دوشنبه, مارچ 8, 2021
Home + له نورو علومو سره د ژبپوهنې تړاو | اجمل ښکلی

له نورو علومو سره د ژبپوهنې تړاو | اجمل ښکلی

“واده” يوه کلمه ده، چې يو مفهوم لري. دا کلمه چې له نورو کلمو سره يوځای شي، جمله جوړوي، چې د يوې پېښې يا حالت بيان کوي او يوه کلي مانا لري. 

کلمې د ژبپوهنې له مخې وييز واحد دی، چې تر ځان په ښکته پوړ کې له مورفيمونو جوړه ده او تر ځان په لوړ پوړ کې له نورو مورفيمونو او کلمو سره غونډونه جوړوي. 

د کلمې په توګه “واده” يو رواني واحد دی. د رواني واحد مانا دا ده، چې مفهوم لري او په ذهن کې د ښادۍ د مراسمو تصور جوړوي. دا مفهوم په ذهني ميکانيزم کې له نورو مفاهيمو سره نېژدې او لرې اړيکه لري او د همدې اړيکې پر بنسټ يې مفهوم مشخصېږي. ساز سرود، خوړه، ناوې، مېړه او داسې نور هغه مفاهيم دي، چې له واده سره د مجاورت د اړيکې پر بنسټ د انسان په ذهن کې يوه ټولۍ جوړوي. د واده په اړه د خلکو عواطف هم په دې کلمه کې راڅرګندېږي. د ژبې نورې کلمې هم داسې دي. د “واده” بېلګه راته د ژبې او روان ترمنځ اړيکه ښيي. ژبه هممهاله د انسان د ذهني ميکانيزم، ادراک او د ژاک لکان په اند، د لاشعور هېنداره ده. 

د واده په بېلګه کې وينو، چې د ژبې مطالعه له روان او د روان مطالعه بې له ژبې نيمګړې ده. د انسان روان او چلن د ارواپوهنې او ژبه د ژبپوهنې موضوع ده. د انسان د ادراک سيستم او شعور او لاشعور ته مهمه لار د ژبې ورغلې ده، چې له ارواپوهنې سره د انسان د روان په پوهېدو کې مرسته کوي. فرويډ د انسان پر لاشعور د ناروغ له خبرو پوهېده او ژاک لکان وايي، چې د فرويډ لاشعور همغه د سوسور لانګ(ژبه) دی، بلکې وروستيو ژبپوهانو خو د شعور او فردي او ټوليز لاشعور مفاهيم د ژبې يوه لوبه وګڼله، چې له نورو مفاهيمو سره په اړيکه کې خپله مانا څرګندوي. د يونګ د ټوليز لاشعور لرغونبېلګه(آرکيټايپ) هم يو ژبنی مفهوم دی. په دې ډول د ژبپوهنې او اروپوهنې ترمنځ نېژدې اړيکې او همکاري وينو. ژبپوهنه له ارواپوهنې سره د روان او ارواپوهنه له ژبپوهنې سره د ژبې په شننه کې مرسته کوي. ارواپوهنيزه(Psycholinguistics) د ارواپوهنې په مرسته په ژبپوهنه خبرې کوي، يوه بېلګه يې د ادراکي ارواپوهنې په مرسته د ګډ څانګيز مېتود په مټ د ژبې، بدن او ادراک پر تړاو او د انسان په ذهن کې د ژبني نظام پر جال د ادراکي ژبپوهنې بحث دی. ادراکي ژبپوهنه له ادراکي ارواپوهنې نه مرسته غواړي. د ژبې ارواپوهنه بيا د ژبې په مرسته پر ارواپوهنه بحث کوي او د انسان پر روان د ژبې پر اغېز غږېږي.

“واده” يوه کولتوري پېښه ښيي، چې په ټولنه کې واقع کېږي. واده يو ټولنيزه چاره او چوکاټ دی، چې نور اجزا لري.د واده کولتور په ژبه کې د “واده” په کلمه کې وړاندې شوی. د واده په مفهوم کې د ده ټول اړخونه خوندي شوي؛ نو کله چې موږ “واده” وايو، د دې مفهوم دا ټول اړخونه فعال شي او موږ له دې کلمې مانا واخلو؛ خو که د بلې ژبې مثلا انګليسي يو ويونکی له دې کلمې سره مخ شي او قاموس کې يې د marriage په مانا ومومي، نو ګنې د “واده” هغه مانا به درک کړي، چې يو پښتون يې درک کوي؟ نه، ځکه چې پښتون کوم واده په خپله ټولنه کې ليدلی، هغه د انګلش له Marriage نه مختلف دی. پر دې بنسټ ويلای شو، چې پر يوه ژبه هله ښه پوهېدای شو، چې د هغې ژبي له ټولنيزو نورمونو او کولتور سره اشنا اوسو، ځکه چې ژبه د ټولنې هېنداره ده او د مفاهيمو تر شا ټولنه پرته وي. 

دلته د ژبې او ټولنې د تړاو له امله د ژبپوهنې او ټولنپوهنې ترمنځ اړيکې او همکاري وينو. که يو ټولنپوه پر يوه ټولنه خبرې کوي، څېړنه يې له ژبې پرته ممکنه نه ده. ايډمند ساپير او بنجمين لي ورف د شلمې پېړۍ په لومړۍ نيمايي کې د امريکا د بومي اوسېدونکو پر ژبو خبرې وکړې. دوی دې پايلې ته ورسېدل، چې د دوی پر ژبه د دوی له کولتور پرته بحث بې ګټې دی. دوی د ساپير-ورف په نامه يوه تيوري رامنځته کړه، چې د امريکا بومي خلک د ژبې په مرسته څرنګه نړۍ درک کوي او مفهومي کوي. مثلا موږ په پښتو کې د واورې لپاره تر دوه درو ډېرې کلمې نه لرو؛ خو د امريکا بومي قبايل په خپله ژبه کې د واورې ډېر ډولونه لري. موږ فکر کوو، چې واوره همدا يو ډول ده، خو هغوی فکر کوي، چې واوره ډېر ډولونه لري. دا ښيي، چې ژبه څرنګه نړۍ مفهومي کوي او موږ ته يې د واقعيت په توګه وړاندې کوي. همداسې دا قبايل د مهال په اړه له آريايي ژبو مختلف درک لري، دا ځکه چې د دوی په ژبه کې مهال تر آريايي ژبو مختلف دی. دا ښيي، چې زمان يو ژبنی مفهوم دی. 

د ټولنپوهنې او ژبپوهنې د همکارۍ په لړ کې هغه پوهنه چې د ټولنپوهنې په مرسته پر ژبه غږېږي، ټولنپوهنيزه ژبپوهنه (Sociolinguistics) نومېږي. ټولنپوهنيزه ژبپوهنه ښيي، چې جنس، دين، سن، وضعيت او داسې نور ټولنيز موارد په ژبه کې څرنګه وړاندې کېږي. ژبه له موقعيتي، فرهنګي قرينې، بين فردي اړيکو، آدابو او داسې نورو پرته د پوهاوي دنده نشي ترسرولای او دا شيان د ټولنپوهنې موضوعات دي. همدا راز هغه علم چې د ژبې پر ځای يې د بحث محور ټولنه وي او ټولنيزو مفاهيمو ته د ژبې په لار ورځي، د ژبې ټولنپوهنه (Sociology of Language) وايي. د ژبې ټولنپوهنه پر ټولنه د ژبې پر اغېز خبرې خبرې کوي. 

“واده” مازې يوه کلمه نه ده، بلکې يو کلي مفهوم دی، چې يو فکر وړاندې کوي او که د منطق يا قضيه يي ماناپوهنې له زاويې نه وګورو، له نورو مفاهيمو سره يوځای کېږي او يوه قضيه وړاندې کوي. څرنګه چې يوه مانا لري، له فکر سره يې تعلق پيدا کېږي او داسې نو د جنس، ښکلا، انسان او نورو سره يې اړيکه پيدا کېږي، چې د فلسفې موضوعات دي. د شلمې پېړۍ مشهورو فيلسوفانو ويتګنشتاين، آستين، درېدا او نورو د ژبې او فلسفې پر تړاو بحث وکړ. د ويتګنشتاين په اند، فلسفه له ژبې بهر نه ده، بلکې د ژبې په نورو لوبو کې يوه لوبه ده. سوسور ويلي وو، چې ژبه د ارزښتونو يو خپلواک نظام دی، چې هره کلمه په همدې نظام کې دنه مانا لري. فلسفه د ژبې په همدې ارزښتونو کې ځينې مفاهيم خپل موضوع ګرځوي، چې د دې مانا دا ده، چې فلسفه له ژبې بهر کوم څيز ته اشاره نه کوي، بلکې د ژبې په مفهومي جال کې دننه لګيا وي. د سوسور په اند، د کلمو ماناوې له نورو کلمو سره د توپير پر اړيکه ولاړې دي. د دې توپير يو ډول تضاد دی. ژاک درېدا وويل، چې د غرب فلسفي په متضادو جوړو کې يوه ته پر بل لومړيتوب ورکړی، ټولنې ته پر طبيعت، سړي ته پر ښځه او نېکۍ ته پر بدۍ. دلته موږ د فلسفې او ژبپوهنې ترمنځ ګډ څانګيزه مطالعه وينو. 

“واده” يوه ژبنۍ نښه ده، چې کله يې تخيلي او عاطفي ارزښت لوړ شي، په يوه ادبي نښه واوړي. هر هغه څيزه چې په يوه بل څيز دلالت وکړي، نښه بلل کېږي. د “واده” کلمه د خپل ځان له تلفظي بڼې پرته پر يوه بل څيزه دلالت کوي، چې هغه د واده مدلول يا مفهوم دی، چې زموږ په ذهن کې موجود دی، خو ممکن دا په ادبياتو کې يو ځل بيا د بل څيزه لپاره وکارېږي. ممکن د سپوږمۍ او لمر د پيوستون لپاره وکارېږي يا د يوه بل څيز لپاره استعاره يا سېمبول شي، چې دلته موږ د ژبې او ادب ترمنځ تعامل وينو. ادب ژبنی هنر دی او پر ژبه ولاړ دی. ژبه په عادي حالت کې هم تصوير، عاطفه، فکر او موسيقي لري، خو په ادب کې دا عادي حالت يا ژبه داسې سره منسجمه شي، چې په ناعادي ژبه واوړي. 

د شلمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې د ژبې اهميت ډېر شو او د ټولو علومو د بحث چورليز شوه، پخپله د پوسټ ماډرنيزم تيوريک بنسټ پر پسرغښتواله ولاړ دی، چې يو ژبنی بدلون دی. د نوې ټيکنالوجۍ بنسټ پر ژبه کېښودل شو، د کمپيوټر ژبپوهنه رامنځته شوه. په سياسي ډسکورسونو کې د ژبې په کارونه او اهميت د فوکو غوندې ټولنپوهانو بحث وکړ. تر دې چې د ژبپوهنې واړه مباحث رامنځته شول او د حقوقي ژبپوهنې او داسې نورو غوندې مايکرو ژبپوهنې جوړې شوې. اوس د ژبې اهميت دومره ډېر شوی، چې په هره څانګه کې ژبه او له دې لارې ژبپوهنه ښکېل ده. که څوک په ټولنيزو موضوعاتو، فلسفې، ادب، ټيکنالوجۍ، ارواپوهنه، رياضي، تاريخ او… بحث کوي، ژبه او ژبپوهنه پکې فعاله وي.  

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب