دوشنبه, جنوري 18, 2021
Home Blog Page 3

حمدالله محب د یو لوړپوړي پلاوي په مشري هلمند ته لاړ

0

(تاند، یکشنبه، جدي ۲۸) د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن سهار د یو لوړپوړي حکومتي پلاوي په مشري هلمند ولایت ته په سفر لاړ.

له امنیت شورا څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي: “ډاکټر محب به په دغه سفر کې د هلمند، کندهار، زابل، ارزګان، ډایکنډي او نیمروز ولایتونو له والیانو او نظامي مسؤولانو سره وګوري او د دغو ولایتونو د عمومي امنیتي وضعیت ارزونه به وکړي.”

په خبرپانه کې راغلي، چې د ملي امنیت شورا سلاکار به د ۲۱۵ میوند او ۲۰۵ اتل قول اردوګانو د امنیتي راپورونو د ارزونې تر څنګ له امنیتي او دفاعي سرتېریو سره هم وګوري او د هغوی ستونزې او غوښتنې به واوري.

حمدالله محب همدا تیره ورځ د هېواد شمال بلخ او له هغې بیا دوه ورځې وړاندې، ختيځو ولایتونو ته په سفر تللی و، چې په امنیتي برخه کې ځینې تازه ګمارنې هم وکړې.

نوموړي پرون په شاهین قول اردو کې افغان ځواکونو ته په خبرو کې ویلي وو، چې د طالبانو له لوري د اوسني نظام پر وړاندې د دوی جګړه ناروا او باطله ده، ځکه د نړۍ په کچه دیني علماوو یې د رد فتواوې ورکړي دي.

د امنیتي چارو شنونکي، د محب وروستي سفرونه ګټور بولي او په خبره یې، چې په لرې پرتو ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو پوښتنه، د چارو ارزونه او ستاینه د دوی د روحیې له پیاوړي کیدو سره مرسته کوي.

د کمپیوټرپوهنې سپینه وړانګه | رحمت شاه فراز

0

کمپیوټرپوهنې د یوه منظم علم په توګه تر را ټوکېدو پورې اوږد واټن او رنګا رنګ پړاوونه وهلي دي. د نورو ډېری علومو پرخلاف، د یاد علم تصور، اصولو او میتودونو له پخوا څخه وجود نه درلود؛ بلکې د وخت په تېرېدو او د کمپیوټر او اړوندې ټکنالوژۍ په برخه کې له نوو لاسته راوړنو او اختراعاتو سره په هم مهاله توګه، د یوه منظم علم او باقاعده پوهې معیار ته رسېدلی؛ څېړنیز میتودونه یې ټاکل شوي، ښاخونه او څانګې یې کړې، اصول او قوانین یې مرتب شوي، نصاب يې اوډل شوی او په پوهنتونونو او نورو ښوونیزو ادارو کې یې د ډیپارټمنټونو بنسټ ایښودل شوی. که کمپیوټرپوهنه یوه سپینه وړانګه وګڼو او تر منشور يې تېره کړو، نو هابل لوري ته به مو د ریاضي، برېښنايي انجینري، میخانیکي انجینري، فزیک، فلسفې، ارواپوهنې او ژبپوهنې اووه وړانګې تر سترګو شي. له یادو څانګو څخه هره یوه په یو نه یو ډول د کمپیوټر او کمپيوټرپوهنې په وده، ارتقا او تکامل کې ونډه هم لري او کمپیوټر او کمپیوټرپوهنې بېرته پر هرې څانګې پراخه اغېز هم ښندلی دی. د یادو څانګو په څېړلو، ارزولو، سپړلو، ودې، ابتکار او نوښت کې کمپیوټر او کمپیوټرپوهنې بې ساری رول لوبولی دی. 

ریاضي او ریاضي پوهان د کمپيوټر په جوړښت او رغښت کې د بنسټي ډبرې حیثیت لري. د دې لپاره چې د پېچلو قضیو، فرضیو او تیوریو د ثبوت لپاره اسانه لاره ومومي او بل خوا په بېلا بېلو ډګرونو کې د شمېرونکو او محاسبینو کار اسانه کړي، همدا ریاضي پوهان وو چې د لومړي ځل لپاره يې د کمپیوټر خوب ولیده او د دې خوب د رښتیا کولو لپاره يې شپه او ورځ یوه کړه. همدا رنګه، د یوه ماشین د جوړولو لپاره د مختلفو پرزو او وسایلو جوړول او بیا د هغو د یو ځایوالي او نصب لپاره میخانیکي پوهه یو اړین فکټور ګڼل کېږي. د دې لپاره چې دغه وسایل په کار واچول شي او عملیات ترسره کړي، انرژي ته اړتیا لري چې یا به د بخار په واسطه تولیدېږي او یا به پر برېښنا فعالېږي. ښکاره ده چې وروستی یې ارزانه، بې زیانه او پرېمانه موندل کېږي. د برېښنايي جریانونو او محرکاتو د لېږد او تطبیق لپاره برېښنايي انجینري د یوه ماشین په جوړښت کې ناګزیره برخه جوړوي. د فزیک د بېلا بېلو څانګو مثلاً نوري فزیک، برېښنامقناطیس او… رول په هېڅ ډول هم له پامه نه شو غورځولای. د کمپیوټر په بېخ کې د ځغلنده ریاضيکي منطق، ریاضیکي قوانینو او اصولو په کشف، سپړاوي او څېړلو کې د فلسفې او فیلوسفانو ونډه د رڼا ورځې واقعیت دی. د روبوټپوهنې، روبوټ جوړونې، مصنوعي ځیرکتیا، عصبي شبکو او ځیرکو سیسټمونو لپاره د انساني ماغزو، ذهن، ځیرکتیا، ذکاوت، استدلالي قوې، ادراکي وړتیاوو، چلندي او فکري فکټورونو شننه او تفسیر یوازې د ارواپوهنې په پاڼو  کې موندلی شو. د دې ترڅنګ د بشر پوهه، زدکړیز څرنګوالی، د انسان پر چلند او فکر د ماحول اغېز او دې ته ورته نور هغه موضوعات دي چې ارواپوهان او ارواپوهنه يې راته تشریح کوي. په پای کې، د کمپیوټرپوهنې په بېلا بېلو ډګرونو کې ژبپوهنې هم هسک سر نیولی دی. په پروګراملیکنه کې له هماغو ژبنیو اصطلاحاتو لکه نحوه، ګرامر، لیکنښې، ژبني قواعد، لفظ، او داسې نورو څخه ګټه پورته کوو. 

په پورتني شالید کې، دا ټکی د حیرانۍ وړ نه ګرځي چې د نن او تېرمهال ډېری کمپیوټرپوهان د ریاضي، برېښنايي انجینرۍ، میخانیکي انجینرۍ او فزیک له څانګو څخه دې ډګر ته راغلي وو او خپله ټوله پوهه، د نوښت او ابتکار وړتیا، کاري انرژي او حوصله يې کمپیوټرپوهنې ته سپارلي؛ او د دې لازمي پایله د کمپیوټرپوهنې چټک پرمختګ او وده وګرځېده. 

نن ورځ کمپیوټرپوهنه یو منظم ډسپلن (discipline) ګرځېدلی خو دا چې په دې منظم ډسپلن کې نور څومره علوم او پوهنې په څپو دي، د دې ټکي هېرول له نورو علومو سره بې انصافي ده. 

کمپیوټر د زېږد له مهاله تر دمګرۍ پورې د یوه مقناطیس په څېر چاره لوبولې چې بېلا بېل علوم او پوهان يې خپل ځان ته ور کاږلي او خپله لمنه يې پرې درنه او غني کړې. په دې ځای کې د خوند خبره دا ده چې د کمپیوټر بنسټ په ریاضي، محاسبو او شمېرنو ایښودل شوی او ورو، ورو د ریاضي، شمېر او اعدادو دغه ځانګړنه نورو علومو ته هم لېږدوي. په دې ځای کې د کانټ هغه خبره د رښتونولۍ پر څپو سپرېږي چې یوه ورځ به داسې راشي چې کله د دوو پوهانو ترمنځ پر یوه مساله شخړه پېښه شي، نو د دلیل غوښتنه به نه کوي، بلکې یو بل ته به وايي چې ((راځه چې محاسبه یې کړو!))

اځلیکونه: 

1- Henderson, Harry. Encyclopedia of Computer Science and Technology – Rev. ed. (New York: Facts On File, Inc. An imprint of Infobase Publishing 2004).

2- Grafinkel, Simon L & Rachel H. Grunspan.The Computer Books. (New York: Sterling Publishing Co., Inc. 2018.) 

3- https://m.slashdot.org/story/68609

کابل کې دوه چل بازې نجونې نیول شوي دي

0

(تاند، یکشنبه د جدي ۲۸) د کابل ښار په دریمه حوزه کې پولیسو دوه چل بازې او فریب کاره نجونې نیولي دي.

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، چې کابل ښار کې هغه دوه نجونې د پولیسو له لوري نیول شوي، چې په ډیرو لوکسو لباسونو کې به ګرځيدلې او بیا به یې په مشهور او باعزته کسانو د پیسو اخیستلو لپاره دعوې کولې.

د صالح په خبره دغه کار یې له تیرو څو کالونو څخه کوه، چې بلاخره پولیس یې په نیولو بریالي شول.

امرالله صالح د شپږنیمو بجو د غونډې په راپور کې ویلي: “دغه دوه نجونې، شیما او حسنا نومیږي. په ښار کې به په ډیرو قیمتي او لوکسو جامو کې ګرځېدې، مشران او مشهور اشخاص به یې په نښه کول او بیا به یې د ټلیفون له لارې اخطارونه ورکول او ورته ویل به یې که پیسې رانکړئ نو کورونو ته مو درځو او یا هم په بشر حقوقو کې درباندې دعوه کوو، چې دغه کس مونږ ته لاس را اچولی.”

د صالح په خبره، په نښه شوي کسان به مجبور وو، چې د خپل عزت د خوندیتوب په خاطر د دغو نجونو غوښتنې ومني، پیسې ورکړي او ځان یې له جنجال څخه خلاص کړي.

ښاغلي صالح دا نه دي ویلي، چې دغو دوه نجونو تر اوسه له څومره کسانو څخه څومره اندازه پیسې اخیستي خو په وینا یې، چې اوسمهال یې څیړنې ورڅخه پیل کړي دي.

دا لومړی ځل دی، چې ښځې د دغسې یو جرم په تور نیول کیږي، ځکه په افغانستان کې سیاسي، حقوقي، جنائي او ورته نور جرمونه د نارینه و لخوا ترسره کیږي نو له همدې کبله خو یاده پېښه د کابل ښارایانو او د ټولینزو رسینو کارکوونکو لپاره ډيره جالبه او حیرانونکي ده.

حمدالله محب: د طالبانو له لوري روانه جګړه هېڅ دیني اړخ نه لري

0

تاند (یکشنبه د جدي ۲۸) د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، د نړۍ په کچه ديني عالمانو په افغانستان کې د طالبانو له لوري روانه جګړه حرامه او ناروا بللې ده.

د ښاغلي محب په خبره له همدې کبله د نظام او افغان ځواکونو پر وړاندې د طالبانو له لوري روانه جګړه باطله او هېڅ دیني اړخ نه لري.

د ملي امنیت شورا دفتر نن یکشنبه د یوه بیان په خپرولو سره ویلي، چې نوموړي په بلخ ولایت کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو مسؤولینو او سرتېرو ته د خبرو کولو پر مهال وویل: « ستاسې مبارزه پر حق ځکه ده چې د ازادي او د خلکو د سر و مال د خوندیتوب لپاره جنګېږئ.»

سرچینه زیاتوي نوموړي ټینګار وکړ چې د افغان ځواکونو دې ارادې او مبارزې ته په پام سره د نظام خونديتوب او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتنې په عمده برخو کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ د پام وړ او نه هېرېدونکې دي.

حمدالله محب په داسې مهال دغه څرګندونې کړي چې تر دې وړاندې په زرګونو افغان او د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو دیني عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې او له ښکیلو خواوو یې د جګړې او تاوتریخوالي د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.

د ملي امنیت شورا سلاکار پرون شنبه د يوه دولتي پلاوي په ملتیا د شمال زون د امنیتي وضعیت ارزونې په موخه بلخ ولایت ته تللی دی، تر څو له نژدې امنیتي وضعه وڅاري.

پولیسو په کابل ښار کې ۲ مېرمنې چې خلک به یې ګواښل او پیسې به یې ترې اخيستې نيولي

0

تاند ( یک شنبه، د جدي ۲۸) د ولسمشر لومړی مرستیال امرلله صالح وایي پولیسو هغه دوه مېرمنې نيولي چې په کابل ښار کې به یې خلک ګواښل او پیسې به یې ترې اخيستلې.

امرالله صالح وايي، دې مېرمنو به ښايسته لباس په اغوسته او د ګواښونو له لارې به یې له نېکو او مشهورو خلکو څخه پيسې اخیستې.

د صالح په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: « دې دوه ښځو به خلک ګواښل چې که پیسې ورنکړي نو کورنۍ او یا هم بشر حقونو ته به ور نه شکایت وکړي.»

نوموړی وایي نيول شوې ښځې حسنا او شیما نومېږي او ترې څېړنې روانې دي.

د ولسمشرلومړی مرستیال وایي له کلونو راهیسې خلک له دې حالت سره مخ وو او له وېرې به یې څه نه شو ویلای.

نوموړی ډاډ ورکوي چې له دې وروسته به په کابل کې د هر ډول خپلسریو مخه نیسي.

امرلله صالح داسې مهال کابل ښاریانو ته د ډاډمن امنیت ډاډ ورکوي چې نن سهار هم په کابل ښار کې ناپېژانده وسله والو دوه ښځينه قاضیانې په ډزو ووژلې او دوه یې ټپيانې کړې.

چارواکي: د المار ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو

0
عکس-آرشیف

تاند (یکشنبه د جدي ۲۹) د افغانستان په شمال کې د افغان پوځ چارواکي وايي چې د فاریاب د المار ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ملا نادر ووژل شو.

د ۲۰۹ شاهین قول د شنبې په شپه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ملا نادر پرون له افغان ځواکونو سره په مخامخ نښته کې وژل شوی دی.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، ملانادر چې په فیضي مشهور و، څه موده وړاندې له افغان پوځ او کومانډویانو سره په وسله واله نښته کې ټپي شوی هم و، خو پرون ووژل شو.

سرچینې زیاته کړې، نوموړی د طالبانو یو له مهمو او مطرحو کسانو څخه و چې د فاریاب په المار ولسوالۍ کې یې د بشر ضد ډېرو جنایاتو کې مستقیم لاس درلود.

طالبانو تر اوسه په دې هکله کوم غبرګون نه دی ښودلی.

کابل ښار کې دوه ښځینه قاضیانې په ډزو ووژل شوې

0

تاند ( یک شنبه، د جدي ۲۸) د کابل ښار په تایمني سیمه کې ناپېژانده وسله والو پر څلورو ښځینه قاضیانو برید کړی.

سرچینې وایي چې د دې برید په پایله کې دوه ښځینه قاضیانې وژل شوي او دوه نورې ټپي شوي دي.

دا پېښه نن سهار رامنځته شوې ده.

بل لورته عیني شاهدان وایي بریدګرو د ښځینه قاضیانو پر موټر برید وکړ.

دوی وایي په دې برید کې دوه  قاضیانې وژل شوي او دوه نورې ټپيانې شوې دي.

د دې  پېښې مسوولیت چا پرغاړه نه دی اخېستی.

امنیتي مسوولینو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په کابل کې په دې وروستیو کې هدفي وژنو سخت زور اخیستی او خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.

د کابل ښاریان حکومت په دې برخه کې ملامته بولي او وایي که د دا ډول پېښو عاملین ونه نیسي نو ښایي دا ډول پېښې نورې هم زیاتې شي.

د ادب او ژورنالیزم توپیر او تړاونه | سیدعبدالله نظامي

1

 لندن

په هغه ټولنه کې چې ژورنالست شاعر دی ، کیسه لیکوال او د ادبیاتو د پوهنځي استاد دی نو موږ کله دا دوه نومونه یو له بله جلا کولی شو.

په اصل کې ژورنالیزم او ادبیات دوه بېل مسلکونه دي چې هم مهاله   پر یو بل تکیه هم  دي. یو پر بل یې اغېز کړی، له یوه بله تغذیه شوي. که د ښاغلي ګوهر رحمن ګوهر، سعد الدین شپون یا داود جنبش ژبې ته مو پام کړی وي چې په خبریالۍ کې یې کاروله. ځینې زړې کلیمې له خاورو رایستلې، ځینې نوي اصطلاحات یې په لاس جوړ کړي. ژورنالیزم یې په زړه پورې کړې. همدا کلیمې بیا ادیبانو په کیسو او شعرونو کې کارولي.

په همدې ډول ځینې تکړه خبریالانو د عبدالحي حبیبي په لاس موندلې اصیلې کلیمې خبري ژبې ته راوستي، یا د صدیق ریښتین د نثر له ښکلا یې الهام اخیستي. نو په دې حساب ژورنالیزم او ادب د یو بل لازم او ملزوم ګڼل کیږي. په شتمنو ژبو کې د ادب اغېز پر ژورنالیزم ډېر دی. دا به نو کمسارې وي چې ادیب له خبریال ژبه زده کړي. خبریال له ادیب نه کلیمې پوروي خو خبریال ادیب ته سوژه ورکوي د ډيرو تیارو کېسو جغرافیه ورمالوي. ډېر داسې ناول لیکونکي شته چې په سوژو پسې خبري مقالې لټوي. که د تېر وخت په اړه لیکنه کوي، خامخا به د هغه وخت خبري ژورنالونه پسې لټوي.

نو په لوېدځه نړۍ کې چې ژورنالیزم او ادبیات دواړه خپل پخوالي ته رسيدلي، د تړاو او اغېز کرښه یې تر منځ روښانه ده. د هر یوه دریځ مالوم دی. لکه څنګه مو چې وویل، ادبیات ژورنالیزم ته ژبه ورکوي، په بدل کې سوژه او کیسه ترې اخلي.

خو په ځینو ژبو کې چې دواړه، هم ادبیات او هم ژورنالیزم ډېر اوږد او شتمن شالید نلري، د بېلتون کرښه یې په منځ کې تته ده. کله یو له کرښې واوړي کله بل. خو دا کار د تکامل سایکل یوه برخه ده. د دواړو پرمختګ ته همدا ګډوډي اړینه بلل کیږي.

زما خپله تجربه ده چې د شعر او ادب له کړکۍ خبریالۍ ته ننوتم. له ۲۰۰۱ لومړي کال وروسته افغانستان کې زموږ د چاپېرچل خبریالان تر ډېره د ادبیاتو پوهنځي استادان و، داستان لیکونکي او د نورو ادبي ژانرونو لیکوال و. او دا ځکه چې نړیوالو رسنیو افغانستان ته له یوې لوی پیښې وروسته یو وار سترګې واړولې. هلته دژورنالیزم د پوهنځیو فارغ کسان تر ډېره د ژیړ ژورنالیزم لاروي و او دپخواني شوروي د وخت د دولتي خبریالۍ تجربه ېې درلوده چې تش تبلیغ او د حکومتونو لپاره نغاره غږول و خو د ادبوالو کمال دا و چې لیکل او غږېده ېې سم و ، ورسره دتړلي ژونالیزم له ولکې بهر پاتې و .

دې چارې پر ریښتوني ژورنالیزم هم سیوری غوړولی و نو ېې خپله ژورنالستیکه دنده لنډه بېلوله . ویل به ېې د خبریال لپاره یو تود خبر دی او یو هم سوړ. تود خبر همدا چې جګړې څومره مړه او څومره وژوبلل هماغسې چې اډانه او جوړښت ېې کلیشه او تکراري و که تاسې ددغه وخت خبري رپوټونه راټول کړئ د سلوهغو ژبه او جوړښت به ورته وي او هیڅ نوښت پکې نه شئ موندلی.

 سوړ خبر دا چې فیچر ډوله رپوټ او تر ډېره به شاعرانه ذوق ته ورته مسلو سره تړلي موضوعات رپوټ کېدل لکه د سندرغاړو ژوند ، تاریخي سیمې ورپېژندل او نور.. عادي ژوند بیخي پاتې و. ژبه خو یا دومره وچه وه چې یواځې د مړو پیکه شمار او یا هم دومره ادبي وه چې له ژورنالیزمه وتله،.د ننګرهار بهسودو پله کې پر امریکایي شوبلې د ځانمرګي برید خبر دیوې نړیوالۍ رسنۍ خبریال داسې ورکوه چې پر بهسودو پله د شوبلې سوځېدلې ټوټې او د سر زیان ترې پاتې وه هغه له سینده پورې د مېشتو خلکو ګودر انځور کړی و څه چې ژورنالیزم نه بلکي ادبیات و .

همداسې نورې بیلګې هم شته خو دغه بڼه د خبریالۍ یو څه وخت وروسته چې ځوانو خبریالانو د نړۍ د ژورنالیزم تجربې ولیدې  بدله شوه خو ډیره نه .

د بېلګې په ډول خبریالان دپېښو پروخت د بګراونډ پرځای یوه نا سپړلې خبره په یوه ټلویزني رپوټ کې د پای لپاره راوړي ((  د ښار پر واټونو د موټرو ماتې ښېښې د زیان ټول صحنه نه ده مرګ ، ژوبله او ترې پاتې کورنۍ د کړاو له سترګو پناه کیسه ده ))

نه هم پکې کلیشه شته چې د یادونې وړ ده  ، داپه داسې حال کې ده ، پرون هم برید شوی و. او نه هم پکې دا ادبیات چې د مړو انسانانو خواخوږي به په سرو سترګو ناست وي او دا وحشت به هیر نه کړي او په زیارتونو به جنډې ولاړې وینه ،څه چې خبره له ژورنالیزمه وباسي. همداسې ېې بڼې هم واوښتې خبریال باید په ادبي جمله کیسه راجوړه نه کړي  اوپن  یا لګیدلی مایک د ښار پر پلې لار ږدي او سل پر یوه پوښتنه غږوي .

خو دا بدلون هم بشپړ بدلون نه دی موږ لا هم ژورنالیزم او ادب د یوه مسلک دوه نومونه ګڼو .

او یواځېني خلک هم نه یو چې د دوه جلا مسلکونه سره تړو. انګریز مشهور لیکوال متیو ارنالډ له ۱۸۲۲ تر ۱۸۸۸ پورې ژوند کړی او د خپل وخت اوڅار لیکوال او شاعر و ژورنالیزم د منډې ادبیات یادوي. مانا څه چې سم لاسي ډول کیږي د پنځونې او تیاري لپاره ډیر وخت پرې نه لګول کیږي.

ایرلنډی اوڅار او نوښتګر لیکوال اسکر وایلډ چې ۱۹۰۰ کال کې فرانسه کې د ۵۴ کلونو په عمر ومړ وايي (( د ادب او ژورنالیزم توپیر دادی چې ژورنالیزم د ژور لوست وړ نه دی او ادبیات د یوې سترګې لوست نه دی داسې چې ژورنالیزم تا په سوچ او فکر کې نه پرېږدي خبره درخلاصوي او ادبیات هرچاته خپل جلا سوچ ورکوي))

په همدې دلیل پسې وروسته د ځانګړي سبک یوه انګریز لیکوال سیریل کانلي چې ۱۹۰۳ کې زېږیدلی او ۱۹۷۴ کې ومړ  ور زیاته کړه (( ادب هغه هنر دی چې د دوه وارې لوستو وړ وي او ژورنالیزم هغه څه دي چې په یوه ځل اورېدو یا لوستو درک کیږي))

یوبل مشهور لیکوال ویلیم رالفینګ چې له ۱۸۶۰ تر ۱۹۵۴ېې ژوند کړی هغه مهال ېې ویلي و ادبیات او ژورنالیز ورو ورو یو له بله جلا کیږي او له دې چارې ژورنالیزم او خبریالي ګټه کوي. ښايي ددغه خبرې روښانتیا دا وي چې خبریالي له تخیلي ژبې او کینایاتو راوځي او ډانګ پېلې کیسه درته کوي.

یو خبریال وايي کلونه کلونه مې په خپل مسلک کې کار کړی کله مې ښه خبریالي کړې او کله هم نیمګړې خو هیڅکله مې ترې ادبیات نه دي جوړ کړي.

د ډیرو ګډ باور دادی چې خبریالي د پېښو انځور او د واقعیت رسول دي ادبیات بیا د حقیقت لټون او رسول دي.

وروستي نظرونه د ژورنالیزم او ادبیاتو د پوهانو همدا دي چې ادب او ژورنالیزم دواړه جلا لارې دي خو زه وایم دا لارې خورا نږدې سره جوړې دي لکه غبرګ تللي سړکونه ، دواړه کیسه کوي یو لنډه کیسه لیکي بل فیچر لیکي، یو د چا ژوند د ادب له سترګو انځوروي  مرثیه ېې وايي خبریال هبیچوري ورجوړوي ، ادب وال په غزل او هنري نثر کې د مرغانو سندرې انځوروي خبریال د مرغانو غږ ریکارډوي او غږوي ېې درته، لیکوال سفرنامه لیکي خپل ذوق پکې سړوي خو خبریال همدغه څه فوک ډوله خپل د سترګو لیدلی حال لیکي یا ډاکومنټري کوي.

نو بیا چې دومره نږدې دي توپیر چیرې ؟

توپیر ځمکه او اسمان.

ادب وال ورځې ورځې پر خپل تخیل پخولو کار کوي چې څنګه پکې خوند پېدا کړي ، لوستونکی په هوايي دهلیزونو وګرځوي او په پای کې خپل موټي کې نیولی پيغام ورپرېږدي.

خبریالۍ کې تخیل ، له ځانه تړنې او زیاتونې کفر دی بیخي له مسلکه پرې وځې.

لیکوال ښايي سل خبرې بې مسولیته په ونو کاڼو پسې وتړي خو له خبریال سره د هرې خبرې حساب کېدونکی دی د هرڅه سرچینه باید مالوم او ثبت شوې وي.

له ادبه چې څه هم خبریالۍ ته ګټه ده د سوچه او غښتلې ژبې خبره ده .

د خبریال ژبه دومره مهمه او اغېز لرونکې ده چې بل هیڅ.

خبریال چې په کومه ژبه کیسه کوي سوچه او پر ګرامر بشپړه ېې زده نه وي نالوستی بللی شي. ځېنې خبریالان که د موادو او کیسو په ټولولو کې تکړه وي یا خو د کوڅې ژبه وکاروي او یا هم د نوروژبو ګډوله وکاروي وګڼه چې د کار پيړمې ېې سستې او اغیز به ېې پر شوې خوارۍ خامخا لیدلی شي.

ترکمنستان ؛ ډېر ژر به د ټاپې پروژې ساختماني کارونه پيل شي

0

تاند (یک شنبه، د جدي ۲۸) د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادووف وایي د ټاپي پروژې په برخه کې پرمختګونه تر دې ځایه رسېدلي چې ډېر ژر به یې ساختماني کارونه پيل شي.

مرادووف وایي ټاپي نل لیکه باید لومړی تر هرات ورسول شي او تر هغه وروسته به پاکستان او هند ته ځي.

نوموړي ویلي افغان حکومت په دې برخه کې پوره همکاري کړې  او د دې پروژې د مسیر لپاره یې د ځمکو د استملاک قانون جوړول مهم پرمختګ دی.

د ترکمنستان ترڅنګ د اسیا پراختیایي بانک هم ویلي چې دوی د دې پروژې ملاتړي دي او غواړي په سیمه کې د افغانستان او ترکمنستان اړیکې په خپلو کې پراخې شي.

ترکمنستان هیله څرګنده کړې چې وکړی شي ژر دغه پروژه ګټه اخیستنې ته وسپاري.

ټاپي له ترکمنستان افغانستان، هند او پاکستان ته د ګازو د لېږد پروژه ده چې ویل کېږي زرګونه افغانانو ته به پکې د کار زمینه برابره کړل شي.

اقتصادي چارو کار پوهان هم دا پروژه د افغانستان لپاره ګټوره بولي.

دوی هم هیله لري چې د دې پروژې چارې ژر بشپړې شي او عام افغانان ترې برخمن شي.

تاجکستان د افغان سولې پروسې سره د هر ډول همکارۍ چمتووالی ښودلی

0

تاند( یک شنبه، د جدي ۲۸) تاجکستان وايي له افغانستان سره د سولې په برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي.

دا څرګندونې په کابل کې د تاجکستان سفیر د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال میرویس ناب سره په لیدنه کې کړې دي.

دواړو لوریو په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو او نورو اړوندو مسایلو په اړه یې خبرې کړې دي.

تاجکستاني ویلي دوی د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او په دې برخه کې بشپړو همکاریو ته تیار دي.

په ورته وخت کې میرویس ناب هم ویلي چې تاجکستان او افغانستان په خپلو کې تاریخي اړیکې لري او تمه ده چې دا اړیکې لا پراخې او پیاوړې شي.

دواړو لوریو په دې لیدنه کې په سرحدي سیمو کې د امنیتي همکاریو پر سر هم خبرې کړې دي.

تاجکستان داسې مهال دا څرګندونې کوي چې لاهم په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې پرمختګ نه لیدل کېږي.