دوشنبه, مارچ 8, 2021
Home + ځواب/اجمل پسرلی

ځواب/اجمل پسرلی

د یو چا له اوږې سره ولګیدم، بخښنه یې وغوښته، د تندي له ګونځو یې غصه نه پټیده، غوټ مټ سړی و. ما د موټر د ټیر له کغغ بریک سره سترګې ترې واړولې. یوه موټروان اینه ښکته کړه، بل ته یې ګوته لکه کړه.

د دې موټر له تیریدو سره په پلې لاره کې د ایشیدلو جوارو له پلورونکي سره د یوې ښځې غږ جګ شو.

اوف مې کړل. دې مې پر اوږه لاس کیښود. زړه مې ولاړ، په زړه کې مې وویل:

«که مې کوم پیژندوی وګوري»

دې راته وویل:

-غلی یې ښار دې لکه چې خوښ نه شو

-زما بیروبار ښه نه ایسي

-تا ویل چې هرځای غواړې هلته به ولاړ شو

اوږه مې ټیټه کړه د دې لاس وښویده. دې سر راوړاندې کړ:

-زه ځم بیا به بل وخت وګورو

غومبرې یې یخ ته سرې شوې وې. لاس مې وراوږد کړ، غلط شوم چې ښکل یې کړم. دې زرغونې سترګې پټې کړې، تاو شوه، روانه شوه.

زه راوګرځیدم. په یوه کوڅه کې ننوتم. د سړک دواړو غاړو ته واورې پرتې وې. د تللیو موټرو لوګیو ته سپینې واورې خیرنې شوې وې، اسمان وریځ و، وچې ونې داسې راته ښکاره شوې چې بیا به کله زرغونې نه شي. کوڅه تشه وه. سیخه وه. پسې پورته کیده، په پای کې یې غونډۍ وه. ګامونه مې چټک کړل چې تر غونډې ورسیږم، وښویدم، پښه مې تکیه کړه:

« د څه لپاره تر غونډۍ ځم؟»

په ژوند کې د ډيرو نورو سوالونو په څیر دې سوال ته هم ځواب نه لرم، خو واورې تر ګامونو لاندې کوم، د وچې واورې غږ اورم، د دې سربیره د غونډۍ په لور ژر ژر ورروان یم چې مخکې نژدې پرتلی وم.

پراګ

2 COMMENTS

  1. پسرلی صیب کیسه مې څو ځله ولوسته، هیڅ پرې پوه نه شوم، زه فکر کوم، ډېر سخت سیمبولونه مو پکې کارولي، که ممکنه وي او مناسبه یې ګڼئ، زه شوق لرم چې ستاسې د کیسو په سیمبولونو بلد شم، لږ یې سیمبولونه واضح کړئ، مننه!

  2. اندیال صاحب، ستاسو نوم مې په فیسبوک کې وپلټه څو تنه په دې نوم و، هیله ده چې خپل فیسبوک دلته راته ولیکئ چې زه د دې کیسې په اړه بیا تاسو ته په مسینجر کې ولیکم. درنښت اجمل پسرلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب