جمعه, مارچ 5, 2021
Home + لاتيني لیکبڼه که له معياري پښتو څخه د مایوسۍ ناکامه تېښته

لاتيني لیکبڼه که له معياري پښتو څخه د مایوسۍ ناکامه تېښته

ډاکټر عطاالله زيارمل

دا چې ورځ تر بلې د پښتو ژبې د ښه کېدو خبرونه یو په بل پسې را مخې ته کېږي نو سړی ورباندې ډېر خوشاله شي. لکه پښتو ژبه اوس په نړیوال ډګر کې د نورو ژبو تر خوا یوه داسې منلې ژبه بلل کېږي چې په میلیونونو ویونکي او هم کارونکي لري. کارونکي مې ځکه یاد کړل چې نن سبا په خواله رسنیو کې د خلکو په منځ‌ کې همدا د ژبې د کارولو معیار د ژبې د اهمیت لپاره مهم ګڼل کېږي، نو ځکه د فیسبوک او ګوګل په شان شرکتونو ور ته ځای ورکړ.

نن سبا به داسې کمپیوټر پیدا نه کړې چې د پښتو لیکل او هم د پښتو لیکبڼې و نه مني. له نېکه مرغه اوس د کمپیوټرونو او مهمو ټکنالوژي شرکتونو هم په خپلو پروګرامونو کې د پښتو ژبې اهمیت ته په کتو ځای ورکړی دی. که دغه اوسنی حالت له پخوا سره مقایسه کړو نو موږ ډېر مخې ته راغلي یو او ژبې مو ډېر پرمختګ کړی دی. مخکې موږ کم تر کمه یو معیاري کيبورډ نه درلود او ټولو به په نورو کيبورډونو لیکل کول او بیا به یې څڼې ور جوړولې، خو هغه وخت هیچا هم دا خبره نه کوله چې راځئ دغه د لیکلو بڼې ته تغیر ورکړو. اوس ځینې را ولاړ شوي او د لاتيني بڼې ته د اوښتو خبره کوي. دا به کوم عقل ومني چې که کمپیوټر ته څوک په ګوګل کې په لاتيني لیکبڼه څه ورکړي نو د پښتو ژبې مقالې به هم ور ته را مخې ته کوي. که د ګوګل او نورو د لټون انجنونو لپاره د ژبې لیکبڼه بدلوو نو یو بله ډله به بیا را ولاړه شي او وايي به چې ولې راساً په انګليسي باندې خبرې پیل نه کړو چې له سره ستونزه حل شي. ولې د لاتيني لیکبڼې پلویان داسې وايئ چې راځئ د خپل هویت له دې نښې تېر شو؟ نړۍ ورځ‌ تر بلې سره نژدې کېږي او ممکن موږ په دې ډېرو اخیستنو کې خپله لاره ورکه کړو. موږ هسې هم څه نه لرو او له نورو تقلید کوو. که همداسې تقليد روان وي نو ممکن ډېر څه له لاسه ورکړو.‌ یو وخت به له دې لیکبڼې هم تېر شوي یو خو ګټه به یې موږ ته نه وي کړې. پورته د ګوګل د لټون لپاره چې دوی کوم منطق کاروي ډېر خندونکی منطق دی. اوس چې کومې ژبې لکه ترکي او نورې ژبې چې لاتیني لیکبڼه کاروي نو ولې موږ ته همدا ګوګل د ترکي ژبې مقالې نه را مخته کوي؟ دا ځکه چې د پردې تر شا ګوګل خپل کوډونه او د سرچ لپاره ځانګړي الګوریتمونه کاروي.

دلته به ځینې مثالونه راوړم چې د لاتیني لیکبڼې پلویان یې وړاندې کوي. هغوی په دې نظر دي چې ژبه باید هغسې ولیکل شي چې ویل کېږي او په لاتيني لیکبڼې باندې دغه د ډول ډول لیکلو څخه په اتومات ډول مخنیوی کېږي او ژبه به ور سره غني شي. که فرضاً موږ د لیکلو لپاره لاتیني توري وټاکو نو هلته به هم ډېرې ستونزه په خپل ځای پاتې وي. لکه: هلته بیا (غږ ghag ولیکو او که ژغ zhagh) د (ښکته xhkata که kata او که کښته kshata) بیا به په هغه ډول لیکبڼه کې همدا کشمکش وي چې څوک یې څنګه ولیکي. هغه وخت به همدا ژبې ویونکي او پښتانه تصمیم نيسي چې کوم ډول لیکل یې معیاري وګڼو. په کلیوالي ژبه کې که ووایو نو پیریان خو نه راځي چې موږ ته زموږ په پښتو ژبه مقالې وليکي. هغه وخت هم زموږ مسؤلیت دی چې خپله ژبه په کار او کاروبار کې کاروو او که نه؟ بیا به هم همدا خرک او همدا درک وي.‌ څوک به یې یو ډول او څوک به یې بل ډول لیکي. څه ضمانت شته چې هغه وخت به ټول پښتانه همدا نوې لیکبڼه وکاروي او یا به یې د زده کولو کوښښ وکړي؟ نو پر ځای د دې چې د شته لیکبڼې د معیاري کېدو په برخه ته کار وشي،‌ متاسفانه نوې فرضیې او نظریې را وړل کېږي.

بله اندېښنه دا ده چې زیات کسان به دې نوې لیکبڼې ته د کلتوري یرغل نوم ورکړي او بیا به په همدې سیاسي او کلتوري کشمکش کې دغه نوې پرمختګ هم تر سیوري لاندې راشي. په کابل او ارګ کې به د لاتیني ژبې لیکبڼه کارېږي او په یکه توت او قلعه زمان خان کې به همدا د عربي لیکبڼې پښتو. له موسی قلا او هلمند څخه به بیا خبر نه وي چې هلته کومه ژبه کارېږي؟ د ډیورنډ له کرښې هاخوا د پښتنو سره د ګډې لیکبڼې لپاره به ټولې هڅې د پنجاب له سياسي او اقتصادي دهلېز څخه تېرېږي او په پای کې به خلک ستړي او سرګردان شي چې اوس کومه لیکبڼه وکاروي؟ له ذهني ځور وروسته به دې نتیجې ته ورسېږي چې راځئ له دې تېر شو او دغه ژبه باید له سره و نه کاروو. له دې خو نورې ژبې اسانه او هم په کې د کار ښې ډېرې زمینه پیدا کېږي. هلته به بیا د پښتو ژبې د دښمنانو سخې را باندې پخې شوې وي، چې وايي له دې ژبې هسې هم څه نه جوړېږي! موږ نه ویل چې دا د دوزخ ژبه ده! او داسې سل نورې کترې او کنایې.

په پای کې به همدومره ووایم چې زیات کسان اوس هم د پښتو ژبې په دې اوسني پرمختګ باندې خوشاله نه دي او دغه اوسنی پرمختګ ور ته د منلو او زغملو نه دی. ځینې بیا له ښه نیت او یا هم د معیاري پښتو ارمانجن په خپلو غیر عملي فرضیو باندې خلکو ته اندېښنه ور واچوي چې د ژبې په اوسني لیکبڼې کې بریالیتوبونه نه تر سترګو کېږي، خو که د دوی دغو فرضیو حقیقت لرلای نو د چيني ژبې او یا هم د هندي ژبو ویونکو به هم اوس په لاتيني لیکبڼې باندې پیل کړی وای، خو په حقیقت کې داسې نه ده. که فارسي او اردو په اوسنۍ لیکبڼې باندې مخته تللی شي نو ښه نه ده چې موږ هم په دې لار مخته ولاړ شو.

همدې پایلې ته رسېږو چې دا د لاتيني لیکبڼې تیوري د مایوسۍ او د یوې معیاري پښتو څخه د تېښتې یوه ناکامه هڅه ده. د دې نظریې د وړاندې کېدو پر ځای باید د پښتو ژبې معیاري کېدو ته کار وشي او په نورو خبرو وخت ضایع نه شي.

د ښوونځیو د درسي مضامینو لوی شمېر- تاوانونه او حللار یې

2 COMMENTS

  1. کله چی په یوه تشریحی موضوع کی ځینی نابلده اصطلاحات وکاریږی نو لیکونکئ باید د لوستونکو د ذهن د روښانتیا په موخه د لیکل سوو علمی اصطلاحاتو د پیژندنی او تعریف په هکله لږ غوندی توضیح هم ولیکی څو لوستونکی په اسانۍ سره د هغې لیکنی مفهوم تر لاسه کړای سی. فیمینیکه ابېڅې!
    ژمئ دی او ساړه دی نو باید ( مثلاً ) بی بی سی هم بی بی څی وبلله سی.
    د ” څ ” د توری د تلفظ اداینه یوازی پښتانه او روسیان او جرمنیان کولای سی او ” C ” هیڅکله د ” څ ” سره یارانه نه سی اچولای.
    بله دا چی:
    د پښتو ژبی په پراخ سمندر کی ښکلی ښکلی جزیرې شتون لری چی د سمت او لهجې او حتی تبار په اساس را منځته سوی دی او د هری جزیرې اوسیدونکو د بلی یا نورو جزیرو شتون په رسمیت پېژندلی دی او په اصطلاح د ژبنی فیډرالیزم سیسټم ته وفادار دی. هره جزیره ځانته انتخابی یا انتصابی یا رضاکار یا اماتور رئیس او اکاډمیک مشر او سرپرست لری ( البته کلونه مخکی ئې فډرال مشران هم درلوده) .
    د بده مرغه نن سبا پر دې جزیرو یو ډول مرموزی طوفانی څپې احساسیږی چی د جزیرو اوسېدونکی ئې د روحی- فرهنګی ستونزو سره مخامخ کړی دی او دا ستونزی احیاناً د ځینو محلی سرپرستانو د سرزورۍ او ځان غوښتنی او پر ټولو جزیرو د حاکمیت د هڅو سره تړاؤ لری او ځینی کړۍ دا تلاښ کوی چی مثلا (حیاء دی وی ) یو ” نابغه! استاد ” یا قوماندان ته ددې ټولو فرهنګی جزیرو واک پلاس کی ورکړی چی دا یو ډول دیکتاتورانه تفکر ګڼل کیږی.
    بناً
    غوره لیاره به دا وی چی د هری جزیری استقلال ته باید په درنه سترګه وکتل سی ( د لیکلو ا او لوستلو او جملو د اِفادې او تفهیم په برخه کی خو هسی هم غټی ستونزی نه شته او هر پښتون د هری جزیرې د اوسیدونکو د لیکنو د تفهیم توان لری ، که څه هم د معیاری پښتو د نه شتون له وجی هر لوستئ پښتون سر ټکوی او ګیله او شکوه لری ) .
    بل عرض می دا دئ چی:
    داسی انګارې او ترانې تر غوږو کیږی چی ګواکی د پښتو د لیکدود د سمون یوازنۍ لیاره لاتین اتوبان ته د بدلون لیاره ده.
    دا خوشی یوه وچه او خالی ادعا او په عین حال کی په غیر شعوری توګه ( ممکن ځینی په شعوری او نوکرانه توګه ) ددې استعماری پروژې ملاتړ او تبلیغ کوی.
    لومړی خو ددې پروژې د بریالیتوب ضمانت هیڅوک نه سی کولای، دوهم دا یو ساده او آسانه کار هم نه دی، یوولس زره ډوله وولسی حساسیتونه را پاروی ، دریم دا چی د پښتو ژبی مخلص چوپړیان او خدمتګاران پدې ۱۱۱۱۱۱ کلونو پدې و نه توانېده چی معیاری ژبه را منځته کړی نو د لاتین پدې خړه فضاء کی به څنګه وتوانیږی چی د ” بدلون ” د الوتکی او الوتنی پروسه کنټرول او مدیریت کاندی؟
    یو متل دی:
    ” صندلی چی پر خپل ځای پرته وی نو هغومره درنه وی “.
    نو
    په خوشی ګیږهاری به غوږونه نه خورو او نه هم دومره پُښَهارئ زموږ ژبنۍ ستونزی ( چی اصلاً د تشویش وړ نه دی ) را حل کولای سی.
    بس همدغه اوسنی حالت د قناعت او منلو وړ دی.

  2. خپله پاسنۍ تبصره می مکرراً د ښاغلی ډاکټر صاحب زیارمل د پورته لیکنی د تائید او ملاتړ په موخه خپره کړه چی هیله ده د تکرار له وجی خسته کوونکې تمامه نه شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب