جمعه, مارچ 5, 2021
Home + افغانستان په یوه پېړۍ کې | استادشهسوار سنګروال

افغانستان په یوه پېړۍ کې | استادشهسوار سنګروال

 (۱۳۰۰—۱۴۰۰ل )

دویم څپرکی

۳برخه

د علي احمد خان دوه مخي:

علی احمد خان پداسې مهال د پاچاهۍ اعلان وکړ چې پاچا امان الله خان لا په کندهار کې وو.

علي احمد خان او دده په ګډون یو شمېر نور چارواکو د پاچا په سپارښتنه په ننګرهار کې د شینوارو د اړو دوړ د ارامولو لپاره ګمارل شوې وو.

ځکه خو نوموړي فکر کاوه چې د هېواد ختیځ کې دی یو پېژندل شوي کس دي.

نو ځکه په ۱۹۲۹ز کال د جنوري په شلمه (۲۰) نېټه پداسې حال کې چې د چارباغ حضرت صاحب، یو شمېر نامتو روحانینو او قومي مشرانو ګډون درلود، د نقیب صاحب لخوا ورته د پاچاهۍ پګړۍ پرسر شوه او بیا یې یو لښکر د کابل په لور وخو ځوه.

کله چې دی په ۱۹۲۸ کال په جلال اباد کې د تنظیمه ریس په توګه وټاکل شو. په دې هلو ځلو کې وه چې له پاچا امان الله وروسته باید د افغانستان پاچا شي او دا هیله یئ تر سره شوه.

د سقاو زوی حبیب الله چې کله خبر شو یو شمېر قومي مشران یې دېته وهڅول چې علي احمد خان هم د پاچا په برخه لیک اخته کړي او د اسلام مخالف یې وګني. په کابل کې د برېتانیا د سفیر د څرګندونو له مخې چې په امان الله یې دکفر د فتوا خبر لندن ته مخابره کړې وه. لیکلی یې دي چې دغه سند مې د جنوري په ۱۸ مه نېته (۱۹۲۹ز کال) تر لاسه کړ چې پدې کې یو شمېر

کسانو لاس لیک کړی وه چې د پاچا امان الله خان ورور حیات الله خان لاسلیک هم پکې وه.

پدغه فتوا کې څو ټکي د پام وړ ول، چې ګنې پاچا د سلام پرځای سر خوځول غوره گڼي د جامو پرځای د درېشي دودول. یاد ږېرې خرېیل، د ښځو ښونځې او بهرته استول. د یکشنبې د ورځې رخصتي، د محمد صادق مجددي او د محمد معصوم مجددي (د حضرت صاحب صبغت الله مجددي پلار) زنداني کول.

د قاضي عبدالرحمن (حضرت صاحب ملا امام) اعدام، د شرابو خوړلو دود اونور.

دا رنګه د سقاو دزوی پلویانو په علي احمدخان هم د شراب خوړلو تور ولګاوه او ګمارل شوو کسانو په هغه خېمې برید وکړ چې دی پکې استوګن وه.

هغه وه چې د شرابو څوبوتلونه (ویسکي) یې را وویستل او بیا یې دده لښکر ته وښودل، چې ګنې دداسې چا پلوي کوی چې هغه شراب خوري.

ښا یې چې دغه بوتلونه د انګرېزانو لخوا راوړل شوي ول. چې الوتکه یې د علي احمد خان په قرارګا جګدلک کې را ښکته شوې وه، چې پيلوټ یې چپمن Chapman او میخانیک یې دیوسDedavis  دا یوه نا څاپې پېښه وه او یا د برتانویانو یوه توطیه وه!؟

چې د ویسکي بوتل یې څرنګه د هغه پنوم پورې وتړل؟ یا ددې لامل داوه چې بیا هم دی دامان الله خان اوخښي او د ماما زوی ګڼل کېده. انګرېزانو انګېرل چې که چېرې دی بریالی شي او واک ته ورسېږي نه چې امان الله بیا پاچا شي.

د برتانویانو بنسټیزه موخه دا وه، په هره وسیله چې کېږي پاچا باید له افغانستانه بېرون کړي. وېره یې داوه چې بیا امان الله واک ته ونه رسېږي.

که څه هم د علی احمد خان د پاچا هۍ اعلان د امان الله واک او ځواک وګاښه او دهغه بېرته راستنېدل یې بېرته د کړاوونو او ستونزو سره مخ کړ، ولې دا خبره هم ځرګنده وه چې دعلي احمد خان اړيکې د انګرېزانو سره بدې نه وې، دا ځکه په راولپنډۍ کې کوم تړون چې ده د پاچا د سپارښتنې خلاف لاسلیک کړ د بريتانوي هند په ګټه او د افغانستان په زیان تمام شو.

د علي احمد خان لنډه پېژندنه

سردار علي احمد خان د خوشدل خان (لوی نایب) زوی د شاغاسي شېردل خان بارکزي لمسی کېده.

د مور (سراج الخواتین) لخوا د امان الله نیکه هم وه. والي علي احمدخان د انګرېزانو سره ښې اړیکې درلودې.

دی په پښتو فارسي اوردو او انکلیسي ژبوپوهېده.

نوموړى اوښیار زړه ور ولې مغرور او د ډېرو شتو څښتن وه. دی په بډو اخیستنو نامتو وه پيسې يې ډېرې خوښېدې. ان تر دې، هغه مهال چې د خوګیاڼيو، شینوارو او د سره رود له یاغیانو سره په چارباغ کې و لیدل.  دده یوازینی وړاندیز داوه، که چېرې تاسو ما په پاچاهۍ وټاکی زه د جلال اباد د ښار دروازی ستاسو په مخ خلاصې کړم، ټولې وسلې د ستاسو وي خو پيسې او خزانې رانه مه اخلئ.

علي احمد خان چې بیا د جنوري په شلمه نېټه په ۱۹۲۹ کال په جلال اباد کې پاچا شو هغه وو چې لښکر یې مخ په کابل روان کړ.

ځواکونه یې لاپه جګدلک کې ول، چې د حبیب الله استازی، چې د تګاو اخوند زاده زوی وه ورته راغی. دي یې دېته راوباله چې د سقاو زوی ته بیعت وکړي.

علي احمد خان دهغه وړاندیز ته غاړه کېېنښوده او د کابل د نيولو تکل یې وکړ.

کله چې دده ځواکونه د جګدلک نه د ملا عمر د سمڅو په لورو خوځېدل دلته د یو شمېر کسانو تر منځ خپل منځي اخ وډب منځ ته راغی.

۱ـ له یوې خوا د وزیر محمد ګل خان او علي احمد خان تر منځ نا خوالې وې او له بلې خوا د ملک محمد جان او ملک محمد شا چې د ملک قیس ورور کېده د ځواکونو خپل منځي جګړه وه چې له دواړو لورو نه ډېر کسان ووژل شول.

۲ـ بله خبره دا وه چې ملک قیس د علي احمدخان له پلوئ لاس په سر شو او له یو شمېر خوګیاڼیو سره لاړ او د سقاو زوی سره یې وليدل.

۳ـ دا چې د پېښور کمشنر د برتانوی هند چارواکو ته و کښل چې د علي احمد خان دواکمنۍ چانس لږ دی، موږ باید تر هغه وخته پورې د حبیب الله نه ملاتړ وکړو چې دپام وړ شخص مو چې د پاچاهۍ وړ تیا ولري نه وي پیدا کړی.

۴ـ د شینوارو د جنګیالیو جرګې هم د علی احمد خان ملا ماته کړه چې د محمد علم په مشرۍ ګندمک کې جوړه شوې وه دوی له خوګیاڼیو او وزیرو سره یو ځای د نوموړي له ملا تړ نه لاس واخیست.

۵ـ له ټولو ناوړه پېښه دا چې ملک قیس د اولس (۱۷) زرو روپيو په اخیستلو له حبیب الله سره ژمنه وکړه چې علی احمد خان به درته لاس تړلی راولي.

کله چې ملک قیس د کابل تنګي ته راغی (چېرته چې د علی احمد خان قرار ګا وه) په ټولو خوګیاټیو یې غږ وکړ چې د نوموړي له ملاتړ نه لاس واخلي.

که څه هم شینوارو غوښتل چې د ملک قیس په وړاندې ودرېږي، خو علي احمد خان خپلې پښې سپکې کړې او له قرار ګا نه ووت.

بیا جنګیالیو د پیسو او وسلو د لوټولو لپاره مټې را بډ وهلې او علي احمد خان لغمان ته وتښتېد.

هغه مهال چې نوموړي له نقيب صاحب سره ولیدل بیاهم هغه ورته وویل له هوډ نه پرشا نشي، خو دى دومره ناهيلي شوی وه چې په ننګرهارکې نور تم نشو،  د چارباغ د حضرت صاحب په مرسته پېښورته ورسېد. او هلته یې له محمد نادر خان سره ولیدل.

« ده محمد نادر خان ته وویل ماته د هېواد د ختیزو سیمو وګړو بیعت کړی دی چې ما پاچا کړي.

خو یوازې په خوګیاڼیو کې سقاوي پلوه کسانو زما مخالفت کوي.

زه اوس تاسو ته وړاندیز کوم چې موږ په ګډه جلال اباد ته ځو یاتاسي ماته او یا زه تاسې ته د پاچاهۍ بیعت کوم.

دی چې بیا هم له پاچاهۍ نه لاس په سرنه وو، هڅه یې کوله چې په هره بڼه کېږې واک ته ورسېږي.

پدغه وخت کې خبرشو چې امان الله خان له کندهار نه ووت. دی بیا مخ په کندهار وخوځيد او هلته یې د پاچاهۍ اعلان وکړ.

که څه هم ده ولسي ملاتړ تر لاسه نه کړ ولې د پاچا امان الله د واک دمهال چارواکي (په سرکې بارکزی عبدالعزیز خان) دده تر شا ودرېدل. ولې کله چې له سقاوي جنګياليو سره مخ شو، ټولو په سپين ميدان يوازې پريښود. يوازې سدو خان تر پايه ورسره ودريد.

د ښار ډېرې برخې د سقاو د پلویانو په واک او ولکه کې وې علي احمد خان یوه کورته پنا یوړه.  ولې  د دښمنانو لخوا ونیول شو او لاس تړلی کابل ته راوست او د حبیب الله د وژونکو له خوا د توپ خولې ته وتړل شو او بیایې والوځوه.

نور المشایخ څوک وو؟

هغه مهال چې ما (لیکوال) په برټش کتابتون کې پښتو قلمي نسحې راټولې کړې پدې لړ کې مې د تاریخ مرصع نسخه هم له پامه تېره کړه.

کله چې د تاریخ مرصع تاریخ څېړنې پنو م کتاب مې لیکه نو سترګې مې په مجدد الف ثاني و لګېدې چې د قلمي نسخې په یوه پاڼه کې دده په اړه کښل شوی ول:

« نقل دى پلار د حضرت چې میان اسماعيل نومېده په اصل مشواڼی وه.

مشواڼي ځانته سیدان وایې نو کرد خان جهان لودي وه… د حضرت د قابلیت خبر خان جهان ته ورسېد.

نقل دی چې څلو رلکه مریدان یې وو.. په سبب د ډېر شهرت شاهجان بادشاه په هراس شه سعدالله خان او مولانا عبد الحکیم يې ورته راستول چې د ما ملکه ووځه…

حضرت په زیارت د مکې معظمې او مدینې شريفې روان شو…

د شور بازار مجددیان د هماغه المجد د الف ثانی زوزات ګڼل کېږي.

د پاچا امان الله د واک پر مهال همدغه حضرتان د شور بازار په زاړه ښار کې استو ګن ول.

د افغانستان په معاصر تاریخ کې په ځانګړي ډول د امان الله دواک پر مهال ددې کورنۍ  دری تنه حضرتان ډېر نامتو ول. دوی هم د تېر په څېر د نقشبندیه طریقې پالونکې او څارونکي ول.

حضرت فضل محمد مجددی (شمس المشایخ) د پلار(قیوم جان) له مړینې وروسته د کور یو ستر روحاني مشر وبلل شو او همدی وو چې امان الله خان ته یې د پاچاهۍ پګړۍ وتړله.

شمس المشایخ د ترنګزیو حاجي صاحب او عبدالرزاق خان اندړ داهغه ستر دیني عالمان ول چې له پاچا امان الله یې ملاتړ وکړ.

ولې د حضرت صاحب له مړينې وروسته دده دوه نور وروڼه فضل عمر مجددی (نورالمشایخ) او محمد صادق مجددي د امان الله د سمونونو او رغاونو په وړاندې ودرېدل.

دغه مهال نور المشایخ د شمس المشایخ پرځای (۱۹۲۵ ز کال) د نقشبنديه طرېقې مشرووچې دهمدغې دښمنۍ له مخې چې له پاچا سره یې لرله اسماعیل خان دېرې ته وتښتېد او بیا یې دامان الله په وړاندې دښمنۍ ته لاس اوږد کړ.

نور المشایخ له یوې خوا دده بل ورور حضرت محمد صادق او دهغه وراره میان محمد معصوم مجددي له بلې خوا دپاچا ضد دریځ خپل کړ دوی د یو شمېر ملایانو په ملا تړ د پاچا امان الله د کافر کېدو فتوا لاسلیک کړه او بيا يې همدغه کاغذ چې څلورسوه تنو لاسليک کړى وه له ځانه سره یې د هېواد سهېل ته یوړ چې دادی د هېواد عالمانو د پاچا په وړاندې جهاد رابللی دی.

همدغه لاملونه ول او ددې په څېر یو شمېر نورې کورنۍ او بهرنۍ لاسوهنې وې چې دپاچا امان الله اصلاحاتو او سمونوته یې دپای ټکی کېښود او د سقاو زوي حبيب الله يې واک ته ورسوه.

د حبیب الله والیان، او دماتې لاملونه

د سقاو زوی حبیب الله د خپل واک د ټینګښت او پایښت لپاره یو شمېر پلویان د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې په دندو وګمارل:

۱ـ د یو شمېر سیمه يیزو واکمنو په گډون، دبلخ ولا یت یې میرزا محمد قاسم خان ته وسپاره. پوځي چارې یې عبد الرحيم ته او  خلیل الله خان خلیلي یې د مستوفي په توګه وټاکه.

۲ـ دامان الله خان دواک د نسکورولو لپاره یې بيا عبدالرحیم خان هرات ته وستوه. د شجاع الدوله ځواکونو ماته وخوړه او نوموړى ایران ته لاړ،  عبدالرحیم خان دهرات واک خپل کړ.

۳ـ کندهار چې دامان الله وروستی استو ګن ځی وه عبدالقدیر یې دهغه ځای والې وټاکه د پوځ چارې یې پردل خان ته وسپارلې. میرزا غوث الدین یې دمستوفي په توګه وټاکه.

۴ـ د افغانستان د ختیزو سیمو چارې یې محمد یوسف ته چې د سر منشې په نوم یې شهرت درلود ورکړې  ولې په لږ وخت کې د والې په وړاندې غبرګونونه پیل شول.

۵ـ د قطغن او بدخشان واک یې لومړی میر بابا ته او وروسته يې صاحب زاده عبدالله د والې په توګه په دنده وګماره. ولې وروستى والی یې خواجه تاج الدین نومېده.

۶ـ د هېواد سهیلی ولایت ته یې صاحب زاده محمد صديق دپوځ د قوماندان په توګه وستاوه او بیا یې د فبر وری په میاشت کې (۱۹۲۹ ز کال) د سردار محمد نادر خان ورور سردار شامحمود خان د تنظیمه ریس په توګه ولېږه چې، ګنې نادرخان به له خپل بریده لاس واخلي.

سره ددې چې دده پلویان هلته په دندو ګمارل شوي ول، لومړی خو دوی بشپړ واک نه درلود. دویم دوی خپله ځان د هرې سیمې پاچا ګاڼه، چې موږ دهرات او کابل والیان د بېلګې په توګه یادولی شو.

له سیمییزو واکمنو سر بېره د سقاو زوی یو شمېر پرېکړې هم بې ارزښته وي، ولسي پایښت او ارزښت یې نه درلود. په ټول هېواد کې (ایله) جاري روانه وه.

کله چې دی واک ته ورسېد، هېڅ بهرني هېواد په رسمیت ونه پېژانده، دا ځکه چې هغه د لوډویک اډميک خبره دده څرګندونې هر چا ته د تامل وړوې.

دده هغه وینا چې د تېرو کالو مالیه نوره وبښل شوه، جلبې عسکري له منځه لاړه، ټول هغه ښونځي چې پخواني پاچا جوړ کړي تړل کېږی.

یا داچې:

اې خلکو تاسې مې له کفره او لاټي ګرۍ نه وژغورلی، زه د بيت المال پيسې نورې په ښوونځيو نه لګووم دا پیسې به ملایانو ته ورکړم ورځی مړزان جنګوئ له دې پرته دده وژنو داسې اوازې خپرې کړې چې د هر چا لپاره د کرکې وړ وګرځېده:

۱ـ علي احمدخان او مولوي عبدالواسع چې کله د توپ خولې ته وتړل شول ټول خلک ګوته په خوله شول.

۲ـ فیض محمد هزاره یې د یوه پلاوي په مشرۍ هزاره جات ته ولېږه دا ځکه چې هزاره ګان د امان الله خان ملا تړی ول، خو پلاوي کوم بری تر لاسه نه کړ او د سقاو زوی حبیب الله هغه دومره وواهه چې له همدې کبله ومړ.

۳ـ کوم کسان چې د حبیب الله په واک سلا ول یو هم سردار محمد عثمان خان وه هغه يې ژوندی په صندوق کې وا چوه او ښخ کړ.

۴ـ د امان الله وروڼه او ترونه یې چې دکورنۍ یو شمېر غړي هم ورسره ول زنداني کړل چې موږ حیات الله خان، کبیرجان، امین الله خان (موریې هزاره وه) او محمد عمر خان د ساري په ډول یادولی شو.

عبد الحمید خان توخي، قاضي محمد اکبر، قاضي عبدالرحمن او په لسګونو نور یې ډېر په بې رحمۍ ووژل.

د کابل والي په يوازې ځان د ګڼ شمير کسانو سرونه، لاسونه، او د بدن نور غړي پرې کول او بیا به یې په چوک ځړول،

د سقاو زوي حبیب الله دا رنګه کړه وړه نه یوازې د افغانانو لپاره د منلو وړ نه وه بلکې بهرنیو او په تېره ګاونډیو هېوادونوته هم د اندېښنې وړوه.

انګرېزانو هم اندېښنه درلوده او دا ورته د ځغم وړنه ول هغوی ته حبيب الله دومر مهم وه چې امان الله یې دده په وسیله چپه کړ.

انګرېزان دېته سترګې په لاره ول چې یو وړ کس واک ته ورسېږي چې په سيمه کې ددوی ګټو ته زیان ونه رسېږي.

دا چې حبیب الله د شهرارا په جګړه کې ټپي شوي وه او بیا یې د انګرېزانو لخوا په سفارت کې درمل وشو.

مانا یې دا نه وه چې تر پایه به دده تر شا درېږي او په پټو سترګو به یې دخپلو  گټو په غیر دده ملاتړ کاوه.

شوروی اتحاد هم دمينځنۍ اسيا په سرله پاچا امان الله نه سر ټکاوه ولې بیا هم د انګرېزانو په پرتله یې دی خپل دوست ګاڼه.

خو دسقاو د زوی په واک خوشاله نه ول.

د بخارا پاچا سید عالم خان په کابل کې وو او د سقاو زوی سره یې اړیکې لرلې، دا هم د تېر په څېر دپام وړ گڼل کېده.

ایران چې ولیدل د حبیب الله په واک سره افغانستان مخ په ځوړ روان دی نو ويې پتېیله چې دایران په ختیز کې خبل واک او ځواک  ته پراختیا ور کړي.

د ایران شهنشا رضا شاه د تېمور تاش تر مشرۍ لاندې یوه پلاوی ته دنده وسپارله چې هرات لاندې کړې

لومړی یې د سقاو د زوی د غبرګون اونه غبرګون په اړه په څرګنده توګه وویل چې ایران، هرات د خپلې خاورې برخه ګڼې

کله چې حبیب لله خبر شو هغه په ځغرده وویل او بیا یې د حبیب الاسلام ورځپاڼه کې په ډاګه کړه :

هرات د افغانستان یو نه بېلېدونکې برخه ده.

 دا ډول لسګونو کورنۍ او بهرنۍ ستونزې وې چې د سقاو زوی حبیب الله واک یې وګواښه.

نوموړی پدې بریالي شو چې والې علي احمد خان له منځه یوسي. ولې دده په وړاندې بيا سپه سالار نادر خان دومره پياوړی شو چې په پای کې  یې دده واک را نسکور کړ او دی یې له منځه یوړ.

لودویک ادمک دده د ماتې یو لامل ته ګوته نیولې ده او کاږي:

د شوربازار حضرت شېر اغا چې د امان الله پر ضد د شورش له اصلی کسانو څخه ګڼل کېده، د جون په ۱۴ مه د یوې فتوا په ترڅ کې حبیب الله د وینې د دتوييدو او پيليدو مسول وباله.

بیا یې د نادر خان په ګټه د غلجیانو ملاتړ ته لاره پرانسته. دادمک په اند: د جولای په اومه د کابل، کوهدامن او کوهستان ملکانو او ملا یانو په کا بل کې یوه غونډه جوړه کړه. هغوی حبیب الله ته مشوره ور کړه چې خلک د جګړې او وینې تویېدو څخه ستړي شوي، نو له نادر خان سره باید خپل مخالفتونه حل کړې.

که څه هم ده دې سلا مشورې ته غاړه کېښوده دی یې ولړزاوه. دی پدې پوهېده چې دده کړه وړه نادرخان ته د بښلو وړندي. ښه به وي چې د ژوند تر پایه و جنګېږي.  نو ځکه یې پر څو  پرلپسې بریدونو د اګست په لومړۍ لسیزه کې د سردار شا محمود او سردار هاشم ځواکونه پرشا وتمبول.

ان داچې د خپلواکۍ جشن یې هم و لمانځه، خو په کندهار کې د اڅکزو او په وزیرستان کې د وزیرو او مسیدو پاڅون د سقاو د زوي ملا ماته کړه.

ادمک دافغانستان دبهرنېیواړیکوتاریخ ۲۶۷-۲۶۸ مخونه

کاتب فیض محمد یا دښتونه کابل ارشیف ۴۲ مخ

غبارمیر غلا محمد افغانستاان۸۳۲مخ۰۰۰ کاکړپاچا اما ن الله۱۱۳مخ

جنرایل یارمحمدخان  خپلواکي ۱۴۲- ۱۴۳ مخونه

سټیوارت ۰۰۰افغانستان ۵۲۰ مخ

ا دمک ۲۴۷ مځ

دافغانستان خبلواکي ۱۸۴ مځ

ظفرکا کا خیل پښتا نه د تاریخ په رڼا کې ۱۰۷۹ مخ

تزکرت الانقلاب مسکوچاپ ۳۴مخ

فرخ،تاریخ سیاسي افغانستان۴۸۸-۴۸۹ مخونه

ستیوارت،۳۴۴مخ

تتلر،افغانستان…لندن ۲۱۵ مخ

سنګروال،له بلۍ دارګ ترماڼۍ ۲۵۰ مخ

خټک افضل خان بریټش کتابتون ۵۷۶ مخ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب