جمعه, مارچ 5, 2021
Home داسې هم شته شامپو سره د مالګې ګډول مو ویښتان ژغوري

شامپو سره د مالګې ګډول مو ویښتان ژغوري

تازه تجربې او څېړنې وایي، د سر وینځلو وخت کې شامپو سره لږه اندازه مالګه ګډه کړئ نو د سر د ویښتانو د وتلو ستونزه به مو حل شي.

نیکیتا یوه یوټیوبره ده او د خپل چینل له لارې تر ډېره جالب او ګټور شیان خلکو ته وړاندې کوي.
هغې په خپله یوه وروستۍ ویډیو کې د مالګې اچول په شامپو کې ډیر ګټور بللي او د دغه چارې څو ځله ترسره کېدو سره یې د ویښتانو ستونزو ته د پاې ټکی کیښودل یاد کړي دي.

نوموړې وایې ویښتان یې تویدل او ډير غوړ به و نو په همدې وجه یې یوه پخواني همکار ورته دغه سپارښتنه کړې وه چې په عملي کولو سره یې اوس ستونزه حل شوې ده.
هغه یې طریقه داسې ښایې چې یوه قاشوغه مالګه مې په استعمالوونکې شامپو کې واچوله او پرې تر څو ځل سر مینځلو وروسته پوه شوم چې زما په ویښتانو کې ژور بدلون راغلی دی.

نوموړې د پورته ګټو ترڅنګ د ویښتانو توریدو خبره هم کړې چې هغه خلکو ته هم ګټوره ده چې ویښتان یې بې وخته سپین شوي وي

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې د ویښتانو توییدو او یا هم سپینیدو له ستونزې سره ډېر خلک مخ دي او له بېلا بېلو لارو هڅه کوي مخنیوی یې وکړي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب