دوشنبه, مارچ 8, 2021
Home + د ګیدړانو بيا زېږون | حیات ژوند

د ګیدړانو بيا زېږون | حیات ژوند

د لوی کنډو پر سر د سپوږمۍ تر ر وړانگو لاندې څو خوځنده سیوري وبرېښيدل، د کلي گڼ کورونه چې د یوه بل سره نښتي وو؛ خو يو نیم کور جلا او له نورو گوښى او بېل هم وو. له یوه نیم کوره لوگیو اسمان ته سړکونه جوړ کړي وو، دا سې برېښېدل چې اورونه پکې بل دي. له يو نيم کوره چې د اور لمبې پورته کېدلې، سيوري ورته په نڅاه وو. گيدړان لږ څه دلگير او اندېښمن شوی وو، فکر يې کاوه، چې ګنې کلیوال یو ځل بیا پر «ښه وینا، چلند او ښه فکر» باورمن شوي دي.

مشر گيدړ خپل سیوري ته وکتل، غوږونه يې د سپوږمۍ رڼا ته څک ونيول، لکۍ يې پر ملا اخوا دې خوا تاوه راتاوه کړه، ګومان يې وکړ، چې ګنې په لېوه اوښتی؛ خو وروسته ډاډه شو چې څه خبره نشته، ورو یې له ځان سره وویل: «موږ ټول د یوه نيکه اولاده یو. نن شپه به تر یوه لوی لېوه هم په چابکۍ پر ښکار داړې ټینګې کړو!»

د مشر گيدړ تر څنګ دوو نورو هم غوږونه د سپوږمۍ رڼا ته څک کړل، گيدړ مخ ورواړوه، لکۍ يې د هرکلي په نیت وخوځوله، وروسته یې وویل: «ښه ده، چې راغلئ! د برید لپاره تر یوه دوه او تر دوو درې ښه وي، نن به ټول چرګان، بتکې ان که د کوترو کرېټي کوټنۍ که په هواره جوړې وي، تر خپلو سوړو کوترې رارسوو.» گيدړ د مخې پښه د کنډو د ژۍ پر کوچنۍ ډبرې کېښووله او بل انډيوال ته يې په پوښتونکي انداز وویل: «موږ په خپل وطن کې څو ډلې یو؟»

ــ «له تا پرته شپږ نورې.»

ــ «د هرې ډلې مشر راخبر کړه، په منډه لاړ شه، نن د چورتالان شپه ده.»

مشر گيدړ کلي ته د تګ او د تېښتې لاره ټوله په ذهن کې مجسمه کړې وه. لومړی باید د ناوې د کمره له څنګه لاندې د جومات تر غاړې د ګلشرنګې پر کور ورغلي وای، د ډاکټر کور او ان د کلي د وروستي سر د ګوډې کور هم باید د دوی د ملګرو تر برید لاندې راغلي وای.

دی لا له خپلو سوچونو نه و فارغ شوی، چې اوږده سیوري يې یو اړخ او بل اړخ ته کتار شول. شپږ نور مشران راغلي وو. مشر گيدړ خپلو ملګرو ته خپل ټول پلان تشریح کړ، د ګلشرنګې کور، د اکبر خان او د ډاکټر پر کور په یوه تکتیکي انداز حمله. مشر یوه گيدړ ته د کلي د وروستي سر د ګوډۍ کور هم په نښه کړ. گيدړ خپل ملګري ته وویل: «تر هغې چې ګوډه خپله امسا رااخلي او په تا پسې راوځي، چرګه به دې له دېوالو رااړولې وي.»

د کنډو له سره د اوو کورنیو مشران گيدړان او ورسره خپل ملګري ورو ورو په غونډۍ راښکته کېدل او د غونډۍ په تیاره کې مخ په تت کېدو وو. مشر گيدړ د کلشرنګې کور مرغانچه چې لا د وړاندې يې ځای ځایګی ورته یوه مکار سپي د چرګې د یوه ورون په بدل کې ورښوولی و، په خپله نقشه کې سمه سهي کړې وه. ګیدړ د غوړاڅکو له بوټو ورتېر شو، د یوه کیکر تر وني لاندې اوږد څملاست. ملا يې ټيټه کړه، په ځمکې پورې يې ټټر ونښلاوه، له کیکر څخه يې وېره وشوه، ځکه چې د خواجه ګانو په کلي کې يې یو ځل د کیکر اغزی په ملا کې نیمايي غوټ مات شوی و، ټپ يې زهرجن شوی او اوږده موده د ګاونډ په خیراتي هډوکو پایېده.

د کیکر تېرې او اغزنې خمبې د ګیدړ پر ملا باد ښورېدلې، ګیدړ لږ نور هم په سینه وڅښېده، د کیکر تر څنګ سیوري ته یې ځان غلي کړ، په منډه يې په دوه درېیو ګامونو ځان د ګلشرنګې د کور له دېواله واړاوه. سپی تر مرغانچۍ لرې د کلا په ټيټ سر کې د وره په خوله کې تړل شوی و، غوږونه يې څک کړل، پر غاړه يې ژبه تېره کړه، سر يې کېښود. ګیدړ له دېواله ورو د دالان بام ته ټوپ کړ او بې له دې چې وخت ضایع کړي، په چټکۍ يې لاندې انګړ ته ټوپ، پر مرغانچه يې رومنډې کړې، د سترګو په رپ کې مرغانچې ته ولاړ شکور په پوزه وواهه، په همدې سره د چرګو کټکټاس سپی راويښ کړ. د مرغانچې له خولې د سپوږمۍ په رڼا کې خړ ګرد راوت.

ګیدړ د کیکر بوټي له څنګه په منډه تېر او د غوړاڅکو بوټو کې په بیړه د کنډو پر سر واوښت. لس پنځلس منټه وروسته هر ګیدړ ډکه خوله له غونډۍ تېر شوی او د شپې په درېيمه برخه کې یو له بل سره د خپلو سوړو تر څنګ ناست وو.

««««»»»

د سهار لمانځه ته کلیوال په جومات کې کتار یو په بل پسې ودرېدل، د ډاکټر ذهن د بتکو د بڼکو په جال کې نښتی و او پوهېده که دېوالونه يې دنګ جوړ کړي وای، نن به ګیدړ ترې بتکې نه خوړلې. ګوډۍ د خپلې مرغانچې مخ ته ناسته، یو پښه يې غځولې او بله یې په ځان پسې راټوله کړې وه، د گلشرنګې خاوند خپلې مېرمنې ته دوه په دوه کېده او له ډېرې غوسې يې له خولې ځګونه بادېدل.

««««»»»»

د لمر څيرې د ګیدړانو خوب تښتولی و، مشر گيدړ پښې وغځولې، خېټه يې راوباسله، خوله يې وازه کړه، په تالو او خوله کې يې تار تار لاړې معلومې شوې. يو نیم گيدړ په هډوکو ورټول شوی و، د بتکې یا چرګې نرم هډوکي په غاښونو کرپول. مشر گيدړ چې مشرتوب يې له څېرې او اوږده شونډو چې د رنګړۍ ږيرې تارونه يې هم ځوړند برېښېدل، گيدړ په ستړي چې ګومان کېده، له ډېره خوراکه ډک او نیم ځانه ښکارېده، راپورته شو. د لوی کمره پر سر ودرېد او اوږده کوله يې له خولې وباسله. نارې په غره کې انګازې جوړې کړې، نیم یو گيدړ چې لا هم د خوب په زانګو کې زنګېده، راپورته شو. مشر گيدړ چې د رهبرۍ اکټ يې هم کاوه، یوه بله کوله وباسله او لکۍ يې په سر راپورته کړه او د کمره پر سر ودرېد. لنډه شېبه وروسته ترې نور گيدړان راتاو شول. ده په فاتحانه انداز وویل: «نن شپه زموږ د برید دویمه او مهمه شپه ده، نن به هغه مرغانچې لوټوو، چې پرون له موږه پاتې دي یا مو په پرونیو مرغانچو کې کوم غوړ ښکار لیدلی وي.»

مشر ګیدړ په پنجه ورمېږ وګراوه او بیا يې وویل: «ببرلکۍ والا ګیدړ پرون شپه ویل، چې لا هم د ډاکټر په کور کې درې بتکې پاتې دي، خو زما توصیه ورته دا ده، چې باید د بتکو پر ځای چرګې په خوله کړي، ځکه ویل کېږي چې چرګې د دېوال تر څنګ او له سپي لرې دي. زه هم د ګلشرنګې کور ته ځم، یو غوړ کولنګي چرګ مې لا هم په سترګو کې تاوېږي. او مخکې تر دې چې په اذانونو خوله خلاصه کړي، زه به يې د جنت پر دروازه ورسم کړم، تاسې هر یو باید په ښه پلان سره د نن شپې دنده بشپړه کړئ.»

مشر ګیدړ دا خبرې وکړې او ورو يې سترګې پټې کړې. بیا يې پر غاړه ژبه تېره کړه، خو د یوه بل ګیدړ په هيښوونکې بیانيې يې سترګې پرانیستل شوې.

ــ «که نن شپه بیا هم ورشو، هسې نه دوی زموږ ورتګ ته په وسله سمبال ناست وي.»

د مشر ګیدړ غوږونه مړاوي شول، په زړه کې يې تېره شوه، چې ولې په دې اړه سوچ نه و کړی، بیا یې وویل: «خو نن شپه به وخت بدل کړو. پرون شپه مو په دوو بجو برید کړی و، نن شپه به يې څلور بجې کړو. لمر پر پنځه نیمو څيره وهي، په همدغه وخت کې انسانان په درانه خوب ویده وي.» له لنډې شېبې وروسته یې ځان وڅانډه او زیاته يې کړه: «له سپیو سره هم باید پام وکړئ، بدذاتی جنس دی، خو انسانانو ته نه… انسانانو ته چې هر څه مطیع وي، ښه ذات ورته اېسي؛ خو همدا څوکيداران له موږ سره دوښمني کوي.»

د سپي له بدذاتۍ سره د ګیدړانو په اندامونو وېره خپره شوه، یو نیم پر نیمه هواره ځمکه په سینه اوږده وغځېدل.

د مشر ګیدړ تر شا لنډ وچموري گيدړ وویل: «خو که دوی بیا هم کمین نیولی وي او تیار زموږ ورتللو ته په تمه وي؟» او لکه کومه ګناه چې ترې شوې وې، دوه ګامه شا ته لاړ، کوچنۍ ډبرې د غره تل ته په ټوپو شوې.

مشر گيدړ اول سر بیا ټوله تنه شا ته واړوله، وچموري ګیدړ ته یې درانه غږ وویل: «د دې کلي ټول ولس سوځېدلی نسل دی، داسې نسل چې د ځان ساتنه نه کوي او ټوله هیلې يې په سپیو پورې تړلې وي.»

په همدې خبرې سره ټول گيدړان خواره واره شول او ډاډ يې احساساوه، چې راروانه شپه به یو ځل بیا د چرګانو له ورنونو سره مستي کوي.

««««»»»»

سپوږمۍ له پرون څخه نن شپه کمه رڼا پر ځمکې لوروله، خو لا يې هم د هر بوټي، ګړنګ او دېوال سیوري جوړولی شوای. ګیدړان پنځلس دقیقې مخکې کلي ته ورښکته شوي وو، مشر ګیدړ په خپلې نقشې کې لا ښه بلد شوی و.

څه باندې نیم ساعت وروسته د غونډۍ په بېخ کې د پښو ترپی اورېدل کېده، ترپی مخ په زیاتېدو و او تر څنګ يې تربت چغاری هم د باد څپو یوه خوا او بله خوا ووړ. د غونډۍ پر سر د یوه څلوربولي سیوري ته ورته اندامونه ښکاره شول، لکۍ يې پر شا اړولې وه، په خوله کې يې له لرې د یوه لوی چرګ اندامونه ښکارېدل، د چرګ له وجوده یوه یوه بڼکه لوېدله. په لنډه شېبه کې د مشر ګیدړ تر څنګ یو په بل پسې ډله نور ګیدړان ډکې منګولې ودرېدل او یو په بل پسې لکۍ په خوځېدو شوې.

له کنډوه ښکته د غره په خوا رهي وو، د چا باور نه راته، ګیدړانو د مخکې پښې پورته کړې وې، په دوو شاتنیو پښو په نڅا مخ پر وړاندې رهي وو، څېرې يې بنيادمانو ته په اوښتو وې، سم دم لکه بنيادمان ښکارېدل، د بنيادمانو د دعوا لپاره په چيغو او نارو سر شول، ټوله سيمه چيغو په سره واخیسته، هماغه و، چې انسانان ترې له شره د ځان بچولو په موخه په تېښته شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب