شنبه, جنوري 16, 2021
Home Blog Page 2

د ۲۱ پیړۍ دوهمه لسیزه او افغان ولس| جاوید ستانکزی

0
جاوید ستانکزی

د ۲۰۲۰عیسوی میلادی کال له پوره کیدو سره د یوویشتمي پیړۍ دوهمه لسیزه پوره شوه او د دریمي لسیزی پیل په داسی حال کې وشوچې د کرونا ناروغۍ بلا تفریقه د نړۍ ټول ملتونه، د هغوی ټولنیز او اقتصادي ژوند ترخپل اغیر لاندی راوستی چې تر دی اوسه له ۹۳ ملیونه زیات کسان په یادې ناروغۍ اخته او له ۲ ملیونو زیاتو کسانو د یاد ویروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی، خو له دی سره سره د خوښۍ خبر دادی چې دیاد ویروس واکسین ایجاد او د نړۍ په متخلفو هیوادونو کې د تطبیق په حال کې دی.  

په تیره لسیزه کې ډیری تاریخي پیښې ترسره شوی لکه د عربي نړۍ پسرلی (که څه هم په ۲۰۱۰ کې پیل شو)، په ۲۰۱۱ کې د اسامه بن لادن وژل کیدل او په ۲۰۱۷ کې د ولسمشر ټرمپ ټاکل کیدل. د نړۍ د نورو هیوادونو په څیر افغانستان کې هم ډیر څه پیښ شول د بیلګې په ډول په ۲۰۱۱ کې د استاد رباني وژنه، د افغانستان په تاریخ کې په ړومبي ځل د یو منتخب ولسمشر له لوري بل منتخب ولسمشر ته د امن او وروری په فضا کې د واک انتقال، د فرخندی نومي میرمنی وژل او بیا سوځونه، په ۲۰۱۶ کې د ملامنصور وژل کیدل، د ۲۰۱۹ کال د جنوری په میاشت کې د طالبانو په ټانکری چاودنه کې له ۱۰۰ د ډیرو کسانو وژل کیدل، د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر په میاشت کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون او د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر په ۱۲ د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو پیل، یادولای شو. په تیرو کلونو کې د افغانستان سوداګري وده وکړه، سړکونه، پلونه، هوایې دهلیزونه، د اوبو او برق بندونه، د ریل ګاډي خط او نوری ډیری پروژو پلي شوی چې یادول یې هیله بښونکي دي. 

خو ددی ترڅنګ ځینې منفی خبرونه هم شته چې لیدل او لوستل یې د انسان زړه ریږدوی د بیلګی په ډول د یوناما د راپور په اساس یواځې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۹ ترمنځ تر۳۵۰۰۰ زیات ملکي کسان وژل شوی او له ۶۶۰۰۰ زیات ملکي کسان ټپیان شوي. که څه هم د مرګ ژوبلې خبرونه د هیواد له ګوټ ګوټه راځې خو په پورته دواړو ارقامو کې ډیری مرګ او ژوبله په پښتون میشتو سیمو کې پیښه شوی چې دا لړۍ تراوسه روانه ده. د پخواني ولسمشر حامد کرزي د انتقالي دورې له پیله تر دی دمه د هیواد اکثریته پښتون میشته ولایتونه نا ارامه او ولسونه یې له بنیادی انساني حقوقو بی برخې دي. د نړیوال سازمان د راپور په اساس په افغانستان کې په هرو دوه ماشومانو کې یو یې له اړینو واکسینو څخه بې برخی دی یعنی د راتلونکو نسلونو روان او فزیک دواړه له ګواښ سره مخ دي او ددی ترڅنګ یاد راپور دا هم په ګوته کوی چې په هرو ۱۰ ماشومانو کې ۶ یې د فقر یا غربت له وجې سخت زیانمن شوي.  

که څه هم یواځې جنګ نه دی چې افغاني ټولنه ګواښي د فقر، طبی سهولتونو نه شتون ترڅنګ تر ټولو ستر ګواښ چې افغان ولس او په خاصه پښتنو راتلونکې ګواښي بی سوادی یا د جهل تیارې دي. د یونیسف د راپور په اساس د طالبانو او جنګي ډلو له برکته تقریبا ۲۲ لکه (۲ُ۲ ملیونه)ماشومان چې د ښونځیو د تګ عمر لري له زده کړو بی برخې دي او دا چې د نا امنیو له امله يواځې په تیرو څو میاشتو کې ۴۰۰ ښونځي د هیواد په مختلفو برخو کې تړل شوی چې اکثره یې په ارزګان، زابل، غزني ، کندهار، هلمند، فراه ، پکتیکا، پکتیا او ننګرهار کې دي. یاده د وي چې د هیواد په نورو ولایاتو کې هم ښونځي تړلي خو په هغو کې د تړل شوؤ ښونځیو ارقام د پورته ذکر شویو ولایاتو په نسبت کم دي. په افغانستان کې د ښونځیو تړل کیدل یواځې یو کال یا څو کلونو پوری محدوده خبره نه ده بلکه د طالبانو د واک له مهاله دغه ستونزه پیل او تر ننه دوام لري. د ښونځیو تړل کیدل یواځې تر لیک او لوست پوري محدوده خبره نه ده بلکه د هیواد په اقتصادي، سیاسي او دفاعي سکتور کې د بی برخي کیدو په معنی ده چې اغیر به یې په راتلونکې کې حس شي. تړل شوي ښونځې په هغو سیمو کې دي چې د طالبانو تر نفوذ لاندی دي نو طبیعی ده چې د ښونځیو د بندیدو او تعلیم د مخنیوی مسؤلیت هم د طالبانو پر اوږو دی. 

په افغانستان کې د روغتونو، ښونځیو، پلونو، سړکونو او جوماتونو ړنګولو اعزاز هم د حکومت مخالفه ګروپونو په برخه رسیدلی او طالبان د دغه لست په سر کې دي. دا هرڅه هره ورځ د طالبانو له خوا په خپرو شویو ویدیويې او کتبي پیغامونو کې چې د ټولنیزو رسنیو له خوا خپریږي لیدل کیدای شي او دغه سلسله د هیواد په ټولو ولایاتو کې روانه ده. طالبانو په خپلو کړنو سره هیواد ته په ټوله او په خاصه پښتنو ته نه جبرانیدونکي زیانونه اړولې حال دا چې د طالبانو نفوذ یواځې په پښتون میشته سیمو کې زیات دی او د دوی اکثره مشران پښتانه دي خو تر اوسه د ژوند په مختلفو ډګرونو کې طالبانو په خپلو کړنو او غلطو پالیسیو پښتنو ته بل هرچا زیات زیان اړولی دی. 

د طالبانو مشران هم د جهادي ډلو دمشرانو په څیر له سوکاله ژونده برخمن دي، د دوی اولادونه له هیواده بهر تعلیم ترلاسه کوي، د ژوند د نورو اسانتیاؤ ترڅنګ بهترین طبي سهولتونو ته لاسرسی لری چې یوه ښه بیلګه یې ملا اخترمنصور دی چې د پاکستان د ډان اخبار په اساس په پاکستان کې د کورونو ترڅنګ د ژوند بیمه یې هم درلوده. کچیری په قطر کې د طالبانو ویاند ډاکټر نعیم د زده کړو او د طب د لوستلو حق لري نو دغه حق په هلمند، فراه، ننګرهار یا فاریاب کې ماشومانو او ځوانانو ته ولي نه ورکول کیږي. (طلب العلم فریضة علی کل مسلم و مسلمة)

د پورته ذکر شویو ستونزو په هکله افغان حکومت ته هم برأت نشی ورکول کیدای، که د ولسمشر غني ړومبۍ او دوهمې (موجوده) دورو ته وکتل شي نو ویل کیدای شي چې د پوهنې، روغتیا او سیمه ایزو ادارو په غښتلتیا کې یې لاسته راوړنې مثبتې نه دي. البته د ولسمشر په نیت، علمیت، تجربي او صداقت کې شک نشته خو لکه څرنګه چې دده په تیره دوره کې ولسمشري ماڼې ته ځینو نږدی چارواکو خپل د خوښې کسان په مهمو دولتي چارو ګمارل، په اوسنی دوره کې هم داسی څیرې شته چې خپل د خوښې کسان د ځوانانو په نامه په خاصو او مهمو ادارو کې ځای پر ځای کوي چې د منفي لاسته راوړنو له کبله د ولس او دولت ترمنځ د فاصلو د پیدا کیدو سبب ګرځي. 

یادونه: ددغې لیکنې هدف په هیڅ وجه په قومونو کې د فرق په معنی نه ده بلکه دا یو تریخ حقیقت دی چې پښتانه ورسره لاس او ګریوان دی. عصر بدل شوی، په یو ویشتمه پیړې کې د قومونو کمیت نه بلکه کیفیت مهم دی خو کچیری د زده کړو مرکزونه تړلي، د پرمختګ مخه ډپ شوی وي نو کیفیت څرنګه لوړیدلای شي. دا فیصله د پښتون میشته قومي مشرانو او په ټوله کې د افغان ولس په لاس کې ده چې خپلو راتلونکو نسلونو ته د جهل تیاری او که د علم د رڼا په سنبالولو سره یې د سیالانو سیالوي. 

جاوید ستانکزی – لندن

د اصحاب کهف (د غار یاران) ځای کې ویده شولم

0

د اصحاب کهف قيصه به مو اورېدلې وي، چې د وخت امپراتور ته يې سر خم نه کړ، دهغه په وړاندې يې د الله جل جلاله د وحدانيت اعلان وکړ.

اصحاب کهف د اردن په پايتخت عمان ښار کې موقعیت او د ځينې قرائنو له مخې تر پنځمې زېږیزې پيړۍ پورې اړه لري.

دا پيښه د دکيوس چې په عربۍ کې ورته دقيانوس وایي باچا په وخت کې تېره شوى ،چې د سلطنت په وخت کې یې مسيحيان ( د هغه وخت مسلمانان) سخت ځوريدل .

د ظالم مشر دقيانوس له لاسه چا ساه نشوه ايستلاى او نه مبارزاتي فعاليتونه کيداى شول ،په دې ترڅ کې ( ٧) تنه د ((طاغوت دقيانوس )) پرضد د طغيان او پر حق د ايمان پړاو ته رسيدلى وو مبارزه یې پېل کړل.

د پاچا څارونکي یې په لټې پسې شول او دوى ترې يوغار ته ننوتل او د غار خوله د زلزلې له امله ټپه شوه،څارونکيو ټوله سيمه وڅارله ؛خو پرموندو یې بريالى نه شول . دا ډله ٣٠۹ کاله په غار کې ويده کېږي؛ خو بې له دې چې پوه شي څومره وخت پرې تېر شوى، له ٣٠۹ کلونو وروسته، چې راويښېږى؛ نو فکر کوي ،چې يو ساعت په خوب ويده وو. د لوږى احساس کوي او پيسې له ځان سره اخلى ،چې له نژدې ابادې خواړه راوړي،ابادې ته، چې راورسيدل ګوري ،چې هرڅه بدل شوي. کوم خلک یې، چې پېژندل او ورسره یې ناسته ولاړه درلوده اوس یې نه ويني، نوى کهول او نوې منظرې یې تر سترگو کېږي، چې د خوړو اخستنې ته هټیوال ته پيسى ورکوي؛ نو هټیوال په حېرانتيا وپوښت، چې دا پيسې دې له کومه کړى؟ آيا خزانه دې موندلى؟ دوى ورته وایي : دا رايجى پيسى دي، هټیوال ورته وایې دا د درې سوو کلونو مخکې روپۍ دى اوس له رواجه لويدلى .

کیسه اوږده ده، زه چې کله هلته لاړم، نو بیخي ډېر وګرځېدم، ټول ځایونه مې وکتل، غار ته ننوتم، یو سترګه خوب مې هم وکړه، د افغانستان لپاره مې د زړه دعا وکړه.

 باید ووایم، چې په سختو شېبو کې الله تعالى حيرانوونکى او غييى مرستې کوي، خداى پاک له ناوړو ټولنیزو شرایطو اصحاب کهف داسې خلاص کړل، چې کلونه يې په خوب ويده کړل او بيا یې په مناسب وخت کې راويښ کړل او د (توحيدي لارې) د اتلانو په نامه یې وستايل او همداراز هغوى یې له خطرونو وژغول او د دوى د ساتنې لپاره یې د څارونکيو په زړونو کې ويره او وحشت پيدا کړ.

که خپل اعمال او ګفتار سم کړو، لرې نه ده، چې الله تعالی به پر موږ هم غیبي رحم وکړي او د اوسنۍ ستم، ظلم، دحشت او وحشت څخه موږ خلاص کړي.

د کهف سورت د قران کريم په پنځلسمه سپاره کې ١٨ سورت دى چې په مکه مکرمه کې نازل شوى ١١٠ ايتونه او ١٢ رکوع ګانې لري

د بدلون په هېله

صیام الدین پسرلی

فاریاب کې د زندانیانو ترمنځ نښته کې یو کس وژل شوی

0

تاند(جمعه، د جدي ۲۶) د فاریاب ولایت په زندان کې د زندانیانو تر منځ نښته کې یو کس وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د فاریاب ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش رسنیو ته ویلي، دا نښته پرون له غرمې وروسته ۵:۰۰بجې رامنځته شوي وه، چې د نوموړي په وینا دا نښته په داسې حال کې رامنخته شوه چې د ځینو زندانیانو له یو بل زنداني سره لفظي شخړه رامنځته شوې وه.

ښاغلي یورش زیاته کړه، کله چې پولیس له دې قضيې خبر شو سمدستي یې اقدام وکړه او زندانیان يې خپل اړوند بلاکونو کې ځای پر ځای کړل.

په دې تړاو د فاریاب د پولیسو ویاند زیاته کړه، چې دا قضیه د کشفي برخې څارنوالانو په حضور کې تر پلټنې لاندې ده.

دا په داسې حال کې ده چې راپورونه ښايي د افغانستان په زندانونو کې زندانیان له بیلابیلو ستونزو شکایتونه لري لکه له دوې سره بد چلند، خپلمنځي نښتې او داسې نور.

ویل کیږي د فاریاب په زندان کې له ۴۰۰زیات بندیان شتون لري.

ټرمپ وایي افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر تر ټولو ټېټې کچې ته رسېدلی

0
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

تاند ( جمعه، د جدي ۲۵) د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په نږدې ورځو کې يې دنده پای ته رسېږي وایي افغانستان کې يې د ځواکونو شمېر ترټولو ټيټې کچې ته رسېدلی دی.

ټرمپ داسې مهال دا خبره کوي چې له دې وړاندې یې په تېر سپتمبرمیاشت کې ویلي وو چې افغانستان کې به د روانې جنورۍ تر ۱۵ د امریکايي ځواکونو شمېر تر ۲۵۰۰ را ټیټ کړي.

بهرنیو رسنیو د سپیني ماڼۍ له وېب پاڼې دا خبر خپور کړی دی.

ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ لومړۍ دورې کمپاین غونډو کې ژمنه کړې وه چې بهر کې به د امریکايي ځواکونو جګړې ختموي او کور ته به یې ستنوي.

دوحه کې د امریکا او طالبانو د سولې تړون له مخې امریکايي ځواکونه باید د طالبانو د امنیتي ضمانتونو په بدل کې تر سږنۍ مۍ میاشتې له افغانستان پوره ووځي.

خو بل لورته له افغانستان د امریکايي پوځیانو د وتلو په هکله افغان حکومت سختې اندېښنې لري.

پر افغان حکومت سربېره ناټو هم د امریکايي ځواکونو وتلو کې د چټکتیا راتلو سره ویلي چې افغانستان ته په ګډه تللي او په ګډه به مناسب وخت کې ترې وځي.

د بریتانیا پارلمان مشرانو جرګې د پنج شنبې په ورځ د نړیوالو اړیکو کمېټې په خپل یو تازه راپور کې ویلي چې بریتانیا او ناټو سازمان باید تر هغې خپل پوځیان افغانستان کې پرېږدي چې د افغان سولې خبرې یوې پایلې ته نه وي رسېدلې.

افغان سیاسیون بیا د بهرنیو ځواکونو وتل په اوسني وخت کې نا مناسبه کار بولي.

دوی وایي د جګړې په دې شدت کې اړینه ده چې بهرني ځواکونو د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي او د ترهګرو پر وړاندې وجنګېږي.

بل لورته یو شمېر بهرنیو رسنیو ویلي چې د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، امریکا طالبانو ته د ډېر امتیاز په ورکولو سره غلطي کوي.
د سرچینې په خبره صالح وایي د بهرنیو ځواکونو هغه ماموریت چې په ۲۰۰۱ کال کې پیل شوی وو لاهم نه دی بشپړ شوی او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل به دلته تاوتریخوالی نور هم زیات کړي.

د ملي امنیت شورا د عزت الله بیک د وژل کېدو څېړنه کوي

0

تاند (جمعه د جدي ۲۶) د ملي امنیت شورا وايي چې د غور د ولایتي شورا د غړي عزت الله بیک او د ملي امنیت د یوه سرتېري د وژل کېدو لپاره یاد ولایت ته پلټونکي پلاوی استول کېږي.

د ملي امنیت شورا د معلوماتو له مخې،  په دې پېښه کې عزالله بیک او د ملي امنیت یو سرتېری وژل شوي دي.

ددې شورا له لوري د پنجشنبې په شپه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ له حکم سره سم د یادې پېښې د څېړنې لپاره یو پلاوی ټاکل شوی دی.

اعلامیه زیاتوي: «د ملي امنيت شورا دفتر د هېواد د جلالتمآب ولسمشر او د وسله‌وال ځواک د سراعلی قواماندان له حکم سره سم، د دې پېښې د هراړخيزې پلټنې لپاره د ملي امنيت شورا دفتر نظامي مفتش محمد حميد طهماسي غور ولايت ته د استول کېدونکي پلټونکي پلاوي مشر ټاکي چې په دې برخه کې څېړنې وکړي.»

د ملي امنیت شورا د غور له ولسونو غوښتي چې خپله حوصله لوړه وساتي او ددې پېښې اړوند له پلټونکي پلاوي سره همکاري وکړي.

د ملي امنیت ریاست پرون پنجشنبه اعلان وکړ چې ځانګړو ځواکونو یې هڅه کوله تر څو د غور د ولایتي شورا غړی عزت الله بیک چې ددغه ولایت د ولایتي شورا د مرستیال عبدالرحمن عطشان او د غور غږ راډېو د مسؤل مدیر په وژنه تورن و ونیسي، خو له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو.

یاد ریاست په عزت الله بیک تور پورې کړی چې نوموړي په غور کې په هدفي بریدونو کې لاس درلود.

ملي امنیت دغه راز د غور د ولایتي شورا په دې غړي تور پور کړی چې طالبانو او ترهګریزو ډلو ته یې پرمختللې وسلې لېږدولې او هغوی یې تجهیزول.

پاده وان

0

یو پاده وان ښار ته لاړ، هلته رستوران ته ننوت چې څه وڅښي. له بده بخته د ښار د دې سیمې د اوسېدونکو دا بد عادت و چې له مسافرو او نابلدو خلکو څخه به یې غلا کوله. کله چې پاده وان له رستورانه راووت، که ګوري چې اس یې غلا شوی دی. (تفصیل)

پاده وان 

جنوبي ولایتونوکې تر۱ میلیون زیات ماشومان واکسین نه پاتې کېږي

0

تاند ( جمعه، د جدي ۲۶) جنوبي ولایتونو لپاره د پوليو پر ضد د بېړنیو اقداماتو د مرکز مشر ډاکتر عبدالقیوم پخلا وایي په دې ولایتونو کې له واکسین څخه د یو ميلیون ماشومانو پاتې کېدل لاهم دوی ته لوی ګواښ دی.

پخلا زیاتوي د کندهار تر څنګ په هلمند، زابل او اروزګان ولایتونو کې له پنځو کلونو د کم عمر ماشومانو شمېر ۱.۷ميلیونه دی چې ۱.۱ ميلیون يې له تېرو ۳۱ میاشتو راهیسې واکسین نه بې برخې دي.

نوموړی وويل، همدا لامل دی چې په ۲۰۲۰م کال کې د پولیو پېښې هم زیاتې شوې دي.

دوی زیاتوي په دې برخه کې د ښځینه کارکونکو حضور تر ټولو غوره حل لار ده چي په پایله کې يې ډیرو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین رسیدلی دی.

بل لورته د کندهار ښار اوسیدونکي وايې چې تېر میلادي کال د ګوزڼ پېښې تر ډيره په هغه کورنیو کې رامنځ ته شوي چې خپلو ماشومانو ته يې له واکسین ورکولو انکار کړی وو.

د یادولو ده چې په افغانستان کې تېر کال د پولیو ۲۱ پېښې ثبت شوې دي چې ۱۵ یې سوېل او ۶ یې ختیځو ولایتونو کې دي.

اندېښنه دا ده چې د افغانستان سوېلي ولایتونو کې د پولیو ویروس خپرېږي او وېره شته چې که راتلونکې میاشتې دغه سیمه کې د پولیو ضد کمپاین ونه شي، نو ډېر ماشومان به د پولیو ښکار شي.

د روغتیا نړیوال سازمان خپله بیړنۍ غونډه دوې اونۍ رامخته کړې

0

تاند (جمعه د جدي ۲۶) د روغتیا نړیوال سازمان د کورونا د نوې بڼې ویروس د پراختیا له امله خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې ښايي د کورونا وبا دویم کال به د لومړي کال په پرتله لا سخت وي.

د کورونا وبا د نوي ډول چټک پراخېدو ته په کتو سره، د روغتیا نړیوال سازمان خپله بیړنۍ غونډه دوې اونۍ رامخته کړې ده.

ددغه ویروس دوه نوي ډولونه چې په دې وروستیو کې په برېتانیا او جنوبي افریقا کې لیدل شوي، د هغوی د لېږد شدت تر پخواني ډول ډیر دی.

راپورونه وايي چې د کورونا وبا نوی ډول د نړۍ په شاوخوا ۵۰ هېوادونو کې خپور شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د کورونا وبا د لومړني واکسین پر تولید سربېره، بیا هم په دغه وبا تر غالبېدو پوري لا اوږده لار په مخکې ده.

د پينځو ثانیو قاعده ـ د کتاب لنډیز| محی الدین دلیل

0

 د پينځو ثانیو قاعده، د مېل روبېن پرمټ لیکل شوی کتاب دی. ميل روبېن بې روزګاره وه، له مالي ستونزو سره لاس او پنجه وه، نشه اي توکي یې ډېر کارول او د یوېې مور په حیث یې د کور کارونو ته سمه  رسېدنه نه کوله. یو شپه یې په تلویزون کې د هوا په لور د راکټ تللو اعلان لیده ، چې مسؤلینو یې د ۵، ۴، ۳، ۲، ۱ او ځه په ویلو راکټ د فضا په لور روان کړ. دغې صحنې يې په ذهن کې یو داسې بدلون راوست، چې له مخې یې نوموړې خپل ټول ژوند او چارې مثبت لوري ته روانې کړې، او د همغې شپې په سهار یې د ۵، ۴، ۳، ۲، ۱  او جګه شه په ویلو خوب او لټۍ ته د پای ټکی کېښود، له دې مخکې نوموړې د خپل ساعت زنګ وهل بیا، بیا ځنډاوه، چې څو ساعته به یې ضایعه کېدل او له خوب پاڅېدو وروسته یې هم د کارونو ترسره کولو لېوالتیا نه درلوده. نوموړې ددې قاعدې له کشف او عملي کولو وروسته، په یوه نوموتې او کامیابه څېرې بدله شوه.

مېل له خپلو تجربو وروسته داسې وايي چې، تاسو د یویې فیصلې په اندازه له کامل متفاوت مثبت ژوند څخه لرې یاست، او دا فیصله په پینځو ثانیو کې کولی شئ، هغه دا چې تاسې خپله د ستونزو زېږونکي او خپله یې حل یی، نو کله چې یو کار درته په مخکې وي، ژر ۵، ۴، ۳، ۲، ۱ ووایاست، او د کار د ترسره کولو لپاره جګ شئ، کنه نو ذهن به مو د نوموړي کار د ترسره کولو انګېزه در مړه کړي. همدارنګه نوموړې وايي چې تاسو د کارونو د ترسره کولو شجاعت پیدا کړئ، شجاعت پدې مانا چې ستونزمن او له خطرو ډک کارونه ترسره کړې، د شجاعت یو عمل کولای شي ستاسو یوه ورځه بدله کړي، یو ورځ کولی شي ستاسو عمر بدل کړي، او عمر مو کولای شي نړۍ ته بدلون ورکړي. په یو بل ځای کې نوموړې وایي چې، که تاسو د هغه شخص په لټه کې یاست چې کولای شي ستاسو ژوند ته بدلون راولي، نو هینداره ته وګورئ. ددې کتاب ځینې مهمې نکتې په لاندې ډول دی.

الف) په لاندې مواردو کې دغه قاعده په عملي ډول د خلکو لخوا کارول شوې، چې میل روبین یې د برېښنالیک یا نورو وسایلو له لارې خبره کړې، او لیکونه یې د سند په ډول په دې کتاب کې ځای په ځای شوي هم دي.

ځینو افرادو د یو پلان یا کار لپاره د کامل چمتوالي نیولو په موخه ، ځېنو د کاري پرمختګ، او خپلو معاشونو د لوړوالي لپاره ، ځينو د خپل مولدیت د زیاتوالي او ډېر کار ترسره کولو، ځینو د آرام له ساحې د وتلو په پار، ځینو د خپلو بدو او ناسمو عادتونو او کړنو د بدلولو په منظور، ځینو کمپنیو د خپلو کارکوونکو او مدیرانو د انګېزو، او تشویق د لوړوالي لپاره، ځینو د خپل اعتیاد او خفګان لرې کولو په خاطر او حتې ځینو نورو د ځان وژنې له عمل څخه د مخنیوي په موخه دغه قاعده کارولې. په لنډ ډول ویلی شو چې دغه قاعده د ژوند په هر چاره کې د مثبت بدلون په موخه کارولی شو.

ب) د پنځو ثانیو قاعده څنګه دا ژور بدلون راوستلی شي؟ د پنځو ثانیو قاعده تاته وايي چې، ته د خپل ژوند د ښه کولو یوازېنی عامل یې، ته غوره والی او کمال لرې، ته د ۵ ثانیو په اندازه له هغه ژونده لرې یې چې تل یې ارمان کوې، نو جګ شه، جرئت وکه او هماغه ارماني ژوند ترلاسه کړه. که چېرې د پیلولو جرئت لرې، نو د کامیابۍ جرئت درسره شته دی. برېن برون وايي، تاسو یا د عمل کولو جرئت ټاکلی شئ، یا هم آرام او راحت ټاکلی شئ، مګر نشئ کولئ دواړه یوځای انتخاب کړی. 

ج) د جرئت کولو ځواکمنتیا: جرئت ډېر ځواکمن دی، او اوږدمهاله ګټې پرې ترلاسه کولی شو، يو وخت به په امریکا کې ، کله چې سپین پوستۍ موټر ته جګ شو، نو که خالي چوکۍ به نوه، تور پوستي مجبوره وو ترڅو هغو ته چوکۍ خالي کړي، خو کله چې روسا پارکز(یوه تور پوستې مېرمن) له جګېدلو انکار وکړ، په ټولنه کې یې انقلاب ته لار هواره کړه، او د نوموړې له زنداني کېدو څلور ورځې وروسته مارتن لوتر کېنګ صحنې ته راغی، چې بلاخره د پارکز جرئت ددغې تبعیضي رویې جرړې وچې کړې. د مېل وربېن په وینا مونږ دغه جرئت د ۵ ثانیو له قاعدې څخه ترلاسه کولی شو، ځکه دغه قاعده زمونږ فکر د عمل د ترسره کولو لپاره هڅوي، او په وېرو راته غلبه راکوي.

د) د څه لپاره په تمه یاست: مارتن لوتر کېنګ وايي چې د سم کار ترسره کولو لپاره هر وخت سم او مناسب دی. د مېل روبېن په وینا که چېرې په تمه یی چې مناسب وخت راشي او بیا یو کار ترسره کړی، نو د دریو فکتورونو پر بنسټ به هېڅکله هم مناسب وخت درته رانشي، لومړی دا چې بدلون تل نوی وي، دوهم دا چې په بدلون کې ابهام وي او دریم دا چې بدلون تل له ځانه سره خطر لرونکی وي. نو همدا اوس پیل وکړئ، خپل ټولو ارمانونو ته د رسېدو په موخه لاس په کار شئ، او په دې پوه شئ چې نن د تېرې ورځې سبا ده.

ه) مونږ د خپل احساس په رڼا کې تصمیمونه نیسو: د مېل روبېن د وینا پر بنسټ مونږ ډېری حالاتو کې د منطق د کارولو پرځای د تصمیمونو په نیولو کې له احساس څخه کار اخلو. نوموړې پدې برخه کې د نېرو ساېنس د یوه عالم خبره رانقلوي چې وايي”نږدې ۹۵ سلنه وخت مونږ د خپلو احساساتو پر بنسټ تصمیمونه نیسو، او انسان د احساساتو ماشين ده چې فکر کوي نه د فکرونو ماشین چې احساس کوي”. نو ډېری وخت چې مونږ یو کار نه ترسره کوو، علت یې دادی چې مونږ هغه وخت کې د نوموړي کار احساس نه لرو، نو ددې لپاره چې احساس مو ښه شي او د کارونو د ترسره کولو جوګه مو کړي، اړینه ده نوموتو څېرو، لوبغاړو او نورو څخه الهام واخلو او ورسره لاس په کار شو.

و) څنګه د پينځه ثانیو قاعده وکاروو: هنرې فورډ وايي، که وايې چې یو  کار کولی شم یا یې نشم کولی نو دواړو حالاتو کې ریښتینی یې. نو پر دې بنسټ مونږ باید مثبت فکر له ځانه سره ولرو، او ووایو چې هو زه دغه کار ترسره کولای شم، کله دې چې دا یقین پیدا شو نو بیا کولی شې ووایې ۵، ۴، ۳، ۲، ۱ او نوموړي کار ترسره کولو لپاره عملآ او په فزیکي دول لاس په کار شې.

د مېل روبېن د پینځه ثانیو د قاعدې پر مټ کولای شو، خپلې ټولې هغه موخې چې په فکر کې مو دي، ولې تر اوسه مو ورته کار ندی کړی، ترلاسه کړو، له انتظار سره خدای پاماني وکړو او همدا اوس لاس په کار شو، بېځایه دلیلونه، سستي، تمبلي او بې موخې ژوند پرېږدو او یو نوی ښکلی او خپل ارماني ژوند پیل کړو.

پښتانه ولې د لور پر ځای زوی غواړي؟

0

نواز ارمان

د پښتون پۀ قوم کې چې ماشوم پیدا شي، دا پوښتنه کېږي چې هلک دی کۀ نجلۍ؟

د دې پوښتنې لۀ ځوابېدا وروسته اکثریت خلک د نجلۍ په پرتله د هلک زېږېدو ته دلچسپي ښیي.

دا ډول دلچسپي مو په ټولنه کې عامه شوې. په ځینو کورونو او سیمو کې دومره زوروره شوې، چې میندې د لور په زېږون رټل کېږي او په اړه یې له مضرې کرکې سره مخ کېږي.

دې ډول خرافاتو ته مایله طبقه مو د لور زېږول په مور تحمیلوي او د ماشوم د جنسیت بدلول د میندو د وسې کار ورښکاري.
په ټولنه کې مو د هلک د پیدا کېدا سره د لېوالتیا درې غرضونه دي؛ چې پښتانه په ستر لاس اړ باسي، چې د نجلۍ په نسبت هلک ته برتري ورکړي.

اول_ زوی ته د پلار اړ کېدل
دویم_ د تربورتوب وهم
دریم_وارث راوړل

اول_ زوی ته د پلار اړ کېدل:

د پښتنو په مالت کې که زوی غوښتل کېږي، ډېری د دې لپاره وي، چې که پلار د زړښت پر وخت له کار روزګاره ولوېږي، زوی به ورته خواري، مزدوري کوي او د پلار د ژوند د تېرولو اسباب به ورپیدا کوي.

د دې چارې لامل زموږ په وطن کې د تعلیم د کچې ټیټوالی دي. هر فرد دومره تعلیم نه دی کړی چې د ژوند تر پایه خپل ضرورتونه د تعلیم په زور په اسانۍ رپه کاندي.

له دولت سره په بېلابېلو برخو کې تر هغې کار وکړي، څومره چې ټاکلی وخت وي.

د ټاکلي وخت له طی کولو وروسته تقاعد شي او تر هغې د دولت په سهم ژوندۍ پاتې شي، څومره یې چې د ژوند (دانه) پاتې وي.
خو نه؛ په ډېر شمېر کې پښتانه خپله نفاقه د جسماني او نورو سختو کارونو ترلاسه کوي.

دوی که لږ هم د بوډاتوب عمر ته رسېږي، د کار کولو توان ورکې نه پاتېږي؛ ځکه چې د جسماني کارونو دپاره جسمي وړتیا ته ضرورت وي، چې جسمي وړتیا د بوډاتوب پۀ عمر کې نۀ وي. نو دوی مجبور دي، چې د زوی خېر ته کیني او د ماشوم د پیدا کېدو پر وخت سترګې هلک ته ونیسي.

غیر له دې چې پلار زامنو ته د روزۍ د ورګټلو فکر وکوي؛ بلکې زامن د دې لپاره هم غواړي، چې ژوند کې ورباندې هوسا واوسي. که پلار یې بزګر وي، دهقانۍ کې ورسره همکاري وکړي، که دوکاندار وي، دوکان ورسره وچلوي، که کومه دنده ولري زامن یې کور ورسمبال کړي، که مسافري کوي، ډاډه یې وکړي او نور داسې ډېر بارونه، چې پلار سره یې ژوند کې  یواځې زامن پۀ اوږو وړلی شي او پلار ته اسوده‌ګي ورکولای شي… .

دویم_ د تربوریت وهم:

پښتانه اکثر د زوی راوړوو ته په دې میلان خپلوي، چې تربورګلوي پرې وپالي او یا پرې د تربور له زور او زیاتي ځان وژغوري.
تربور د یوې نژدې او ښې اړیکې نوم دی. خو د پښتون په وګړو کې یې د ذاتي دښمنۍ نوم ګټلی.

د هر کس روحیه د تربور پر وړاندې منفي ده. علت همدا دی؛ چې تراوسه یوه د تربوریت اړیکه هم سوله‌ییزه نه ده پاتې شوي، حتمي پکې خړه ورځ راغلي.

د تربوریت پۀ اړیکه کې مشکل ډېری وخت لۀ نیت کمی، ځان ته غره کېدل، تکرارً د یو لوري نارواوې، ګټه غرض کول او داسې نورو امله رامنځ ته کېږي.

کلیوالي ژوند کې تربور ته اول د ځان سیال تربور ورښکاري او د هر ډول جبر لایق لومړۍ تربور بولي.
نو همدې اصل ته پۀ کتو زمونږ د پښتون پۀ قوم کې هر څوک او کورنۍ غواړي مېړونه ولري.

مېړونه یې د تربور سره سیالۍ ته دروي او د دوی له جبر نه د ځان ژغورلو لپاره سړیو ته اشد ضرورت ویني.

د هر کس د تربور د پیکه اړیکې مثالونه ذهن کې ګرځي او هر کس په دې پوهېږي، چې د کلي ژوند کوي، باید سړي ولري.
په کلي کې هم که چاته له سړو کم ښکاره شوې؛ تا سره په ناروا یې سترګه نۀ سوزي او بې‌ځایه بۀ دې په سر خېژي.
نو ماشوم که نړۍ ته راځي، د دوی یواځینۍ هدف او غرض دا وي، چې جنسیت یې باید د هلک وي نه د نجلۍ.

دریم_ وراث راوړل:

د جایدات مسله چې تر ډېره حده نر پورې اړه لري، نو د هغو کورانیو چې جایدات یې وي خو وراث ورته نۀ لري، یعنې کوم نارینه اولاد یې نۀ وي؛ د خاوند او میرمنې ډېری تمرکز پۀ دې او غرض ورنه دا وي، چې جایدات ته څښتن پیدا کړي.

ځکه دوی پۀ دې پوهېږي، چې کۀ موږ سړی/سړي ونه لرو، جایداد مو هم لۀ لاسه وځي او د دوی جایداد بۀ د دوی نږدې اړیکي ولا؛ یعنې تربورونه خپلوي.

د خاوند تر وفات وروسته ښځه/میرمن د کوم نارینه اولاد د نۀ درلودو پۀ وجه حق لري، چې د خاوند د جایدات دریمه حصه یوسي؛ خو د پښتون پۀ وطن کې ورته خاص پام نۀ کېږي او نۀ کومې ښځې ته تراوسه د میراتۍ سره د خپل خاوند د جایدات رسېدوونکي برخه ورکړل شوي. د خاوند جایدات یې ټول  هاغوی سره وېشلی/وېشي، چې د خاوند یې وروڼه او یا ورارونه کېږي.

نو لۀ دې درکه هم، هغوی چې میراته ورځ ویني او کور کې یې د نر ماشوم/سړي غږ نۀ اورېدل کېږي، ډېری پکې د پورته یاد شوي هدف لپاره د نجلۍ پۀ نزد د هلک شتون او زېږېدا ته اولیت ورکوي.

لۀ دې پرته پۀ ښځیه ذات کې هم هره مور غواړي زامن ولري؛ ترڅو سبا ورباندې بسیا وي او هره خور هواسېږي ورورڼه ولري، چې د ژوند تر پایه یې درد و غم کې شریک وي او تودۀ باد ته یې هم ور نۀ کړي. کۀ د خور ژوند دویم کور کې تریخ شي؛ ورور یې حساب وغواړي او  پۀ خپل لومړي کور کې ورته هر وخت لبیک ووایي. پروفیسور رحمت‌الله درد هم وروڼه د پېغلو لپاره د کور د دېوالونو سره تشبې کوي او وایي:

د پښتنې پېغلې چې وروڼه نۀ وي
لکه د کور چې دېوالونه نۀ وي