جمعه, مارچ 5, 2021
Home + د یار د مرګ د درشل خاطره

د یار د مرګ د درشل خاطره

استاد سعدالدین شپون

حاجي انصاري چې له سرطان نه بچ شوی دی، هغه ورځ په بوله وروبللم. داسې ښکاري چې ډېر بېکسه پاتې دی. مېرمن یې نه وه، ما هم نوره ونه چېړله چې چېرې تللې، یا بېرته راځي که نه. له لکړې سره پخلنځی ته شو چې چایې دم کړی. پتاسې او ځلوبۍ یې لکه چې پخوا پر مېز ایښې وې. په مېز یې یو قسم کاغذونه کوټه کړي وو چې په لاس لیکل شوي، فوټوګاپي شوي وو. لکه چې عادت یې دی، لکه لوګری سندرغاړی، بې سریزې او آلا به ورګډ شو. دا کاغذونه مې ستا د پاره راوړي، ما ویل خوښ به دې شي. زه خپله خو ډېر ورته خوشاله یم، یو ځلي یې ولوله چې څه وایې؟

چې یو مې را اوچت کړ، په مشقي قلم طیبه کلمه ورباندې لیکل شوې وه. تر لاندې په پاړسي لویه پرپړه وه ، هغه بله هم په همدې مضمون وه، دریمه، څلورمه، تر وروستي کاغذه، لیکنې بېلې خو مضمون یو و. عربي نومونو والا خلک وو، څوک د کعبې شریفې خادمان، څوک شېخان، او د دې او هغې اولیا خاص مریدان یا منجاور. چا پیغمبر صیب خوب کې لېدلی و، چا ته غیبي غږ شوی و، چې د قیامت علامې دي، ښځې د مېړونو اطاعت نه کوي ، نو که څوک دا خط لولي پلانکۍ سورت دې…. کرته هره شپه تکراروي، د جو مات ملایانو ته دې…. ډالره شکرانه ورکوي ،که نه نو په سخت مصیبت به لتاړ شي، یا به داسې شي یا هسې.

ما دا پارچې لوستې او حاجي لګیا و د هغو د پېشګویۍ ثبوتونه یې وړاندې کول. په رښتیا چې په دغو کې یو بېدو د نن ورځې په منطق برابر و، د جاپان څونامي یې یاده کړې وه، د چرنوبل اتومي بټۍ یې په تفصیل بیان کړه چې څنګه ویلې شوه، د ۳۵ ملیونه شورویانو میندې یې بورې کړې، ځکه چې افغانان یې ځورول. د امریکا د درې میله په نامه ټاپو خبره یې کوله چې کافرانوته د تباهۍ اخطاریه خبرداری و.

بیا نو حاجي لکړه لګوله، د ناستي کوټې ته لاړو. ما ورته وویل چې دا

کاغذونه خو صرف د چندو او بسپنې د پاره و، ولې یې جدي ګڼې. حاجي د پخې عالمې سټې بچی و. ویل یې چې زه پوهېږم. کابل کې یې هغه کتابونه یاد کړل چې د پل خشتي د جومات په جوس کې فالبینانو غوړولي وو، قسم قسم ماران لړمان ورکې و چې د لاروي نه به یې له وېرې لړمون ایسته. فالبین به په ژړه غوني آواز ویل چې ، دا مار وینئ چې د ښځې په یوه غوږ ننه وتلی له بل نه یې وتلی، دا ښځه نافرمانه وه…… وربه شې خبر به شې!

حاجي ویل داسې خرافات ډېر و. په ورغوي کې ستا د ژوند سرنوشت او د عمر اوږدوالی او د ودونو شمېر او خدای پنډ نور شیان درته لوستل، دا خرا فات و چې اوس خلک پرې پوه شوي دي، حاجي بیا د تاویزونو، شویستوتونو، ټوټکو، په زیارت او زړو قبرونو کې د نښې میندلو ته راغی، ډېرمثالونه یې ورکړل. ورپسې یې د قصیدې پخوونکو او کوډګرو پسې راواخیسته. په خندا یې حضرتان او پیران یاد کړل چې اوس هم د کرزي د حکومت په اوقیانو کې راځي. حاجي دا ټول په خرافاتو کې شامل کړل. ما ورته وویل چې زما خپل پلار د نقیب صیب په بند کې و، خو حاجي په پړو نه ایسارېده. نو ما وویل چې نو دا کاغذونه دې چې راټول کړي، دا ګنې خرافات نه دي؟ هغه وویل نه دا زما د خپل اټکل سره سم لګي، د قیامت خبره خو یې ملهم ده. پس له ډېربحث نه معلومه شوه چې د حاجي سرطاني دانه چې درې کاله پوچه وه بیا په بده اوښتې او دې پېرته ډاکټرانو شپږ میاشتې ورکړی وې.

حاجي دې ته خوشاله و چې که اسرافیل تر هغې دمخه  شپېلۍ ته پوک ورکړي نو بیا به دی او درسته نړۍ په عین وخت کې کسکر شي. زړه مې پرې وسوزېد، د دنیا بې وفايي را ترسترګو شوه ، ورسره مې د بنیادم د ځان ځانۍ ښامار ته پام شو: چې په ماشي دینا تېره+  خدای دې نه کړي د نیا ډېره. يو څه خپه، خپه هم نه بلکه د ساړه اسویلي ارماني هم شوم چې څنګه زما خپله خوږه، رنګینه او افسانه يي ماڼۍ خښته په خښته را رژیږي او بې خونده خړ کانکرېټي بلاکو نه یې ځای نیسي. د خپلې مور خبره را یاده شوه چې د کلي له کنډرونو نه د مایکروریان اپارتمان ته راغلې وه او چې ما ورنه د ښاپېرو او پیریانو کیسې وغوښتې و یې ویل،«پرېده زویه، مایکرویانو کې پیري او ښاپېرۍ څه بلا غواړي؟»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب