينه خبره ده او په نړۍ کې به داسې ژبه نه وي، چې د نورو ژبو اثار ورته نه وي را ژباړل شوي او ډېر ځله ژباړه موږ له نړۍ څخه خبروي او دا چې له امله يې څومره پرمختګ راځي د هغه خو پوښتنه مه کوه؛ خو دلته موږ په هغې ژباړې خبرې کوو، چې يا په دې وخت کې ورته اړتيا نه وي او يا هم آر متن ته يې زيان رسولى وي او تر ټولو مهمه په کې دا، چې ډېر ځله ژباړه معياري نه وي او د خپلسرو لغاتو په کې کمى نه وي؛ نو داسې ژباړه يوې ژبې ته د اسانۍ پر ځاى نورې ستونزې هم زېږوي؛ په دې معنا چې له يوې خوا پرې ولس نه پوهېږي او د لوستلو پر وخت يې اړ دى، چې له ځان سره سيند هم ولري او له بلې خوا د هغه چا مخه يې ونيوله، چې هغه رښتيا هم په ژباړه کې نوم لري او هر هغه اړين متن، چې د نړۍ په نورو ژبو کې ليکل شوى او زموږ ژبې ته پرې ډېر څه ترلاسه کېږي مخه ونيوله؛ ځکه زموږ ټولنه لا په دې پړاو کې نه ده، چې څو کسان يو متن وژباړي.

بله خبره، چې معيار ته ډېر زيان رسوي هغه له ځانه نومونې دي، په دې معنا ځينې خلک په ځينو ځناورو، الوتونکو او يا هم د يو مسلک پورې اړوندو اصطلاحګانو باندې له ځانه نوم ږدي او داسې نوم پرې ږدي، چې لا ټولنه ورسره نه وي بلده. که چېرې څوک د يو ځناور او يا يو مسلک د اصطلاح لپاره نوې نومونه کوي هغه اړ دى، چې هماغه نومونه له اړوند ارګانونو، چې اکاډمي او يا دې ته ورته واک لرونکې موسسې دي، سره شريکې کړي او د هغوى له نظره يې تېر کړي، چې که چېرې د منځپانګې له پلوه يې کومه ستونزه نه لرله؛ نو بيا کولاى شي، چې خپله نومونه وکاروي؛ خو په دې شرط، چې په لومړيو کې به ورسره خپل اصلي نوم او يا لږ تر لږه لږه تشريح ورسره ليکي، ترڅو چې د ولس غوږونه ورسره اشنا شي.

په هر حال دا او دې ته ورته خورا ډېرې ستونزې د معيار په ژبه کې شته، چې د ټولو په جدي توګه په پام کې ساتل په کار دي او هر هغه څوک، چې د معيار هماغه څلور برخې، چې په لومړي سر کې يې يادونه وشوه او هغه پرېکړې، چې د واک لرونکو مراجعو له خوا شوي د خپلې ليکنې پر مهال په پام کې ونيسي؛ نو بې له شکه د هغه نثر او پيغام تر ډېرو کلونو پورې پاتې کېدلاى شي او خلک يې هم خوښوي؛ خو هغه خلک، چې دې خبرو ته ډېر پام نه کوي او غواړي، چې يا خپله لهجه او يا هم خپل ځينې نور ملحوظات په خپلو ليکنو کې ځاى کړي؛ نو نه يوازې وروسته به يې څوک نثر ونه لولي، بلکې په خپل مهال کې هم د خپلو ليکنو مينه وال او لوستونکي پيدا کولاى نشي، چې يو ليکوال لپاره تر دې بله لويه ضايع او زيان نه شته.

منحصره ژبه / اجمل ښکلى

0

زموږ زياتره ليکنې د (تر څو، وړاندې کړ، پرانيسته وکړه، د نوم د نه ښودو په شرط، څرنګه چې ، تر هغې وروسته کېږي، چې…، له خوا مرسته وشوه، په واک کې ورکړل شو، برخه واخىسته، تر غرمې وروسته، په ترڅ کې، قانوني چلند وشي، غواړي، چې…، خبردارى ورکړ، ګڼ شمېر، ښه ځنډ، ترسره شوې، په پايله کې، بريالۍ هڅه، شتون لري، وروسته له دې، ټاکل شوي دي، نه شي کولاى، چې…، پرته له شکه او….) په لومه کې ګېرې دي. زموږ ژورنالستي او ادبي ژبه تر دغو څو کلمو او جملو نه اوړي او دا ځکه چې پښتانه ليکوال او ژورنالستان له اصيلي ولسي ژبې سره چندان اشنا نه دي. غم خو دا دى، چې دغه پاس کلمې دقيقي هم نه دي او په هر ځاى ناځاى کې کارېږي. ليکوال او ژورنالستان بس درز ورکوي، په مانا او اغېز يې غوږ نه ګروي. دا محدوده ژبه زياتره ژباړلې ده او دې ناسمې ژباړلې پښتو د اصيلي پښتو ملا ماته کړې ده.

په خبر او رپوټ کې چې موضوعات يې محدود وي، ژبه هم محدوده کارېږي. مطلب دا چې، څوک به وژل شوى وي، کومه غونډه به پرانيستې وي، بريد به شوى وي، لاريون به شوى وي، سيلونه به راغلي وي، ټاکنې به شوې وي، څوک به له دندې ګوښه شوى وي؛ خو د ژورناليزم په نورو ژانرونو او په ادبي او علمي ليکنو کې د دغې دودې محدودې ژبې کارونه د پښتانه ليکوال او ژورنالىست ناپوهي او ناپامي ښيي.

د فکر اظهار په ژبه کېږي. که ژبه مو دقيقه او طبيعي نه وه، د مخاطب له خپلوۍ لاس ووينځئ. د استعمال په وخت مو د کلمو ماناوو او د جملو ترتيب ته ځير شئ، چې د پښتو ژبې له طبيعي دود سره برابر دى، که نه. هره کلمه د خپل قوم د کولتور هينداره ده؛ نو که رمز ته مو يې پام نه و، د ليکوالۍ لوبه نه شئ ګټلاى. لوى ليکوال په ژبه لوى وي، له کلمو او جملو سره احتياط کوي او مصنوعي ژبه نه کاروي.

نو د دې محدودې، مصنوعي او ژباړلې پښتو له انحصاره راووځئ او ولس ته وګورئ، ولسي ژبه وليکئ.

——————————

په تاند کې د لیکوال ځینې نورې لیکنې:

د مطلقو فعلونو املا،  د شاعرۍ لوری، د کلمو شاعري، معلومات که فکر، جدي لوستونکی، رغښتواله، استعاري عددونه او قیدونه، حسن تعلیل او مدعا المثل، له شاعرۍ سره مراعت، زموږ د کیسو پېښې، د معلوماتو خرڅول، تلمیح، فرد څه وايي، تجنیس، هېره ژبه ، معما مو اوس ولي نه لګي، ازاد نظمونه

چې / لـــــــــیکوال: اســدالله غضنــــفر

0

(چې) د ربط وییکی Conjunction دی. ځکه، خو، او، چې ، که، په دې ډول چې، ځکه خو، ځکه چې، ورپسې بیا، نو…. د ربط وییکي یا ربطي عبارتونه دي. د ربط وییکي او عبارتونه کلمې، فقرې او جملې سره وصلوي. البته، (چې) یوازې د جملو په پیوستون کې برخه لري.

 احمد او محمود رستوران ته لاړل او ډوډۍ یې وخوړه.  په دې جمله کې لومړي  (او) دوې کلمې  (احمد او محمود) او دوهم ( او)  دوې جملې سره وصل کړي دي. احمد او محمود دواړه فاعل اسمونه او یا په بله ژبه په یوه ګرامري دنده کې سره شریکې کلمې دي. په پاسنۍ جمله کې شاملې دواړه جملې په ګرامري لحاظ سره ورته دي، یعنې یوه فرعي Subordinate Clausesاو بله اصلي  جمله  نه بلکې دواړه اصلي جملې Main Clauses دي. منظور دا چې که سره بېلې شي، د هرې یوې معنا بشپړه ده، بلې ته محتاجه نه ده. د ( او) د ربط وییکی په جملو سربېره کلمې او فقرې( عبارتونه،Phrases)هم سره پېیي او داسې یې سره پېیي چې په یوه ګرامري دنده کې سره شریکې واوسي.

خو (چې) یوازې جملې سره یو ځای کوي او معمولا یې  داسې سره یو ځای کوي چې یوه جمله د بلې تابع او برخه شي.  یعنې ( چې) معمولا په ګرامري لحاظ نابرابرې جملې سره پېییي. نابرابرې په دې معنا چې یوه یې د بلې د یوې کلمې لپاره د قید، صفت یا اسم دنده تر سره کړي. مثلا: انیسه چې د  پلار له کوره وتله، ژړل یې . دلته لومړۍ جمله (د پلار له کوره وتله) د دویمې جملې د فعل څرنګوالی بیانوي او د قید کار ورته کوي. هغه جمله چې د بلې د یوې کلمې غوندې شی او د قید، صفت یا اسم نقش ورته ادا کړي، فرعي جمله بولو. فرعي جملې ته تبعي، نامستقله او نیمګړې جمله هم ویل شوي دي. ډاکتر زیار یې څیرمه غونډله بولي.

احمد بازار ته لاړ چې کتاب واخلي. دلته اوله جمله اصلي او دویمه فرعي ده. د دې مرکبې جملې  منظور دا دی چې احمد د کتاب اخیستلو لپاره بازار ته لاړ. ځکه خو د اصلي خبرې یعنې د بازار د تلو جمله  اصلي ګڼو او دا بله چې د تګ د منظور په اړه توضیح ورکوي، فرعي بولو. فرعي جمله د معنا د رسولو لپاره اصلي جملې ته محتاجه وي خو اصلي جمله ډیر ځله بې فرعي هغې هم بشپړه معنا رسوي. په پاسنۍ جمله کې که یوازې ووایو چې : احمد بازار ته لاړ؛ معنا کامله ده خو ورپسې جمله په یوازې ځان بشپړه معنا نه رسوي.

البته، کله کله داسې وي چې د اصلي جملې مطلب بې فرعي هغې نیمګړی ښکاري اواستدلال کېدای شي چې اصلي خبره خو په فرعي جمله کې راغلې ده نه په اصلي هغې کې. مثلا: که ته راشې ، زه درځم. دلته ممکن وویل شي چې اصلي خبره ستا راتګ دی نه زما درتګ.

د اصلي او فرعي جملې په معنوي توپیر کې دغو مشکلاتو ته په پام سره ژبپوهانو د دغو جملو په ظاهري او جوړښتي (سټرکچرل) توپیر هم غور کړی دی. په پاسني مثال کې د ربط وییکی (که) د فرعي جملې په سر کې راغلی دی. مونږ ډیر ځله وینو چې د ربط وییکی د فرعي جملې په سر یا  په منځ کې راځي، لکه :

 که ته راشې، زه درځم.

 دی که نه راځي ، زه به ورشم.

 هغه خلک چې یو بل زغمي، هوښیار دي.

چې اوسې، په خوی به د هغو سې.

غرڅه چې خلی پرې کوي، عالم څارینه.

د سټرکچر له نظره د فرعي او اصلي جملې د توپیر په اړه هغه وخت په اطمینان سره غږېدلای شو چې پښتو ګرامر  د جوړښتي طریقې او نظریې Structuralism  په اساس په کافی اندازه مطالعه شي.

  په هر حال، د (او) او (چې) توپیر ته مو د دې لپاره اشاره وکړه  چې د ( چې) په تعریف کې یو بل ګام هم په مخ لاړ شو او ووایو چې: (چې) د ربط یو داسې توری دی چې یوازې جملې سره وصلوي او معمولا یې  داسې سره وصلوی چې یوه جمله د بلې په یوې برخې بدله شي او د یوې کلمې نقش یې ادا کړي. د حمزه شینواري په دې بیت کې چې فرمایي:

 ما کوز ورته لېمه کړه زما سر نه ټیټېده

 شاید چې په الفت کې هم افغان پاتې کېدم

(چې) له نورې جملې سره ( شاید ) وصل کړی دی او ( شاید ) د ( ښایي او ممکن ) په معنا کلمه نه بلکې جمله ده، یعنې ممکنه ده چې په الفت کې به… کله کله له ( باید ) څخه وروسته هم (چې) راځي. لکه : باید چې راشي. وجه یې دا ده چې ( باید) د (پکار ده) معنا ښندي او د جملې کار ورکوي. منظور دا چې ( چې) یوازې جملې سره وصلوي.

 په پښتو کې تر بلې هرې کلمې د اضافت ( دال) ډیر تکراریږي، تر هغه راوروسته په پنځو، شپږو ډیرو تکرارېدونکو کلمو کې ( چې) هم شامله ده.

( چې) او هغه عبارتونه چې دغه وییکی یې په ترکیب کې شامل دی ( مثلا: لکه څنګه چې، هر چېرته چې، داسې چې)  د پښتو په هرو زرو کلمو کې شاوخوا شل ځله تکراریږي.

 کله کله چې یو متن لولو یا یې لیکو، د ( چې ) له زیاتوالي ممکن په تنګ شو. ( چې ) چېرته کمېدای شي؟  د ربط د دې وییکي او د هغو عبارتونو چې دغه وییکی پکې شته، د استعمال ناسم یاغیرضروری  موارد کوم دي؟ د پښتو په اوسنو او پخوانیو لیکنو کې د دغه وییکي او د هغه د عبارتونو په استعمال کې څه فرق راغلی دی؟ د ( چې ) په اړه د دغو او نورو پوښتنو مفصل ځواب د پښتو ګرامر له ګڼو ناسپړلو برخو څخه یوه برخه ده. ما پخپله د پښتو د دې وییکي په باره کې بېله او مفصله څیړنه نه ده لوستې.

 د ( چې ) د کمېدا یوه لاره دا ده چې مرکبه جمله په بسیطه ( یو فعلي جمله) واړوو. مثالونه:

ما له هغه وغوښتل چې پیسې راکړي.

بسیطه بڼه یې: ما له هغه پیسې وغوښتې.

 احمد قاسمي چې په پوهنتون کې د جیالوجي استاد دی، د هلمند د کانونو په باره کې ډیر معلومات لري.  

 بسیط ډول یې: په پوهنتون کې د جیالوجي  استاد احمد قاسمي د هلمند د کانونو په باره کې ډیر معلومات لري.

 ده دا نه منله چې په غرونو کې دې ښاپېرۍ وي.

 بسیطه بڼه : ده په غرونو کې د ښاپېریو شتون نه مانه.

  د مرکبو جلمو د ( چې) ځای په بسیطو جملو کې معمولا سربلونه ( prepositions) او اوستربلونه ( postpositios) نیسي:

 هغه پیسې راکړې چې موټر واخلم.

 هغه د موټر د اخیستلو لپاره پیسې راکړې.

دی تر هغو چې احمد راته، دلته و.

دی د احمد تر راتلو پورې دلته و.

د ( چې ) ربطي عبارتونه کله کله په نورو ربطي توریو کې هم معادل لري: له دې سره سره چې = که څه هم.

 په ځینو مرکبوجملو کې چې اصلي او فرعي برخه یې په زماني لحاظ د پرله پسې والي رابطه سره ولري، یا یوه برخه د بلې نتیجه وي، د ( چې ) په ځای ( او) راتلای شي. لکه: ده چې کسب زده کړ، کار یې پیدا کړ= ده کسب زده کړ او کار یې پیدا کړ.

په مرکبو جملو کې ځینې اصلي جملې داسې وي چې که یوازې راشي بشپړه معنا نه رسوي. مثلا: پکار ده چې راشي. دلته  که اصلي جمله (پکار ده) یوازې راوړو، بشپړه معنا نه لېږدوي. په دې بله جمله کې هم که اصلي جمله یوازې راوړو، خبره نیمګړې پاتیږي: رحمان بابا فرمایي چې، اې عبدالرحمانه جهان ټول عبدالرحمن دی. په دا رنګه مرکبو جملو کې د ( چې ) نه راوړلو امکان یو څه زیات دی. مثلا:

 ۱)    بهتره ده، توندي ونه کړو.

  ۲)   خوشحال خټک وایي، جهان شرم ، نام و ننګ دی.

 ۳)   ممکنه ده واوره واوري.

۴ )     هیله ده، سوله راشي.

  ۵)   لازمه ده  پوښتنې ته ورشې.

   ۶)ده غوښتل ټول خلک په دې پوه کړي چې په په یوه ازاد هیواد کې ټول  خلک سره برابر وي.

۷)    غواړم تا ووینم.

۸)    ګومان کوم، نه راځي.

۹)    غواړې وزېر شې.

۱۰)   زه پوه یم،مروردی.

په پاسنیو مثالونو کې د ( چې ) غورځولو د جملو له رواني او سلاست سره مرسته کړې ده. د مخزن الاسلام په دې جمله کې له ( وایي ) وروسته د ( چې ) نشتوالي د کلام رواني زیاته کړې ده🙁 ګاه پېرۍ شي ورحاضرې، وایي حورې دي راغلي، راته ګوري.)

البته، د دې لپاره چې په دې برخه کې قاعده ومومو، مطالعاتو ته اړتیا ده. د پاسني لیست د وروستۍ جملې فعل که ماضي وي، جمله له ( چې ) سره لا طبیعي ښکاري: زه  پوه وم چې مرور دی. خو د اخر له خوا دویمه جمله که ماضي هم شي، بې ( چې ) روانه او طبیعي راځي: غوښتل دې وزیر شې. که پنځمه جمله او ځينې نورې  په ( دا ) پیل کړو، نو وروسته بیا ( چې ) پکار ده: دا لازمه ده چې پوښتنې ته ورشې. او که اتمه جمله هم د  ( داسې) په اشاري قید پیل کړو، د اصلي او فرعي تر منځ ( چې ) غواړي: داسې ګومان کوم چې نه راخې.

 د لیست د لس واړه مرکبو جملو یو مشترک خصوصیت دا دی چې  اصلي جملې یې په یوازې ځان بشپړه معنا نه رسوي او بله ځانګړنه یې دا ده چې فرعي جملې یې اصلي هغو ته د ( اسم ) نقش ترسره کوي. مثلا دریمه جمله وایي چې: د واورې اورېدا ممکنه ده. ( د واورې اورېدا) یو اضافي ترکیب دی. ( واوره) مضاف الیه او ( اورېدا) مضاف ده. ( مضاف) او ( مضاف الیه) له اسمونو جوړېږي.

 په هغو مرکبو جملو کې هم د ( چې) د لرې کولو امکان یو څه زیات دی چې یوه خبره د بلې خبرې علت بیان کړي:

 لږ ورو ځه چې پښه مې درد کوي.

لږ ورو ځه، پښه مې درد کوي.

په دغسې موردونو کې د ( چې ) د لرې کولو لپاره کله کله د جملو د ځای بدلېدا او د علت د جملې مخکې کېدا بهتره وي:

دی چې رانه غی، باران وریده.

 باران وریده، رانه غی.

په پاسنۍ جمله کې ( چې) د ( ځکه ) معنا ورکوي. د مخزن الاسلام په دې جمله کې ( چې )  د ( ځکه نو یا په همدې وجه) نقش لري: ( بنده په خپل کردار کې مخیر دی ، که نیکي کا ، که بدي کا چې عذاب ثواب په ده دی.)

 په دې بله جمله کې د ( په داسې حال کې ) معنا ورنه اخلو:

 باران ورېده چې راغی.

 په ځینو ځایونو کې د ( کله چې ) معنا ورکوي:

سلام، سلام دی درنه لاړم

چې د غوربند سنځلې ګل شي رابه شمه

په دې متل کې ( چې ) د( چیرته چې) معنا ښندي او د مکان د قید استفاده ورنه شوې ده:

چې اوسې په خوی به د هغو شې. د مکان د قید په توګه د ( چې ) استعمال ډیر نه دی. متلونه چې مشهورې جملې دي، د آهنګ په خاطر یا د اختصار په خاطر ممکن رالنډ شي او په دې لړ کې دا امکان هم شته چې د ربط په وییکو کې یې کمی راشي.

 ډاکتر زیار په خپل کتاب ( د خوشال ادبي پښتو ) کې د خوشحال بابا د دې مصرعې په اړه چې فرمایي: زور قوت، حرمت هورې درومی چې زر وي؛ کښلي دي چې دلته ( چې) د ( چېرې ) دنده تر سره کوي.

( چې) په ګڼو جملو کې د مقصد او منظور وییکی دی:

راډیو مې راواخیسته چې خبرونه واورم.

دغه راز په ګڼو مرکبو جملو کې د وصفي جملو په جوړولو کې پکاریږي:

 احمد چې سندرې وایي، د خلکو خدمت کوي. دلته فرعي جمله (سندرې وایي) د احمد د اسم لپاره د صفت نقش لري، یعنې سندرمار احمد.

له ( چې) څخه یو نیم ځای د ( که) استفاده هم کېږي:

چې باران اوري، نه درځم.

 ( چې) په مرکبه جمله کې د توضیح او تشریح وییکی هم دی، لکه:

 رحمان بابا  وایي چې: دا دنیا ده خدای له عشقه پیدا کړې. دلته د ( چې) په ذریعه هغه جمله چې د رحمان بابا خبره پکې راغلې ، له لومړۍ جملې سره وصل شوې ده.

( چې) د ( بلکې ) په ځای هم راځي:

خوشال بابا نه یوازې شاعر و، چې تورزن هم و.( مثال: د ډاکتر زیار، له پښتو پښویې څخه)

په دې وروستي مثال کې ( چې ) دوه نابرابرې ( اصلي او فرعي) جملې نه بلکې دوه سره برابرې ( دوه اصلي ) جملې وصل کړې دي. دغه دواړه جملې که له یوه بله بېلې هم کړو، معنا یې نه نیمګړې کېږي: خوشحال بابا یوازې شاعر نه و. خوشحال بابا تورزن هم و. دغه مثال مونږ ته راښیي چې ( چې ) یو نیم ځای د برابرو او دوو مستقلو جملو په یو ځای کولو کې پکارېږي.

 د ( چې ) ځينې عبارتونه هم د مستقلو جملو په وصلولو کې پکاروو. مثالونه:احمد د کار سړی نه دی، بله دا چې په دې تنخواه یې ګوزاره نه کېږي.

احمد د کار سړی نه دی، حال دا چې کارونه ډیر دي.

د ( چې ) وییکي د بېلو بېلو نقشونومعلومول او سپړل د پښتو ګرامر یو جالب او ناسپړلی  بحث دی.

 د پښتو د ربطي عبارتونو په یوه لویه برخه کې د ( چې) وییکی شامل دی. په دغو ربطي عبارتونو کې کله ( چې) لرې کېدای شي، کله یوازې ( چې ) کافي وي، او یو نیم وخت دغسې عبارت په پښتو کې سم نه ښکاري. مثالونه:

  اکثره خلک نالوستي دي، ځکه چې ښوونځي کم دي.

 په دې جمله کې د ( ځکه چې) عبارت په ځای یوازې ( ځکه ) بهتره دی.

 کله چې واوره اوري، یخني وي.

 دلته د ( کله چې) عبارت په ځای یوازې ( چې ) هم راتلای شي.

 په لاندې مثال کې  تر لومړۍ جملې دویمه جمله لنډه ، روانه او د پښتو ژبې له طبیعي حالت سره برابره ښکاري:

د دې لپاره بازار ته لاړم چې لباس واخلم.

بازار ته لاړم چې لباس واخلم.

ایا په هغو ځایونو کې چې هم د ( چې ) ربطي عبارتونه او هم یوازې ( چې ) راتلای شي، خامخا ( چې ) ته ترجیح ورکړو؟

 ځواب منفي دی. ځکه کله کله د کافي وضوح او تاکید په خاطر ربطي عبارت بهتره وي او یو نیم ځای له ربطي عبارت سره د کلام آهنګ بهتره کېږي. مثال:

 (… د هرمز تري له قوم سره یې په داسې وخت کې جګړه پیل کړه چې هرمز په خپله خیمه کې له مطربې سره د شرابو پیالې په سر اړولې.) د پوهاند تږي له ( پښتانه ) څخه، یوسلو پنځم مخ

 په دې جمله کې د ( په داسې وخت کې … چې ) په ځای یوازې ( چې ) هم راتلای شوی:

 ( …هرمز تري په خپله خیمه کې له مطربې سره د شرابو پیالې په سر اړولې چې د هغه له قوم سره یې جګړه پیل کړه.)

 خو پوهاند تږي ځکه داسې نه دی کړي چې ده غوښتل چې د جګړې د پیل په وخت کې د هرمز تري په حالت باندې تاکید وشي. د کلام د موسیقي په لحاظ هم د پوهاند تږي جمله بهتره ده.

 د ( چې) د ربطي عبارتونو کلمې کله په جمله کې سره پاشلې او کله سره یو ځای راځي. مثالونه:

۱) بازار ته د دې لپاره لاړم چې مېوه واخلم.

۲) د دې لپاره چې مېوه  واخلم ، بازار ته لاړم.

۳) دی ځکه رانه غی چې امتحان یې و.

۴) دی رانه غی ځکه چې امتحان یې و.

۵) لکه څنګه چې تاسې وویل، نن یخني ده.

۶) لکه تاسې چې څنګه وویل، نن یخني ده.

 په دې مثالونو کې په لومړۍ او دریمه جمله  کې د ربطي عبارتونو کلمې ( د دې لپاره چې، ځکه چې) سره پاشلې دي خو په دویمه اوڅلورمه کې سره یو ځای دي. په لومړۍ جمله کې بازار ته په تګ تاکید شوی دی او په دویمه کې په مېوه اخیستلو. په دریمه جمله کې د نه راتلو د علت توضیح مهمه بلل شوې ده او په څلورمه کې پخپله نه راتګ ته اهمیت ورکړ شوی دی. د پنځمې جملې ربطي عبارت ( لکه څنګه چې) په څنګه ویلو تاکید کوي خو د شپږمې جملې په پاشلی ربطي عبارت کې د هغه چا په څنګه ویلو تاکید کیږي چې د یخنۍ خبره یې کړې ده.

 په اوسنۍ زمانه کې پښتو ته له نورو ژبو نوي ربطي ترکیبونه راغلل چې ځينې یې نه د پښتو له روح سره لګیږي او نه ورته اړتیا شته. په دغو کې یو ( له هغه ځایه چې ) عبارت دی. مونږ د دې عبارت په ځای ، څنګه چې، ،ځکه چې او نور عبارتونه لرو. ځینې لیکونکي د ( دا چې) عبارت د علت د ربطي عبارت په توګه استعمالوي، چې سم نه ښکاري. مثلا لیکي او وایي: دا چې واوره ورېدلې ده، نو لاره بنده ده. موږ د دې جملې په ځای ویلای شو: څنګه چې واوره ورېدلې ده، نو لاره بنده ده. که مو خاص تاکید په نظر کې نه وي، یا وضوح ته صدمه نه رسېږي، نو لا بهتره خو دا ده چې بې وییکو یې ولیکو: واوره ورېدلې ده، لاره بنده ده.  ( دا چې ) په اصل کې تاکیدي نقش لري. مثالونه:

 دا چې باران اوري او نه راځې، دا خو دلیل نه دی.

یا راشه یا دا چې زه درځم. په لومړي مثال کې ( دا) راوړل شوي دلیل ته د لا زیات پام اړولو لپاره پکار شوی دی او  په دوهم مثال کې ( دا چې) په دې تاکید کوي چې صرف دوه حالته موجود دي. په دې بل مثال کې هم د ( مګر ) په ځای ( مګر دا چې) یوازې تاکیدي نقش لري:  زه خامخا درځم، مګر دا چې لاره بنده وي.

د افغانستان په راډیوګانو او تلویزیونونو کې ( دا چې) ته د ( په دې باره کې ) نقش هم سپارل شوی دی چې سم یې نشو بللای. مثال: ( دا چې ځینې خلک ولې  د ښار پاکۍ ته پام نه کوي، احمد راته وایي …)

( دا چې) ته په ځینو اوسنو لیکنو کې د ( او) نقش هم سپارل شوی دی چې سم نه دی. د کابل د ۱۹۹۰ کال د یوې ورځپاڼې په سرمقاله کې لولو: ( دوی وایي والي د بیا رغونې کارونه نه کوي او دا چې په اداره کې یې د اهل کار او مسلکي کسانو په ځای خپل خپلوان راټول کړي دي.)  

 که د ( دا چې ) په سر کې ( نه ) راشي، په سره برابرو جملو کې  د متضاد حالت د بیان لپاره د ربطي عبارت استفاده ورنه کیږي:

 قاتل او جګړه مار ته باید په سپکه سترګه وګورو، نه دا چې ویې وستایو او امتیاز ورکړو.

  ما یوه مقاله لیکلې وه چې نوم یې و( په داسې حال کې). هورې مې د ( په داسې حال – چې )ربطي عبارت له بې ځایه استعماله شکایت کړی دی. اوس دې نتېجې ته رسېدلی یم چې  ذکر شوی عبارت په ځینو ځایونو کې ځکه بد لګېږي چې د ( حال دا چې ) په ځای راځي او د دغو دوو فرق دا دی چې لومړی عبارت ( په داسې حال کې ) د نابرابرو جملو په یوځای کولو کې پکاریږي او دویم د برابرو جملو په وصلولو کې.

 احمد د دیندارۍ دعوه کوي، حال دا چې د قاتلانو ملګری دی.

 احمد په داسې حال کې د دیندارۍ دعوه کوي چې د قاتلانو ملګری دی.

دلته په لومړي مثال کې دوې سره برابرې جملې یو ځای شوې دي خو په دویم مثال کې د احمد دینداري د ملګري کېدلو د فعل لپاره د قید نقش ترسره کوي. که منظور دا وي چې د دوو حالتونو توپیر و تضاد ته پام واوړي، ( حال دا چې ) پکار دی خو که مطلب د فعل د څرنګوالي په اړه یوه توضیح وي، ( په داسې حال کې ) پکارېږي.

 ( له دې چې ) یو بل هغه ترجمه شوی عبارت دی چې د افغانستان په رسنیو کې یې ډېر وینو خو سم نه ښکاري او په پښتو کې یې مناسب معادلونه نور دي.

د کابل د خلکو په ګړنۍ پښتو کې ( له بسه چې) ربطي عبارت اورو چې ژبه ورسره بې خونده کیږي او ذکر مې یې  ځکه وکړ چې په لیکنو کې یې مخه ډب شي. ځينې کسان همدا عبارت په پښتو ژباړي او خبره لا خرابوي. دوی لیکي یا وایي : له ډیره چې… په تاریخ مرصع کې لولو: از بس چې ډیر متکبر و

 پوهاند ډاکتر زیار په خپلو اثارو کې د ( چې ) د ربطي عبارتونو په ځینو ناسمو ډولونو مهمې خبرې کړې دي. دوی په خپل کتاب لیکلارښود کې لیکي: ( څو) ، ( څو چې) یا ( تر څو چې) یوازې د زماني کړول [ قید] په توګه ، هغه هم د لومړۍ راوړل شوې څېرمه [ فرعي] غونډلې په سر کې راځي او یوازې په همدې کارونګ د پارسي د ( تا) انډول کېدای شي. لکه:

 تر څو چې کوشنی ونه ژاړي، مور تی نه ورکوي.

 څو چې بنسټپال پر هېواد واکمن وي، د سولې او سوکالۍ هیله نشته.

پوهاند ډاکتر زیار لیکي چې ( څو) او ( تر څو) که بې ( چې ) هم ولیکو، ناکره نه بریښي.

 ښاغلي زیار په پښتو پښویه کې لیکي چې پښتو د اروپایي ژبو غوندې ارتباطي ضمیرونه Relative Pronounces ( مثلاwhose ,whom) نه لري خو ځينې کسان یې ټکي په ټکي پېښې کوي چې ژبه ورسره مصنوعي کیږي. دوی مثالونه ورکړي دي .ځینې مثالونه یې دلته رانقلوو:

غرزی کندهار ته ولاړ، څوک چې هلته خپلوان وګوري.

غرزی کندهار ته ولاړ، چیرې چې هوا توده ده.

غرزی کندهار ته ولاړ، کله چې پر کابل واوره وشوه.

ما یو لیکانی وخیست، کوم چې ښه کار کوي.

ما یو لیکانی وخیست، په کوم چې لیکل کوم.

ما دومره غنم وپېرل ، څومره چې مې پیرلای شول.

ما هله غنم وپېرل ، کله چې مې ورته اړتیا پیدا شوه.

پوهاند زیار د دغو جملو سمې بڼې داسې ښیي:

غرزی کندهار ته ولاړچې خپلوان وګوري.

غرزی  ځکه کندهار ته ولاړ چې هلته هوا توده ده.

غرزی هله کندهار ته ولاړ چې پر کابل واوره وشوه.

ما یو لیکانی واخیست چې ښه کار کوي.

ما یو لیکانی د دې لپاره واخیست چې پې لیکل وکړم.

ما دومره غنم وپېرل چې پیرلای مې شول.

ما غنم هله وپېرل چې مې ورته اړتیا وه.

استاد زیار په پښو پښویه او یو نیم بل  ځای کې د اجمل خټک په دې  بیت کې چې وایي:

ځئ هغه خوارو له جنت وګټو

څوک چې له موره دوزخیان پیدا دي

د ( څوک چې ) عبارت ناسم ګڼلی  او د انګریزي- اردو منفي اغیز یې  بللی دی. لکه څنګه چې استاد مثالونه ورکړي دي، د ( چې ) په څنګ کې ( څوک ) اضافي ښکاري، خو ګومان کوم د اجمل خټک په دې بیت کې  اضافي نه دی؛دلته تاکیدي نقش لري او شعر ته قوت ورکوي. موږ وایو: راځئ هغو خلکو ته، هغوی ته چې د ماښام ډوډۍ نه لري، خدمت وکړو. که په دې جمله کې د مخاطب د پارولو مقصد نه لرو، ( هغوی ته ) اضافي دی، مګر په پاروونکي سبک کې یې اضافي نه شو بللای. په ژبنیو بحثونو کې د لا مناسب قضاوت لپاره پکار ده د  ژبې سبک ( شاعرانه و غیر شاعرانه، لیکنی و ګړنی…) په نظر کې ونیسو.

استاد زیار د خپل یوه کتاب ( د خوشال ادبي پښتو) په دریم فصل کې د خوشحال بابا په دې مصرعه کې (: چې په چېرته ښه صورت هورې یې زړه دی) د ( چې – په چېرته ) ربطي عبارت ( په ) ناسم بولي او لیکي چې:  : خوشال کله کله له ( چېرته ) او ( څو… سره ) [ په ] هسې بې ځایه ملګری کوي.)

 خو زما په نظر، که موږ په مختلفو زمانو کې د ربطي وییکو او عبارتونو تحول په نظر کې ولرو، هاله ممکن د خوشحال په کلام کې ذکر شوی ( په) بې ځایه ونه بولو. د څو سوه کاله پخوا په متنونو کې ډیر ځایه لولو چې مثلا: هغوی په هندوستان اوسېدل .مګر اوس په شرقي لهجه کې تمایل دا دی چې ( په ) وغورځوي او ( کې ) ورزیات کړي: هغوی هندوستان کې اوسېدل. پخوانو د ( هرچې) او ( دا په دا چې ) ربطي عبارتونه لرل خو مونږ هېر کړي او بدل کړي دي. عبدالقادر خټک وایي:

په دا دوه حرفه ادا مسلماني ده

هر چې نه پسندې په ځان په چا مه پسنده

او: خوب به یې بدل په بیدارۍ، خوښي په غم شي

 هر چې یې په زړه کې د دلبرو مینه وینه

مونږ اوس د لومړي بیت د ( هرچې ) په ځای معمولا ( هغه څه چې ) یا ( هر څه چې) او د دویم ( هر چې ) په ځای ( هر څوک چې) یا ( هغه څوک چې ) وایو.

 نن سبا په افغانستان کې اکثره وخت ( په دې سبب چې) لیکو خو پخوا ( په دا سبب چې ) زیات وینو. اشرف خان هجري په دکن کې د بند په موده کې د خپلې یوې قصیدې په اړه لیکلي دي: ( دا قصیده چې مې د پادشاه استاد لره استولې وه، ډېره یې پسند کړه، ولې تر نظر یې د اورنګ شاه تېره نه کړه، په دا سبب چې خوشامند یې پکې نشته، ګوره چې څه وایي.) له ( پښتو نثر اته سوه کاله) څخه

 موږ اوس د ( دا په دا چې ) په ځای ( په دې وجه، په دې علت، ځکه چې ) او نور عبارتونه راوړو، خو عبدالحمید مومند ویلي وو:

که یار غواړې هومره ژاړه څو درځي عبدالحمیده

دا په دا چې در مونده شي په دریاب نه په ناله کې

اختر مبارکي/ آصف بهاند

1

 دا آزاد شعر مې له نن څخه څه د پاسه دیرش کاله مخکې لیکلی دی، خو له هغې نیټې او له هغه وخت نه اوسنیو حالاتو سره ښه اړخ لګوي. هماغه اختر ته چې ما دا شعر لیکلی بیا او بیا او بیا راغلی دی. ما بیا له ځان سره و ویل:

دا هم اختر، بیا هم اختر، ته به غواړې که به یې نه غواړې، دی به را روان وي، ستا له زړه نه او ستا له ټپونو نه به وینې څاڅي، خو دی به ور در ته را وهي چې دغه یم راغلم. د یو یار دا خبره مې څو ځلې ورته په ټیټ آواز هم ویلې او په لوړ آواز هم:

«زه کور کې نه یمه،

ور مه راوهئ!»

خو دی بیا هم را روان وي.

ته او اولاد به دې،

ته او کلیوال به دې،

ته او وطنوال به دې،

په نس وږي په تن لوڅ په زړه غمجن، د ټوپک د شپیلۍ د ماتیدو په هیله شیبې په ګوتو شمیرې، خو دی دا پنځه دیرش کاله کیږي چې په وینو لړلی را روان وي او وايي:

دا یمه،

راغلمه،

اختر یمه،

که مې څوک غواړئ،

که نه غواړئ،

زه راغلی یمه!!!

څو دیرش کاله مخکې هم زما ځواب ورته همدا و او اوس هم همدا دی:

اختر مبارکي

چې ته نه ېې

خوښي نه شته

خلک وږي رنځوران دي

او د جنګ لمبو کې سوځي

زه به څنګه

او په کوم مخ

څه له پاره

په کوم ویاړ به

چا ته ورشم

ور ته وایم چې:

اختر دې مبارک شه!؟

د ۱۳۶۳ کال د د سنبلې پنځه لسمه

کابــــل، افغانستان

(مروره مځکه،۵۵ مخ)