جمعه, مارچ 5, 2021
Home مقالې زبېښاک او ټولنه| رحمت پټان

زبېښاک او ټولنه| رحمت پټان

واکمنه طبقه په ښارونو کې له ټولو نعمتونو څخه خوند اخلي، سیاستوال یې په نړیوالو ټولنو کې د ملت په نوم او ویاړ جامونه پورته کوي، په کلیو کې نارینه، ښځینه او ماشومان له فقر او بیوزلي څخه ورځ په ورځ کمزوري کېږي، حتا دلته ځینو خلکو د ډېرې غریبۍ له وجې څخه ځان وژنې وکړې. همداشان خلکو ته درې وخته ډوډۍ نه رسېږي، خو اشراف او واکمنان بیا ځان ته د ارباب الانواع نسبت کوي.

چارواکي د خلکو زبېښاک ته ناست دي او ملا هم د خلکو بیداري او راویښېدل د خپل بازار زوال بولي، نو په دې اساس دوی ټول په ډله اییزه توګه د جهالت او ناپوهۍ غوښتونکي او د اولس د پیاوړتیا او یووالي دښمنان شوي دي.

رحمت پټان

افغاني ټولنه اوسني دولت، د ټالیپ او ملا په نامه خلکو دومره وزبېښله او د خلکو ضمیرونه یې ور مړه کړل، چې اوس د خپل حق غوښتنه نشي کولای. افغاني ټولنه یوازې ساه وباسي، نور کنه مړه ده. ولې داسې شوې!؟

افغاني ټولنه کې دا کیسه ده : مداري چې کله فیل ساتي او فیل چې کوچنی وي، نو پښه یې د کوچني مېوګي پورې تړي، فیل همداسې اموخته شي، بیا چې فیل لوی هم شي او مداري یې د مېوګي پورې وتړي، نو فیل ته ځان کمزوری ښکاري او ځان نشي خلاصولی، ځکه دی همداسې عادت شوی وي.
اوس افغاني ټولنه همداسې شوې، څو خیانت کوونکو ټول هیواد په مری کې رانیولی او خلک ځوروي، وژني یې او ټولنه زبېښي، هېڅوک ځان ترې نه خلاصوي، دوی فکر کوي، دا چارواکي، ملایان او همداسې نورې ډلې ډبلې ډېر قوي دي، موږ یې هېڅ نشو ماتولي او ځان دغه ناوړه حالت څخه نشو باسلی. اصل کې داسې نه ده. که ټولنه د خپل زور او قوت څخه خبره شي، دا ناورین، بدبختي او بد حالت به هغه وخت ورک شي.
دا هیواد به له دغو څو بدبختو خلکو څخه خلاص شي. هیواد به په ارامه ساه وباسي.  یوازې لږ مبارزه او همت غواړي.

دلته ټول ملایان او دولتي چارواکي هم بد نه دي او نه ټول خلک ښه دي. خو د بدو خلکو دلته اکثریت دی.
افغاني ټولنې ډېر حرکت کړی، لږ پاتې، نور دغه ناوړه حالت څخه وځي، همداشان که صبر او زغم څخه کار واخلي، دا اکثریت شیان جبران کېدونکي دي، یوازې چې لږ نور خلک هم ویښ شي. د خپل قوت او زور څخه خبر شي.
عامو خلکو ته دا زبېښاک لرونکي چارواکي او ملایان ډېر زورور او قوي معلومېږي او ځان ورته کمزوری ښکاري، خو دوی په دې دقیق خبر نه دي، چې اصلي قوي او زورور خلک موږ یوو، حتا عام خلک چې لږ وښورېږي، خاینو خلکو ته بیا څو ورځې خوب نه ورځي.

د وطن اصلي مبارزینو او عامو خلکو ته باید دغه ډاډ ورکول شي، میدان نور تاسو ګټلی دی، یوازې لږ خلکو ته ښه او بد خلک وروپېژنئ او ټولنه ویښه او بیداره کړئ، همداشان ټولنه د خپل زور څخه یې خبره کړئ.
ټولنه له مداریانو، خپل مېوګي او د خپله زوره چې خبره شي، نو له دغه زبېښاک څخه به خلاص شي.
فکر مو چې وي، دا وطن مو ساه، روح او ځان دی. له دې وطن څخه مو خلاصون نشته، که هر چېرته لاړ شئ، بیا به هم افغان یادېږئ، خو بیا هم هېڅ ځای ته نشئ تللی. موږ بدن د دې خاورې څخه جوړ دی. څنګه ځان هیرېږي، نه، نه هېرېږي. یوازنۍ بقا او پایښت مو دا دی، چې خپل وطن جوړ کړو.
پام چې وار مو خطا نشي
موږ منلې غرغرې دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب