جمعه, مارچ 5, 2021
Home ټولنیز لودویګ ویګنشتاین | ژباړونکې:اوږۍ امانزۍ

لودویګ ویګنشتاین | ژباړونکې:اوږۍ امانزۍ

ژباړونکې:اوږۍ امانزۍ

لودویګ ویګنشتاین (Ludwig Wittgenstein) په ۱۸۸۹ م کې په وینا ښار کې وزېږېد، پلار یې یو شتمن و، اته اولادونه یې لرل لودویګ یې تر ټولو کشری او متفاوته و، د نوموړي ټول اولادونه د موسیقۍ مینه وال وو خو ده له انجینیرۍ سره ځانکړې علاقه  لرله او په دې  برخه کې  یې په اوولس کلنۍ کې په  برلین کې زده کړې پیل کړې، ویل کېږي چې د ده درېو ورونو ځانونه وژلي خو د ځانوژنې د لاملونو په اړه یې کره معلومات نه شته او لودویګ یې هم په خپلو آثارو کې په دې اړه کومه اشاره نه ده کړې.

ویګنشتاین په ۱۹۰۸م کې انګلستان  ته لاړ، هلته یې په مانچستر ښار کې د میخانیک انجینیرۍ په برخه کې زده کړې مخ ته یوړې، د هوانوردۍ په برخه کې یې دېره مطالعه کوله او دا مطالعه یې د دې لامل شوه چې له ریاضیاتو سره علاقه پیدا کړي همغه وه چې په ۱۹۹۲ م کې کمبریج پوهنتون ته لاړ او هلته یې د ریاضې او فلسفې په برخه کې له راسل څخه درس پیل کړ او تر آخره د همدې فیلسوف د افکارو تر آغېز لاندې پاتې شو.

ویګنشتاین عادي ژوند نه درلود، تل یې فکر کاوه، فلسفي ژوند یې نه درلود که څه هم خپل ټول ژوند یې له فلسفې څخه ډک کړې وو، مور ( G. M.keunes)، چې د هغه استاد و، د هغه په اړه وایي: یوه ورځ رسل له مانه وپوښتل: په محصلانو کې دې بهترین دی؟ ما ځواب ورکړ: ویګنشتاین، ځکه هغه هم تل زما غوندې په سوچونو کې ډوب وي راسل په خنداشو او ویې ويل: څومره په زړه پورې ده د استاد او محصل یوه ځانګړنه.

راسل وایي : یوه ورځ ویګنشتاین ماته راغی او ویې ویل: استاده! زه پوه یم  یم که ناپوه؟ ما وویل: ولې؟ هغه زیاته کړه که دانا یم غواړم فیلسوف شم او که ناپوه یم غواړم فضانورد شم ته ووایه چې زه باید څه شم؟ ماته جالبه پوښتنه وه خو هغه ته مې د څېړنې لپاره یوه موضوع ورکړه او ورته ومې ویل چې دا څېړنه بشپړه کړه هر کله چې دې ماته خپله لیکنه راوړه بیا به زه تا ته ستا د راتلونکي په اړه ووایم چې څه کېږې. هغه د څو ورځو وروستو له څو پاڼو سره راغی ما چې  کله د هغې د لیکنې لومړنۍ کرښې ولوستلې ورته مې وویل ویګنشتاینه! ته باید فیلسوف شې او کله چې د هغه لومړنی اثر خپور شو نو زه بیخي حیراته شوم که څه هم اوس د پخوا په څير پرې عقیده نه لرم خو په خپل وخت  کې یې یوه نوې او فوق العاده لیکنه وه زما په آند که چیرې زه ویګنشتاین تاسې ته په لنډه بڼه وپېژنم نو زه هغه د پاسکال او تولستوی د شخصیتونو له یوځای والي (ګډولې)څخه یو بیل او ځانګړي رامنځته شوی کس بولم.

ویګنشتاین تر ډېرې مودې پورې د رسل او مور تر لاس لاندې وروزل شو او کله چې یې په ۱۹۲۹م  کال له کمبریج پوهنتون څخه د دوکتورا غوښتنه وکړه، د دې غوښتنې د منلو لپاره یې خپل نامتو اثر (د ژبې منطقي  فلسفه) د سند په توګه کېښود، مور او رسل ترې تقریري آزموینه واخیسته او په پایله کې یې دواړو داسې یو راپور ولیکه (موږ فکر کوو چې د ښاغلي ویګنشتاین د ژبې  منطقي فلسقې اثر د هغه د نابغه توب نماینده ګي کوي او زموږ له نظره  نوموړی د دکتورا اخیستلو لپاره  وړ کس دی.) کله چې په ۱۹۳۹ م کې مور (G. M.keunes) استادي پرېښوده نو دا مقام یې ویګنشتاین ته ورسېد خو مخکې له دې چې خپله دنده پیل کړي دوهمه نړېواله جګړه پیل شوه هغه هم د جنګ صحنې ته لاړ اوهلته یې د جنګ د ټپیانو لپاره صحي خدمات ترسره کول په ۱۹۴۵ م کې خپلې استادۍ ته راغی د درس ورکولو پر مهال یې کوم ځانګړی لکچر نوټ نه درلود او د یوې موضوع په اړه به یې چې هر څه په ‌ذهن کې و همغه یې ټولو محصلانو ته ویل او له هغو یې غوښتل تر څو د ورکړل شوي درس په اړه په خپله سوچ وکړي او يوه پایله ترلاسه کړي په دې بڼه یې د کمبریج  محصلین تل فعاله ساتل خو تر دوو کلونو څخه ډېر یې ونه شول کولای دا دروند مسوولیت مخ ته یوسي همهغه وو چې کله ناروغ  شو نو دا دنده یې پرېښوده تر درې کلونو پورې د سرطان ناروغۍ سره یې سخته مبارزه  وکړه خو بالاخره په ۱۹۵۱ م  کال د اپریل په نهه ویشتمه د خپلې ډاکټرۍ په خونه کې خپل ژوند  له لاسه ورکړ.

آثار

د ویګنشتاین د آثارو د سبک په اړه زیادتره پوهان  په دې آند دي چې دده د آثارو یوه ځانګړنه  دا ده چې ډېر دقیق لیکل شوي  او د ځانګړي نظم او فن څخه برخمن دي که چېرې څوک د ویګنشتاین د آثارو په محتوا نه پوهېږي نو هغه  په د هغه د اطلاعاتو د کمښت  ستونزه وي نه د ویګنشاین د لیکنيز سبک.

لودویګ د خپل  ژوند پر مهال په ۱۹۹۲م کې یواځې خپل یو اثر خپورکړ چې د (ژبې منطقي فلسفې) په نوم یادېږي ددې اثر انګلیسي ژباړه په ۱۹۹۲ م کې هم مهاله خپره شوه او د خپل استاد (مور) د مشورې سره سم یې  په دې ژباړې  لاتیني نوم کېښود د هغه له نظره دا داسې یو اثر وو چې ټولو فلسفي پوښتنو ته  یې ځواب ویلای شو همغه وه چې تر پنځه ویشتو کلونو پورې يې نورې څېړنې ونه کړې او د ۲۵ کلونو وروسته یې د فلسفي څېړنو په نوم داسې یو اثر ولیکه چې خپل لومړنی اثر کې راغلي نطریات یې په کې  نقد کړي وو.

بل اثر یې د (یقین په اړه ) په نامه وه چې  په ۱۹۶۹ م کې خپره شوه په دې اثر کې یې هم ویګنشتاین خپل ژبني او فلسفي نظریات شریک کړي دي ددې سربېره په ۱۹۳۵ او ۱۹۳۹ م کلونو کې ددې زیادتره درسي لکچرونه  په دوو کتابونو کې چې د (آبي کتاب، قهوه یي کتاب) په نومونو یادېدل خپاره شوي دي خپله ویګنشتاین د خپلو د اثارو د خپرولو علاقه نه لرله په  ژوندوني یې  یو اثر او یوه ساده وییپانګه د خپلو محصلینو له پاره خپره کړې وه ځکه هغه هره څېړنه په ډېر ځیرتیا سره کوله او هر څه یې د چاپ وړ نه ګڼل پوهان  وایي: کېدای شي چې د ویګنشتاین د ګوښه نشینۍ یو لامل دا وو چې هغه غوښتل دقیقې څېړنې وکړي او خپل ذهن په نورو څېزونو بوخت نه کړي نوموړي دخپل عمر په پای کې  خپلې ډېرې څېړنې په خپلو لاسونو وسېځل شاید لامل یې دا وو چې د ده لپاره  به د قناعت وړ نه وې.

د ویګنشتاین د ژبې تصویري نظریه

د ژبې په اړه چې د ویګنشتاین کوم نظریات د ژبې په منطقي فلسفې رساله کې ښکاري هغه څه دي چې د مور راسل او فرګه د نظریاتو څخه  په تاثر کې ویل شوي دي د ویګنشتاین په شمول ټولو د ژبې د منطقي تحلیل په مرسته د حقایقو موندلو او واقعیتونو ته د رسېدلو اړه تاکید کړی. د ویګنشتاین د ژبنۍ نظریې د ښه پوهېدلو له پاره اړ یو چې لومړی  ژبه د فرګه او د رسل له آنده تر بحث لاندې ونیسو.

فرګه وایي:

 “ژبه یوه هنداره ده  چې کولای شي د نړۍ منطقي جوړښت منعکس کړي او نړۍ د څېزونو ټولګه ده دا ټولګه بېلابېلې ځانګړنې لري چې د مفاهیمو په مرسته څرګندېږي دا مفاهیم هر یو بېل بېل نسبتونه لري په لنډه توګه که ووایم نړۍ د څیزونو مفاهیمو او بېلابېلو نسبتونو ټولګه ده چې ښکاره کول او منعکسول یې ژبې پورې اړه لري.“

رسل بیا زیاتوي:” ژبې منطقي تحلیل د واقعیتونو د رابرسېره کولو بنسټيزه لاره ده او مانالرونکې جمله هغه جمله ده چې نومیز مصداق یې معین او مشخص وي.”

ویګنشتاین هم د ژبې په منطقي تحلیل تاکید کوي او وایي: ژبه د هغه تصویرونو ټولګه ده چې په نړۍ کې شته د ژبې او واقعیت ترمنځ یوه منطقي اړیکه وي او همدا اړیکه اجازه نه ورکوي چې د ژبې او مفاهیمو اړیکې خرابې شي ژبه، منطق او واقعیتونه داسې ژور اړیکې سره لري چې مخاطب ته د مفاهیمو په لېږدولو کې په ګډه کارکوي لکه: کله چې یو سندر غاړی سندره وایي نو د سندرې د مفهوم په رسولو کې ورسره ګرامافون، د سندرې ویلو انګیزه، د موسیقۍ آلې، غږیز موجونه او داسې نور مرسته کوی   همدارنګه د ژبې  منطقي تحلیلونه هم مخاطب سره د مطالبو په پوهولو کې مرسته کوي او ټول ژبني توکي سره منطقي اړیکې لري او ژبني جوړښتونه هم په منطقي بڼه ترسره کېږي چې د تجزیه کولو وروسته یې کولای شو اساس یې ومومو زما په اند ژبه د نړۍ تصویرونه دي هغه څه چې ژبه یې څرګندوي هغه په حقیقی بڼه په نړۍ کې شته کله چې موږ وایو ژبه رښتینې ده یا د حقایقو د لاسته راوړلو وسیله ده نو نړۍ هم حقیقي شتون لري ځکه ژبه هر هغه څه وایي چې مخامخ یې په تصویري بڼه ګوري ژبه د همدې  شته وو تصویرونو او سمبولونو ټولګه ده.

 نوموړی زیاتوي چې په ټوله نړۍ کې یوه ژبه شته او مختلفې ژبې په حقیقت کې د یو واقعیت مختلف تصویرونه دي چې سره منطقي  جوړښت او اړیکې لري او د فلسفي تحلیلیونو په مرسته مونږ کولای شو ددې اړیکو بنسټ ومومو او کولای شو چې لومړی دا ژبني سمبولونه په وړو وړو برخو ویشو او وروسته یې دا وړې وړې برخې په نورو کوچنیو ټوټو وویشو او تر هغه دې کار ته ادامه ورکړو تر څو کلمات  نور د ویشنې وړ نه وي  په دې بڼه موږ چې د کلماتو ریښو ته ورسېږو او اصلي منشا یې ومومو نو  دا په دې مانا ده چې مونږ اساسي مفاهیمو ته رسیدلي یو. الهی، اخلاقي  او دیني علوم په ژبه کې ځکه نه شاملېږي ځکه چې د هغو تصویر په نړۍ کې شتون نه لري او د منطق څخه پورته درجه لري .

د ژبې په اړه د ویګنشتاین دا څرګندونې د هغه په لومړني اثر کې راغلي وو چې وروسته وروسته د ډېرو پوهانو له خوا تر سختو نیوکو لاندې ونیول شول  د بیلګې په توګه هغه  یو ځای کې ویلي وو چې په جملو کې هر تصویر یو واقعیت وړاندې کوي خو داسې نه ده ځکه کله کله داسې کېدلای شي چې څو تصویرونه د یوې  موخې یا د یو واقعیت د رابرسېره کولو له پاره کارول کېږي لکه په دې جمله کې که زه ووایم (شېراز د کرمان په غرب کې دی) دا جمله درې برخې لري او دوه تصویرونه (شېراز) یوه برخه (د کرمان په غرب کې) دوهمه او (دی) د جملې درییمه برخه ده خو (شېراز او کرمان) دوه تصویرونه دي چې په واقعي بڼه نړۍ کې شتون لري خو د غرب تصویر په نړۍ کې نشته غرب،یواځې د یو طرف (خوا) نوم دی نو موږ د دې جملې د واقعیت څخه انکاذ نه شو کولای ځکه دا جمله مونږ واقعیتونو ته یا یو ویونکی خپل هدف ته رسولی شي چې څه ویل غواړي نو د ویګنشتاین د نظریې  له مخې دلته همدا دوه برخې واقعیت لري ځکه همدا دوه برخې تصویري دي خو مونږ دا نه شو ویلای دا جمله واقعي نه ده  یا کله چې وګنشتاین وایي چې د ژبې منطقي تحلیل، دلته له  منطق څخه موخه څه ده؟ او یا  مونږ  د کومو اصولو له مخې او څرنګه دا منطقي تحلیل کولای شو او یا دا چې دا منطقي تحلیلونه څنګه مونږ واقعیتونو او حقیقتونو ته رسوي ؟ دا هغه پوښتنې دي چې خپله ویګنشتاین یې هم  له ځوابولو  عاجز پاتې شوی او دا ډېره ښه وه چې هغه وروسته په خپل دوهم اثر کې په خپله دا نظریات رد کړل او وې ویل چې لغتونه د وسایلو او ابزارو په څیر دي لکه څرنګه چې توکي د بېلابېلو وګړو له خوا د بېلابېلو دندو له پاره کارول کېږي همدارنګه ژبه هم د بېلابېلو موخو د ترلاسه کولو  د مختلفو ډلو له خوا په مختلفو بڼو کارول کېږي  او دغه موخې موږ د ژبنیو قواعدو د منظم تنظیم او سمونې  په مرسته لاسته راوړلای شو او  ددې لغتونو د اساسي مفاهیمو رابرسېره کول د فلسفې دنده  ده که چېرې مونږ د یوې ژبې په ژبني قواعدو ونه پوهېږو نو دا  داسې مثال لري چې مونږ خط کش په لاس کې لرو خو خط کشي کول مو نه دي زده قواعد نه شي کولای  یو کس خپلې کارونې ته اړ کړي بلکې دا د ویونکي  دنده  ده چې قواعد څرنګه په کار واچوي تر څو منظمې خبرې وکړي.

هره ژبه ځانته ځانګړې قواعد لري دا قواعد ورته د همغه ټولنې د وګړو د ګډ تفاهم له مخې جوړېږي  ځکه ټول وکړي د قواعدو په یو ډول کارولو تفاهم کوي نو ځکه یې ژبه یوه وي ژبه عمومي او خصوصي بڼه نه لري او هیڅوک نه شي کولای په خصوصي بڼه یوه ژبه رامنځته کړي او یا ورته وده ورکړي ژبه او فلسفه سره نږدې اړیکي لري فلسفه مونږ ته د څېزونو حقایق مخ ته ږدي او روښانه کوي خو د توضیح کولو وړتیا یې نه لري او دا دنده ژبه کولای شي په سمه او اسانه بڼه ترسره کړي  او د  فیلسوف دنده د یوې موضوع  د سپړنې له پاره د بېلابېلو موادو او اطلاعاتو راټولونه ده .

 ویګنشتاین په خپل  ژوند کې دوه تحقیقي فلسفي  نظریې لري په لومړۍ کې ژبې ته د تصویر په بڼه ګوري او په دوهمه نظریه کې بیا ژبې ته د بېلابېلو وسایلو تولګه وایي دا چې نوموړي کوم نظریات په لومړۍ رساله  کې ورکړي او د پنځه ویشت کلنو څېړنو وروسته ورته باطل ښکاري او رودوي یې دغه تحولاتو او بدلونونوته د دوه فلسفي انقلابونو په سترګه کتل کېږي همدا وجه ده چې ویګنشتاین د دوو ژبنیو فلسفي انقلابونو سرلاری ګڼل کېږي ځکه په هغه وخت کې چې ده خپل نظریات ورکړل دده  د استادانو او د نوموتو پوهانو په پرتله ډېر زیات مشهوره شول.

ماخذونه:

۱: اردکانی، رضا داوری،(۱۳۸۷)،ویتگن اشتاین متفکر زبان، تهران: نامه فرهنگ شماره چهار .

۲:عسکری یزدی .علی (۱۳۹۲)، نقد و بررسی نظریه (بازی های زبانی )لودویگ ویگنشتاین تهران.

۳:موسوی، سید محمد(۱۳۸۹)،جایکاه زبان در فلسفه ویگنشتاین،تهران:.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب